افغانی ټولنه او د ښځو ضد تفکر

حکيم روان

۶/۱۲/۲۰۱۸

په وروسته پاتې دوديزو او قبيلوي ټولنو کې د دې ټولنې د ټولنيزو مناسباتو سره متناسب کلتور هم دوديز او قبيلوي دی .

په ټولو وروسته پاتې ټولنو کې په ځانګړی توګه په اسلامی ټولنو کې د پلارواکی يا پلارسالارۍ غير عادلانه ټولنيز اړيکی حاکم دي . په اسلامی ټولنو کې حتی د اسلام د مقدس دين د ارشاداتو پر خلاف د ښځو پر ضد روحيې د شرم او حيا کرښې له منځه وړي دي . مثلا په اسلام کې (خلق الانسان) ويل شوي دي د انسان کلمه پر ښځه او نر دواړو اطلاق کيږي . مانا دا چې د اسلام له نظره ښځه او نر برابر دی . بيا قرآن وايي چې علم پر مسلمان فرض دی . ښځې او سړي دواړو ته مسلمان ويل کيږي .قرآن نه وايي چې علم پر سړي فرض دی . يا دا چې ( لا اکراه فی الدين ) يانې په دين کې زور نه شته ، خو مجاهد-طالب –داعش د خلکو سرونه ريبي او وايي چې اسلام د شمشېر په زور راغلی دی، بيا د چا سرونه ريبي ؟ په مسلمانو هيوادونو کې د مسلمانانو سرونه ريبي . پوښتنه پیدا کيږي چې مجاهد – طالب – داعش په حقه دي که خدای(ج) ، د هغه رسول(ص) او قرآنکريم ؟  خو زمونږ ملايان له قرآن څخه هم، هغه څه خوښوي او هغه څه انتخابوي چې زمونږ د وروسته پاتې استبدادي تفکر سره برابر وي . مثلا په قرآن کې به د لاس پرې کول او سنګسار وي ، خو مونږ په قرآن کې د بښنې مقام ، صله رحمی ، تعقل ، پوهه او تدبير ، عدل او انصاف او اصلاح کول چې قرآن د همدې د پاره نازل شوی دی چې انسان اصلاح شی ، بيا نه وينو……؟

طالب د قرآن څخه د خپل جهالت د خوښې شيان آخلی او نور هيروي . قصاص مني ، خو هيروي چې حضرت پيغامبر (ص) په خپله آخرينه وينا کې د عرفات پر غونډیۍ مسلمانانو ته په خطاب کې وويل چې انتقام مه آخلی او بښنې ته پر انتقام ترجيح ورکړئ او د ښځو سره ښه وکړئ . خو طالب د اسلام د روح او روان خلاف ، اسلام په قصاص ، دلاسو په پرې کولو، په صحرايي محاکمو ، سنګسار او د ښځو سره په دښمنۍ کې خلاصه کوي .

د افغان ښځو سره د سړيو بد سلوک ، د پوزې او غوږونو پرې کول، وهل ټکول د سړی د وحشت ، بربريت او حيوانيت ثبوت دی ، چې اکثرا په نړيوالو مطبوعاتو کې انعکاس مومي او د افغان انسان انسانيت تر پوښتنې لاندې راولي . دا سړی دی چې د افغانی ټولنې نړيوال هويت ته زيان رسوي . د اسلامه بی خبره او بدمرغه ملا وايي چې ښځې ځکه بايد له کوره راونه وځی چې سړي تحريک کيږي . د ناپوهه ، ړانده او ګوډ ملا نه د تعقل او سالم قضاوت توقع ، د هندو له کوره د قرآن د راوتو توقع ده . کله چې سړی لکه حيوان خپل غرايز کنترول کولای نه شي ، نو لازمه ده چې سړی په کور کينې نه ښځه . د سړي د کمزورتيا ، حيوانيت او وحشت په وجه ولې بې ګناه ښځې محروميت وګالي؟

