د اقتصاد له نظره مالیات

 

ژباړه: شفیق الله یوسفزی

هر حکومت د خپل چارو د پرمخ بیولو او عمل کولو لپاره اړ دی چې بودجه ولري، څو خپل لګښتونه تمویل کړي. حکومت د سترو بیخ بینايي پروژو څخه رانیولې تر ورځني عامه خدماتو وړاندې کولو پورې مسوولیت لري او حکومت چې هر څومره ډېر مالي منابع په لاس کې لري او په کار يې اچوي، په هماغه اندازه به هېواد د پرمختګ او هوساینې په لور سوق کېږي.

د حکومت دنده ده چې عامو وګړو ته د زده کړې، روغتیا، امنیت، سړک، پارک او ګڼ شمېر نور عامه خدمات وړاندې کړي. متوازن پرمختګ، د عوایدو د ویش انډول، د بې روزګارۍ او بې وزلۍ له منځه وړل، د انفلاسیون کنترول، سالمې سیالۍ ته د زمینې برابرول او داسې نورو اسانتیاوو ته د لارې هوارۍ لپاره کار کوي. د اقتصادي، ټولنیز، فرهنګي او سیاسي ځانبسیاینې او بډاینې په هڅه کې وي، د همدې لپاره لوړ عادي، نظامي او پرمختیايي لګښتونه لري.

حکومت د خپل لګښتونو لپاره اړ دی چې بودجه ولري، خپلې بودجې ته په کتو، خپل لومړیتوبونه ټاکي او له عادي لګښتونو اضافه پیسې د هېواد په سوکالۍ او پرمختګ لګوي. دا د حکومت پریکړه ده چې کومو ستونزو حلولو ته اهمیت ورکوي، آیا غواړي چې خپلې مالي سرچینې د روغتیا سکتور ته ځانګړې کړي او که د زده کړو په برخه کې مصرف کړي، یا چاپیریال ساتنې ته لومړیتوب ورکوي او که د بې روزګارۍ او بې وزلۍ له منځه وړلو ته په ځواکمنه اراده کار کوي، په جګړې تمرکز وکړي او که په ټول توان سولې راوستو ته لومړیتوب ورکړي. لنډه دا چې حکومت د خپل مالي منابعو ته په کتو خپل لومړیتوبونه ټاکي او مخته ځي.

حکومت د مالیې ټولو له لارې خصوصي سکتور تر خپلې اغیزې لاندې راولي. کله چې حکومت د وګړو په عایداتي سرچینو، توکو او خدماتو مالیه لګوي، نو د حکومت عواید لوړېږي او د عامه خدماتو وړاندې کولو لپاره عایداتي سرچینې تر لاسه کوي. حکومت په نقلیه وسایلو، رسټورانټونو، عصري هوټلونو، طیارو او په لسګونه نورو برخو مالیه لګوي او په مقابل کې یې خپل عامه لګښتونه پوره کوي.

په ځینو توکو ددې لپاره هم مالیه لګول کېږي چې حکومت ته د عوایدو را ټولیدو ترڅنګ د ناوړه توکو او فعالیتونو مخه هم ونیسي. د بېلګې په توګه حکومت په سګرټ مالیه لګوي څو د عوایدو ترڅنګ د خپرېدو مخه يې هم ونیسي. همدارنګه حکومت ځینې وخت د تشویق لپاره سبسایډي ورکوي، د مثال په توګه حکومت د کرنې د پرمختګ او د بزګرو د تشویق لپاره سبسایډي اعلانوي او اصلاح تخمونه، کیمیاوي سره او ماشینري په ارزانه بیه بزګرو ته ویشي. حتی حکومت د قانون پواسطه ځینې کړنې محدودوي لکه د تریاکو کرل او خرڅول.

د صنعتي انقلاب څخه وروسته په نړۍ کې چټک او ستر پرمختګونه رامنځته شول، کارونه ګړندي شول او د ګټې او تولید اندازه څو برابره لوړه شوه، چې ور سره د یو حکومت چارې، مسوولیتونه او لګښتونه هم لوړ شول. په اضطراري او بحراني حالت کې، د جګړې پر مهال، د ټولنیزو ستونزو لکه په یو هېواد کې د انفلاسیون، بې روزګارۍ او بې وزلۍ په وخت د حکومت کړنې پراختیا مومي او پداسې حالت کې لګښتونه هم څو برابره ډېرېږي.

