اړتيا، تړلتيا او خارجي ضد کرکه

حکيم روان

دريمه برخه

بيلې شکه زمونږ هيواد او خلک د نورو مرستو ته اړتيا لری ، مونږ د نورو مرستی منو او د بی آلايشانه انسانی مرستو مننه کوو ، خو اړتيا او تړلتيا يو له بله توپير لری . تاريخ او افغان ملت ټول هغه ګوندونه او تنظيمونه محکوموی چې د پردو د موخو ، په واک کی د پاتې کيدو او متمول کيدو د پاره د خپلو وروڼو وينی تويوی .
تاريخ په وارو وارو تيری کوونکو ، مداخله ګرو او د هغو مزدورانو ته دا درس ورکړی دی چې افغانان لوږه ، بربنډتوب ، ناروغتيا او مرګ منی خو غلامی ، مرئيتوب او تړلتيا نه منی . د پيړيو په اوږدو کی دې ځلاند حقيقت تر اوسه د پاکستانی سړيخورو او ايرانی فاشيستی آخوندانو او د پاکستان او ايران د ذليلو نوکرانو بی مغزو ککرو ته نفوذ نه دی کړی .
تر ننه د انترناسيوناليستی او اسلامی اخوت له شعارونو څخه ، ناپاکو هيلو او موخو ته د رسيدو د پاره ګټه پورته شوه ، نن بيا د دموکراسی څخه هر نااهل ، دوه مخی ، غل او جاسوس سوء استفاده کوی . بربنډ غله ، قاتلين او جنايتکاران د دموکراسی تر شعار لاندی د خپل شخصی اقتدار او ملوک الطوايفی واکمنی له پاره مرکزی حکومت چې د دوی د ناپاکو موخو مخه نيسی ګواښي . په ښکاره اساسی قانون نه منی . يو بی سواده اوباش د پيسو په زور د ولسی جرګې د لومړی مرستيال پست اجاره کوی . د دموکراسی تر شعار لاندې عامه ملکيتونه ، د خلکو ځمکې او کورونه غصب کيږی . زورواکی ، بی خدايه جهادی قوماندانان کلی له خلکو خالی کوی او په شتو يې خيټې اچوی . يو زورواکی او قاتل والی د ولسمشر فرمان نه منی . زمونږ د غميزې اصلی عاملين دغه په پردو پورې تړلی فرعونيان ، پردی پالی ګوندونه او تنظيمونه دی . په ژوره خواشينۍ سره بايد ووايو چې يو شمېر تش په نامه روشنفکران ، د دوکتور ، پروفيسور ، پوهاند ، استاد ، ليکوال او ژورناليست تر نامه لاندې د همدغو فرعونيانو په چوپړ کی دی .
په داسی حال کی چې هيواد مو څلويښت کلنی تباه کوونکی جګړی ځپلی وو ، په ځانګړی توګه د جهادی او طالبی واکمنيو له لاسه هيواد په سينه پروت وو او د نړيوالی تروريستی شبکې القاعدې د شيطانی بازيو او آسونو د ځغلولو په ميدان تبديل شوی وو ، افغانستان د تروريسم د مور پاکستان، آخوندی فاشيسم او ددې دواړو د نوکرانو او القاعدې د نړلوالی تروريستی شبکی د شر نه د خلاصون له پاره او همدارنګه د هيواد د بيرته په پښو اودريدو او د دولتی بنسټونو د بيا را جوړيدو له پاره ، نړيوالو مرستو ته لکه اکسيجن اړتيا درلوده . د دې انکار نه منونکو حقايقو سره سره ، نن يو شمېر کسان افغانستان «اشغال» بولی او په بی شرمۍ سره طالبی وحشت ته د آزادی بښونکی غورځنګ نوم ورکوی . هغه طالبی غورځنګ چې توغونه به يې د آی – اس آی بدنام او خونخوار استازی کرنيل امام په اوږو ګرځول . هغه طالبی غورځنګ چې د پراخې نړۍ له منځه يواځې درو تروريست پلوه هيوادونو ، پاکستان ، سعودی عربستان او عربی اماراتو په رسميت پيژانده . هغه طالبی وحشت چې افغان ميرمنې به يې سنګساورلې ، هغه چې افغان ولس يې په جبر او وحشت سره له وادونو او اخترونو محروم کړ ، هغه طالبی وحشت چې د خلکو د ماشومو اولادونو د ډوډي ، کاليو ، دوا او تعليم په اړه يې مسؤليت نه پيژانده او د هيوادوالو لاسونه به يې پرې کول . دا ښاغلی زړه بګنونکی طالبی وحشت او دهشت هيروي، خو طالب دښمنه ، تروريست ضد ، انسانی اړخ په کاڼو ولی او بيا دې پرېوتو ته د وطن پالنې نوم ورکوي .
