دسولې کاروان غړي دهند دسولې انستیتیوت او بروکسل کنفرانس ته بلل شوي

منبع : ویسا ورخپاڼه   تاریخ: 11/10/2018
کابل – ټاکل شوې چې دافغانستان دسولې کاروان استازي دهند دسولې انستېتیوت او بروکسل په کنفرانس کې ګډون وکړي. ددغه کاروان غړي وايي، ټاکل شوې چې له دې وروسته دسولې غږ له افغانستانه بهر پورته کړي. دسولې کاروان مشر اقبال خیبر پرون ازادي راډیو ته وویل چې دهند سولې انستېتیوت او په بروکسل کې غونډو ته هم بلل شوي دي. نوموړي همداشان زیاته کړه چې په راتلونکو دوو اونیو کې به ختیځو ولایتونو ته هم سفرونه وکړي.
خیبر وویل:«شاوخوا ۱۵ ورځې وروسته به ختیځ ته چې په هغه کې لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونه شامل دي، سفرونه پيل کړو. له دې سره په خوا کې هغه انستېتیوتونه چې دسولې لپاره کار کوي، له هغې جملې په هند کې دځوانانو یو حرکت او له دې سربېره دبروکسل ناستې ته هم دعوت شوي یو، په همدې غونډه کې به ګډون وکړو چې دافغانانو غږ اروپایانو او دناټو غړو هېوادونو ته ورسوو.”
دسولې کاروان مشر همداراز وویل چې یو شمېر نورو انستېتیوتونو ته چې په امریکا او اروپا کې دسولې لپاره کار کوي هم بلل شوي دي. دسولې کاروان وروسته له هغې رامنځته شو چې دتېرې روژې په میاشت کې په هلمند کې په یوه انتحاري حمله کې ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته. ددغه کاروان غړي په تېرو شپږو میاشتو کې په ۱۴ ولایتونو کې کله پلي او کله پښې ابلې وګرځېدل چې هدف یې دافغانانو، دسیمې دهېوادونو او دافغانستان دګاونډیانو سولې ته رابلل یاد شوي دي.
دسولې ولسي کاروان ولایتونو ته له سفرونو سربېره په کابل کې دامریکا، روسیې، بریتانیا، پاکستان، ایران سفارتونو او دملګرو ملتونو ددفترو مخې ته دپرلت خیمې ووهلې. ددغه کاروان غړي وايي چې دخپلو سفرونو په جریان کې یې موندلې چې افغانان نور له جګړې ستړي شوي او ددوی په خبره چې دطالبانو هم دتېر په پرتله له سولې سره علاقهمندي زیاته شوې ده. 
                     
یونس قانوني: دسولې دپروسې اړوند ټول اقدامات دې له خلکو سره شریک شي
منبع : د آزادی رادیو   تاریخ: 11/10/2018

دافغانستان دپخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني وايي، دسولې دپروسې اړوند ټول اقدامات باید له خلکو سره شریک شي.

  • افغانان له چا سره او څرنګه سوله کوي؟
  • دمذاکراتو اړخونه په کومو مسایلو غږېږي؟
  • دسولې پروسه دچا له‌خوا پرمخ بیول کېږي؟

دا هغه اندیښنې دي چې دافغانستان دپخواني جمهور رئیس مرستیال محمد یونس قانوني یې مطرح کوي. ښاغلي قانوني دجمعې په ورځ دافغانستان دولسي جرګې داقتصاد دکمېسیون درئیس سید مصطفی کاظمي دوژل کېدو د ۱۱ تلین په مناسبت په جوړې شوې غونډې کې وویل، دسولې دپروسې په اړه دافغانستان خلک په تیاره کې دي.

ده وویل، که دسولې خبرې له خلکو پټې ساتل کېږي دا نو سوله نه، بلکې په افغانستان کې دیو بحران رامنځته کول دي. نوموړي زیاته کړه​: ”سوله یوې طرحې ته ضرورت لري، دافغانستان دخلکو دتأیید وړ وي له دې امله موږ دسولې په تړاو په تیاره کې پاتې یو. موږ له هغې طرحې چې دافغانستان خلک او په تېره جهادي حوزه کې مستقیم حضور ونه‌لري، په پټو سترګو ملاتړ نه کوو.”

ښاغلي قانوني وویل، دسولې اړوند ټول اقدامات باید دافغانستان له خلکو سره شریک شي. دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې نن دجمعې په ورځ دافغانستان دسولې په اړه په مسکو کې دافغانستان دسولې دعالي شورا طالبانو او د ۱۲ هېوادونو داستازیو په ګډون ناسته جوړه دهپه دغې ناسته کې دامریکا یو استازی هم ګډون لري.

دراپورونو له مخې ددغې ناسته په پیل کې دروسیې دبهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې غواړي افغانستان دیو واحد او یو متحد هېواد په توګه پاتې وي او ټول قومونه په‌کې په سوله کې ژوند وکړي. په ورته وخت کې دافغانستان او طالبانو ترمنځ دسولې دمذاکراتو په هدف، دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دسیمې ځینو هېوادونو ته سفرونو کړي چې افغانستان، پاکستان قطر او متحد عربي امارات شامل وو. 

