وزیرستان؛ له پیر روښان تر منظور پښتین

منظورد انځور حقوقGETTY IMAGES

د وزیرستان تاریخ ته یو ځغلنده نظر ښیي چې د پښتنو د متمدن ژوند او خپلواکۍ اخیستلو لومړۍ چیغه له دې سیمې پورته شوې ده.

پیر روښان چې متمدن ژوند ته د پښتنو د هڅولو لومړنی لارښود بلل کېږي د سوېلي وزیرستان کاڼي ګورم اوسېدونکی او پر ۱۵۲۵ زېږېدلی دی.

پیر روښان د کتاب او قلم له لارې پښتانه پرمختللي ژوند ته هڅول. همدا لامل و چې هڅې یې چټکې پراخېدې او پر وزیرستان سربېره د پښتنو مختلفو سیمو ته ورسېدې او پښتنو کې یې ملتپالنه او د ملت جوړونې فکر پیدا کړ.

مغول چې پوه شول پښتانه بیدارېږي، پر وړاندې یې پورته شول او له امله یې پير روښان هم سیاست او جګړې ته مخه کړه.

د پښتنو پېغلو پر سر د پښتین خولۍ

د منظور پښتین خولۍ د حق غوښتنې پر سمبول بدلېږي؟

افغان لیکوال او تاریخپوه حبیب الله رفیع وايي پیر روښان له مغولو سره جګړه کې ووژل شو، خو پلویانو او اولاد یې تر سلو ډېر کلونه د ده مبارزه روانه وساتله.

د استاد رفیع په خبره، پیر روښان د پښتنو د پاڅېدلو لومړی محرک دی او د مبارزې ګټه یې دا وه چې راتلونکو خوځښتونو ته سرلاری شو:

”له ده وروسته د ایمل خان مومند قیام و، د دریا خان اپریدي قیام و، بیا د خوشال بابا قیام و، دا ناکام شول خو میرویس نیکه قیام وکړ او هغه کامیاب شو او لوی احمد شاه بابا قیام وکړ چې د لوی افغانستان ډبره یې کېښوده او تر هند ځمکې یې خپله امپراتورۍ کې را ګډې کړې”.

رڼاد انځور حقوقاستاد حبیب الله رفیعU
Image captionد فقیر اېپي پر مهال له وزیرستان چاپېدونکې پښتون رڼا چې د هغه تر مرګ وروسته هم چاپېدله.

له پیر روښان وروسته د شلمې پېړۍ په لومړۍ یوه نیمه لسیزه کې ملا پاونده مسید د ټول وزیرستان د مبارزو سرلاری و او د انګرېزانو خلاف یې مبارزه کوله.

امیر عبدالرحمان خان چې له انګرېزیانو سره د ډیورنډ تړون لاسلیکاوه، ملا پاونده ترې وغوښتل چې خلک جګړې ته وهڅوي او دا تړون لغوه کړي.

استاد حبیب الله رفیع وايي، ملا پاوند له یوه ډله وزیرو او مسیدو سره عبدالرحمان ته راغی او ورته یې وویل: ”ته څه حق لرې چې زموږ ځمکه په انګرېز پلورې؟” عبدالرحمان ورته ویل چې هر څومره وزیر راځي دی به افغانستان کې ځمکې ور کوي. همداسې وشول او یو شمېر کسان افغانستان ته راغلل. خو ملا پاوند او ملګرو یې مبارزه وکړه او تر مرګ وجنګېدل”.

که څه هم د نوموړي دا مبارزه د وزیرستان پولو کې پاتې شوه، خو سړه نه شوه او له مرګ یې ۲۲ کاله وروسته وزیرستان په دې بریالی شو چې په وزیرو کې د ایپي فقیر په نوم یو بل سرلاری او مخکښ ومومي.

د پښتنو منظور پښتین له کومه راغی؟

منظور پښتین: د پښتنو وطن د ترهګرۍ په پلمه لوټل شوی

په ایپي فقیر مشهور غازي میرزا علي خان د انګرېزیانو خلاف وسلواله مبارزه پر وزیرستان سربېره تر بنو او کواټ هم ورسوله.

استاد رفیع وايي، نوموړي باچاخان هم، چې عدم تشدد یې غوره باله، وسلوالې مبارزې ته هڅاوه.

”فقیر اېپي پر عدم تششد ایمان نه درلود او باوري و چې د تورې تېغ سره پښتانه ازادېدلی شي”.

د استاد په خبره، فقیر اېپي هم د وسلو جوړولو فابریکه جوړه کړه او هم یې فرهنګي مرکز درلود چې د پښتون رڼا او ازاد پښتونستان په نوم یې رسنۍ هم چلولې.

استاد رفیع وايي، کله چې پاکستان جوړ شو بیا هم فقیر اېپي مبارزه روانه وساتله او سوېلي او شمالي وزیرستان مرکزونو کې یې د ازاد پښتونستان بیرغونه ودرول:

”د پاکستان سره یې زړوره مبارزه وکړه، خو جرمني چې د مرستې ژمنه کړې وه پر فقیر اېپي لارې بندې شوې او ونه توانېد چې مبارزه یې کامیابه شي”.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ

ښځېد انځور حقوقGETTY IMAGES
Image captionد پښتون ژغورنې غورځنګ ناستو کې ښځې هم ګډون کوي.

تر نوموړي دوه لسیزې وروسته شوروي پر افغانستان یرغل وکړ. څنګه چې د وزیرستان خلکو د پاچا امان الله په ملاتړ د انګرېزانو خلاف یا له هغه وروسته د نادرشاه په ملاتړ د سقاو(حبیب الله کلکاني) ضد جګړې کړې وې، د شوروي یرغل پیلېدو سره هم ځینې وزیرستانیان له افغان مجاهدینو سره ملګري شول.