مونږ ټول افغان او ټوله نړی تر ننه د تروريست پاکستان ، آخوندی-فاشيستی ايران او روسی پراختيا غوښتونکو د پټو او ښکاره مداخلو شاهدان يو . يواځې زمونږ د اتل ولس د پاره نه ، بلکې د هر چا د پاره د داسی لوی شر څخه په يواځې توګه خلاصيدل ستونزمن دی . په افغانستان کی د امريکا د متحده ايالاتو او د هغوی د متحدينو ګډې هڅی د خپلو تېرو تېروتنو د جبران او زمونږ په هيواد کی د سولی او امن د اعادې اوپر نړيوال تروريسم د غلبی له پاره ، د نړيوالو همکاريو يوه روښانه نمونه ده . دې همکاری ته افغانستان له هر چا زياته اړتيا لری ، ځکه مونږ د نړيوال تروريستی ښامار په خوله کی واقع يو .
افغانان اړتيا لری ، خود اړتيا له پاره تړلتيا نه منی . په داسی حال کی چې په نړۍ کی داسی هيواد نه شته چې د خپل ګڼ اړخيز ژوند د مختلفو برخو نه په يوه برخه کی د نورو سره اړيکو او د نورو مرستې ته اړتيا ونه لری . افغانستان څلويښت کلنې خونړۍ جګړې ځپلی هيواد دی ، د سپتامبرد ۱۱ د خونړی تروريستی بريد ور آخوا زمونږ هيواد د پاکستانی طالبی ناتار لاندې په سينه ښوئيدو . د هيواد ټول بنسټيز جوړښتونه د خدای او اسلام په نوم وران او ويجاړ وو ، افغانی ټولنه د خپل ژوند له طبيعی مسيره وتلی وه . ټول هيواد يوې پراخې او بی پايه هديرې ته ورته وو ، دهيواد په رګونو کی وينې وچی وې . ټولنه د ځنکدن په حال کی وه . بنسټ پالنی افغانيت پايمال کړی وو ، افغان پت منې ميرمنی په وحشيانه توګه په عام محضر کی د کوتکو او توپکو نښه کيدې او سنګساريدلې . پوښتنه پیداکيږي چې له جهادی-طالبی وحشت د مخه په دې هيواد کې اسلام نه وو، چې دا ناوړه انسانی ضد او شرميدلی اعمال تر سره شول . طالبی وحشت سره له دې چې له هيواده شړل شوی او د هغه د واکمنی توره او بويناکه ، منحوسه دوره پای ته رسيدلی ده ، خو تر اوسه د افغان وژنې او افغان ميرمنو له برخليکه خپل ککړ لاسونه نه آخلی . پاکستان تر دې دمه د نړيوالو له حماقت او خپل آسيايی شيطنت څخه په استفادې سره په ډاګه د تروريستی وحشت تر شا ولاړ دی . خو زمونږ د خلکو بی ساری ميړانی او مقاومت د نړيوالو په مرسته سره وکولای شو چې د اسلام د سپيڅلی دين تر نقاب لاندې د طالبی وحشت او جهادی ملوک الطوايفی په ويڼو لړلی او منحوسې څيرې او د هغوی د خارجی ملاتړو شيطان پاکستان او آخوندی خونخوارانو تيری کوونکی ماهيت نړيوالو ته بربنډې کړي ، که څه هم تر اوسه مقاومت کوي ، خو د بی مهاره واکمنی مخه يې نيول شوی او د زياتيدونکی انزوا او تجريد پروسه يې په ژوريدو ده .
نوکر طالبان او ټپوس جهاديان ورځ تر بلی خلک پيژني . د هرات د امير ملوک الطوايفی ، د کندهار د بلدوزر شيرزی او پادشاه خان ځدران پاچاهی ، د دوستم خپلسری د درواغو او چور مارشال فهيم او حاجی قدير واکمنی، د مزار د والی عطامحمد نور امپراطوری يو په بل پسی له منځه ولاړی . پر نامسؤلو وسله والو جنکسالارانو بريدونه ، په دی ډول هيواد ګام په ګام د سولې او امن پر خوا خوځيږی . افغانستان د سختو اړتياؤ سره سره تړلتيا نه ده منلی . ټول به خبر وی چې د حامد کرزی د واکمنی په مهال کله چې روسانو د اکرائن د کريميا جزيره د خپل قلمرو برخه وګرځوله ، امريکا او د هغو متحدينو د روسيې عمل تقبيح او محکوم کړ ، خو افغان دولت د روسيې د اقدام ملاتړ وکړ ، دلته ددې اقدام په ښو او بدو نه غږيږو ، خو ددې حقيقت بيان اړين ښکاری چې له نيکه مرغه ، تر دې وروسته افغانستان د نړی د آزادو او دموکراتيکو هيوادونو د پراخې کورنی د مساوی او برابرغړيتوب وياړ لري .
همدارنګه دا څو کاله په مسکو کی د افغان سولې په اړه غونډو ته امريکا او ناټو خپل استازی نه ورليږل ، خو افغان دولت د خپلو ملی ګټو پر بنسټ په دی غونډو کی ګډون کاوه .
