د جدی یوولسمه نېټه- نه هیریدونکې تاریخي ورځ!

نور محمد غفوری

۱/۱/۲۰۱۹ 

زموږ په ګران هیواد افغانستان کې څلورپنځوس کاله تر مخه د ۱۳۴۳ هـ. ل. کال د جدیې په یوولسمه نېټه چې د ۱۹۶۵ ع کال د جنوری د میاشتې له لومړۍ نيټې سره برابره ده، د کابل په څلورمه کارته کې د نومیالی لیکوال او سیاستمدار- نور محمد تره کی په کورکې (د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند) د بنسټ ډبره کیښودل شوه. دا په افغانستان کې لومړنۍ مدرن سیاسی ګوند و چې د شاهی مستبد رژیم په موجودیت کې په پټه جوړ شو.  سره له دې چې د هغه وخت د حاکمانو له خوا د نوی اساسی قانون مطابق سیاسی ګوندونو ته د فعالیت جواز ورکړل شوی و، خو هغه یې د ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو د فعالیت له پاره د ځانګړی فرعی قانون په تصویب او توشیح پورې تړلی و چې باید د پاچا لخوا توشیح شوای وای چې متاسفانه هیڅکله د هغه له خوا لاسلیک نه شو او د اساسي قانون دې مادې عملی جنبه پیدا نکړه.

د سیاسی ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو د فعالیت د قانون نشتوالي د هیواد ټول سازمانونه او سیاسی ګوندونه په ګردجنه او نامعلومه سیاسی فضا کی ودرول. د ګوندونو د فعالیت له پاره د قانون او قانونی چوکاټ نشتوالی شاهی دولت ته چې په اصل کې د عامو خلکو په وړاندې د فیوډالانو او محلی خانانو  د ګټو ساتونکی و، امکان ورکاوه چې له هر سیاسی ګوند او ټولنیز سازمان او سیاسی او ټولنیزو فعالینو سره په آزاد لاس او پخپل زړه چلند وکړی. هغوی ته چې د رژیم په ګټه فعالیت کوی، د آزاد فعالیت زمینه برابره او ترې ننګه وکړی، خو هغوی چې کړنې یې د هغه وخت د حاکمو طبقو په زیان وی، تر فشار او شکنجو لاندې ونیسي.  د استبداد او اختناق په همداسې شرایطو کې د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند را جوړ او مجبور شو چې په نیمه علنی او یا پټه توګه خپل فعالیت ته په احتیاط دوام ورکړي او ځان د دولت او نورو زورمندانو له تهدید او فشار څخه تر ممکنې اندازې بچ کړی.

سره له دې چې (د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند)  په مؤسسه کنګره کې یوازې ۲۷ کسانو، هغه هم په پټه ګډون کړی و، خو دې ګوند له همغې لومړیو ورځو د هیواد د سیاسی ځواکونو د انډول په بدلون کې غوره رول ولوباوه. د هیواد په پنځه زره کلن تاریخ کې دا لومړی سیاسی مدرن سازمان دی چې د مستبدو حاکمو کړیو په وړاندې یې د ټولو زیارکښانو (بزګرانو، کارګرانو، کسبګرو، وړو او ملی سوداګرو او د نورو مادی او معنوی نعمتونو تولیدوونکو) د ګټو د دفاع له پاره منظم سیاسی مرام وړاندې کړ، د زیار کښانو زامن او لوڼې يې پخپل سازمان کې راټولې کړی او له دې لارې یې د هیواد په سیاسی چارو کې برخې اخیستلو ته چمتو کړې. د ګوند داخلی فعالیتونه یې د تصویب شوې اساسناموی معیارونو پر بنسټ تنظیم کړل. د هیواد سمسورتیا، د خلکو د ژوند د کچې لوړتیا، ملی استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او د ارتجاع او امپریالسیم په وړاندې مبارزه ددې ګوند د مرامی موخو اساسی ځوښا (شیره) جوړوي.

د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند د جوړيدو تر وخته سیاست او سیاسی فعالیت د حاکمه کړیو او ممتاز قشر په انحصار کې ساتل کيده، خو د ا خ د ګ د سازمانی او روزنیز فعالیت له کبله د خوارانو اولادونه د سیاسی شعور، پاک وجدان او لوړو ټولنیزو اخلاقو څښتنان او د مدنې- سیاسی مبارزې له کلتور سره بلد شول.

څرنګه چې دې ګوند په سختو ټولنیزو- سیاسی شرایطو کې مبارزه کوله، د علنی فعالیت امکان یې نه لاره، نو خپل فعالیت او تشکیلاتی- سازمانی سیستم یې د همغو شرایطو مطابق جوړ کړ. د ګوند د تشکیلاتو اساسی اسکلیټ یې د هغه وخت په نوی ټیپ انقلابي ګوندونو کې مروج (دموکراتیک مرکزیت) ومانه.

د (دموکراتیک مرکزیت پرنسیپ) د شلمې پیړۍ د اولو کلونو په ټاکلو شرایطو کې د (رضامند مرکزیت) پرنسیپ په وړاندې طرحه شو. په دی اساس  په داسې حال کې چې د (سوسیالیستي انټرناسیونال) غړو کارګري ګوندونو چې په پرمختللو بورژاوزي او آزادو ټولنو کې یې فعالیت کاوه، خپل تشکیلات د (د رضامند مرکزیت) یا د (خپلې خوښې دموکراتیک مرکزیت) پر اصولو پر مخ وړل، د (کومنټرن) په غړو کارګری ګوندونو کې د تشکیلاتو «دموکراتیک مرکزیت» پرنسیپ  رواج وموند.