ان د پاکستان د طالبانو غورځنګ د یوې ښاخې وژل شوی مشر ملا نذیر احمدزی هم پخوا د حزب اسلامي ګلبدین حکمتیار غړی و.

د طالبانو واکمنۍ کې هم ځینې مسید او وزیر له طالبانو سره وو، کله چې د طالبانو واکمني وپرځېده، وزیرستان د طالبانو او القاعده په مرکز بدل شو.

ځايي طالبانو پر افغانستان سربېره ان پاکستان کې هم خپلې هڅې پیل کړې.

د هند وېش: ترهګرۍ ځپلي پښتانه

”پاکستان کې اوږدمهال ځورېدلي پښتانه خپل غږ اوچتوي”

د پاکستاني طالبانو غورځنګ وژل شوي مشر حکیم الله مسید د پاکستان پرضد د جګړې اعلانونه کول.

دغه سیمه کې د پاکستان د پوځ عملیاتو له کبله خلک بېلابېلو سیمو ته وکوچېدل، خو د شک په سترګه ورته کتل کېدل.

کراچۍ کې د ترهګرۍ په پلمه د نقیب مسید تر وژل کېدو وروسته د منظور مسید په نوم یو ځوان د تېر کال همدې ورځو شپو کې له وزیرستانه تر اسلام اباده لاریون وکړ.

د نوموړي لاریون په پرلت بدل شو او پر وزیرستان سربېره د سوات، خیبر او نورو سیمو پښتانه هم ور سره یو ځای شول.

دوی د پاکستان پوځ په دې تورن کړ چې ډېر بې ګناه خلک یې هم د طالبانو په نوم وژلي یا ورک کړي دي، د دوی کورونه یې وران کړي او ځمکې یې په ماینون ډکې کړې دي.

د ګډ هدف لپاره پاکستان کې پښتانه پورته شوي

نقیبد انځور حقوقحقوقTWITTER
Image captionکراچۍ کې د نقیب مسید تر وژل کېدو وروسته پښتو ژغورنې غورځنګ پیل شو.

منظور مسید په منظور پښتین بدل شو او له هغه راهیسې نه یوازې د پاکستان مختلفو سیمو کې لاریونونه کوي بلکې دې هڅو یې پر افغانستان سربېره نوره نړۍ کې هم ملاتړي پیدا کړل.

که څه هم د پاکستان رسنیو کې یې تر ډېره د دې غورځنګ هڅو ته خبري پوښښ نه ورکول کېږي خو د نړیوالو رسنیو پام ور اوښتی دی.

د تېر اپرېل پر شلمه واشنګټن پوسټ ولیکل چې له ډېر وخت وروسته پاکستان کې پښتانه د یوه ګډ هدف لپاره سره یو شوي دي.

د دې ورځپاڼې په خبره، د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ پرمختګ په پاکستان کې دودیز پښتانه سیاستوال او سیاسي ډلې هم اندیښمنې کړې دي، ځکه هغوی اوس په سیاسي ډګر کې یو بل پیاوړی سیال پيدا کړي دي.

د منظور او پیر روښان ورته والی

رد انځور حقوق@GABEENO
Image captionتېر اکتوبر کې پښتون ژغورنې غورځنګ بنو کې غونډه درلوده. دې غونډه کې د سویلي وزیرستان د ملک مرزا عالم وزیر مېرمنې هم ګډون کړی و، چې د مېړه، دوو زامنو او د دوو لېورونو په شمول يې له کوره د دیارلسو غړیو جنازې وتلې دي.

افغان لیکوال او خبریال نذیر احمد سهار چې اصلاً د وزیرستان دی او وزیرستان د مقاومت وروستی تمځی په نوم کتاب یې هم لیکلی وايي، وزیرستان د پښتنو د وسله والو غورځنګونو، یا مقاومتونو مرکز پاتې شوی، اکثره غورځنګونه له هغه ځایه را پورته شوي او نورو سیمو ته غځېدلي، یا هملته پاتې شوي.

نوموړی د منظور پښتین هڅې له پیر روښانه سره ورته بولي:

”له نورو سره د ده او پیر روښان توپير دا دی چې دواړه د وزیرستان له محدودې راووتل او خپل غورځنګونه یې ټولو پښتنو سیمو ته وغځول، خو د ملا پیونده، ایپي فقیر او ټي ټي پي والو اکثریت تمرکز په خپلو قبیلو و”.

د منظور پښتین مظاهرو کې پر نارینه و سربېره ښځې، بوډاګان او کوچنیان هم برخه لري، خو ډېره برخه پلویان یې لوستي او ځوانان دي.

د پښتون ژغورنې پرضد د پاکستان هڅې

د پاکستان حکومت تېر کال هڅه وکړه چې د دې غورځنګ ضد یو بل غورځنګ جوړ کړي، خو تر اوسه یې دې هڅې کوم ځای نه دی نیولی.

په دې وروستیو کې داسې رپوټونه را مخې ته شوي چې د پاکستان ځینې پوځي مرکزونو ته ځوانان ور بلل کېږي.

که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ نوم نه اخیستل کېږي خو دې ځوانانو ته ویل کېږي چې ځینې خلک د پاکستان ضد هڅې کوي او تاسو ور سره مه ملګري کېږئ.

پېښور کې ځینې پوهنتونونو ته هم ویل شوي چې خپل استادان او محصلین دې د یاد غورځنګ غونډو ته نه ور پرېږدي.

اړونده م