زمونږ هيواد د تړلتيا په مهال يوې ټاکلی کتګوری هيوادونو په رسميت پيژاند ، خو نن يې د نړی پرې اکثريت هيوادونه په رسميت پيژنی . که افغان حکومت د ځينو د ادعا سره سم د امريکا لاسپوڅی وای ، نو حد اقل د امريکا مخالفينو لکه روسيه ، ايران ، چين او نورو خو به په رسميت نه پيژاند ؟ له نېکه مرغه د افغانستان آزادی پر هغو آزاديو متکی ده ، د کومو په لاره کې چې زمونږ د هيواد مبارزين سياه چالونو ته لويدلی وو، د توپونو خولو ته تړل شوی او دارونو ته ختلی وو . زمونږ په هيواد کې د بيان ، د مطبوعاتو او انتخاب آزادی ، د تحصيل او سفر آزادی او ورته نورې لاس ته راوړنې د لمر په شان ځليدونکی واقعيتونه دي چې د دښمنانو سترګې ړندوي . افغانستان د آزادۍ او دموکراسۍ په نه راګرځيدونکی مسير کې بلا واټن طی کړی دی . آزاد افغانان اړتيا منی ، مونږ نړيوالو مرستو ته اړ يو، خو تړلتيا نه منی .
زمونږ د هيواد اردو، پليس ، امنيتی ارګانونه د طالبی او جهادی وطن پلورونکو او د هغو د ناولو بادارانو د ګډې توطيې په پايله کی له منځه ولاړل ، طالبی او جهادی نوکرانو پاکستان ته دومره جرأت ورکړی وو چې په ډاګه به يې ويل چې د افغان امنيتی ارګانو مسؤلين بايد د پنجابی وحشی سپيو په مشوره وټاکل شی .
نن تاريخی افغانستان د يوې مستقلی افغانی وطنپالونکی اردو د تشکيل او قوام پړاوونه وهی . پوليس او امنيتی ارګانونه يې په خپلو پښو د اودريدو او د خودکفايي پر خوا لومړنی خو غښتلی ګامونه آخلی . هغه وخت چې روسی پوځونه په افغانستان کی وو ، جهادی لنډغرو به لاپي شاپې کولې چې که روسی پوځونه ووځي ، مونږ به په هماغه ورځ د نجيب الله حکومت نسکور او په کابل کې به جهادی واکمنی اعلان کړو . نن طالبان او د هغو ملاتړي ډوزې ولی چې که امريکا نه وي ، طالبان به په يوه ورځ کې افغان حکومت راوپرزوي . دا دی اوس د ۱۲۰ زرو امريکايي پوځونو څخه ټول ټال يواځې ۱۸ زره باندينی ځواکونه پاتې دي او له ځينو استثناتو پرته، يواځې د مشورو په نقش کې محدود دی ، خو طالبانو د څلورو کالو په موده کې د يوه ولايت مرکز ونه نيول شو . ټول مهم ښارونه او ستراتژيکې لارې او ګودرونه د دولتی حاکميت په سيوره کې دي . هيواد مو پر تجارت باندې د پاکستان شيطانی آغيز ته د پای ټکی کښېښود ، بحر ته مو لار د شاه بهار بندر له لارې پرانستل شوه او ډیرې نوری بديلې لارې او دهليزونه خلاص شول .دا او دې ته د ورته پروسو وده او بشپړتيا په تشو خبرو نه کيږي . يواځې د هيواد د امنيتی ارګانونو د کالنی مالی تأمين وجه ( ۶ ) شپږ مليارده ډالرو ته رسي ، په داسی حال کې چې هيواد کالنی ناخالص عايدات له درو مليارد دالرو زيات نه دي . د تشو خبرو پهلوانان يواځې د اردو او امنيتی ارګانونو مالی وجهی د نړيوال ائتلاف او په سر کی د امريکا د متحده ايالاتو له مرستو غير له کومه کوي ؟ طالبی واکمنی د سعودیانو او شيخانو او بين المللی تروريستی شبکو په مرستو چليده ، خو طالب – مجاهد پلوه «روشنفکران» افغان حکومت ، افغان اردو ، افغان امنيتی ارګانونه مزدور بولی او طالبان خپلواک ، للعجب ! زمونږ ملی اردو چې د هيواد او خلکو په دفاع کې د آی-اس-آی د لښکرو او ايله جاريو په وړاندې سرونه ورکوي ، د خپلو بی مسؤليته « روڼ آندو » له خوا مزدور بلل کيږی . د وطن مور دې په دې نااهلو زامنو بوره شي !
جګړې او جهادی – طالبی ترور افغانستان په اقتصادی لحاظ فلج کړی دی . د تروريسم پرضد د نړيوال ائتلاف پر خلاف د پروپاګندو نهايي پايله حد اکثر د طالبانو( د منځنيو پيړيو د وحشت د شرميدلو استازو) بيا واکمنی او د طالبانو بيا واکمنی د دوهم ځل له پاره له دفاعی او امنيتی ځواکونو څخه د افغانستان بيا محرومول او حد اقل په حاکميت کې د جهادی لوټمارانو د عمر اوږديدل دي . دا هغه څه دی چې پاکستانی او ايرانی مزدوران د هغې په لټه کې دي . ( نور بيا ) ۱۶/۱۱-۲۰۱۸