سوله که انتخابات ؟

حکيم روان

ځواب :  دواړه !

څلوېښت کاله پر افغان ولس جګړه تحميل شوي ده . دا جګړه د پردو جګړه ده ، خو قربانی يې افغانان دي . جګړې د افغانانو ټولنه او هيواد د ژوند له عادي مسيره ايستلي دي . د ژوند په ټولو برخو کې د لعنتی نيابتي جګړې آثار له ورايه ښکاري .

سوله د افغانانو او ټولو انسانانو طبيعی حق دی . خو افغانان نورو له دې حقه بې برخې کړي دي . دا چې افغان سوله غواړي او کنه ؟ اصلا يوه بی اساسه او بی منطقه پوښتنه ده . سوله د هر انسان طبيعی حق دی . له طبيعی حقوقو او آزاديو پرته وړانسانی ژوند ممکن نه دی .

سوله د انتخاباتو او انتخابات د سولې متمم دي . بی له سولې به نيمګړي انتخابات ولرو او بیلې انتخاباتو به نيمګړي سوله ولرو .

طالبان ادعا کوي چې د دوی په واکمنۍ کې سوله وه . دا ادعا دوه وارې درواغ يانې ډبل درواغ دي .

–  د پنجشير په شاوخوا او د افغانستان په شمال او شمال شرق کې د طالب سره مقاومت او جنګونو ادامه درلوده . طالبان او د هغو ملاتړي له دې حقيقت څخه په ډاګه او سپين سترګی سره انکار کوي .

–  آیا د ښخو سنګسارول ، په کيبلونو او ډانګونو د انسانانو په ځانګړي توګه د ښځو وهل ټکول ، د انسانانو د لاسونو او پښو پرې کول او نندارې ته اېښودل ، د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل ، د خلکو د ږيرو متر کول ، پر موسيقی او ملی آتڼ بنديزونه ، د مخالفينو بی شرمانه ترور او وژل ، سوله ده ؟

د منځنيو پيړيو وروسته پاتې او منحط طالب د پوتين په درګاه مسکو کې وويل چې : « مونږ ښخې ځکه له تعليمه محرومې کړې چې عفت يې وساتل شي » . د طالب په شانې بل مسخره به د نړي پر مخ پيدا شی ؟

د طالبانو د سولې فضا د ګورستان د فضا سره ورته والی درلود . خو طالبان نه پوهيږي چې د حقوقو څخه د خلکو محروميت او مذهبی استبداد د يوه لوی او ياغی توپان زڼې جوړوي .

طالبان فکر کوي چې که امريکا پر طالبانو يرغل کړی نه وای دوی به تر آبده د خلکو پر اوږو سپاره پاتې وای ، خو دا فکر واهی او بی بنياده دی . د خلکو قهر او خشم به طالبان د تروريستی سازمانونو او دولتونو د ملاتړ سره سره ، په مناسب فرصت کې تر امريکا هم په ناوړه توګه راپرزولي وای .

د افغانستان نظام د رښتينې سولې د راتګ او تأمين د پاره تر ټولو ډاډمنه وسيله ده . که انتخابات په خپل وخت سرته و نه رسيږي ، نو يو غير انتخابی رژيم ( لکه د طالبانو رژيم ) به موجود وي . د داسی يوه رژيم موجوديت د قدرت د خلا سره کم توپير لري . د قدرت خلا د نوی تباه کوونکی جګړې د زيږيدو بستر دی . ځکه د ګاونډيانو لاسپوڅي د مؤقت حکومت ، او د موجود نظام د نابودۍ زمزمې کوي . دا واضحه ده ،څوک چې انتخابات نه غواړي ، جګړه او په دې وسيله د واک انحصار غواړي . څوک چې انتخابات غواړي ، جګړه او د جکړې له لارې د واک انحصار نه غواړي . هر څوک چې د جګړې له لارې واک ته رسيدلی دی ، مستبدالرای او د واک انحصارګر ثابت شوی دی .  بناء انتخابات بايد هرو مرو سرته ورسيږي او د افغان ولسمشر ټينګار پر انتخاباتو د هغه د مسؤليت مننې ، ژور درک او سياسی درايت نښه ده . ولسمشر د افغانستان د بدنيتو ګاونډيانو په نيتونو پوهيږي . ګاونډيان د خپلو اجنټانو په مټ غواړي د خلکو او افغان حکومت تر منځ واټن را منځته کړي او حکومت په دې تورن کړي چې ګوندې سوله نه غواړي . د مختورو لاسپوڅو حافظه دومره کمزوری ده چې د ولسمشر په ابتکار د کابل د بې قيدو شرطه سولې دوه کنفرانسونه يې د ياده وتلی دی . دوی د ولسمشر په ابتکار په اندونيزيا کې د اسلامی علماؤ ، په جده کې د ټولو اسلامی هيوادونو او په کابل کې د بی شمېره اسلامی علماؤ د جنګ ضد بيساري فتوا ګانې  نه يادوي . دوی د خپلو بادارانو په لارښوونه  غواړي د افغان حکومت د سولې هلې خلې ناکامې او يو وار بيا د خپلو بادارانو له پاره اوبه خټې کړي ، څو هغوی  خپل ماهيان ونيسی .

انتخابات :

تر وسه بايد د يوې مياشتې ، يوې اونۍ او حتي يوې ورځې له پاره بايد د افغانستان حکومت غير انتخابی نه وي . افغانستان ته تر يوه غښتلی خو مستبد حکومت څخه يو کمزوری خو انتخابی حکومت په ګټه دی . ځکه مسبتد او طالبی حکومتونه د پرمختګ لارې بندوي او انتخابی حکومت د مرګونی جهادی او طالبی وباء او وروسته پاتې والی پر ضد د پرمختګ او ترقی لارې ، د تيارو او جهالت پر ضد د لمر او رڼا افقونه خلاصوي .