دافغانستان دسولې عالي داجرائیوي پلاوي غړی او سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وايي، دسولې دمذاکراتو اړوند ټول مسایل او اقدامات له یوې واضح طرحې سره دافغانستان له خلکو سره شریک شوي دي. ښاغلي قاسمیار زیاته کړه: ”دسولې دپروسې مالکان موږ یو او رهبرې یې هم زموږ دخلکو ده. دسولې په عالي شورا کې موږ دخپلو خلکو غوښتنې منعکسوو. هره موافقه چې وکړو او خلک یې تأیید نه کړي او ډاډ من نه‌شو، هغه موافقه نه لاسلیکوو.”

دسیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، کلونه کېږي چې دافغانستان دسولې لپاره هڅې کېږي، خو تراوسه داسې مثبته نتیجه چې افغانستان ته تل پاتې سوله راولي، نه‌ده لرلې.

                 

دامریکا دمالیې وزیر: په ایران د’سوئیفټ’ بانکي خدمتونه قطع کیږي
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 11/10/2018

پرایران دامریکا دټولو اقتصادي بندیزونو دپیل نه تقریباً یوه اوونۍ وروسته دامریکا دمالیې وزیر وویل چې ډیر ژر به دبانکونو ترمنځ دسوئیفټ دشبکې تبادله دایران دمرکزي بانک او هغو مالي بسنټونو سره چې بندیزونه پرې لگول شوي په بشپړه توگه قطع شي.

دامریکا دمتحده ایالاتو دمالیې وزیر سټیفن منوچن، په ټویټر کې لیکلي چې دسوئیفټ شبکه خپل خدمتونه دایران مرکزي بانک او دهغه هیواد تحریم شویو مالي بنسټونو سره قطع کوي. ښاغلي منوچن زیاته کړې چې ”سوئیفټ دنړیوال مالي نظام دیووالي لپاره دسم تصمیم نیولو په حال کې دی.”

دایران داسلامي جمهوریت پر وړاندې دامریکا دبندیزونو وروستی پړاو ددوشنبې دورځې (نوامبر ٥) دسهار راهیسې په رسمي توگه پیل شوي دي. امریکایي مقامات ایران داټومي وسلو دجوړولو په هڅه، دترهگرۍ نه په ملاتړ او په سیمه کې دبې ثباتۍ په رامنځ ته کولو تورنوي، خو ایران دغه ډول تورونه بې بنسټه گڼي او هغه ردوي. دغه نوي بندیزونه به همداشان د ایران مرکزي بانک او ددې هیواد سمندري ترانسپورت او دبېړیو جوړولو سکتور په نښه کړي.

امریکايي چارواکو ویلي چې اتو هیوادونو ته دلنډمهال لپاره دایران نه دتیلو داخیستلو اجازه ورکړل شوې چې دوی ورو ورو ددغه هیواد په تیلو باندې خپله تکیه راکمه او اخیسته یې بنده کړي. دامریکا دبهرنو چارو وزارت دا هم وایي چې افغانستان به دایران نه دتیلو وارداتو ته هم دوام ورکړي. امریکا دبهرنو چارو وزیر مایک پمپیو په ایران کې دهند پرمختیایي پروژه دچابهار بندر په ایران دبندیزونه نه مستثنی اعلان کړیدی چې دافغانستان داقتصادي ودې سره مرسته وشي.

دچابهار بندر نه دافغانستان پورې داورگاډې دپټلۍ غځول به هم دبندیزونو نه مستثنی وي چې جنگ ځپلي افغانستان ته پرې دخوراکي موادو او درملو لیږل ممکن وي. دامریکا دبهرنو چارو وزارت رویټرز ته په یو ایمیل کې لیکلي ديT ”دغه فعالیتونه دافغانستان دپرمختگ او د بشري مرستو لپاره ضروري دي.”

                

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
برگزاری نشست مسکو، طالبان خواهان خروج نیرو های خارجی از کشور شدند
منبع : طلوع نیوز   تاریخ: 11/10/2018

سرانجام پس از ماه‌ ها تأخیر، نشست صلح مسکو، دیروز (پنج‌ شنبه، ۱۸ عقرب) در شهر مسکو برگزار شد.

در این نشست، نماینده‌گان طالبان و ده کشور منطقه و نیز یک نمایندۀ ایالات متحده شرکت کرده بودند. سرگی لاوروف، وزیر خارجه روسیه که این نشست را افتتاح کرد، گفت که افغانستان نباید دوباره به میدان رقابت قدرت‌ها مبدل شود.

او در این باره افزود: «کشور های ما با تهدیدات هراس افگنی جهانی رو به ‌رو هستند که یکی از هدف ‌های آن ‌ها افغانستان است. پیشتاز این گروه ‌ها داعش است که با حمایت خارجیان، می‌ کوشد افغانستان را به جای پایش برای گسترش به آسیامیانه و فراتر از آن مبدل بسازد. هدف تمامی این کشور ها این است که به افغان ‌ها کمک کنند تا این تهدید را ریشه کن بسازد.» آقای لاوروف امیدوار است که نتیجۀ این نشست، آغاز گفت‌وگوهای مستقیم میان حکومت افغانستان و طالبان باشد.

