بارکزي شـاهـان مستبد عبدالرحمن

عبدالقیوم

اوله برخه:

     د لیونتوب، وحشت، ترور، وژنو او توطیو څخه ډکه پاچهي، د امیر عبدالرحمن خان وه.دا هم ښکاره خبره ده چي امیر عبدالرحمن خان انګرېزانو او روسانوپه شریک و تخت او تاج ته ورساوه. یو داچي عبدالرحمن خان بې سواده وو، سواد لرونکي یې نه خوښېده. کله چي (لیونتوب، ترور، توطې، وژني، وحشت، شکنجې، اعدامونه او زندانو) د یوه پاچا مسلک سي هلته نو د انسانیت، اخلاقو، شرافت، اسلامیت او ناموس د ساتني له پاره هیڅ خبري کول په کار ندي چي پر وسي.عبدالرحمن د۱۲۵۸-۱۲۷۹هجري پوري:عبدالرحمن د افضل زوی د دو ست محمد لمسئ وو، یوولس ودونه (ښځي) يې په ښکاره لرلې. دوی لیکي چي څلور یې په نکاح کي وې   او(۷ ) تنې یې سیغي وې. داروایتونه دي، په دقیق حساب یې امیر عبدالرحمن خپله هم خبر نه وو.

د نکاح والو ښځو نومونه يې:

 ۱- بې بې جانه بد خشانی، ۲- مریم جانه، ۳ – حلیمه جانه  ۴ – یابوبوجانه چغې ۵ – بیگم جانه مزاری. چي پنځه سوې.

 سیغه يې ښځي يې:۱ – ستارو،۲ -عسل سمرقندي،۳ – گلریز نورستانی،۴ – زهراشغنانی،   ۵ -نیکدم چترالی،۶ – ساجده، ۷ – گلابي جانه.

  شپږ ښځي يې د زامنو په نوم یا دېدلې لکه:

 ۱ – عمرد حلیمې چغداري زوی،۲ -امین الله د نیکدمي زوی ۳ – غلام علي د بیگم مزاری زوی،۴ – حبیب الله دعسل سمرقندې یا گلرنگي زوی،۵ – نصرالله د عسل سمرقندې یا گلرنگي زوی، د شپږم زوی نوم يې مانه کئ  پیدا.

دوی يې لوڼې وي:

۱ –  هاجره د ستاروچترالې لور،

۲ –  فاطمه د زهراشغنانې لور.

رسمي ملکه: بې بې حلیمه چغداره د عمر موراو د عبدالرحمن خان د عمه لور وه.

    دا خبره یاد لری چي له نکاح والو ښځو سره امیر عبدالرحمن خان نه بیدې دئ، شاهد ددې خبري دادی چي له یوې څخه هم او لاد نه لاره. د دربار رسمي ملکه هم حلیمه (سیغي) ښځه  یې وه. ټول او لادونه یې له سیغي ښځو څخه پیدا کړي وه. یا نوکرانو څخه پیدا سوي وه. اميرعبدالرحمن ته باېدا ستبدادی، مستبدامير او ظالم خطاب وسي. که څه چي ښاغلې محمد معصوم هوتک صاحب  په خپل یوه تر جمه سوي ا ثر ”د فولا دي امير تر سیورې  لاندي ” کښې  د فولاد نوم  کلمه استعمال کړیده. دا په دې چي انګرېز ورته د (absolute ) لغات ورته  استعمال کړی دئ.دیکشنري داده انگلیسي ”absolute،ابسلیوت”کلمه داسي معنی کړېده: مطلق،مستبد،ا ستبدادی،قطعی اوخالص.دې  

