دورک خراسان لنډ تاريخ

 

لیکونکی همایون دوست

20.1.2019
قفقاز (کوهي قاف) کې، ارمن د ټبر صنعتي، سوداګریز او مذهبي په مخ تللی متمدنه پلازمینه وه، پارس په (۵۰۲ م.) خپلی د امپراترۍ سیوری په وغزاوه.
اسلام سپیڅلی دین ودی په پړاو کې، عربانو دا خلک خپل تازه غوړیدلی دین ته دعوت کړل چې له وړاندیزه دوی ډډه وکړه، هغوی هم په ( ۶۴۷م.) د حبیب الله په سر لښکری د توری په زور ښار فتحه او ایل کړ، کسب خاوند کوربانه یی، «همدان»، «استانه»، «نیشاپور» او «اصفهان» ته هجرت وکړ، ورپسې په (۱۲۰۱م.) سلجوقیانو نوموړی سیمي نه بیا عربان په ټکولو، ټکولو وشړل او خپل وکدار یی په کې وګماره.
په (۱۲۴۷م.) چنکیز لښکر د غوبل په پس منظر کې، له متمدنه خراسان څخه مازی د غلغلی ښارغوندی لوټی، لوټی کڼډوالی پاتی شوی او خراسانیان یی د کډوالي په یوی بلی زوراوری څپی «مشهد»، «هرات»، « بلخ »، « بخارا» او « …» ته را پور وهل، په (۱۴۷۲م.) په دغو کنډرو بیرته پارسیانو منګولي خښي، چې ترکانو بیا په (۱۵۲۲م.) په خونړوی نښتو کې دوی مات کړل او خراسان یی خپله خاوره وګنله، خو ورسته د دی سیمی ملکیت په سر روسان څو واری ورسره ښکر په ښکر اړم شول او نوموړی سیمه به د دوی د انډوخر په کشالو کې لاس په لاس شوه، چې ایله په (۱۸۷۸م.) د یوجوړجاړی پایله کې عثمانی ترکې برخه وګڼل شوه، په ړمبي نړیوالی جکړه کې بیا روسانو په کې، یو کال مودی له پاره (۱۹۱۶-۱۹۱۷) په دی پلمه خپل ځواکونه ځای په ځای کړل چې ګواکې سیمه خپل اصلی خاوند ته سپاری او هلته له سره ارمنیان میشت کړل، خو د مفتی په فتوا پاریدلو ترکانو په لاس دغه میشت شوی ارمنیان قتل عام شول، خوابدی ارمنیانو دغي خونړۍ پیښه ته د ځان په وړاندی مذهبی کرکی رنګ ورکړ او دا ناورین باندی یی د ملي فاجعی نوم کیښود چې د غميزی یاد یی په هر کال کې تازه کیږی او دوی ویر د ترسره کولو په ترڅ کې له سترګو اوښکي څڅوی، له دی وجی یی لا تر ننه پوری د دواړو هیوادونو اړیکي داسی ترینګلې دی چې بیخي یو بل زغملای نه شي.
خراسان په (۱۹۱۹ – ۱۹۲۰م.) کلونو کې د اتاترک ناستځای او د ترکیی ملي غورځنګ درستیزوالي مرکزهم پاتي شوی دي.
اوسمهال ارزوم د ولسوالي مرکز دی.۵۰ رزه نفوس لري. سربیره په دی چی خپل لرغوني ارزښت بایللی خو نوم یی(« حراسان» «horasan») په بڼه خوندی ساتلی.

دغه مهاجر خراسانیان ټول د وریښمو لاری په اوږدو کې د پرتو ښارنو په مرکزونو کې استوګن شول، دوی معمولاً ښاری کسب کار (پیشه وران) (ښایی د پیښور نوم هم له همدی سره تړاو لری ) او فن کار وو، له بل پلوه د ژوند پایښت له پاره هم مجبور وو چې خپل شغلي مهارتونه لا غښتلی کړی، همدا وجه وه، په ځانګړی توګه د تیموریانو په پیره کې د معماری په برخه کي د هوښیار وزیر علي شیر نوایی په نووښت د دوی کاری او هنری وړتیا نه پریمانه ګټه واخیستل شوه، په همدی مهال د خراسانیانو لوی قافلی د مشهد او نیشاپور نه ننی افغانستان ته د کار موندنی په موخه کډوال شول، په بلخ کې د سخي صاحب مزار، هرات یی ښکلی سینګار شوی په ودان کړل، … ښایی په همدی ویاړهم سیمو په تدریجي توګه د خراسان نوم خپل کړی وی.

***

طالـع اوقو جانیمغا بلالیق بولدی *هر ایشنی کیم ائیلدیم خطالیق بولدی

اوزیئرنی قویوب هندغه ساری یوزلندیم *یا رب نه تئییم کی اوز قارالیق بولدی

«بابری توزک»

کابل کوهدامن ولسوالی د کلکانو «اغاسرای» تاریخي ارزښت دا دی چې په همدی ځای کې سردار عبدالرحمان خان د انګریزانو سیاسي استازی «ګریفین» سره ورسته د دری ورځنی لیدو، کاتو د افغانستان امیر شو. دویمه دا چې په ترکستان کي د ازبکانو له لاسه د ماتی ورسته ظهیرالدین بابرهم همدلته لنکر واچو او خیال کې وه چې خراسان فتحه کړی، خو نه پوهیده چې دا خراسان اصلاً چیری او کوم خوا ته پروت دي، نو ځکه یی د خراسان موندني په لټون هر خوا لښکری واستولي، خراسان لکه کوم خپلواک هیواد وه نه موندل شو، خو ده ته په همدی ځای کې د پښتنو په هڅوني هندوستان پاچا کیدو شوق په سر ورغی، چې بیا یی هلته پښتنو نه د پښتنو په مټ سیاسي واک غصب کړ، دا پورتنی شعر په همدی کاروان سرای کې لیکل شوی یاني:

غشي د بخت می وویشت لورپه لور * نښی شوی ختا، په خپل سرمې شوی بلا

نه وینم چاره بله دروموم به هند په لور * پاکه لویه ربه دلته شرمنده شوم اومخ تور

ظهیرالدین بابر: عرب په مجموع کې عجم، پوزه یی جګ وی که ټیټه، پوټکي له رنګه تور وی او سپین ټول خراسانیان بولي؛ هندوانو ته بیا د دوی له پولو بهر د عربانو په ګډون، د دنیا ټول مخلوق خراسانیان ښکاری، په دي شان له بلخه، بدخشان، فرغانه، ترکستانه، سمرقند، او بخارا ټول سودا ګریز کاروانونه، چې د خراسان په نیت درومي، مخه یی کابلستان ته وی، له کابله د خراسان په هوډ چې روان شې، مخ په کندهار وی، کابل او کندهار د خراسان ستر مارکیټونه کڼل کیږی.