سیاسي تګلاره

 

د هیواد  سیاسی  حالاتو  ته  لنډه کتنه

که د سولې د خبرو بهیر وڅارو، نو څرګندیږي چه دوه سوالونه د مذاکرو اساسي مضمون  جوړوي:

‎۱- په سیمه کې د امریکې او ناټو سیاسي ـ نظامي حضور.

۲- په سوله کې د ګاونډیو او د سیمې زبرځواکونو ځان ځاني ګټې.

امریکا:

څرګنده ده ، چه په ۲۰۰۱ کال کې امريکا او ناټو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اجازه نامې (مندات) سره په افغانستان کې د القاعدې پر تروريستی سازمان او د طالبانو پر رژیم،  چه د القاعدې مشرته يې پناه ورکړې وه، بريد وکړ.  امریکايي او اروپايي لښکرو القاعده د افغانستان څخه وویستله، د طالبانو رژیم يې نسکور کړ، پخواني جهادي مشرانو ته يې دولت په لاس ورکړ، ڼظامي هډې يې ځای پرځای کړې، په دموکراتیکو اصلاحاتو يې پیل وکړ، د بیارغونې د پروګرامونو د پلي کولو په موخه يې  ملیاردونه ډالر راوړل.  خو خارجي مرستې د جهادي مشرانو او دولتي لوړپوړي مامورانو (تکنو کراتانو) له خوا لوټ شوې، د بیا رغونې پلانونه په ټپه ودریدل، ډیر ژر طالب جنګیالي راپیداشول، د اشغالګرو څخه د وطن د آزادولو او د اسلام په خاطر د مقدس جهاد د شعارونو سره (لکه ۳۹ کاله دمخه) د جنګ  لمبې له هرې خوا بلې شوې.  د افغانستان  خلکو، په تیره  د  پښتني سیمو، د بمونو د باران څخه دردیدلي ولس، د جنګیالیو ملا وتړله. لکه د پخوا په شان، د عربي هیوادونو پیسو او د پاکستان هراړخیزه مرستو سره، طالبان د خاورې په یوه برخه مسلط شول، او امریکا یان يې  خبرو ته اړ کړل. ‎‎

پوښتنه پیدا کيږی چه امريکا د خپلو سربازانو دومره  تلفات او سترمالي تاوان د دې دپاره ځغمي  چه د تروریزم او مخدره موادو سره  مبارزه و کړي؟ که  نور ستراتژيک هدف لري؟ نورهد فونه دادي:

ـ د امریکې له پاره زمونږ هیواد یو ښه مورچل دی، چه د هغه څخه خپلو ستراتیژیکو حریفانو لکه روس چین او ایران ته سنګر ونیسي، نظامي هډې، د کشف وسایل د  جاسوسۍ ځالې، لکه په  اسرائیلو او پاکستان کې  دلته تأسيس کړي؛

ـ د امریکې او اروپايي هیوادو د صنعتي تولیداتو د پلورلو پلانونه، د پاکستان سمندري بندرونو څخه، بیا د افغانستان د شمالي دروازوله لیارې د منځنۍ آسیا پراخو تجارتي مصرفي بازارونو ته لیږدونه تر ټولو ارزانه او ګټوره تجارتي ستراتیژي ده؛

ـ د افغانستان تر ځمکې لاندې شتمنۍ، قیمتي کمیابه صنعتي معدنونه ، د ټولو بډایو هیوادونو پام جلبوي. خوپه افغانستان کې د نظامي سیاسی حضور په حالت کې به دا توکي  په آسانۍ لاس ته راشي.