    زه اميرعبدالرحمن دیوه مستبد ظالم، بې سواده او دیکتاتور په نوم پیژنم. ښه هوتک صاحب یوعالم سړی دئ ولي ځان گناه کار کړم ممکن دئ خپلي خبري ته پوره د لیل ولري. بله اسا سي خبره داده چي انگریزي ماشین کار  ”فرانک،ای، مارتین” چي عبدالرحمن خان د او سپنیز امیر په نوم یاد کړی دئ، دا سمه خبره ده او علت يې زه هغه د ”فرانک، ای، مارتین” د مسلک سره رابط بولم، ځکه د نوموړي سروکار له اوسپني سره وو. که چیري دغه سړی، انگریز سنگ تراش وایې بیا به يې عبدالرحمن خان د ډبرين په نوم یاد کړی وای. زما په عقیده د هغه مطلب به دا وو چي عبدالرحمن خان یو جامد مغزه انسان دئ. خبره ورباندي أثر نه کوي، هرڅه يې په خپل لاس کي نیولي دي او د سوټې په زور خپل آمر چلوي، پس نو، امیر یوه او سپنه ده، نو هغه ته د انسانیت خبري کول کومه فایده نه لري.

   او دا چي دوستان عبدالرحمن خان او دهغوی په شان نور په پښتو نه پوهیدونکي، نه ویونکي نه خوښونکي او نه يې مورنۍ ژبه وي هغه پښتانه بولې داهم درست قضاوت نه بلکي سخته ا شتباه کوي، عبدالرحمن خان  او نور ظالم شاهان که څه چي دپردونوکران وه، دپردو د پاره يې کار کاوه، ډیر وختونه دپردو سره د هغوی ترسیوري لاندي   اوسیدل بیا هم افغانان وه، نه پښتانه. هرپښتون افغان دی مگرهر افغان پښتون نه دی. ” هرشخص هغه وخت په یوه ملیت کي شمیرل کیدای، گډ ېدای او نومول کېداې شي چي د هغه ملیت ژبه يې مورنۍ ژبه اوخبري په وکولاې سي.د پښتون والي هم لمړی او اسا سي شرط ژبه ده”. د پښتوژبي زده کړه په پښتو خبري دي او بیا خپلي ژبي ته خدمت دئ که د نسب سلسه وکتل سي بیا نو هر ملیت ډیري پیچلي پړاو نه تی کړي دي.اول ټوله د بابا ادم اولاده، یو پلار، یوه مور، یوه ژبه پس ملیتونه نه وه. داملیتونه لکه:

   تاجک، پښتون،ازبک، ترکمن، بلوڅ او نور خو دژبي پر اساس یو له بله سره پیژندل کیږي. د خوښئ ځای دئ چي د واکدارو ظالمو څخه د یوه یې هم پښتو مورنۍ ژبه نه وه نو ځکه زده يې هم نه وه اونه يې زده کول. اوس چي هر څوک د نوموړو شاهانو په خاصه د عبدالرحمن خان مستبد په باب څه لیکې نه باېد يې دوستان خلگو ته داسي وروفهموي چي دا ظالمان خو پښتانه وه. اوبیا خودغرض پښتانه د دې ظالمانو څخه د دفاع تر چتر لاندي چي موږ خو د پښتنو د فاع کوو، ملیتونه سره په مخالفت کي وسا تي.او یا ناپوهان چي د عبدالرحمن خان  او یا بل ظالم خیانتونه پښتون ملیت ته منسوب کوي. پښتون قوم د نورو ملیتنو په شان یو پا ک   اوسپیڅلۍ ملیت دئ، خائین خلګ په هر ملیت کي.

    ښاغلی محمدابراهیم عطائی په خپل ا ثر ”دافغانستان معاصر تاریخ ته یوه لنډه کتنه” کي دا سي لیکي:” عبدالرحمن خان د امير محمدا فضل خان زوی او د اميردوست محمد خان لمسی وو. نوموړی په ۱۸۳۰م کي زیږیدلی او په ۱۹۰۱کي مړسو. دی تقربیاً پنځوس کلن وو چي په ۱۸۸۰م کي يې د کابل  پر تخت تکیه وکړه او نور ۲۱ کاله نو د تورو څرخ د اولس پر سر وڅرخېدئ اولسگونه زره انسانان يې مړه او معیوب کړل، څويې هغه انارشیزم چی د افغانستان او انگریزد دوهم جنگ څخه وروسته پر افغانې ټولنه مسلط سوي وو او په هر ښاراو کلي کي خان او ملا په خپل زړه پا چهې کوله، مطلق پاي ته ورسول او تمام امنيت يې تامين کړ، خو دا امنيت هم د قبرستان امنيت وو. هرځای په قبرستان کي امن  او امنيت وي، عبدالرحمن خان هم ددې وطن څخه قبرستان جوړکړ. عبدالرحمن خان خپله بې سواد ه وو او هم يې دباسواده انسان څخه ښه نه را تلل ”. ص۱۲۹

