دثور اومه ”فاجعه”؟! که دغني مخسره!؟

 

30.1.2019syv sawar
ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني دسولي په تړاو دښاغلي زلمي خلیلزاد تر رپوټ وروسته ولس ته په ساړه انداز خواحساساتي وینا واوروله. دده په آند چي شهید سردار داودخان دسیمي دسیاست څخه خبر نه وو ، ځکه خو د ”اوم دثور فاجعه” منځته راغله.
اوس به پر دې لږ تم سو چي دثور داومي پیيښي علت څه وو؟
سردار داودخان دیوې کودتا په نتیجه کی مشروطه شاهي په غیر دموکراتیک جمهوریت واړوله. ملي یکه تازي یې دخپلي خوښي”ملي غورځنګ” ګوند په وجود کی ښکاره کړه. دشاه پر پله یې همهغسي پل کښېښود او هیڅ یوه سیاسی ګوند او سازمان ته یې دازاد فعالیت اجازه ورنکړه.

دې کار یې لومړی دښی اړخو ګوندونو(جمعیت اسلامی او اخوان المسلمین ته منسوب نورسازمانونه) غصه را وپا روله.

هغوی دهیواد په ځانګړی ډول شمال ختیځو او ختیځو سیمو کی وسله وال بغاوتونه وکړل. داچی توده اي ریښې یې کمزوري وی ؛ وځپل سول ، خو ترماتي وروسته یې پنجابی (I,S,I) ته پناه یوړه او هلته دوخت دحال او اینده لپاره ښه چاغ کړل سول.

په دغه وخت کی دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند دټول هیواد په کچه د قانون پر وړاندی سري او دعمل په میدان کي علنی مطرح ګوند وو او په ډیرو مواردو کي یې دنوي نظام ملاتړهم کاوه.

ګوند د۱۳۵۷ کال دحمل دمیاشتی د ۲۶ ـ می غمګینی پیښي وروسته دخپل شهید ملګری خیبر دجنازې په بېساري مراسمو کی سوله ایز لاریون وکړ.

ګوندي مشرتابه په خپلو ویناوو کي دنظام پر وا کدارانو کلکي نیوکي وکړې.

داودخان ته دا قوت او داحالت دزغم نه وو، ځکه خویې د۱۳۵۷ هش کال دثور پر پنځمه دشپې په تیاره کی دګوند مشرتابه هیت ونیول او په ټول هیواد کی یې دګوندی کادرونو دنیولو لیونی امر صادر کی. او اراده یې همداوه چي دمشره تر کشره به دګوند ټول ځواکمن غړي له منځه وړي… .

ــ اوس که دښاغلی غني څخه پوښتنه وسي چي فرض که ته دکشرانو په ډله کی د خپلي قبیلې مشر یې؛   دچا وخواته دی دټوپک ډز څه چی د مچلوغي وار هم نه وي کړی او یو زورور دي په توره شپه پر کلي او کهول در وخیژي، دښځو او ماشومانو ترمخ دي ستا مشران په بې حرمتۍ لاس تړلی زندان اوبیا دار ته بیایې …

ستا عکس العمل به څه وي. ؟!!!

ــ که دثور اومه دفاجعې پیل وی ، نو هغوی چی د دغی ” فاجعې” پر وړاندي یې دمسلم اوغیر مسلم دخیراتونو په زور د دغی فاجعې د مخنیوی او خنثاپه خاطر وسلوال ” جهاد” کاوه ولي یې پر فاجعې بدتره فاجعه اتم دثور ورزیاته کړه.

ــ په دریم فاز کی بیا دبدتری فاجعې دمخنیوی په خاطر (اسماني فرشتې)چی ویل کېدل به ـ دورځی هیڅ نه وی خو دشپې جوج ماجوج ورځیني جوړیږی ، دفاجعې توره لمنه نوره هم ور توره کړه.

ــ له توره بخته چی پر ۲۰۰۱ کال پر افغانستان دنړیوال ښامار را کښته کیدل دفاجعې بیلاـ بېل پړاونه په ملي ناورین واړول.

ـ سالم وجدان به څه ووایي چي دثور داومي اصلی عامل داود خان دی که دخلق دمو کرا تیک ګوند؟

اوس افغان ولس ته دوست او دښمن په یوه بازار ورګډ ښکاري.

ملت ته اوس ترټولو غوره داده چی کوم ګوند، یا دمشرتابه کاری ټیم یې دوینو دبهېدا مخه نیسی!

څوک دی چي په هیواد کي دلعنتي جګړې اور بندول غواړي.

ولس ته دپرون او نن ملامت اوسلامت هغه وخت دغور وړدی چی لومړی ددایم القایم امن په فضا کی دراحت ساه واخلي.

ولس به هیڅ کله هم د څلو ېښت کلني ملي غمیزی پیلونکي اوپایښت ورکونکی جنایتکاران هېر نه کړی. هغه که په هر تاریخي پړاو پوري تړاو ولري.

په دغه حساس تاریخي فرصت کي ولسمشر با تدبیره سوله غواړ ی ، هوکې داسمه ده ، خو دتدبیر حدود به څه وی ؟

دا تدبیرونه به دولسمشر داندونو مجموعه وی او که دعام ولس د بېصبرانه هیلو او غوښتنو ناپایه بهیر ؟!

زما په باور ولسمشر یابل مشر ته په همدې اوس کي دسولي تر راوستو اوپایښت پرته بل هیڅ څه هم باید وړاندیتوب ونلری.

زه ولسمشرته خواست کوم چی دده په اصطلاح دفاجعې ــ دپایته رسېدو اتلولی دی خو کم ترکمه خپل په نامه دتاریخ په پاڼو کی په زرینوکرښو ولیکي . بیابه که خیر وو د”فاجعې ” دپیلونکو، پایښت ورکونکو او ختمونکو سره دهغوی دکړونو په تناسب چلند کوو.

دالله په مرسته!

د خان محمد مصلح لیکنه