له تېرو عبرت، خپله زده کړ ده.

قيوم معلم

آمرحبیب الله خان
۱۹۰۱ تر۱۹۱۹م پوري
هغه خبره دلته صدق کوي، چي زه او ته یې په لیکلو او یادولو کافر کیږو، مګر دوی یې په کولو ښاغلي سوه. پر افغان ولس د واکمن کړه سوي امیر حبیب الله د بد اخلاقیو کیسې ډېري دي، زموږ د شاهانو او اولادو یې بیله ساتیري(عیاشي) څخه بل څه کار نه لاره، داحمدشا بابا زوی تیمورشاه، دسردار پاینده محمد اولاد دوست محمد خان، دعبدالرحمن اولاد لکه حبیب الله خان د محمد نادراولاد محمدظاهرشاه.
تر څو زموږ ولس په علم او پوهه سمبال نه سي، د خپلي پوهي په مټ په یوه ژوندي ملت باندي بدل نه سي، په هیواد کي به د فاسدو، ظلمو، جاسوسو، شتمنو،ټګ ملایان، تعوذ ګرو او لنډه غرو(حرام خورو) کورنیو غزت کېږي، د صادقو، پر خپل ولس مهربانو، علم دوستو کورنیو او شخصیتونو سپکاوی همداسي جاري وي. گورې که دغه بې علمي نوره دوام و کړي تاسي به دوخت په تیريدو سره ووینی چي زموږ په ټولنه کي به تاسي و ګورۍ چي د جاسوسو لکه: درباني، سیاف، مزاري، مجددی، یونس خالص، گلبدین، پېر،مجددي، انوري، محقق، اسمعیل، دوستم، نادرې، مسعود، مولوي نبي، محمد آصف محسني، صادق مدبر، خلیلي، عطا، قانوني،او په سلهاو د نورو ډېرو افغان د ښمنو لنډغرو اولادونه هم د تیرو مستبدو خائینو بیکارو او فاسدو شاهانو او دهغوی اړوندو کورنیو د اولادونو په شان چي اوس د پاکۍ، ایمان او پاک نفسی ادعا لري او وایي چي دا داریگاني (شتمنۍ) باغونه، کورنه او مځکي خو مو د پلرو ګټه وټه وه موږ ته را پاته میراث دئ،همدغه د لیل به د اوسنۍ غلو او قاتلانو او لادونه راوړي. د مثال په توگه؛ څوک ویلاي سي چي د فارسي ژبي نوم وتۍ شاعر خلیل الله خلیلي دي د یوه رشوت خور، جاسوس او قاتل ميرزاحسین خان(مستوفي الملک) زوی وي؟.
له امکانه لري نه ده چي اوس یو څوک یا اولاده يې وايې د ښاغلې خلیل الله خلیلي پلار ولي یا دوی؟ دا واقعیت هم باید دوی ومني چي خپله خلیل الله د سکاو د زوی حبیب الله مشاور، د ظاهر خان مشاور او افتخار یې لا دا چي د افغانستان د ګټ په خلاف د پاکستان دجمهوررئیس جنرال ضیاالحق سره د افغانانو په وژنو او افغانستان په خرابونه کي فعال مشاور وو. کله ناکله د ډیرو بدو انسانانو ښه سړي او له ډیرو ښو سړو څخه بد سړي زیږید لي دي.چي ښه مثال يې ” د لوي احمدشاه څخه تیمورشاه غوندي بیکاره سړی، د حبیب الله خان څخه بیا د غازي امان الله خان په شان هوښیار ځوان زېږي”.
را گرځو خپلې خبري ته ميرزا حسین دامير حبیب الله په اوسنۍ اصطلاح د مالې وزیروو.او د استخباراتو کار يې هم مخته وړئ. ټول مشروطه غوښتونکي همدغه مير زاحسین تعقیبول، نیول، توپ ته يې تړل او ووژل. ټولو بندیانو ته ده شکنجې ور کولې، ټولو ته ده د سر په کا سو کي اوبه ور کولې. خپله خلیل الله خلیلي د خپلو یا داښتونو په ۲۵صفحه کي د خپل پلار پیژند نه داسي کوي:ترجمه”د حبیب الله خان د حکومت په دوره کي، ۱۹۰۱ – څخه تر۱۹۱۹میلا دي پوري يې په دربارکي غټي چوکۍ ونیولې ”. یعني هغه د وژلو او زورونو چوکي په او سني ژبه د خا دریس وو.
په۱۹۱۲ او ۱۹۱۳م کي پکتیاوال قومونه د اميرحبیب الله د غیري اسلامي کړنو په خلاف قیام کوي، خو د حکومت لخوا د عسکری قوت په زور ما تیږي، البته د هغه نظامي قوا مشر نا درخان غدار هغه نادر چي ورسته انگریزانو و پا چهۍ ته ورساوه.په دغه جګړه کي ډېر ځوانان او زاړه ووژل سوه. نور نوحبیب الله د سړيتو به ووتۍ.