   د ترکستان گورنرجنرال کوفمان وعبدالرحمن ته اِجازه ور کړل چي هغه دي د ترکستان څخه د تیښتي په شکل ووځي او موږ به هم تجاهل وکړو. دوې امپراتورې انگریز او روس مؤافق دي چي عبدالرحمن خان  افغانستان ته ولاړشی. اميرعبدالرحمن خان تر ۲۱ کالو استبدا دي سلطنت وروسته په ۱۹۰۱ م کال کی د اکتوبر په لمړي ورځ مړسو. عبدالرحمن خان تر ځان ورسته یوگوډ، ړونداو استبداد څټلئ  افغانستان  خپلي گرانې کورنۍ ته پر يښود. په هیواد کی هرځای د عبدالرحمن خان د لاس نښانې کله منارونه ولاړوه، زندانو نه په افغاني نر او ښځو ډک پا ته سول عبدالرحمن خان لا دولس کلن ؤ چي د خپل پلار له لوري پرعیاشې اوشراب خوړلو بندي سوو. اما د۱۳کالو وو چي بیرته د پلار لخوا پردولتي لوړ مقام وټاکل سو.

   دامير شیرعلی خان د واکدارې پر وخت دوه ځله د خپل پلار او کاکا سره ملگري د امير شیرعلي سره وجنگیدئ څو اول ایران او وروسته بخارا ته وتښتیدئ او یوولس کاله هلته واو سیدئ. د هغه ځایه يې د شيرعلي خان د حکومت ضد او مخالف  تحریکات کول. څو اميرشیر علی خپل یو نماینده سردار شیرعلي د بخارا حکومت ته وا ستوئ چي امير عبدالرحمن مهار کړي، کله چي امير شیرعلی وفات سو، د هغه زوی امير محمد یعقوب دوهم ځل د بخارا حکوکت ته خپل نماینده بیا هم هغه چي دده پلارا ستولۍ وو،سردار شیر علی ور وا ستاوه. څو د بخارا حکومت امير عبدالرحمن د کورنۍ  سره د سمر قند څخه تاشکند ته یو وړل.

   د لته وو چي انگریزان له دې جریانه خبر سول ژر يې د عبدالرحمن خان خور ورو غوښتل او هغې ته یې خط ورکړي چي عبدالرحمن خان ته ددوی دغه آمر ورسوې.البته د خط متن د چا پلاس کي نسته، خو په تاج التواریخ کي د عبدالرحمن خان له خوليلیکل سویدي چي خورمي پر لاري مریضه سول دانگريزانو خط يې راونه رساوه.

    واقیعت خو دادی چي دانگریزانو د لوري عبدالرحمن خان ته هدایت حتمي رسیدلي وو، چي  ده د افغانستان پرلوري حرکت را وکړی. دا منافق کله چي بدخشان ته را ورسیدی، د افغانستان په ټولو برخو کي خپله انګرېزانو اوازه خپره کړه( ځکه د افغان ولس تر منځ هیڅ د ارتباط وسایل نه وه) چي عبدالرحمن دانگريزانوسره د مقابلې په نیت افغانستان ته راغلئ دئ، اوس نو پرهر مسلمان باندي دا فرض ده چي د کفر سره د جهاد په خاطر د هغه ملاوتړۍ.                      