زموږ په هیواد کې د دموکراتیک دولتی- سیاسی نظام او د سیاسی ګوندونو له پاره د فعالیت د قانوني چوکاټ په نه شتون کې د (دموکراتیک مرکزیت) په اصل جوړو شوو ګوندي تشکیلاتو د خپلو مثبتو اغیزو تر څنګ د ګوند په فعالیت ډیرمنفی اغیزې هم وکړې. د سیاسی فعالیت مخفی شرایطو د ګوندي غړو ترمنځ اړیکې محدودې کړې. ګوندي تشکیلات د ټاکلو رهبرانو سره د مستقیمو ځنځیری اړیکو په ډول جوړ شول. داسې چې له یوه رهبر سره د نورو رهبرانو لخوا د راجذب شوو ګوندی غړو د تماس امکانات کم او پیژندګلوي یې ناکافی پاته کیده. د ګوندي غړو او ګوندي سازمانونو ترمنځ د معلوماتو او فکری- تیوریکی موضوعاتو د شراکت او د اختلاف په ټکو د علنی بحث کولو امکانات نه و. طبیعی وه چې هر رهبر تر خپله رهبرۍ لاندې غړو ته هغه څه رسول، چې دده له نظره سره جوړ و. په دې ډول د ګوند په د ننه کې د هر رهبر تر لارښوونه لاندې لیکو کې خاصې اړیکې ټینګې او مشخص نظرونه ترویج او مسلط شول چې د مختلفو فرکسیونونو په رامنځته کیدو کې یې خپل رول ولوباوه.

د دموکراتیک مرکزیت تشکیلاتي پرنسیپ او د سیاسی پټ فعالیت شرایطو په ګوندي ژوند کې د مرکزیت او ګوندي دموکراسۍ ترمنځ تعادل له منځه یووړ. په ټول ګوند او په تیره بیا په ولایتی او محلی سازمانو کې د جمعی پریکړو په نسبت له پاسه د را رسیدلو دستورونو عملی کولو تفوق او حتمیت وموند. د (دموکراتیک مرکزیت) پرنسیپ سیاسی ګوند په داسې نیمه نظامی (شبه نظامی) سازمان بدل کړ چې له پاسه را رسیدلې قوماندې د سازمانونو کلکتیفی پریکړې بې اهمیته او ماتولې او د ګوندي غړو فردی آزادي یې له منځه وړله. څرنګه چې ولایتي او محلي ګوندي سازمانونو ته د رهبرۍ دستورونه د مشخصو مسئولینو له لارې رسیدل، په ګوندی غړو کې د نظر اختلاف، د فرکسیونونو ایجاد او د شخصیتونو پالنه یې طبیعی محصله بلل کیږي. په نتیجه کې ویلای شو چې د ګوند داخلی فرکسیونونه د رهبرانو له فردی ارادې څخه زیات د هغه وخت د مبارزې او د معلوماتو د تبادلې د عینی شرایطو او د مروج تشکیلاتي پرنسیپ زیږنده دي. ښه او سمه به داوي چې د مضرو فرکسیونونو او د ګوند په داخل کې د کشمکشونو او تقابل غوره مسئولیت د ګوندی رهبرانو پر ځای د هغه وخت د استبدادی رژیم په واکمنانو، د ټولنې او د مبارزي پر عینی او ذهنی شرایطو او همداراز په ګوند کې د مروج تشکیلاتی سیستم په غاړه واچول شی. که عیني شرایط او د سیاسی فعالیت تشکیلاتی روشونه د ذهنیتونو جوړوونکی وبولو، دې نتیجې ته رسیږو چې د ا خ د ګ بریاوی او ماتې د افرادو د شخصی ارادې پر ځای عمدتا د ټولنې په عیني شرایطو، آزاد حزبی فعالیت له پاره د قانون نشتوالی او ګوندي تشکیلاتی سیستم کې ولټوو.

د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند په داخل کې د زیانمنو فرکسیونونو د ایجاد غوره فکټورونه د ګوندې رهبرانو له ارادې بهر او تر ډیره حده پر ګوند او رهبرانو تحمیل شوی و. ګوندي دموکراسۍ او د متقابل زغم کلتور هم په کافی اندازه وده نه وه کړې. رهبرانو نه شوای کولای چې د اختناق په شرایطو کې د اختلاف ټکې په سیمینارونو، کنفرانسونو او کنګرو کې د آزاد بحث له لارې د ګوندی غړو پراخه کتلې ته ورسوی، د ټول ګوند قضاوت ته یې وړاندې او مرحله په مرحله ورباندې په آزاده فضا کې تفاهم او په دموکراتیکو اصولو جمعي پریکړې وکړي.

د ا خ د ګ او د نړۍ د نورو ورته سیاسی ګوندونو سازماني- تاریخي تجربې موږ ته دا را زده کوی چې د افرادو پر سر د بحث او اختلاف پر ځای د نظری طرحو او تشکیلاتی پرنسیپونو پر سر تفاهم او توافق ولټول شي، تر څو وکولای شو چې د خلقی، ملی او دموکراتو مترقي ځواکونو ترمنخ د وحدت او اتحاد مسئلې حل کړو. په نویو شرایطو کې د عصری اهدافو په شاوخوا د دموکراتیکو اصولو په منلو سره کیدای شی چې په هیواد کې د غښتلی خلقی او عدالت غوښتونکی سیاسی ګوند تشه ډکه شي. دموکراتیک تشکیلاتی اصول د ګوندي سازمانونو په پریکړو او فعالیت کې د ګوندي غړو د آزاد او زغرد فعالیت او د واحد نظر د رامنځته کیدو او بنسټیز کیدو زمینه برابروی!