خواست نماینده‌‎گان طالبان

بربنیاد گزارش‌ها، پنج تن از اعضای گروه طالبان که مشمول محمدعباس ستانکزی، عبدالسلام حنیفی، شهاب‌الدین دلاور، ضیا‌الرحمان مدنی و محمدسهیل شاهین استند در این نشست به نماینده‌گی از گروه طالبان شرکت کرده بودند. این نماینده‌گان طالبان می‌گویند که یگانه راه تأمین امنیت در افغانستان بیرون شدن نیروهای خارجی از این کشور است. محمدعباس استانکزی، یکی از این نماینده‌گان طالبان گفت: «ما اکنون با امریکاییان دربارۀ بیرون شدن نیروهای شان از افغانستان گفت ‌و گو می‌ کنیم. وقتی درباره بیرون شدن نیرو های شان به یک راه حل برسیم، به مرحله دوم گفت‌ و گو ها در میان افغان‌ ها خواهیم رفت تا دریابیم که چگونه صلح بیاید.»

عبدالسلام حنیفی، نمایندۀ دیگر طالبان در این نشست نیز بیان داشت: «وقتی ‌که نیروهای اشغال‌گر انعطاف نشان بدهند اعلان بکنند که ما از افغانستان بیرون می‌ شویم، بعدأ ما در میان افغان‌ ها کدام مشکلی نخواهیم داشت.» از سویی هم، شورای عالی صلح می‌گوید که هرگاه صلح در افغانستان تأمین شود، نیازی برای حضور نیروهای خارجی در افغانستان دیده نمی‌شود. حاجی دین محمد، عضو شورای عالی صلح گفت: «ما از تمامی افغان‌ها نماینده‌گی می‌کنیم، وقتی صلح بیاید به امریکا در افغانستان نیاز نیست.»

عکس العمل وزارت خارجه افغانستان

وزارت امور خارجۀ افغانستان در واکنش به نشست امروز مسکو، می‌گوید که حکومت افغانستان «امیدوار است مطابق به تفاهم صورت گرفته میان افغانستان و روسیه، این نشست منتج به گفت وگوهای مستقیم میان دولت افغانستان و طالبان شود، و اجازۀ هیچگونه استفادۀ ابزاری از این نشست به گروه طالبان داده نشود.»

این وزارت در خبرنامه‌یی، بر رهبری و مالکیت روند صلح از سوی حکومت افغانستان اصرار می‌ورزد. در این خبرنامه آمده است: «نشست امروزی مسکو، ادامۀ نشست‌های پیشین (مسکو فارمت) که میان کشورهای مستقل برگزار شد و حکومت افغانستان نیز اشتراک کرده بود، نیست (در نشست امروزی از گروه طالبان نیز دعوت شده است)، برمبنای اصول و فیصله‌های نشست تاشکند و پروسۀ کابل، دولت جمهوری اسلامی افغانستان و طالبان باید به گونۀ مستقیم به گفت‌ وگو بنشینند.»

این خبرنامه افزده است: «ما بر اصول پذیرفته شدۀ جلسات كابل و تاشكند كه متكی بر اجماع داخلی و بین المللی برای چگونگی پیشبرد روند صلح است تأکید می نماییم و هیچ نماینده‌یی نیز به نشست مسکو نفرستادیم. شورای عالی صلح به عنوان یك نهاد ملی غیرحكومتی برای بحث روی آغاز مذاكرات مستقیم در این نشست به میزبانی روسیه اشتراك نموده است.»

در نشست مسکو، عبدالقیوم کوچی، سفیر پیشین افغانستان در روسیه نیز حضور داشت. منابع حکومتی می‌گویند که از چگونگی حضور آقای کوچی در این نشست بی خبر هستند، اما تأکید می‌ ورزند که وی هیچ مسؤولیتی در حکومت ندارد و از حکومت افغانستان نماینده‌گی نمی ‌کند. اکنون انتظار می ‌رود که طالبان به گونۀ مستقیم با حکومت افغانستان گفت و گو های شان را آغاز نمایند.

 

طالب مشران: له امریکا سره له افغانستانه دبهرنیو ځواکونو دوتلو په خبرو بوخت یو
منبع : د آزادی رادیو   تاریخ: 11/10/2018

 

په داسي حال کې چې افغانستان ته دامریکايي ادارې ځانګړي استازي زلمي خليلزاد افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته خپل سفر پيل کړی دی، په مسکو کې دافغانستان دسولې په اړه کنفرانس کې ګډونوالو طالب مشرانو ويلي چې له امریکا سره له افغانستانه دبهرنیو ځواکونو دوتلو په خاطر په خبرو بوخت دي.

دامريکا دبهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ دنوومبر په اتمه نېټه په يوه اعلامیه کې وويل چې افغانستان ته دامریکا دادارې ځانګړی استازی زلمی خليلزاد به افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته دنوومبر له اتمې نېټې تر شلمې پوري دیوه پلاوي په مشري سفر وکړي. دده دسفر هدف دسولې په خاطر دطالبانو په ګډون دافغانانو خپل منځي مذاکراتو ملاتړ ياد شوی دی.

په همدې حال کې پرون په مسکو کې دافغانستان دسولې په اړه په کنفرانس کې دګډون پر مهال په قطر کې دطالبانو ددفتر یوه لوړپوړي مشر سهېل شاهين ويلي چې دوی په لومړي پړاو کې له امریکا سره له افغانستانه دهغوی دځواکونو دايستلو پر موضوع خبرې کوي.