عبدالرحمن چي واک ته ورسېدئ د اميرشيرعلی خان دوختونو دولتی اداره ړنگه کړه. هرڅه يې نوي د انګرېز په خوښه د ځان د پاره جوړکړه ټولو ادارو دده تر نظارت لاندي اجرأت کول، عبدالرحمن پرهیچا اعتماد نه لاره. ځکه دی  ښه پوهیدئ چي دده کړنې د خلگو او دولس د گټو خلاف دي. د خلگو نفرت دده څخه پټ نه وو، دئ خپله هم دولس په نیت ډېر ښه واضح پوهیدئ.عبدالرحمن خان د خپلو پلرنیو دوستان یعني د انگریزانو سرسخت طرفدار، مست، جاهل اوبیسواده مزدور وو. د خلگو په وژلو کي ورته د انگریزه څخه پوره صلاحیت ورکړل سوي وو. د خپلو سیغي ښځو څخه اولادو، ښځو، دایانو، باشانو،محمد زو او چوربکيو ته يې د ژوند ښه شرایط برابره کړه. دولس په وژلو او وينو تويولوکي يې ثاني نه لاره.

   کله چي د عبدالرحمن خان پښې مځکي ته ورسیدې د ورکړه سوي وظیفې او د خپلو با دارانو د خوښی په منظور یې د انگریزو د ښمنو قومو” افغانانو” ته سختي جزا گاني ورکړې.  په ټول هیواد کي یې د آزادۍ روحیه ووژل، څوعبدالرحمن، اميرعبدالرحمن سو. د ډېرو قومونو د مشرانو د پرې کړو سرونوڅخه یې په لسګونه کلَه منارونه جوړکړه. حقیقت التواریخ ص۱۶۱. وروسته بیا  کله چي لوی عالم ملا دین محمد مشهورپه” ملامشک عالم” چي دانگریزانو ضد فتوأ ولس ته ورکړې وه. دعبدالرحمن خان مخالفه فتوأ  یې هم صادره کړه. دانگریزضد فتوأ دجها د فتوأ یو یونقل، چي د غو لاندي خلگو ته ورکړل، ميربچه خان کوهدامني، نایب سالارحفیظ الله خان لوگری، سردارایوب خان، ميرعبدالقادرهوفیانی، محمد جان خان ورد ک،عصمت الله جبار خیل او محمدعثمان تگابی ته.

   دا وخت د افغانانو اوانگریزانو تر منځ ددوهمي جگړی شروع ده. د افغانانو دپاره د آزادۍ  جگړه، د فرنگیانواوهغوی د ملاتړو سره جګړه وه. دغو پورته یاد کړه سووغازیانو په پوره  ایمان او صداقت سره خپله وظیفه سرته رسولې ده. یوه خبره باېد وکړم، افغانانو دانگریزسره سختي جگړې کړي دي.

 

 

++++++++++++++++++

امیردوست محمد خان د ۱۸۴۲څخه تر۱۸۶۳ کال پوري

   له هغي نیټي څخه چي سدوزو شاهانو دخپلي ناپوهي، ځان غوښتنو په سبب خپل تر منځ یوه ورور پربل باندي دغلبې په وجهه په خپله خوښه یو په بل پسي ځانونه کله د انگرېزانو او کله  هم دایران( فتح علي قاجار) لمنوته ورغور ځول شروع کړه او په خپلو منځو کي د دښمنو په شان سره جنگیده، نو په دغه موقع کي د سردارپانیده محمد اولادونو چي د دوی وزیران وه، د دوی له دې کمزورۍ څخه دځان په ګټه، ګټه پورته کړه هر یوه ( محمد عظیم او دوست محمد) د سدوزو وروستي بې فکر لیوني د تیمورشاه له اولادو څخه ایوب او سلطان علي چي دواړو په کابل کي ځانونه پاچهان اعلان کړه، نو د دوی (سدوزو) تر منځ د جنگ او جگړو په اثر نتیجه دا سوه چي د نیکه یې ور ګټلې واکداري هم له لاسه ووته. بد بختانه چي دواړو کورنیو د هیواد او خلګو په ګټه کار نه دئ کړئ.