عام وګړي باید پوه اوسي چې د هېواد ملي شتمنۍ او مالي منابع په څه ډول لګول کېږي؟ د حکومت لومړیتوبونه څه دي؟ څه ډول خپل فعالیتونه تمویلوي او مدیریت کوي يې؟ آیا حکومت یو پارک جوړ کړي غوره دی او که په ځای يې همدا بودجه د یو مجهز لابراتوار په جوړولو ولګوي یا کومه دولتي ودانۍ جوړولو ته لومړیتوب ورکړي او که یو څیړنیز مرکز ته؟

په حقیقت کې حکومت د عامو وګړو څخه پیسې د مالیې په بڼه را ټولوي او بیرته د عامه خدماتو په برابرولو يې مصروفوي. نو پدې ډول د عامو وګړو حق جوړېږي چې د حکومت له پریکړو، مالي لګښتونو، سترو پروژو سرته رسولو او مالي منابعو څخه ځانونه خبر کړي. مالیات د یوه نقلیه وسیلې مثال لري چې مالي منابع له خصوصي سکتور څخه دولتي سکتور ته انتقالوي او د ټولنې د رفاه او پرمختګ لپاره بیرته لګول کېږي.

د مالیاتو اصول (The principles of Taxation)

  • د ګټې او وړتیا په بنسټ د مالیې د ورکړې اصول (Benefit and Ability-to-Pay Principle)

کله چې د عامو وګړو څخه د مالیې د ټولو پریکړه وشوه، نو ځینې پوښتنې را پورته شوې چې مالیه په څه شي لګول کېږي؟ په عوایدو او که په خالصې ګټې او یا که په کوم بل معیار؟ دا پوښتنه هم د خلکو په ذهن کې ګرځیده چې مالیه به په مالداره سړي لګول کېږي او که په غریب سړي؟ یا مالیه به ځوان پرې کوي او که سپین ږیري؟ د همدې سوالونو ځواب پيدا کولو لپاره یو لارښود ته اړتیا شوه، چې له مخې يې یو مناسب او ګټور مالیاتي سیستم جوړ شي. اقتصادپوهان د مالیاتي سیستم د تنظیم لپاره دوه مهم اصول وړاندیز کړل:

  • د ګټې اخیستنې اصول (The Benefit Principle): د دي اصل له مخي لکه څنګه چې یو کس د یو خصوصي توکي پیرلو لپاره پیسې پرې کوي، همدا ډول باید په هغه تناسب مالیه پرې کړي، څومره چې د دولتي توکو او خدماتو څخه ګټه اخلي. د مثال په توګه یو کس چې ډوډۍ اخلي نو په مقابل کې يې پیسې ور کوي، همداسې باید چې د عامه توکو او خدماتو لکه سړک، پارک، کلینیک، پل او نورو په مقابل کې حکومت ته مالیه ور کړي.
  • د مالیې د ورکړې وړتیا اصول (The Ability-to-Pay Principle): هر کس چې مالیه ورکوي، باید د خپل ګټې او ثروت په تناسب مالیه ورکړي، یعنې هر هغه کس چې ډېره ګټه لري نو هغه د لوړې مالیې د ورکړې وړتیا لري او باید چې لوړه مالیه ورکړي او هغه کس چې لږه ګټه لري، د مالیې د ورکړې وړتیا يې کمه ده، باید چې کمه مالیه پرې کړي. د دې اصل له مخې په یو هېواد کې عواید بیا ویشل کېږي او په عمومي ډول د خلکو ترمنځ د ګټې او عوایدو انډول رامنځته کېږي. حکومت له مالدارو او لوړ عایدلرونکو څخه لوړه مالیه اخلي او بې وزلو او ناچارو ته عامه خدمات او اسانتیاوې برابروي. د مثال په توګه حکومت یو ښوونځی جوړوي، واضح ده چې ښوونځی د راټولې شوې مالیې په پیسو جوړ شوی. په ښوونځي کې هم د مالدارو اولادونه او هم د غریبو اولادونه یو ځای زده کړې کوي، خو د مالیې په هغو پیسو چې ښوونځی جوړ شوی ښکاره ده چې مالداره کسانو ورکړی او هغه کسان چې بې وزله وو او مالیه يې نده پرې کړې، هم خپل اولادونه همدې ښوونځي ته د زده کړې لپاره لېږي. اوسمهال اکثره مالداره خلک خپل اولادونه خصوصي ښوونځیو یا روغتونونو ته بیايي او دولتي ښوونځي د بې وزلو اولادونو ته پاتې دي.

