کانونو وزارت: ځیني سیاسیون، چارواکي او وکیلان دکانونو په پروژو کې دخیل دي

                   

 

 

دافغانستان دکانونو او پطرولیم وزارت وایي، په دغه هېواد کې یو شمېر سیاسیون، حکومتي چارواکي او دپارلمان وکیلان دکانونو په پروژو کې دخیل دي.

دافغانستان دکانونو او پطرولیم وزیره نرګس نهان وايي، یو شمېر لوړپوړي حکومتي چارواکي، دملي شورا غړي او سیاسیون دکانونو په ګډون په ځینو لویو ملي پروژو کې دخیل دي چې دا دشته پالېسيو خلاف عمل دی. اغلې نهان دغه څرګندونې دیکشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غونده کې وکړې.

دې وویل: ”له بده مرغه په افغانستان کې یو بل تریخ حقیقت دا دی چې یو شمېر دپارلمان غړي، لوړپوړي حکومتي چارواکي، دکابینې غړي او هغه کسان چې په لوړو دولتي ادارو کې په کار بوخت دي، نه یوازې دکانونو، بلکې په نورو سکټورنو او سترو ملي پروژو کې کار کوي، یعنې هم سیاست کوي او هم تجارت، په دې برخه کې واضحه پالېسي شته چې یا دې سیاست وکړي او یا هم سوداګري.”

اغلې نهان دغه خبرې داسې مهال کوي چې مخکې تردې هم په غیرقانوني توګه دکانونو په کیندلو کې دملي شورا دیو شمېر غړو، زورواکو او چارواکو په اړه ویل شوي دي.

دافغانستان دکانونو او پطرولیم وزارت دغه شان دیو کمپوټري سېستم دجوړېدو خبره هم کوي چې له دې لارې به له خلکو او حکومت سره دکانونو په برخه کې معلومات شریکوي او دلسو کلونو شویو تړونونو دعوایدو په تړاو به هم معلومات په دغه سېستم کې ځای پرځای کړي. ددغه وزارت چارواکي وايي چې یاد سېستم به له دوی سره دپروژو دپلي کېدا او روڼتیا په برخه کې مرسته وکړي.

دافغانستان دکانونو او پطرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، په لسو ورستیو کلونو کې ۹۱۷ تړونونه شوي چې ډېرې کوچنۍ پروژې وې او په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د کيندل شویو کانونو له درکه ترلاسه شوي عواید ۹۰۰ میلیونه افغانۍ وو چې اوس دا شمېر ۲،۲ ميلیاردو افغانیو ته رسېدلی دی.

خو دافغانستان دولسي جرګې منشي میرداد نجرابي آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دملي شورا په ځانګړي ډول، دوکیلانو په اړه دافغانستان دکانونو وزارت څرګندونې بې بنسټه وګڼلې.
دی وايي، دکانونو او پطرولیم سرپرسته وزیر نرګس نهان ځکه دا څرګندونې کوي چې له ولسي جرګې یې دباور رأیه وانه خیسته. دی زیاتوي: ”هغه خبره چې زه یې کوم، دا ده چې دکانونو او پطرولیم سرپرستې وزیرې دملي شورا دغړو له لوري دباور رأیه وا نه خیسته، نو ممکن یو اړخیز قضاوت یې کړی وي.”

که څه هم دافغانستان دکانونو او پطرولیم وزارت دکانونو په برخه کې دسلګونه قانوني تړونونو خبره کوي، خو مخکې تردې دافغانستان دشفافیت دڅار بنسټ یو شمېر مدني ټولنو او ان دافغانستان دمشرانو جرګې غړو په دغه هېواد کې په پراخ ډول دکانونو دغیرقانوني کیندنو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه وزارت اوس دملي امنیت، کورنیو چارو وزارت او دملي امنیت له شورا غوښتي چې دکانونو دغیرقانوني کیندنې په مخنیوي کې له دوی سره همکاري وکړي.