د پښتون ژغونې ملاتړ

 

20190112

لبروبر افغان يودی زه غواړم پرهمدغه پر ما نا او تاريخي خبره لږ رڼا وا چوم .

درنو دوستانو د لروبر افغانو پي ټي يم د غورځنگ غوښتونکو ننگياليانو او باتورانو دا کلمه د نن او پرون شعار نه بلکې دا د زرگونو کلنو ددې سېمې د ۶۰ ميلوني خلکو چغه اود زړه اواز دی .

د ننې درنې غونډې برخوالو په ۱۸۹۳ز کال د نړې لوی زبر ځواک انگريز چی پر لوی هندوستان واکمن وو ددوی پر زور او زياتي د وخت د کمزورو واکمنو سره د ډيورنډ منحوسه کرښه وباسله د هند د لوی هيواد د ويشلو په دوران کې په زکال 1948 کې دافغا نانو ددی جغرافيی  زياته برخه په تحفه کې اوسني پاکستان ته وسپارله، چی په حقوقي لحاظ دا کرښه اوددی جغرافيي اوسيدونکو هيڅکله ددی منلو ته تيار نه وه او نه دي،

!

لا پاکستان يو کلن و، چې په ما قيامت جوړ شو. دا د ۱۹۴۸ کال د اګست ۱۲ نېټه وه. يو ورځ وروسته د پاکستان د لومړنۍ کليزې جشن کېده، خو ما د وينو نذرانه ورکړه.

.چاپېره پوليس ولاړ و او په جلسه ډزې وشوې، زنانه د کورونو نه قراۤن شريفونه په لاس بهر راووتې، قراۤن شريفونه هم د پښتنو سره شهيدان شول، عین لکه په کربلا کې امامان!

قيوم خانى لکه يزيد، زما په خاوره څه د پاسه ۶۰۰ شهيدان، يو شمېر ټپيان کړه ستاسو پښتنو وير او وژنې د همدغو قاتيلانو لخوا پېل او تر نن پوری دا  ناورين ددی کرغېړنۍ پولی دواړه غاړی ولسونه د وينو په لوی درياب کې لامبي ددی جغرافيي ولسونو مشران ترور ، شهيدان او وژل کيږي که د شهيدانو او نومورکو غازيانو نوم لړ پېل کړو  کيدای شي د ننی غونډي له وخت او حوصلی به بهر وي خو بېلگې لکه خان شهيد صمدخان اڅکزی، نقيب شهيد او نور په سلگونو اتلان ياد ولای شو.

دلته د يوه وتلي شاعر سلطان جان کليوال يوه دوه بيتي شعر ياد ولای شم

منظوره رنځور مشی غلامی سره دی جنگ دی

د قام د بربادی اوبدنامی سره دی جنگ دی.

جگړه د ښامار سره پېل کړېده ښکاره

توده دانصاف چيغه دی ويستلی ده ښکاره

جنډه د خپلواکۍ دی پورته کړېده ښکاره.

زه يو د وتلي شاعر دا څلور بيتي لازم گڼم

 که کویټه که پیښور دی زما کور دی

که کابل که کندهار دی زما ورور دی

هرغاصب چې په کې خنډ اچول غواړي

که د لر دی که د بر دی مخ یې تور دی.

 درنو دوستانو لهمدغه پېل نه چی ددی وطن لويه برخه په زور زياتی سره د يوی نامقدسه کرښي  په ايستلو سره  غواړي جلا اود خپلی خاوری برخه يې وگڼې اغزن تار پر راتاو کړي د ترهگری ځالی وروغوي اود لربرو افغانانو د وژلو اود خاوری د ورانولو تکل کړی پوره ۴۰ کلونه ددی هيواد پر ناورين کې په ښکاره لاس وهنه کوي مشران يي وژني اوددی خاوری طبعي شتمنی چور کړی اودخپلو تالي  څټو په واسطه د لربرو پښتنو د بربادی له پاره نخشی او پلانونه جوړ وي خوش بختانه اوس د نړی په دی لويه خيطه کې افغانا ويښ او بيدار شوي د پښتون ژغورنی( P,T,M» غورځنگ د منظور پشتون په لار ښونه په ټوله پښتون خوا او سړی ويلای شی چی په ټوله نړې کې د دی غورځنگ په ملاتړ راوتلي درنو دوستانو ددی غرځنگ موخی څه دی ټولو ته ما لومه دی چی ددی غورځنگ موخی د خپلو خلکو روا حقونه ور کول دی له زندانه د خپلو ورکو عزيزانو د خلاصون، په خپلو سيمو کې د ترهگريزو فعاليتونو بندول خپلو ولسونو ته د نورو ولسونو په شان ددوی حق ور کول پرمختگ کول زده کړی، د هر ډول زور زياتي ختمول، د نظاميگروپټو عملياتو ختمول،او نور انساني غوښتنې لکه په لربرو پښتنوسره سم چلند اولاس نه وهل د تل پاته سولی له پاره رښتنې گامونو اخستل او نور

درنو دوستانو موږ بهر ميشتی افغانان د پ،ټي، ايم د روا او په حقه غوښتنو په کلکه ملاتړ کوو اود دوی بر حقه او روا غوښتنو دور کړی ملاتړي يو دا هم زياتوو چی په نړی کې د ټولو هغه ملتونو سره چی زور زياتی په هره بڼه چی وی غندو اود ټولو ملتونو د سرنوشت د ټاکلو او روا حقونو دور کړی ملاتړ کوو .

په اخر کې وايم ژوندي او سر لوړي دی وی لروبر افغانان  لربر افغان يودی.

م.اقا شيرزاد