د هند دپخوانۍ صدراعظمې تخلص ولې ګاندهی و؟

13.11.2018Indra Gandi og manden
نن رانه چاپه مسیج کې پوښتنه کړې وه چې دهند پخوانۍ لومړۍ وزیره( صدر اعظمه) (Prime Minister) ایندراګاندهي ( Indra Gandhi)چې دآل انډیا کانګریس دګوند پخوانۍ مشر ه هم وه آ یا دهند دلارښود مهاتما ګاندهي (ګاندهی جي ) سره دخپلوۍ کومې اړیکې درلودلې یانه ؟که نه یې درلودلې بیا یې تخلص او کورنی نوم ولي ګاندهي و؟
د دغه پوښتونکي دپوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې د ایندرا ګاندهي کورنۍ دګاندهي جي دکورنۍ سره هیڅ ډول دخپلوۍ اړیکې نه درلودلې.
دهند دولس مشر مهاتما ګاندهي چې اصلي نوم یې مو هنداس کرمچند ګاندهی و د۱۸۶۹ زیږدیز/میلادی کال دهند دګجرات دایالت ( صوبې )په پوربندر نومي ځای کې په یوې اشرافي کورنۍ کې پیداشوی و. ده په لندن کې دحقوقو او قانون په برخه کې زده کړې کړي دي او دهند دآزادۍ یو ستر مبارزو اوپه پای کې د۱۹۴۸ کال دجنورۍ په ۳۰ نېټه دیوه متعصب هند و له خوا چې نوم یې نتهورام ګودسې و وژل شو .
ایندرا ګاندهي دهند تر خپلواکۍ وروسته(۱۹۴۷) زیږدیز/میلادي ددغه هیواد دلومړني صدر اعظم(Prime Minister)جواهرلال نهرولورده. ایندرا ګاندهي دیوه پارسي ( زردشتي ) سره واده کړی و چې نوم یې فیروز ګاندهي و.دفیروز ګاندهي پلار نواب خان نومیده او موریې هم زردشتۍ وه .، خو ددوی کورنۍ هم دمها تما ګاندهي دکورنۍ سره کومه خپلوي نه درلودله، خو دلته دیوې خبرې کول ضروري بولم چې فیروزجها نګیر ګاندي په اوله کې Ghandy تخلص درلود ، خو دګاندي جې سره یې دمینې په سبب خپل تخلص په Gandhi واړاوه . په پای کې ایندرا ګاندهي او فیروز ګاندهي دیوبل په خوښې سره واده وکړ.نوځکه یې تخلص دخپل خاوند فیروز ګاند هي دتخلص په وجې ایندرا ګاندهي شو چې دمها تما ګاندهي دکورنۍ سره هیڅ ډول دخپلوۍ اړیکې نلري . دایندرا ګاندهي نه دوه زامن پاتې شوي وو چئ یو یې سنجی ګا ندهي و چې پایلټ ( پیلوټ ) واو په ۱۹۸۰ زیږدیز/میلادي کال کې دډیلي په صفدر جنګ هوایی ډګر کې دالوتکې دغورځیدوپه پیښه کې ووژل شو او بل زوی یې راجیوګاندهي و چې هغه هم دهندوستان لومړی وزیر و او په ۱۹۹۱ زیږدیز /میلادي کال کې دهندپه جنوب کې دتامیل نډو ایالت کې په یوه ترهګریزه پیښه کې ووژل شو . پخپله ایندراګاندهي هم په ۱۹۸۴ زیږدیز /میلادي کال کې دهند په پلازمیننې نوي ډیلي کې په خپل کورکې ددې دیوه دسیک ساتونکي له خوا ووژله شوه .

په پورته انځورونو کې دایندرا ګاندهي او دهغه دخاوند فیروز ګاندهي انځورونه لیدلی شئ!