ده زياته کړه: ”کله چې موږ ددوی دځواکونو دوتلو په اړه يوه حل ته ورسيږو، بیا موږ بل پړاو ته ننوځو او هغه دافغانانو ترمنځ خبرې دي چې څه ډول سولې ته ورسېږو.”

له کلونو راهيسې امریکا هڅې کړي چې طالبان اړ باسي چې دسولې مذکراتو ته چمتو شي او په افغانستان کې اوولس کلنې جګړې ته دپای ټکی کيښودل شي، خو طالبانو دطالبانو دريځ دا وو چې لومړی به له امریکا سره مذاکرات کوي. افغان حکومت يو ځل بیا ټینګار کړی چې دسولې خبرې بايد د افغانانو په څېښتنتوب او مشرۍ وي.

دبهرنیو چارو وزارت نن د مسکو د غونډې له پیل سره سم په یوه خبرپاڼه کې وویل، افغانستان دسولې دهرې هڅې هرکلی کوي، خو په هر بهیر کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ټینګار کوي. دمسکو په روانه غونډه کې دسولې دعالي شورا ځینو غړو چې د دې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد یې مشري کوي د یوې غیر دولتي ادارې دپلاوي په توګه ګډون کړی دی.

ښاغلي دين محمد په مسکو کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې که سوله راشي، امریکايي ځواکونه به په خپله له افغانستانه ووځي. تېرځل ښاغلي خليلزاد په اکتوبر مياشت کې دافغانستان په ګډون، پاکستان، سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته خپل لس ورځنی سفر کړی وو.

ځينو لوېدیځو رسنیو خبر ورکړ چې ښاغلي خلیلزاد دخپل دغه لس ورځني سفر په پای کې په قطر کې دطالبانو له استازو سره هم ليدلي وو. طالبانو ددې خبر په تاييد سره په یوه اعلاميه کې وويل چې په دې غونډه کې يې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو دوتلو په اړه هم خبرې وکړې. په کابل کې دامریکا سفارت په یوه اعلاميه کې دښاغلي خليلزاد او طالب مشرانو تر منځ کتنه تاييد نکړه خو دخليلزاد له قوله يې ليکلي وو چې امریکا ددې ملاتړ کوي چې ټول لوري دافغانستان دسولې او پخلاينې د بهير برخه وي.

 

افغانستان برای کنفرانس بین المللی ژینو چه آماده‌گی‌ها را روی دست گرفته است؟
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 11/10/2018

 

کنفرانس بین المللی ژینو برای افغانستان در ۲۸م ماه جاری میلادی برگزار خواهد شد.

در حالیکه به برگزاری کنفرانس بین المللی ژینو برای افغانستان حدود بیست روز باقی مانده است، حکومت وحدت ملی می گوید مصروف نشست‌های مقدماتی است و برای اشتراک در این کنفرانس آماده‌گی می‌گیرد. وزارت خارجه افغانستان می‌گوید، در آستانه برگزاری این نشست، دیدار‌های را با شماری سفرای کشور‌های اشتراک کننده و نماینده خاص سازمان ملل انجام داده که در آن روی مسایل مهم صحبت شده است.

صبغت الله احمدی سخنگوی این وزارت در مورد آمادگی‌ها برای نشست ژینو به رادیو آزادی گفت: ”ما در حال آماده‌گی برای نشست ژینو استیم و از همینرو نشست‌های را با سفرای کشور‌های اشتراک کننده داشتیم و همچنان با نماینده خاص سازمان ملل در این مورد صحبت کرده‌ایم و به زودی نشست‌های دیگر را نیز خواهیم داشت.”

انتظار می‌رود که حکومت افغانستان در نشست ژینو در مورد آن تعهدات‌اش به جامعه جهانی حسابی دهد که در نشست بروکسل وعده سپرده بود. حکومتداری خوب، حاکمیت قانون، مبارزه با فساد، اتصال منطقوی، رشد اقتصاد و اصلاحات در برخی برنامه‌های دیگر در جمع تعهدات حکومت افغانستان شامل اند.

صلاح الدین ربانی سرپرست وزارت خارجه افغانستان حدود دو ماه پیش در نشست معلوماتی که در مقر سازمان ملل در نیویارک راه اندازی شده بود در اشاره به نشست بین المللی ژینو از افزایش ظرفیت‌ های حکومت افغانستان در بخش‌های امنیت، اقتصاد و حکومتداری سخن زد و افزود که کنفرانس ژینو آغاز یک مرحله جدید در مشارکت افغانستان با جامعه جهانی به هدف بهبود وضعیت کشور است.

حکومت افغانستان گفته است که در نشست بین المللی ژینو با یک سلسله تعهدات جدید شرکت خواهد کرد، اما در مورد این تعهدات جدید تاکنون جزئیات داده نشده است. در عین حال برخی از آگاهان سیاسی نشست ژینو را به خاطر مهم تلقی می کنند که افغانستان میتواند در آن کمک و همکاری ‌های درازمدت جامعه جهانی را جلب کند.