طالب د اسلام تر نامه لاندې په جومات کې په نمونځ کوونکو انتحاری بريد کوي . روشنفکر د آزادی او دموکراسی تر نوم لاندې د يوې ځوانې ميرمنې مقرری نه شی زغملای او د اسلامی ارزښتونو ، پښتو او پښتونولی پر خلاف د حکومت او خپلې افغانی خور په ادرس بدې ردې آن له کنځلو هم ډډه نه کوي . فکر نه کوي چې ښځه د نارينه مور ، خور او لور ده . پريږده چې د اوږدو پيړيو له محروميت ، تهديد ، توهين او تحقير وروسته په سياسی ، اقتصادی او ټولنيزو چارو کې خپلې انسانی وړتياوې ثابتې کړي . د ښځې ضد شرموونکی طالبی – جهادی سړی سالاره تفکرزمونږ د ټولنې فضا او قضاء په بګنوونکو تيارو پوښلي ده .

زمونږ په ټولنه کې ښځه د سړي د ړانده قضاوت په وجه ، بې له ګناه او اتهامه اسيره ده . افغانان بې له هيڅ دليله په خپلو ښځو اعتبار نه لري ، په کورونو کې يې بندوي او خپلې ښځې په اسارت کې خوندي ويني . دا که د ښځو له پاره ژوند له درد او کړاوه ډکوي ، د سړي له پاره د شرم ځای دي .  د ښځو آزادي او برابري، پوهه او علميت ، په ټولنه کې د وړ مقام تر لاسه کول د ښځو د عزت او عفت بربادي بولي . په دې توګه نيمه ټولنه اسيره او د کور په ديوالونو کې د سړي سالاره ړانده تفکر له پايلې محصوره او بندي ده او په ټولنيز ژوند کې له ګډون څخه محرومه ده . دا محروميت مونږ ته د ټولنې د نيم وجود د فلج په بيه تماميږي . آیا نيم فلج وجود د يوه سالم او پوره فعال وجود نقش لوبولای شی ؟ افغانی ښځې او سړي دا هيروي چې د افغانستان په تاريخ کې کوم سړي د ميوندي ملالې رول لوبولای شو ؟ که نازو آنا او زرغونه آدې او نورې اتلی ښخې نه وای ، سړيو به ميرويس خان ، احمدشاه او شېرشاه سوري ، پير روښان ، خوشال ، آمان الله او پاچاخان له کومه کاوه .

د افغانی ټولنې په څېر ټولنو کې حتی ښځې خپل اسارت په سړي سالارانه ګوډ منطق توجيه کوي او د سړي اسارت خپله قضاء بولي ، مرئيتوب خپله ازلی برخه بولي او ځان ته د انسان په ارزش قايلې نه دي . دوامداره محروميت د سړي سالارۍ ضد انسانی تفکر، د ښځې ذهنيت مريې کړی دی . له دې مرئيتوبه د خلاصون له پاره لازمه ده چې افغان ښځې د نړۍ د ښځو د آزادي غوښتونکو او عدالت پسنده غورځنګونو له تجربو زده کړه وکړي او د مدرنو ټولنو د ښځو په څېر خپل حقوقی شعور لوړ کړي . په دې ټولنو کې ښځې خپل عزت په محروميت او اسارت کې نه ، بلکې په آزادۍ ، حقوقي برابرۍ او د ژوند په ټولو ډګرونو کې په مساويانه سهم او مشارکت کې ويني .

افغانه ښځه بايد خپل شخصيت او انسانی هويت ته درناوی ولري او په ټولنه ، سياست او اقتصاد کې خپل طبيعی مقام تثبيت کړي .

