د ترخو يادونو انځور

 

۱۳۶۷ ل کال د جلال اباد همېشه بهار ښار

پر ننگرهار د پاکستان او نورو متحدينو اود د جهاد تر نامه لاندې تنظيمونو، د پاکستان د استخباراتو د مشر جنرال حميد گل  په مستقيمه لارښونه او گدون يرغل وشو. د ير غل موخئ او پلان ما او نورو مخورو ليکوالانو نشر کړی.

خپل د ترخو يادونو انځور يوه کوشنۍ بېلگه وړاندی کوم.

کله چی د مخالف لوري د جنگ خط ختيځ لوري تر مارکو پوری را مخته شولو او سهېل کې تر کوز کنړ او لويديز کې تر سرخرود پوری دا وخت په ننگرهار کې  والي  يو غېری  گوندي شخص د وکيل اعظم  شينواري په نوم دنده  درلوده مرکزي واکمنۍ په اجله توگه د ولايت په ټولو چارواکو کې بدلون راوست يانې ټول گونديان اود داکتر نجيب الله نژدی کسان وو پرنوو دندو وگمارل شول،دا نوو کسانو هم جنگ کنټرول نه کړ. د ښار څنډو کې جنگ پېل او تر هوايي ډگر پوری مخامخ جگړه پېل شوه، زيات عام ولسونه ووژل يا تيښته وکړه جنگ دری مياشتی دوام وکړ لامل يې داوو چی پاکستاني پوځ په ښکاره په جنگ کې گډون درلوده اود اي ايس اي د مشر( جنرال حميد گل» لاخوا لارښونه کېدله .

يادونه ولی داجنگ ملي اوردو او هوايي پوځ پر سترو اتل وليو برياته ورسيد،کله چی جنگ پای ته ورسيد نو مرکز کې د خاد يا دافغانستان د ملي امنيت له خوا ۷۰ تنه لوړ پوړي جنرالان ونيول شول چی گويا دوی د حکمتيار پلويان شوي په داسی حال کې چی دوی ټول د گوند پوری مربوط افسران وو،په دی مخالفتو کې د شواهدو له مخې مالوميدل چی روسانو مخکښ رول در لوده.

د گوند مشرتابه کې بی باوري مخ پر زياتيدو شوه د گوند يو اړخ  غوښتنه وکړه چی دستونزو د حل له پاره ناسته وشي او مخامخ د خبرو له لاری ټولی ستونزی حل شي خو پاېله ورنکړه،د کب پر ۱۶ د ۱۳۶۸ل کال ددفاع وزارت او گارد او خادسيتانو تر مينځ شخړه وشوه زه دا وخت بيکاره ولی د گوند په دفتر کې وم چی ناگهان راديو تلويزون چپ شو زه له دفتره بيرون شوم ومې پوښتل خيرت دی؟ هيچا ماته ځواب رانکړمالوميدل چی دلته چارواکي له مرکزه لارښونه اخلي ټول تر راکيټانداز پوری په وسلو سنمبال شوي ماتعجب وکړ خو زه کورته ولاړم د شپې يوه بجه وه دخاد کسان د تنظيمه ريس افضل لودين په امر زما کورته را غلل اود کور دروازی زنگ  وکړنگيدو  زما کوشنې ورور جان ا غا دروازی ته ورغلی اوکله چی دوی يانی خادستان تر ۴۰ تنو زيات ليدلي ويلي خدمت دوی ورته ويلي موږ د افضل لودين د تنظيمه ريس په امر راغلي يو ده ووايه کله چی زما ورور ماته وويل زه پوه شوم چی خبره همدا په مرکز کې د مشرانو جنجالي ستونزی دي زه دروازی ته ور غلم په دی وخت کې زما خورا کوشنی لور رڼا جانه چی دری کلو به وه هغه هم را غلی او زما پاينڅه ټينگه نيولی کله چی دوی راته وويل ته لودين غوښتی يې ما ورته وويل په دي نيمه شپه سبا به ور شم او تليفون به مو کړی وو دوی ويل امرشوی همدا اوس به له موږ سره ځی ، ما ورته وويل سمه ده بوټان او مناسب کالي راواخلم زما لور ويل زه هم ستا سره ځم دا ملاريه وه او سخته تبه يې درلوده د تبی له زوره لړځيده خو په ستونزومې له هغی ځان خلاص کړ.او خپلې مېر منۍ ته می وويل لسگونو امنيتي کسانو زموږ د کور شاوخوا نيولی حالات ترينگلي را مالوميږي که زه  تر سهره کورته ستون نه شوم نو بيا زه نا مالوم برخليک سره مخ کيږم دا کا ذبه اداره اوپه خاصه توگه خاد کې ډېر چټل کسان ننوتي وبه گورو چی کوم سرنويشت را زي؟

