. او لا هم په غلط سنګر کې جنګېږو! 

 

څېړندوی عبدالغفور لېوال

د بېلابېلو ولایتونو له سپین ږیرو، مخورو او ولسي مشرانو سره مې ناستې ډېرې شوې دي، له دوی څخه د زده‌کړې پوهنځی خورا ګټور دی.

کله کله په ځینو مسلو زه هم ورسره بحث کوم، کورونه یې ودان خبرې راسره مني او غوسه کېږي نه .

سپین‌ږیري ګیله لري چې هم دوی او هم د دوی زامنو د هېواد لپاره قربانۍ ورکړې دي، ټول سره په یوه سنګر کې شهیدان شوي، ټپیان شوي، مال او هستۍ یې له لاسه ورکړې دي، خو تر هرې جګړې وروسته یې حکومتونو پوښتنه نه ده کړې او بس، د دوی د قربانیو له برکته واک ته رسېدليو واکمنو یې حق ورڅخه تروړلی دی.

په هرات کې یوه شینډنډي سپین‌ږیري راته کیسه کوله چې څنګه د دوی د سیمې یوه زلمي د پردیو یرغلګرو د زغره‌وال ټانک پر وړاندې د یوولس ډزي ټوپک جګړه کوله، تر هغو چې ټانک یې پر مورچل وروخوت او زلمی یې کسکر کړ.

د سپین‌ږیرو زیږو څېرو ته ځير وم، د دوی غمځپلو او ژورو کتلو د ډېرو ربړو کیسې کولې، ټولو رښتیا ویل، ډېرې ګیلې او ډېر شکایتونه یې درلودل او ټول شکایتونه یې په حقه وو، خو له دې ربړو څخه د وتلو په راز لا هم نه وو خبر.

مشرانو ته مې په ظاهره تریخ ځواب ورکړ، خو دوی وموسل او د (هو! رښتیا وايې) سر یې راته وښوراوه، خوشاله شوم، دوی مې په تریخ ځواب خپه نه شول، نور هم راته ځیر شول، د څېرو کرښو یې دې ته اړ کړم چې نور هم ورته وغږېږم او تریخ ځواب پسې وغځوم، دسپین ږیرو اُنس او نږدیوالی راسره ډېر شو او د خپل بچي او وراره په توګه یې له رسمي خبرو د ملګرتیا تر بریده مجلس ورساوه.

زما ځواب به نو څه و؟

ما ورته وویل؛ اکا، نیکه، مشره! ستونزه دا وه چې موږ په غلط سنګر کې جنګېدو.

موږ ته دا اتلواله ښکارېده چې له زرګونه کیلو مټره لېرې سیمو له راغلي دښمن سره ایله په خپل کلي کې جنګېدو او په دې پسې نه ګرځېدو چې دښمن ولې او څنګه زموږ تر کلیو پورې ځان رارسولای شي؟

له زغره‌وال ټانک سره د یوولس ډزي توپک جګړه به احساساتي اتلواله وي، خو عقلي او منطقي ځان‌ساتنه او دفاع نه ده.

پر دښمن ځان وژل به ځان تېرېدنه او زړورتوب وي، خو له یرغل څخه تلپاتی خلاصون او هوښيار کار نه دی.

له سپین ږیرو مې وپوښتل؛ حیران دې ته یم، هغه ملت چې له زغره‌وال ټانک سره سر جنګولای شي، پر خپلو دښتو خپلې اوبه ولې نه شي را اړولی؟

د ګاونډي یرغلګر په استخباراتي چلونو ولې ځان نه شي پوهولای؟ د عقیدې په نامه راننوتلی تر ټولو ګواښمن دښمن ولې نه شي پېژندلای؟ په یوه سنګر کې جنګېدلای شي، خو په ګډه د خپل کلي ښوونځی له سوځولو څخه نه شي ژغورلای؟

دا ملت ټول عمر له بهره راغلي دښمن سره د خپل کور له بامه ټوپک ډزولای شي، خو پر دې یې سر نه دی خلاص چې د هېواد پولې څنګه وساتي او خپل ملي ځواکونه په کوم تدبیر پیاوړي کړي؟

پردي دښمن ته سره یو کېدلای شي، خو خپل روښانفکر او وطنپال بچي د سیاست په عقلاني او فکري مورچل کې نه شي پاللای او ملګرتیا یې نه شي کړلای؟