ښاغلی غبار په (افغانستان درمسیر تاریخ ) په۷۱۱ص کي لیکي: ترجمه؛ اميرحبیب الله دوخت په تیریدو سره د بې سرحدواک، مطلق العنان، مسؤلیت نه منونکئ، شوخ، بې پروا او په ژر زوریدونکي واکدار بدل کړه. درباریان هم دده د کړونو زوریدونکي او بیریدونکي سول. حبیب الله خان په خپلو خبرو کي په ښکاره ویل:” پاچهۍ او پیغمبري لکه دوه غمي چي په یوه انگشترې کي وي”فراش باشي شجاع الدوله په دې باب نقل کاوه چي امیر حبیب الله خان یوه ورځ په دربار کي د ”علوي اسماني مقام پادشاهی ” په هکله خبره کول او په ټینگه يې دابیت شاهد راوړئ:” انکه جان بخشد اگر بکشد رواست – نایب است و دست او ست خدا ست” مطلب يې: هغه چي ژوند ورکوي، که هغه څوک مړهم کړي ورته روا دي – وکیل دئ دوکیل لاس هم د خدای لاس دئ.
را سي اوس يې نو تاسي جوړه کړئ، امیر حبیب الله د خداي دعوه وکړه ځان یې خدای و باله. ” د ده د دې وینا معنی داچي دی وایي زه دخداي (ج) وکیل یم ماته دانسانانو وژل روادي ”ترحساب تیري ماینی، بی حسابه فاحیشي لرل د ده حق وو، هیڅ ملأ یې په وړاندي مخالفت نه کاوه، خطبه به یې لاهم پر ویل، د مشروطه غښتونکو په توپ کي الو زول، بندي گیری، فرارونه د کلي او کورونو څخه د خپلو ولسونو شړل، د خلګوشخصي مالونه جائیدادونه ضبط کول، رښتيايې ويلی وه:” د لیوه زوی به اخیر لیوه سي” دده ټول اعمال د شیطان وه نه د الله ج پر کتاب برابر.. .. .. ..
بیا هم د اسلام د ستر پیغمبر خبره ده، چي د انسان شرافت په علم او ادب سره دئ، نه په مال او نصب سره. زموږ شاهان او کورنۍ یې د علم له فیض څخه بې برخي وه نو طبعي ده او ادیث شریف هم دئ چي ادب او شرافت له علم سره وي، دوی علم نه لاره. د آمرحبیب الله خان د وژل کیدو په باب په ”کرسي نشينان کابل” کتاب کي داسي لیکل سوي دي :
ترجمه” د تبلغاتو، پټو پوښتنو اوخپلوانو د خبرو په اساس به د امیر حبیب الله وژنه د امان الله خان د مور، چي د حبیب الله خان سره د هغه د زیاتو ښځو لرلو له امله قطع رابط وه، د هغه سره خصومت لاره دا قتل واقع سوې وي، ویل کیږي چي ددې پیښي تشویق کونکې امان الله خان او یو شمیر د ننه په دربار کي لویان وه” دا خبره واقیعت ته ډېره نژدې په دې ده چي په۱۳۲۰ هجری کال د محرم الحرم د میاشتي پر شلمه د سه شنبی په ورځ امیر دخپلي نفسي غریزې د مړولو په خاطر مخکي یو فرمان صادر کړه، ځکه چي د امیر د نادرشاه خور سلطانه خوښه سوې وه.
په فرمان کي څلور نفر زاړه محمد زي او څلور نفره د هغه وخت پاخه شیطانان په رنگونو داسلام فروشتې ملایان مؤظف کړه چي سبا د سلطاني کور ته ورسي او ورته ووايې چي اميرحبیب الله غواړي سلطانه خپل ښځه کړي.او په سبا ماښام هغه د ارگ شمالې دروازي ته راولې. د پاچا امر وو هئیت همدغسي وکړه سبا شپه يې سلطانه و اميرحبیب الله ته وسپارل.
دا وه مرکه، دا وه مؤافقه، دا وه شیرني، دا وو دستمال، دا وو واده. غرمي ته خلګ د سلطانې کورته د ښځي د غوښتلو له پاره ورغله، ما ښام ته ښځه د اميرحبیب الله سره بیده سوه، په داسي ډول چي اووه نوري ښځي يې په نکاح کي لرلې دا یې اتمه سوه. او درې سوه(۳۰۰) نوري ښځي به یې تل د خپل ساتېري له پاره ساتلي وې. نور بیا