اما آنها با در نظرداشت وضعیت فعلی افغانستان در مورد جلب قناعت جامعه جهانی ابراز نگرانی نیز کرده اند. مشتاق رحیم یکی از همین آگاهان است که به رادیو آزادی گفت: ”حکومت توانسته در برخی از بخش‌ها پیشرفت داشته باشد اما در سه ماه اخیر با در نظر داشت به تنش‌ها نگران استم که حکومت افغانستان بتواند با آماده گی کامل در این نشست اشتراک کند و قناعت جامعه جهانی را حاصل کند. از سوی دیگر برخی ادارات مانند یونما که همکار همیشگی حکومت افغانستان است می‌تواند اطمینان دهد که افغانستان با آماده‌گی نسبتی در این نشست اشتراک خواهد کرد.”

دفتر معاونت سازمان ملل در کابل می گوید، نشست ۲۰۱۸ ژینو برای افغانستان بیشتر روی پالیسی و استراتیژی متمرکز خواهد بود. در نشست بروکسل که به تاریخ ‌های چهارم و پنجم ماه اکتوبر ۲۰۱۶ میلادی در پایتخت بلجیم برگزار شد هفتاد کشور و ۲۰ اداره بین المللی اشترک کردند.

در این نشست تعهد سپرده شد که تا سال ۲۰۲۰ میلادی دو اعشاره پانزده میلیارد دالر در بخش اولویت‌ های انکشافی با افغانستان کمک خواهد شد. نشست ۲۸م نوامبر ژینو بیانگر ادامه تعهد جامعه جهانی برای کمک با افغانستان خواهد بود. با آن که هدف برگزاری کنفرانس ژینو ارزیابی تعهدات سپرده شده از سوی افغانستان خوانده شده‌است، اما سازمان ملل متحد اخیراً گفت که در این کنفرانس روی تلاش‌ های صلح و ثبات افغانستان نیز صحبت خواهد شد. این‌ را وزارت خارجه افغانستان نیز تائید کرده و نشست ژینو را از همین رو مهم نیز خوانده است.

پس از آن‌ که یک اجلاس بین المللی در ماه اکتوبر ۲۰۱۷ میلادی در کابل برگزار شد، رئیس جمهور اشرف غنی و وزیر مالیه افغانستان از سازمان ملل متحد تقاضا کردند تا در ۲۰۱۸ میلادی نشست بین المللی ژینو را به سطح وزرا برگزار کند. تا هنوز روشن نیست که در نشست ژینو چند کشور اشتراک خواهند کرد. افغانستان گفته است که با در نظرداشت شرایط امنیتی و نیاز ‌های انکشافی این کشور به ادامه کمک‌ های جامعه جهانی نیازمند است تا استراتژی خودکفایی را بگونه درست عملی کند.

 

غنی: دایکندی از ولایت درجه سه به درجه دو ارتفا خواهد یافت
منبع : رادیو تلویزیون ملی   تاریخ: 11/10/2018

 

رئیس جمهور غنی در سفری به ولایت دایکند به باشندگان این ولایت وعده داده است که این ولایت را از درجه سه به درجه دو ارتقا خواهد داد.

رئیس جمهور به رئیس قوای نظامی دستور داده است تا یک کندک ارتش را در این ولایت فعال کند و هم چنان به قول اردوی های ۲۰۱ و ۲۰۵ هدایت داده است تا در مناطق ناامن  این ولایت عملیات پاکسازی راه اندازی کنند. رئیس جمهور هم چنان کار احداث سرک داخل شهر نیلی، پروژه تولید برق سولری، شبکه انتقال و توزیع برق شهر نیلی و آب گیری بند سوختوک را نیز افتتاح کرد.

رئیس جمهور هم چنان در دیدار های جداگانه، با اعضای شورای ولایتی، عالمان دینی و استادان مکاتب، از آنان به منظور کمک در تامین امنیت و رشد معارف تشکری کرده است.

 

دسولې شورا غړي وايي، طالبانو ته یې دولسمشر غني وړاندیز تکرار کړ
منبع : تاند   تاریخ: 11/10/2018

دافغانستان دسولې دشورا غړیو په مسکو کې دافغانستان دسولې دکنفرانس په لړ کې له طالبانو سره وکتل او هغوی ته یې دسولې دبې قید و شرطه خبرو دپیلولو په اړه دافغانستان دولسمشر محمد اشرف غني وړاندیز تکرار کړ. دسولې دعالي شورا ویندوی احسان طاهري د روسیې ریا خبري اژانس ته وویل: «موږ له طالبانو سره دمخامخ خبرواترو دپیلولو موضوع مطرح کړه او له دوی څخه مو وغوښتل چې سوله غوره کړي.»

په غونډه کې دروسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل: «موږ خپل دا دریځ تکراروو چې په افغانستان کې دسیاسي حللارې متبادل نشته او دافغانستان دګاونډیو او دسیمې دهیوادونو فعالې همږغۍ ته اړتیا ده.»

دافغانستان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني ټینګار کوي چې باید طالبان دافغانستان له حکومت سره خبرې وکړي. غني همداراز وايي چې باید د افغانستان دسولې پروسه دافغانانو په مشرۍ او مالکیت وي. خو طالبان وايي چې یوازې له امریکایانو سره خبرې کوي. دې ډلې دمسکو ترغونډې مخکې هم وویل چې دکنفرانس په لړ کې به له چا سره خبرې ونه کړي.