 

  • افقي او عمودي مساوات (Horizontal and Vertical Equity)

د افقي او عمودي مساواتو له مخې په توکو او خدماتو مالیې لږول هم د ګټې اخیستنې او د مالیې د ورکړې د وړتیا له مخې ترتیب شوي دي. په دې ډول سیستم کې مساوات او مناسب والی په نظر کې نیول شوی دی.

  • افقي مساوات (Horizontal Equity): په افقي مساوات کې د مالیې د ورکړې په اړه داسې بحث شوی چې څنګه د یو ډول ژوند لرونکي وګړي مساوي مالیه پرې کړي. که چیرې زما او ستا د سترګو او مخ له رنګ پرته د ژوند بل هر اړخ سره یو شان دی، نو د مالیاتو د تساوي سیستم له مخې زه او ته باید چې مساوي او یو شان مالیه ورکړو. د ګټې اخیستنې د اصل له مخې که چیرې ما او تا ته د سړک، پارک، روغتون، ښوونځي او نور اسانتیاوې یو شان رسېږي، یو شان ترې ګټه اخلو نو د افقي مساواتو اصل له مخې باید چې مساوي مالیه ور کړو. که چیری د مالیې د ورکړې د وړتیا د اصل په بنسټ وي، نو ددې اصل له مخې د مساوي عاید لرونکي کسان باید چې په مساوي اندازه مالیه ورکړي.
  • عمودي مساوات (Vertical Equity): د مالیې د ورکولو عمودي مساوات یو پیچلی اصل دی چې له مخې يې د مختلف عاید لرونکو کسانو د مالیې د ورکړې په اړه بحث کوي. عمودي مساوات اصل د مختلفو مالیې ورکوونکو مختلفو ستونزو ته د حللارې لارښود برابروي؛ څو د مالیې په ورکړه کې مساوات او مناسب والی رامنځته شي. د مثال په ډول (A, B) دوه کسان دي، پرته له پانګې څخه نور دواړه له هر اړخه سره یو شان دي. یعنې A کس د B کس څخه لس برابره ډېره پانګه لري، نو ایا دا مناسبه ده چې دواړه دې یو شان مالیه پرې کړي؟ ایا B کس په هغه اندازه له عامه خدماتو لکه امنیت، سړک … څخه ګټه اخلي، څومره چې A کس ترې ګټه اخلي؟ آیا د B کس د فعالیتونو له امله هوا په هماغه اندازه ککړ کېږي او ټولنې ته يې زیان رسېږي، څومره چې د A کس د فعالیتونو له امله رسېږي؟ آیا B کس باید د خپلې ګټې هغومره سلنه مالیه ورکړي، څومره چې A کس يې ورکوي. دې ټولو سوالونو ته منفي ځواب لرو.

د مالیې د ورکړې انډول هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې د مالیې ستر بار ته د لوړ عاید لرونکي اوږه ورکړي او ډېره مالیه ستر پانګوال پرې کړي.

ډېرېدونکې مالیه، کمېدونکې مالیه او متناسبه مالیه

 (Progressive Tax, Regressive Tax & Proportional Tax)

  • ډېرېدونکی مالیه (Progressive Tax): هغه مالیې ته وايي چې د یو کس یا ادارې عاید څومره لوړېږي، ور سره مالیه هم پرې لوړېږي. د مثال په توګه یو کس ۲۰۰۰۰ افغانۍ عاید لري او لس سلنه مالیه پرې کوي، که چیرې دده عاید ۴۰۰۰۰ افغانیو ته لوړېږي، نو مالیه هم پرې ۱۵ سلنې ته لوړېږي. یوه کورنۍ د میاشتې ۵۰۰۰۰ افغانۍ ګټې سره ډېره مالیه پرې کوي نسبت هغې کورنۍ ته چې د میاشتې ۲۰۰۰۰ افغانۍ ګټه لري. نو ویلی شو چې پدې ټول مالیاتي سیستم کې څومره چې د یو کس عاید یا ګټه لوړېږي، مالیه هم پرې لوړېږي او ګټه يې د کسر سره مخ کېږي. اکثره پرمختللي هېوادونه د ډېرېدونکي مالیاتي سیستم باندې تکیه دي. د ډېرېدونکي مالیاتي سیستم غوره والی په دې کې دی چې د عوایدو نسبي انډول رامنځته کوي، د مالیې بار تر ډېره حده په بډای پوړ وي، په ټولنه کې پیسې بیا ځل ویشل کېږي او په یوه اندازه د عوایدو انډول رامنځته کېږي.
  • کمېدونکی مالیه (Regressive Tax): کمېدونکی ماله هغه مالیه ده چې د ډېرېدونکي مالیې برعکس، څومره چې د یو کس یا یوې ادارې ګټه او عواید لوړېږي، مالیه پرې کمېږي. د مثال په توګه که یو کس د میاشتې ۲۰۰۰۰۰ افغانۍ عاید لري او ۲۰ سلنه مالیه پرې راځي، که د نوموړي کس عاید ۵۰۰۰۰۰ افغانیو ته لوړ شي نو بیا به پرې ۱۵ سلنه مالیه راځي. کمېدونکی مالیاتي سیستم د پانګونې د جذب لپاره غوره سیستم دی، خو د مالیې ستره سلنه په بې وزله پوړ بار وي او بې وزله پوړ يې پرې کوي.
  • متناسبه مالیه (Proportional Tax): متناسبه مالیه هغه مالیې ته وايي چې ټول وګړي یوه اندازه مالیه ور کړي. د مثال په ډول که یو کس د میاشتې ۱۰۰۰۰ افغانۍ ګټه ولري او بل کس که ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ ګټه ولري، دواړه د خپلې ګټې ۱۵ سلنه مالیې لپاره بیلوي.