   تر دغه نیټې پوري په هیواد کي د بارکزو په نوم یوه قوم پېژاندل کېدئ، امیر دوست محمد چي د سردار پاینده محمد خان بارکزي له اولادې څخه وو، انګرېزانو له مخکي څخه په کلکته کي د همدې ورځي له پاره ساتلی او روزلۍ وو،له هغې نیټي څخه زموږ په هیواد بیا تر محمدظاهر شاه پوري د دولتونو په انتخاب او ټاکنه کي انګرېزان ټاکونکۍ نقش لاره. انګرېزانو له دوست محمد خان هغه ټولي یاغي بڼي واستلي نور دوست محمد ته (نه خاوره، نه افغانیت، نه انسانیت او نه اسلامیت )یوه هم کوم اهمیت نه لاره، بس یوغلام  یې جوړ کړئ کابل ته را واستاوه. سره له دې چي امیر دوست محمد مخکي کابل ته تر را استولو مخکي انګرېزانو په رسمي تړون(مثلت) کي د شاشجاع په وړاندي غندلی هم وو. دده اولاده   محمدزي و بلل سوه.

    ولسونه باید پوهه سي چي په دا ټولي جگړې چي زموږ ولس د نه پوهي له وجهي کولي پدې جګړو کي پردي لاسونه وه. نو ښکاره خبره ده چي تر دې اوسه هم په هره لویه پېښه کي د پردو لاسونه سته. زموږ د یو شمېر ځان غوښتونکو، نوکر صفته کورنیو چي بیله ځان غوښتلو څخه یې بل فکر نه لاره او نه لري، دهيڅ یوه سره د ولس او خاوري مینه نه وه، او نه سته، ځکه یوه یې د هیواد د پرمختگ او ولس د راوېښولو پلان نه لاره. هر څه د خپل قدرت، چوکۍ، نس ډکولو او نفس سړولو له پاره کړي او کوي.

  را ګر ځو خپل بحث ته د تربرونو په خپل منځي جنگونو کي څوک مړ او معیوب کیده؟ د چاه ښځي کونډي کیدې؟ د چا اولادونه به یتیم کیده؟ دا پوښتنه زموږ روڼ اندي تر دې اوسه هم نه مطرح کوي. اونه یې خپل ولس ته وضاحت کوي. په دې بې ګټي جګړو کي ولس ته نه د آخرت گټه وه او نه پر دې دنیا څه په لاس ورتله. ممکن یو شمېر مشرانو یې د خلګو مالونه غلا کړي وي، مګر خوار او غریب ولس ته څه نه رسېده.  د یوه ورور يا وراره له چوکۍ څخه لیری کول د بل پاچا کول، ولس ته بیله مرگ او خواریو بله فایده نه وه. په خفګان ګورم چي یوشمېر دعوه لري چي زموږ د پلرونو پاچهۍ ډېري ښې وې.

۲ –  امیرشیرغلې خان اول ځل له ۱۸۶۳څخه تر۱۸۶۶ م کال پوري یعني درې کاله حکومت وکړه: شیرعلي بیا د امیر دوست محمد له زامنو څخه وو، سره له دې چي په ړندو کي یو سترګي پاچا دئ. خو دی هم د پلار سره د انګرېزانو پر سترخان په کلکته کي وو. شیرعلي تر خپل پلار او اکاکانو ښېګڼي لرلې.امیر شیرعلي خان دوهم ځل  ۱۸۶۸څخه تر۱۸۷۹ م کال پوري یعني لس کاله حکومت وکړه، خو ډېر وختونه یې د خپلو وروڼو، اکاکانو او د اکا زامونو سره په جګړو تېر سوه. امیر محمد یعقوب خان د ۱۸۷۹څخه تر۱۸۸۰ م کال پوري، د خپل پلار(شېر علي) له زندانه هغه وخت را ووتۍ چي پلار یې تېښتي ته ځان جوړ کړئ وو، انګرېزانو حملې شروع کړي وي مریض او مأیوس بې تجریبې وو. دغو دوه هم څو ورځي پاچهان سوه: امیرا فضل خان څو میاشتي.۱۸۶۶م کال کي. محمدعظم خان ۱۸۶۷څخه تر ۱۸۶۸ م کال پوري.