د خواخوږې پېغام

 

د خواخوږې پېغام

درنو ملگرو او قدرمندو دوستانو په پوره خواشنې سره مې خبر تر لاسه کړ چی د پکتېا د پوهنتون علمي مرستېال اود افغانستان د ملي پر مختگ گوند درهبري شورا غړی د پکتيا د گوندي سازمان منشي ملگری فدا محمد فدا د ورپېښي ناروغئ له امله خپل روح پاک الله ته وسپارلو، درنوملگرو فدامحمد فدا دافغامستان دخلکواوپه عملي برخه کې لوی ضايعه ده همدارنگه ده دافغان ولس بچيانو ته د لوړوزده کړو تر څنگ په سلگونو دولتي کادرونه اود گوند له پاره وړ شايسته ځوانان جزب کړي وه . زه دده د يوه ملگري په توگه دده مرگ لويه تشه بولم اودده دخدمتونو د پوره کولو ځای خالي بولم ، فدامحمد فدا د يو پاک سپېڅلي وطنپسرت په توگه د خلکو او گران هيواد له ټولو ملي ارځښثتونو سره مينه عشق او علاقه در لوده .د پاکو اخلاقو خاوند اودروند شخصيت درلودونکی شخص وو .

خاطره زه اودی په يو وخت د پخواني شوروي اتحاد ته د زده کړو له پاره تللي وو دده خاطری زه اوس نشم ليکلای خو يوه ورځ موږ د فلسطين د يوه سياسي گوند سره دافغانستان د سياست په اړوند غونډه در لوده په غونډه کې د فلسطين د گوند مشری چی يوه نجلي وه پوښتنه

وکړه چی تاسو د شوروي لښکروپه هکله چی ستاسو هيواد ته درغلي څنگه ارزوی موږ په تاسف هلته په ناسته ددوو خوا پلويانو گډون در لوده  زموږ د ناستی مشری د بدخشان اوسيدونکې راسي نوميده هغه کوله ځکه هغه ددی زده کړه يلانو مشر او گوندي مشرتوب لاره  راسي د شوروي لښکر وستايلو او وي ويل چی دوی زموږ د انقلاب نه دفاع کوي او نور ولې فدا محمد فدا په زغرده دده خوله ور چپ کړه  په ځواب کې وويل افغان ولس تل د بهرنيو ځواکونو په شتون کې دانقلاب دفاع د بل چا پر اوږو نه کوله افغان پوځ خپله دانقلاب دفاع په ميړانه کولای شوه خو شورويانو زموږ ستونزی نوری هم زياتی کړی، ددوی په راتگ د مخالفينو لښکر سره پانگوالو او په راس کې د امريکا متحدو ايالاتو مرستی زياتی شوی د خلکو مهاجرتونه زيات شول جنگ زور واخستو بهرنۍ لاس وهنی زياتی او بر بنډې شوی که شوروي اتحاد غوښتلی چی دانقلاب ارځښثتونه وساتل شي د پوځ او واکمنی سره به اقتصادي مرستی زياتی کړی وای نه د خپل فزيکي حضور موجوديت په هر صورت ده د شورويانو موجوديت رد کړ.

مرحوم فدا محمد فدا يو زړور او پاک مبارز شخصيت وو الله دی جنت ور کړي اودرنۍ کورنۍ ملگرو ته د زړه صبر .

محمد اقا شير زاد

20190126