د مالیاتو مختلف ډولونه په مختلفو بڼو ټاکل شوي لکه په تنخوا باندې ډېرېدونکې مالیه لګول کېږي او په تنخوا کې د هر اضافي ډالر په ګټلو سره مالیه هم پرې اضافه کېږي. په سګرټ باندې بیا کمېدونکې مالیه لګول کېږي، یعنې په کمو سګرټو ډېره لوړه مالیه لګول کېږي او د هر اضافي سګرټ اخیستلو سره بیا مالیه پرې کمېږي.

یوه څیړنه ښیئ چې د سګرټ د ګټې ارتجاعیت 0.6 سلنه ده یعنې د یو کس د لس سلنې ګټې په ډېرېدو سره د سګرټ په لګښت او مالیه کې شپږ سلنه ډیروالی راځي. نو ویلی شو چې د لوړ عاید لرونکي خلک نسبت کم عاید لرونکو خلکو ته د خپلې ګټې یوه وړه برخه په سګرټ مصرفوي.

همدارنګه مالیات په مستقیم مالیات (Direct Taxes) او غیر مستقیم مالیات (Indirect Taxes) هم ویشل شوي دي.

  1. مستقیم مالیات هغه مالیاتو ته وايي چې په مستقیم ډول یو کس خپله پرې کوي او د مالیې بار بل چا ته نه انتقالېږي؛ لکه په ګټې مالیه، په ډالۍ مالیه او نور.
  2. غیر مستقیم مالیات هغه مالیاتو ته وايي چې یو کس يې په غیر مستقیم ډول پرې کوي او د مالیې بار له یو کس څخه بل کس ته انتقالېږي، لکه په تولیدیدونکو توکو مالیه.

مالیات او ګټورب (Taxation and Efficiency):

مالیات په اقتصادي ګټورتوب او د عوایدو په ویش باندې اغېز لري. اقتصادپوهان په دې باور دي چې د مالیاتو څخه باید اعظمي ګټه واخیستل شي او باید د مالیاتي منابعو د ضایع کیدو مخه ونیول شي. د اقتصادپوهانو او پالیسي جوړونکو په نظر، که چیرې مالیات په منظم ډول راټول او کنترول شي، د لومړیتوبونو له مخې ولګول شي، نه یوازې به په ټولنه کې د عوایدو انډول رامنځه کړي، بلکې لوړه اقتصادي وده به هم ورسره تجربه شي. د مالیاتو د ورکړې څخه تېښته، د مالیاتو معافیت، د فساد موجودیت، په پراختیايي پروژو کې د سلیقوي چلند له مخې د مالیاتو لګول ددې سبب کېږي چې عام خلک د مالیې په لګولو شکمن او بې باوره شي او د نه قناعت له وجې خپله هم مالیه ور نه کړي او د مالیې د ورکړې څخه تېښته غوره وګني.

ګټور توب او مناسبوالی (Efficiency and Fairness):

اقتصادپوهان له مودو راهیسې د مالیاتو د اقتصادي ګټورتوب په اړه اندېښنه لري. هنري جورج وايي په ځمکه باندې مالیه لګول په ګټورتوب باندې لږه اغېزه لري، ځکه چې د ځمکې عرضه غیر ارتجاعي ده.