ښکاره ده، چه د ګلوبالیزم سیاست، د امریکې بې رقیبه واکمنۍ،  په نړۍ کې مخ په زوال ده. د بل پلوه، د امریکې او پاکستان تر مینځ  د افغانستان پرسر پیداشوی سیاسي تضاد، د ناټو هیوادونو سره د ټرامپ  کبرجن  برخورد، او د ترکيې سره د امریکې د مناسباتو خړپړتیا، سبب ګرځیدلي دي چه امریکه په سیمه کې یواځې پاته شي.  که دا شرایط امریکه د یوې عادلانه سولې د راوستلو په لوري  ټیل وهي او د افغانستان د ملي ګټوپه پام کې نیولو سره ، یانې؛ ځمکڼۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت، د قوي مرکزي دولت ساتنه، د اساسي قانون حکومت د شتون سره صادقانه ګامونه پورته کړي، نو زمونږ وطن ته به سوله او ثبات راولي او ځانته عزت او که امریکه  بیا د پاکستان سره غاړه په غاړه شي او (لکه ۲۷ کاله د مخه) هرڅه پاکستان ته وسپاري، دا به یوه نجسه سناریو وي.‎

ګاونډیان:

له بده مرغه، زمونږ د ګاونډیانو، په تیره د پاکستان او ایران  دولتي سیاست او امنیتي ارګانونوهڅې   تل زموږ د دولت او ملي حاکمیت  د کمزورتیا  په موخه کارول شوي دي.

ـ پاکستان او ایران، خپلې ګټې زمونږ د ضعیف حاکمیت په وجود کې، د دوۍ  تراثر لاندې چارواکو په شتون کې ، په مذهبي  رادیکالیزم او افراطیت اخته حزبونو کې، د ملي نفاق او محلي کړکیچونوسره لاس په ګریوان افغانستان کې ګوري.

ـ دوۍ، ته بي تعلیمه، بې سواده، د صنعتي او تولیدي موسسو نه تش افعانستان په کار دی، چه د دوۍ د تولیداتو استعمالونکی او مصرفي، بیرته پاته هیواد اوسو. همدا وجه ده چه دا څلویښت کاله ، د دوۍ  ‎ له خوا روزل شوې، استول شوې جنګي ډلې، ښونځي، پلونه، سرکونه او دولتي پروژې، یانې بنسټیزې بناوې (انفرا ستروکتور) ویجاړوي، فني کدرونه، آن ښوونکي وژني.

ـ د پاکستان دولت  تل د افغانستان د جنګي حالاتو څخه  ګټه پورته کړې ده. د شوروي سره د جنګ مدیریت او د جهادي حزبونو سازماني چارې  تر ډیر حده  د آی اس آی په لاس کې وې. د پریمانه مالي مرستو څخه چه َعرب شیخانو او غربي هیوادونو د  جهادیانو په نامه استولې، پاکستان غوړه برخه لرله. جنګ،  افغانستان خلکوته غریبي او ورانی اوپاکستانیانو ته آبادي او ثروت ډالۍ کړ.

ـ پاکستان د تروریزم سره د مبارزې په درواغجنه پلمه د امریکې او اروپا څخه او د جهاد سره د مرستې  په حیله د سعودي  او شیخانو نه په ملیاردونو ډالر تر لاسه کول. کله چه امریکې او نړیوال بانک، دا عاید ورباندې بند کړل، پاکستان  د امریکې مخالف لوري، روس او چین ته مخه کړه او طالبانو سره يې د امریکې پر خلاف جنګي مرستې چټکې کړې.  اوس، پاکستان د مینځګړیتوب تلوار لري، څو په افغاني سوله کې  خپلې دولتي ګټې  تر لاسه کړي. دا ګټې  به څه وي؟ دا  د جهاني بانک نه د کریډت د اخیستو د بندش  لیرې کول دي، دا د طالبانوپر سر تجارت دی، چه ګنې پاکستان  به يې مذاکراتو ته حاضر کاندي، د  طالبانو سازمانونه به  سوله ایز ژوند ته عیار کړي، احتمالا د دوۍ وسلې به  په بیه واخلي. د افغاني دولت نورو خواوو سره به د طالبانو د  اړیکو د کړکیچونو د حل صلاحیت تر لاسه کړي، ( یانې د سولې مدیریت ترلاسه کولو هڅه) او په دې ډول به راتلونکي  بین الافغاني سیستم کې خپله اغیزه وساتي.