اعلامیه وزارت امور خارجه جمهوری اسلامی افغانستان در پیوند به آغاز نشست مسکو
منبع : باختر   تاریخ: 11/10/2018
 وزارت امور خارجه جمهوری اسلامی افغانستان از هر کشوری که افغانستان را برای رسیدن به صلح کمک نماید قدردانی می کند، و همچنین، به رهبری و مالکیت دولت جمهوری اسلامی افغانستان بر روند صلح اصرار می ورزد. نشست امروزی مسکو، ادامه‌ نشست های پیشین (مسکو فارمت) که میان کشور های مستقل برگزار شد و حکومت افغانستان نیز اشتراک کرده بود، نیست (در نشست امروزی از گروه طالبان نیز دعوت شده است)؛ بر مبنای اصول و فیصله های نشست تاشکند و پروسه‌ کابل، دولت جمهوری اسلامی افغانستان و طالبان باید به گونه‌ مستقیم به گفت‌ و گو بنشینند؛ ما بر اصول پذیرفته شده‌ جلسات كابل و تاشكند كه متكی بر اجماع داخلی و بین المللی برای چگونگی پیشبرد روند صلح است تأکید می نماییم و هیچ نماینده‌ نیز به نشست مسکو نفرستادیم. شورای عالی صلح به عنوان یك نهاد ملی غیر حكومتی برای بحث روی آغاز مذاكرات مستقیم در این نشست به میزبانی روسیه اشتراك نموده است؛ دولت جمهوری اسلامی افغانستان امیدوار است مطابق به تفاهم صورت گرفته میان افغانستان و روسیه، این نشست منتج به گفت و گو های مستقیم میان دولت افغانستان و طالبان شود، و اجازه‌ی هیچگونه استفاده‌ی ابزاری از این نشست به گروه طالبان داده نشود.
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
لاوروف: دمسکو غونډې هدف بین الافغاني دیالوگ ته لاره پرانستل دي
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 11/10/2018

پرون دجمعې په ورځ ( لړم ۱۸ مه) دروسیې په پایتخت مسکو کې ددغه هیواد په کوربتوب دافغانستان دسولې په تړاو دافغانستان دسولې دعالي شورا او وسله والو طالبانو په ګډون د ۱۲ هیوادونو داستازو غونډه دکابل پروخت شاوخوا دولس بجې پیل شوه، چې دکابل پروخت شاوخوا درې بجې پای ته ورسیدله.

دا غونډه دروسیې دبهرنیو چارو د وزیر سیرګې لاروف په وینا پرانیستل شوه. ښاغلي لاروف وویل، چې دمسکو فرمټ دغونډې هدف دادی، چې ددې غونډې ګډونوال په ګډه دبین الافغاني ډیالوګ او دنړیوالې پخلاینې لپاره لارې چارې ولټوي. هغه وویل چې افغانان هره ورځ قرباني ورکوي او ټوله نړیواله ټولنه له زړه غواړي، چې افغانستان دتروریزم او نشه یې توکو څخه پاک وویني او خلک یې په سوله او هوساینی کې ژوند وکړي.

دروسیې دبهرنیو چارو وزارت په خپل ټویټر کې ددې کنفرانس یوه لنډه ویدیو خپره کړې: سیرګې لاروف وویل، چې دافغانستان لانجه یوازې په سیاسي لارو، چې ددغه هیواد ټول خلک په کې شامل وي حل کیدلی شي. دروسیې دبهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې دسولې عالي شورا او دوسله والو طالبانو استازو دګډون له امله مننه وکړه. ښاغلي لاروف وویل: ”په نننۍ غونډه کې ددوی ګډون به دیو داسې چاپیریال درامنځ ته کیدو په برخه کې مرسته وکړي، چې دافغان حکومت، طالبانو او دافغانستان دسیاسي او ټولنیزو ډلو داستازو ترمنځ مخامخ تماسونو لپاره زمینه چمتو کړي.”

​​دروسیې دبهرنیو چارو وزیر وویل، تروریستان غواړي افغانستان دتروریزم په مرکز بدل کړي. دمسکو غونډه کې دافغانستان دسولې دعالي شورا دمرستیال حاجي دین محمد په مشرۍ یو څلور کسیز پلاوی برخه اخیستې وه. حاجي دین محمد سره دسولې دعالي شورا درې نور مرستیالان مولوي عبدالخبیر اوچقون، مولوي عطاالله سلیم او ډاکټر حبیبه سرابي هم ملګرتیا کوله.
طالبانو هم دغې غونډې ته دخپل قطر دسیاسي دفتر څخه یو پنځه کسیز پلاوی، چې شیر محمد عباس ستانکزی، مولوي عبدالسلام حنفي، مولوي شهاب الدین دلاور، مولوي ضیاالرحمان مدني او حاجي محمد سهیل شاهین په کې شامل دي استولي دي.

دغونډې په اړه غبرګونونه

ددغې غونډې په پای کې دسولې دعالي شورا ویاند سید احسان طاهري امریکا غږ آشنا راډیو سره له مسکو څخه په یوه ټیلیفوني اړیکه کې هیله وښوده، چې دا غونډه به ددغې شورا او وسله والو طالبانو داستازو ترمنځ دمخامخ خبرو پیل ته لار پرانیځي.