زما ناروغه لور ټوله کورنۍ او زما خوارکې ميرمن چی يوځل  ما مخکې د نورو جابرانو ناخوالی ليدلی وی سخته وارخطا وه دوی نه پوهيدل چی زه د نا ځرگنده برخليک سيلۍ به يې پر  کوم جل وهلۍ دښتې وغورځوي.

کلونه به واوړي خو د رڼا جانۍ غږ زما په غوږونو کې همداسې انگازی وهلې.

پرېږده چی اوس درته د خپل بوږ نوړي سرنوشت کيسه تېره کړم ، زه کوښښ کوم چی خپلۍ ناروغه لور رڼا جانۍ ته دروغ ووايم چی زه د کا کا  سره ځم تا ته دوا هم راوړم دی ويل نه زه  لا لا هم درسره ځم زما ميرمنۍ په يوه بهانه دلاسه کړه او له ما جلا شوه زما سپېڅلۍ مور د نارو غۍ په بستره پرته وه ماله هغۍ رخصت واخستو په هر حال کيسه زياته خو زه يو څو ترخی وايم د ننگرهار د خاد رياست د څېړنو بند خونې ته  یو وړلم جالبه دا وه چی ددی خونۍ ټول کارمندان ما پيژني ما په ننگر هار کې ډېر وخت دنده سرته رسولی خولاصه دوه تنه يوددی رياست نظامي مرستېال د پکتېا ولايت  وو او بلی يې سياسي مسول،چی د لغمان وو دا لغمانۍ قسيم نوميده زما زيات وخت مادون هم پاته شوی وو نظامي  مرستېال ملگري ماته بدرد وويل خو قسيم دده سره همغږې نه وو زما د ښه سړېتوب پلوي کوله د څېړنو مدير سامند را ته وويل چی زما سره راځه هلته هغه د کب د ۱۶ داستان تير کړ يوڅه پوښتنې هم وکړی واپس بند خونۍ ته راوستلم هلته دوه اجينټان يا پيشونگيان هم لا مخکې موجود وو ټوله ورځ به يې د چارواکو پرضد بد رد ويل زه چپ ناست ځکه ما مخکې يوځل د سياسي زندان تجربه در لوده.يوه اونۍ وروسته وسلوال کسان خونې ته را غلل اوزه يې هغه ډبه ډوله موټرته له ځان سره يوړم هلته يې زما لاسونه شاته په پلاستکي پړي ټينگ وتړل چی د لاسو نو تړلو تر کابله زما لاسونه وپړسيدل گوتومې کار نه کولو، هلته مو ۳مياشتی کم زيات هغه ناخوالی بی خوبي، تهديد ښکنځلی ، ډبول وهل اوريدلي چی د سر دشمن به هم له چا سره دا ډول برخورد نه وي کړی ساختگي محکمې اختصاصي سارنوالی ويل به دا قاضيان، څېړونکي، او سارنوالان بی پری دی په داسی حال کې چی دا ټول د گوند غړي د خاد پټ مامورين اوددوه گونو معاشونو خاوندان وو چی يو شمېر موږ پېژندل .په سياست کې چلول چلوټي سياسي بازيگري د پرديو غلامي د پردي پاللو فکر ذکر، قام غوښتنه، يکتازي، دديموکراسی وژ ل کيدل د انتقاد کول په انتقام اوښتل، پټ پټکاني کول د جلا لارو درلودلۓۓ ددی لامل شوه چی زه  موږ ملگري دوه کاله وروسته له زندانه را خلا ص شولو حاکميت هم ړنگ شو واک هم له لاسه ووتلو په هېواد کې هغه غوبل جوړ شو چی هيچا کله هم په تير تاريخ کې نه وو مشاهده کړی، د بېلگې په توگه يوازی پلازمېنه کابل کې ۵۷زره ماشومان، بوډاگان. ميرمنې، ځوانان سياست کونکي سربازانو د شهادت جامونه وڅښل هر ه که وسلی وی که شتمنې چور او تا لا شوی.

دا يوه ترخه خاطره وه چی وليکل شوه.

محمد اقا شيرزاد