د  یادوڼې وړ بولم چه د اشغال او یا حضور د کلمو د استعمال پر مبنا زیات روښانفکره  تحلیلګران سره مخالف دي. هغه چه د اشغال د کلمې تذ کر مطلق ګڼي، او د هغې پر ځای د حضور د کلمې استعمال خیانت بولي اشتباه کوي، ځکه چه:

ـ  د حضور او یا اشغال  د کلمې استعمال موجوده واقعیت ته بدلون نه ورکوي، بلکه د واقعیت تفسیر دی، چه هر یو يې د خپلې ارزونې سره کوي. یوه خوا وايي «وطن نیول شوی، دولت د اشغالګرو ګوډاګی دی،  د دولت کارکونکي د ښکیلاک مزدوران دي، که کوم شخصیت د خپل استعداد او یا  ولسي اعتبار په مټ په سیستم کې سر راپورته کړي  هغه هم  پلورل شوی دی، سیاسي ګوندونه اواجتماعي فعالین د ګوډاګي دولت جیره خواره دي ، پارلمان هم د امریکې لاسپوڅي دي، هر ډول ټاکنې باید  بایکوټ شي، هره منفعتي انکشافي پروژه د اشغال دسیسه ده» او داسې نورې سپکې سپورې د دولت او د دولتي کارکونکو په آدرس!

داسې لیکنې د یوافراطي او انحصاري تفکر نښانه ده. دې تحلیلګرانو ته ښايي د اشغال پر ضد د آتشینو مقالو په څنګ کې، لږ څه د سبا ورځې په باب، د کمزوره کړی شوي افغاني دولت په وجود کې، د پاکستان او ایران د شومو پلانونو د خطرونو او د رنګارنګ رادیکال، افراطي مذهبي ډلو د نفوذ د مسؤلیت په نظر کې نیولو سره لیکنې وکړي.

ـ د انصاف نه لیرې خبره ده،  چه ټولو هغو وطنوالو ته، کوم چه دولت کې ملکي او نظامي دندې ترسره کوي، د اشغال جیره خورو خطاب وشي. هغه چه په سختو نا امنه شرایطوکې، د خوار ژوند د ځغملوسره وطن نه دی پری ایښی، هغه چه  د تروریزم او مذهبي افراطي ډلو، د اپینو د قاچاقبرانو په مقابله کې، د افغانستان د سرحدونو د ساتنې  په سنګرونو کې قرباني ورکوي، هغو ته د ښکیلاک مزدوران ووایو. آیا دا عادلانه خبره ده؟ څه قضاوت کوۍ، داردو افسران، کوم چه پوهیږي، د ملي اردو مصرف امریکایان ورکوي، یا انجینر چه د امریکایانو په پیسو سرک جوړوي، باید اشغال ووايي یا حضور؟

ـ لوټماران او اختلاس ګران ، د بیت المال او د خلکو د جایدادونو غاصبین خو د ګوتو په شمار دي،هغوۍ ځان د رژیم مزدوران نه بولي، هغوۍ ځان ته د رژیم باداران وايي. اکثرأ همدا باداران دي، چه خولې يې د دولت په «غوړدسترخوان کې» لاسونه يې د خارجیانو په  «کندو کې» او پښې يې په « مقاومت جبهې» او راز راز اپوزیسیوني  سازمانونو کې بندې دي، د دولت او «اشغال» پر ضد  تند او تیز شعارونه هم ورکوي.

ـ له بده مرغه ټولې هغه خواوې چه زمونږ د دولت کمزوري غواړي، غرضي او ذینفع جوانب دي،  چه په خودمختاره سیمو د افغانستان ویشل او په شمال او جنوب د تجزيې خیالونه لري، یا  د پاکستان جماعت العلما دی، چه  د ۱۸ کلو پخوا په شان، افغانستان کې د  قادیاني، وهابي، القاعده او نورو افراطي، تروریستي ځالو احیاکول غواړي، دا ټول د پاکستان او  ایران په مرسته د افغاني دولت د کمزورتیا په هڅه کې دي.

نو ځکه متعهدو وطن پالو روښان اندو څیړونکو، د قلم خاوندانو ته په کارده، چه د سیاسي تګلارې په غوره کولو او چپو شعارونو په طرح کې د وطن او د خلکو راتلونکې په دقیقه توګه په پام کې ولري.

د حوصلې نه مو مننه کوم

محمدالله صافی

۲۰/۹/۱۳۹۷ (۱۰/۱/۲۰۱۹)