یرغلګرو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکولای شي، خو په کور دننه تولیدي کار ته یې فکر کار نه کوي؟

خپل حکومت په سمه نه شي ټاکلای، خپل پارلمان ته رښتینی خدمتګار وکیلان نه شي استولای او د حکومتونو پر کار نظارت نه شي کولای؟

هو له سپین‌ږیرو مې وپوښتل چې ستونزه چېرته ده؟ ولې په هماغه لویه ولسوالۍ کې ـ چې زلمیان یې له ټانکونو سره په یوولس ډزي جنګېدل ـ اوس یو سل او لس ښوونځي تړلي دي؟ او س د خلکو مېړانه څه شوه؟

موږ په یوویشتمه پېړۍ کې د څوارلسمې پېړۍ په سنګر کې جنګېږو، ځکه خو مو سنګر غلط کړی دی.

د نن ورځې سنګر د غنمو د کروندو، د غواګانو د سترو فارمونو، د اوبو د سترو بندونو، د انرژۍ د ژورو څاه‌ګانو، د تولیدي کارخانو له هسکو کنګرو، د ټيکنالوژي او پوهې له لابراتوارونو، د کمپیوټر او زده‌کړې له ټولګیو څخه تېرېږي.

د یوویشتمې پېړۍ یرغلګر دښمن له یوولس ډزي ټوپک څخه نه وېرېږي. د مکار ګاونډي استخباراتي دسیسې په احساساتو او ښکنځلو نه مهارېږي.

عجیب ملت یو، چې پردي راشي له سرکار سره مشوره نه کوو، بس الله اکبر!

جګړې ته ورځو، خو کله چې پر خپل پټي د غنمو د کرلو وخت راشي، نو سرکار ته ګورو چې سره، اوبه او ټراکټور راته راوړي که نه؟

دا سمه ده چې دا ټول د سرکار مسوولیت دی، خو موږ ولې هماغه شهامت چې د جګړې پر مهال یې لرو د کار او تولید پر وخت کې یې نه شو درلودلای؟

د ډوډۍ موندلو، زده‌کړې او سیاسي بصیرت په وخت کې مو هغه استعداد، نوښت او نبوغ چېرته ورک شي چې د خپل ورور د وژلو په وخت کې یې لرو؟

سرونه د موچي په تار پرې کولای شو، نوی زېږېدلی ماشوم له منځه دوه ټوټې کولای شو، قومي مشران په ماینونو کښېنولای او بیا ټوټه ټوټه کولای شو، خو د کونړ سیند پر ګمبېري نه شو را اړولی او د هلمند څپې پر بکوا نه شو ورشېوه کولای. دا کار خو باید دولت وکړي! او موږ ایله وجنګېږو.

ما سپین‌ږیرو ته وویل؛ د هېواد، دین او ناموس په لاره کې ستاسې ټولو قربانیو ته د درناوي سر ټيټوم او رښتیا ده چې ستاسې هيڅ حکومت ستاسې لپاره د خدمت او ستاسې د حق ادا کولو اهلیت نه دی درلودلی، خو پر بچو درس ویل، اقتصادي فعالیت او له خپلو سرچینو څخه کار اخیستل خو والله که له ځانوژنې او بلوژنې څخه سخت وي، دا څنګه کولای شو او هغه نه شو کولای؟

ما خپلو مشرانو ته وویل؛ د هر یرغلګر پر وړاندې د خپلې عقیدې، هېواد او ځان ساتلو لپاره د جګړې یوې نوې فتوا ته اړتیا شته، یوه نوي جهاد ته، په یوه خوله او یوه لاس یوه نوي پاڅون ته چې همدا تاسې یې باید راپیل کړئ! دا پاڅون داسې پېلېدلای شي؛

په هر قیمت چې وي، باید د سیمې ښوونځی پرانیستی وي چې ماشومان مو ټول ورشي. ځوانان باید هيڅ دښته او بېدیا بې‌کرلو پرې نه ږدي، له سیندونو څخه په بېلونو او کولنګونو اوبه ورسیخې کړئ، هماغسې چې د ټانګ پر وړاندې مو یوولس ډزی ډزاوه!

په یوه خوله او یوه لاس خپل سیاسي استازي وټاکئ چې تاسې ته خدمات ورسوي، نه چې لوټ مو کړي.

د خپلو ټوپکوالو وژونکیو شلو میلیونرانو پر وړاندې د (نه!) ویلو قرباني هم ورکړئ!