افغان ښځه بايد يواځې د ټولنې د نفوس نيمايي نه بلکه د ټولنې د معنويت او شخصيت نيمايي ، د ټولنې د ارادې ، انتخاب ، تصميم نيونې او واک نيمايي هم شي . ښځه بايد د حکومت ، پارلمان ، عدلی او قضايي ارګانونو نيمايي پستونه ډک کړي . پريږده چې د تنګ نظرو سړي سالاره تفکر لرونکو، د حسودو او بې سودو سړيو زړونه وچوي . نور زمونږ د معصومو او ملائکو په شان پاکو ښځو پر مخونو د تېزابو د شيندلو وخت تېر شوی دی . هغوی چې د افغان با عفته نجونو او ميرمنو په مخونو يې تيزاب شيندل ، زمانې داسې کانې ورباندې وکړې او داسې تاريخ ته مختوری او شرمنده دي چې نن يې خپلې لوڼې په لندن او پاريس کې درسونه وايي او په انګريزی غږيږي او د سفارتخانو دروازې ټکوي .

جهادی او طالبی ناورين د افغان ښځو پر مخ ځکه ښوونځي تړل چې ښوونځيو د ښځو سترګې خلاصولې . ښځو ته يې ددې وړتيا وربښله چې خپل حقوق وپيژني او نور پرې نږدي چې د ښځې په نوم له انسانيت او انسانی حقوقو او آزاديو محرومې پاتې شي .

افغان ښځې بايد د خپلو مبارزاتو په لړ کې د داسې قوانينو په جوړولو بريالی شي چې په سياسی ، اقتصادی، ټولنيزو ، فرهنګی ، دينی او حقوقی ډګرونو کې د ښځو انسانی کرامت ، حقوق او آزادۍ ، فطری استعدادونه او وړتياوې په رسميت وپيژني . قوانين هم په يواځې توګه د ښځو آزادی او حقوق نشی عملی کولای ، ددې چارې له پاره بايد د ټولنې په فرهنګي چاپېريال کې بدلون را منځته شي .د دې ترڅنګ چې افغان دولت بايد په ښونځيو او د زده کړې په بنسټونو کې داسی درسي نصاب را منځته کړي چې د راتلونکی نسل په ذهنيت کې ناوړه دودونه ، بی حقوقي ، بی عدالتي او نابرابري محکوم کړي ، ښځې بايد د عمل ډګر ته راووځي . ځکه د ښځينه ارزښتونو ايجادول په خپله د ښځو کار دی ، سړي يواځې کولای شي د ښځو مرسته او د هغوی له ايجاد شوو ارزښتونو څخه ملاتړ او دفاع وکړي .

افغان ښځه له اسارت نه د خلاصون، ازاديو او انسانی حقوقو ته د رسيدو سخته لار په مخکې لري ، خو لومړی ګام په دې لور کې پر ځان د باور پيدا کول دي . انسان د ټولو بدلونونو ، پرمختګونو ، اختراعاتو او تمدنونو د ايجاد اصلی عنصر دی . ښځه تر سړي زياتې وړتياوې لري . د ښځې رول په ټولنيز ژوند کې د سړي سالاره بنديزونو د اوسپنيزو پردو تر شا هم د سړيو له روله مهم دی .

هيله ده چې د علومو او تکنالوژۍ ګړندۍ او بيسارۍ پرمختګ به د سړيو انحصاري او سړي سالاره غيرعادلانه نقش ته د پاي ټکی کيږدي ، خو د ښځو عدالت غوښتونکی غورځنګ به دا پروسه لا کړندۍ کړي .

زه خپلو افغانو خويندو ته ډاډ ورکوم چې ټول بصيرت لرونکی سړي د دوی د انسانی او برحقو غوښتنو او  مبارزاتو ملاتړ کوي .

ماتې دې وي د ښځې په هنرمندو لاسو کې د منځنيو پيړيو زنګ وهلی اتکړې !

رسوا او نابود دی وي د ښځو ضد او منحط سړي سالاره تفکر !

وياړ دې وي پر افغان ميرمنو !