د ګټور مالیاتو عصري تیوري د رامسي (Ramsey) مالیې قانون وړاندیز کوي چې حکومت باید لوړه مالیه په هغو خام موادو او تولید شویو توکو ولګوي کوم چې په عرضه او تقاضا کې تر ټولو ډېر غیر ارتجاعي خواص ولري. د عرضې او تقاضا له مخې غیر ارتجاعي توکو مالیه به د دوې په تولید او لګښت ډېر کم اغېز وکړي. نو ویلی شو چې د رامسي مالیې قانون یوه لاره جوړوي، څو له یوې خوا عواید لوړ شي او له بلې خوا د اقتصادي ګټورتوب موخه هم په ښه ډول تر لاسه شي. خو یو اقتصاد او یا یوه پالیسي یوازې په ګټورتوب پوړې اړه لري، بلکې دلته نور څه هم شته چې باید په نظر کې ونیول شي. د ځمکې په کرایې یا په خوړو مالیه کیدای شي ګټور وي، خو اکثره خلک به ورته د غیر مناسبې مالیه په سترګه وګوري.

په ۱۹۹۰ زېږدېز کال په انګلیستان کې د سړي سر ثابته مالیه (Poll Tax) معرفي شو، چې له مخې یې هر کس اړ و مناسبه مالیه پرې کړي. د دې مالیې ګټه دا وه چې چا به د مالیې په غیر ګټورتوب ادعا نشو کولای، هماغه وو چې د بې وزلو د ناخوښۍ سبب وګرځید، یا روسیې ته کډه شول او یا ځینو يې ځانووژنه وکړه، څو په دې ډول د مالیې له ورکولو ډډه وکړي. دا یو غیر مناسبه مالیه وه چې په خلکو لګول شوې وه او هماغه وو چې اقتصادي فعالیتونه په ټپه ودرېدل او یاد حکومت له پښو وغورځید، نو ویلی شو چې د مالیې د ګټورتوب ترڅنګ  د مالیې مناسبوالی هم مهم ټکی دی.

د ښو کړنو په ځای په ناوړه کړنو مالیه یا زرغونه مالیه

اقتصادپوهانو د سړي سر ثابت مالیې تجربې ته په کتو یو بل د مالیې لګولو کړنلاره وړاندیز کړه چې له مخې يې د ښو کړنو په ځای باید چې په ناوړه کړنو لوړه مالیه ولګول شي. د غیر ګټورتوب مهم لاملونه په ښو اقتصادي فعالیتونو مالیه لګول دي لکه په پانګونې مالیه، په سپما مالیه یا د ګواښ په منلو مالیه او داسې نور. په اقتصادي فعالیتونو مالیې لګولو له امله ښې کړنې د تشویق په ځای د ځنډ سره مخ کېږي او د فعالیت مخه يې نیول کېږي. غوره دا ده چې د ښو کړنو په ځای په ناوړه کړنو مالیه ولګول شي، لکه په ګناه مالیه، په شرابو مالیه، په سګرټ مالیه او داسې نور. اقتصادپوهان وايي په هغو ناوړو کړنو باید مالیه ولګول شي، چې له امله يې یو کس یا ټولنې ته زیان اړونکي پایلې له ځانه سره لري. د یو کارخونې د تولید له امله هوا ککړ کېږي او ناروغۍ رامنځته کېږي، نو غوره به وي د هوا ککړتیا په رامنځته کېدو مالیه ولګول شي او هغه کارخونه باید چې لوړه مالیه پرې کړي کوم چې ډېر کاربن ډای اکسایډ تولیدوي. په کارخونو چې ټولنې ته یې ډېر زیان رسېږي، باید د ناوړو کړنو درنه مالیه پرې کړي، څو په راتلوونکي کې د تولید په بدیلو او غیر مضره لارو چارو غور وکړي.

 

که چیرې حکومت په پطرول باندې مالیه لوړوي، نو د خلکو په ذهنونو کې مختلفې پوښتنې را ولاړېږي لکه:

  • په پطرولو مالیه څه اغیز به لري؟
  • آیا لګول شوې مالیه مصرفوونکي ته انتقالېږي؟
  • آیا ددې سره به د خامو تیلو ارزښت را ټیټ شي او کنه؟
  • آیا د پطرول تولید یا واردول به را کم شي او څه؟
  • د پطرول تولیدونکو یا واردونکو باندې به يې څه اغېز وي؟
  • آیا د ډبرو سکرو قیمت به بدلون ومومي؟
  • آیا په مزد کې به کوم بدلون راشي؟
  • په ښاریانو به يې څه اغېز وي؟

عام وګړي چې مالیه ورکوي، باید د خپلې مالیې پوښتنه وکړي، د حکومت په لګښتونو کې باید شفافیت موجود وي او حکومت باید ځان ځوابویونکی واوسيش.