ښاغلي طاهري وویل: ”ترټولو مهم پیغام چې دسولې عالي شورا په خپلو پیغامونو کې وړاندې کړ دا وو، چې هر ګام، چې دافغانستان دسولې دبهیر په ملاتړ پورته کیږي، باید د افغانستان دخلکو داواز درناوی وشي، ددې لپاره، چې دخلکو غږ یو دی او دافغانستان خلک دسولې دبهیر مالکیت او مشرۍ په غاړه لري او دسولې دبهیر دچټکتیا او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دژر خبرو دپیل لپاره مونږ سره مرسته وکړي، ترڅو په ګډه دبین الافغاني خبرو غونډه جوړه کړو.” داسوشیتید پرس په دغه تصویر کې په روسیې کې دافغانستان پخوانی سفیر عبدالقیوم کوچي هم دافغان پلاوي ترڅنګ لیدل کیږي.

ښاغلی کوچی څو میاشتې وړاندې دبهرنیو چارو وزارت له خوا تقاعد ته سوق شو او پر ځای یې عبدالطیف بهاند په مسکو کې دافغانستان دنوي سفیر په توګه وټاکل شو. تراوسه په دې غونډه کې دښاغلي کوچي دګډون په اړه افغان حکومت څه نه دي ویلي.

خو دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دمسکو دجمعې دورځې غونډه دمسکو فرمټ په نوم دتیرې غونډې پردوام غونډه نه ده بللې. دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت ویلي، دمسکو فرمټ په لومړۍ غونډه کې دافغانستان په ګډون دمستقلو هیوادونو استازو ګډون کړی وو او په نننۍ غونډه کې طالبانو استازو هم برخه لرله.

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت وايي باید طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. دا وزارت وايي، دمسکو په غونډه کې دسولې دعالي شورا داستازو ګډون دیو خپلواکې ادارې داستازو په توګه دی او هغوی به طالبانو سره دمخامخ خبرو په اړه وغږیږي. په مسکو کې دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې دافغانستان دسولې دبهیر لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دپنج شنبې په ورځ (لړم ۱۷ مه) افغانستان او دسیمې هیوادونو ته خپل دوهم سفر پیل کړی دی.

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
خليلزاد سفر های صلح افغانستان در برخی کشور ها را از سرگرفت
منبع : پژواک   تاریخ: 11/10/2018

کابل – خلیلزاد نماینده خاص ایالات متحده امریکا، سفرهایش برای صلح افغانستان به کشور های پاکستان، قطر، امارات متحده عربی را مجددا آغاز کرد. وزارت خارجۀ امریکا ناوقت روز گذشته اعلام کرد که قرار است زلمی خلیلزاد تا تاریخ ٢٩ عقرب، به هدف هموار کردن راه مذاکره و پیشرفت گفتگو های صلح تحت رهبری حکومت افغانستان با مقامات حکومتی و برخی سیاسیون دیگر دیدارهایی داشته باشد.

زلمی خلیلزاد مدتی قبل نیز برای صلح افغانستان، به کشورهای پاکستان، قطر و سعودی سفر نموده و در قطر با نمایندگان طالبان نیز گفتگو کرده بود. سفر خلیلزاد به برخی کشور های منطقه، در حالی آغاز میشود که نشست صلح در مورد افغانستان در مسکو نیز امروز دایر شده است.

نشست مسکو، با اشتراک نمایندگان شورای عالی صلح افغانستان، طالبان و ١٢ کشور منطقه آغاز گردیده و یک نماینده از امریکا نیز در آن شرکت جسته است. شورای عالی صلح افغانستان، از سالها به این سو برای آوردن صلح تلاش میکند و فعلا دولت افغانستان ميکوشد تا یک بورد مشورتی صلح را نیز ایجاد کند.

طالبان نیز درین اواخر نمایندگان تازه ای را هم به نمایندگی دفتر قطر شان گماشته اند. وزارت خارجه امریکا می گوید که زلمی خلیلزاد، امیدوار است که حکومت افغانستان و طالبان، با تعیین نمایندگان با صلاحیت، گام های جدی تری در راستای صلح بردارند.

                     

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
افغانستان دژینو نړیوال کنفرانس ته څه چمتووالی نیولی؟
منبع : د آزادی رادیو   تاریخ: 11/10/2018

نوامبر پر ۲۸مه دافغانستان لپاره دژینو نړیوال کنفرانس ترسره کېږي. دوزیرانو په سطح دې غونډه کې به افغانستان په بېلابېلو برخو کې دهغو ژمنو حساب نړیوالو ته ورکوي چې په بروکسل غونډه کې یې ورکړي وې.

  • دا چې دغه کنفرانس ته څه چمتووالی نیول شوی؟
  • افغانستان به څومره وکولی شي دلانورو نړیوالو همکاریو دجلبولو لپاره نړیوالو ته قناعت ورکړي؟

په ‎داسې حال کې چې دافغانستان په اړه دژینو غونډې ته یوازې شل ورځې پاتې دي، دافغانستان حکومت وایي، په مقدماتي غونډو بوخت دي او ددې کنفرانس لپاره تیاریانې نیسي. دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، لا له وړاندې یې په دغه نړیواله غونډه کې دګډون کوونکو هېوادونو له سفیرانو او هم په کابل کې دملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره لیدلي او پرمهمو مسایلو یې خبرې کړي دي.

ددغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي آزادي راډیو ته دخپلو تیاریانو په اړه داسې وویل: ”موږ چمتووالی نیسو. له ټولو هغو هېوادونوسره چې په‎دې غونډه کې ګډون کوي خپلې چارې همغږي کوو. له وړاندې مو دیو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو له سفیرانو او هم د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره غونډې درلودې او دا ناستې به دوام ولري.”

ټاکل شوې دافغانستان حکومت په ‎دې غونډه کې د ۲۰۱۶ میلادي کال دبروکسل غونډې دهغو ژمنو حساب نړیوالو ته ورکړی چې دښې حکومتوالۍ، دقانون دحاکمیت، دفساد سره دمبارزې، دسیمه‎ییز اتصال، اقتصادي پرمختګونو او نورو اصلاحاتو او پروګرامونو په اړه یې نړیوالو ته ورکړې وې.

دافغانستان دبهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په نیویارک کې دملګروملتونو په مقر کې دیوې معلوماتي غونډې پرمهال دژینو کنفرانس ته اشاره کړې او هغه یې ددغه هېواد دوضعیت ښه کېدو لپاره دافغانستان او نړیوالې ټولنې دمشارکت یوه نوې مرحله بللې وه. افغان حکومت دا هم ویلي و چې په ‎دې غونډه کې به له نویو ژمنو سره ګډون وکړي، خو لا تراوسه د نویو ژمنو جزئیات نه‎دي څرګند.

په همدې حال کې یو شمېر سیاسي تحلیل‎ګران دغه غونډه له‎دې کبله مهمه بولي چې افغانستان باید دمرستې دجلبولو او اوږدمهاله همکارۍ ترلاسه کولو لپاره باید دنړۍ باور ترلاسه کړای شي او دخپلو کړنو په برخه کې هغوی ته قناعت ورکړي. خو په عین حال کې دوی دافغانستان حالاتو ته په کتو دنړیوالو دقناعت ترلاسه کولو په برخه کې اندیښنه هم ښیې.

مشتاق رحیم دسیاسي چارو شنونکی دی او په‎دې اړه یې آزادي راډیو ته وویل: ”حکومت توانیدلی په یو شمېر برخو کې پرمختګونه وښیې، خو په تېرو درېیو میاشتو کې وروستیو کړکېچونو ته په کتو زه ویره لرم چې افغان حکومت به له پوره چمتووالي سره دغه نړیوال کنفرانس ته ولاړ شي او ګډون کوونکو ته دې قناعت ورکړي، خو بل لورته ته په کتو چې یو شمېر ادارې لکه یوناما چې دافغان حکومت سره همکاري دي، نو یو څه ډاډ راکولی شي چې افغانستان دې له نسبي چمتووالي سره ولاړ شي.”

په کابل کې دملګرو ملتونو اداره وایي، د ۲۰۱۸ میلادي کال دژینو غونډه به تر ډېره پرپالیسۍ او ستراتیژۍ متمرکزه وي. دبروکسل په غونډه کې چې د ۲۰۱۶ میلادي کال داکتوبر پر ۴ او ۵ نېټه دبلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ۷۰ هېوادونو او ۲۰ نړیوالو ادارو په ګډون جوړهشوې وه، له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د ۱۵ اعشاریه دوه میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وشوه چې دافغانستان په پراختیایي برخو کې به ولګېږي.

دژینو را روانه غونډه به دې ته لار هواره کړي چې نړیوال په ۲۰۲۰ میلادي کال بیا له افغانستان سره دخپلې اوږد مهالې همکارۍ چوکات وټاکي. که څه هم دژینو غونډه ترډېره دافغانستان دپرمختګ او اصلاحاتو پرارزولو راټوله ده، خو ملګرو ملتونو په ‎دې وروستیو کې ویلي چې دژینو په کنفرانس کې به دافغانستان دسولې او ثبات پر روانو هڅو هم خبرې وشي او وبه ارزول شي. دا خبره دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت هم کړې وه او له همدې کبله یې دا غونډه مهمه بللې وه.

وروسته له هغه چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په اکتوبر کې په کابل کې دنړۍ دلوړ پوړو چارواکو غونډه جوړه شوه، دافغانستان ولسمشر اشرف غني او د مالیې وزیر له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په ژینو کې دوزیرانو نړیواله غونډه جوړه کړي. لاتراوسه دا معلومه نه‎ده چې دژینو په نړیواله غونډه کې به څومره شمېر هېوادونه ګډون ولري. افغانستان وایي، ددغه هېواد دامنیتي شرایطو او پراختیایي اړتیاوو ته په پام سره لا هم دنړیوالو مرستو ته اړتیا لري، څو په ځان بسیاینې ستراتیژي په سمه توګه عملي کړي.

                

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
رئیس جمهور غنی برخی از پروژه‌ ها را در دایکندی افتتاح کرد
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 11/10/2018

رئیس جمهور افغانستان کار اجرایی برخی از پروژه ‌ها را در ولایت دایکندی افتتاح کرد.

محمد اشرف غنی صبح دیروز به دایکندی سفر کرد. ریاست جمهوری افغانستان در یک خبرنامه گفته است که آقای غنی کار احداث سرک داخل شهر نیلی مرکز ولایت دایکندی، کار اجرایی پروژه تولید برق سولری، شبکه انتقال و توزیع برق شهر نیلی و آبگیری بند سوختوک را افتتاح کرد.