اسلامي پوهنتون 

 

28.10.2018Islami university
څو ورځي کیږي چې د اسلامي پوهنتون د جوړیدو په تړاو د فیسبوک په ټولنیزه ویبپاڼه کې د روڼ اندو او عام ولس غبرګونونه لولم چې دا پوهنتون باید چیرې جوړ شي. ډیر ننګرهاریان وروڼه هیله لري چې باید په ننګرهار (جلال اباد ښار) کې اسلامي پوهنتون جوړ شي ځکه مخکې یې هلته د بنسټ ډبره ایښودل شوي ده.
ځینې دوستان دلایل راوړي چې اسلامي هیوادونه پوهنتون یوازې په پایتخت کابل کې جوړول غواړي که دا کار و نه شي دوي به د پوهنتون د جوړولو څخه انکار وکړي، او دا د مرستې پیسي به د مینځه ولاړي شي.
مخکې له دې چې د پوهنتون د جوړولو د ځای په اړوند څه ولیکم، غواړم ډیره په زړه پورې کیسه درته ولیکم. همدا نن مې په افغانسان کې د کورنۍ د یو نژدي غړی چې اولس کلن ځوان و، په ټلیفون کې خبري وکړي. پوښتنه مې ور څخه وکړه چې ښوونځي ته ځي؟ ځواب یې منفي و، نه مدرسې ته ځم او اوس شیر الصلوات وایم. ما ورته وویل دا خو ډیره ښه ده چې اسلامي علوم زده کوي. کولای شي راته ووایه چې د مسلمانی پنځه بناوي څه دي؟ ځوان مایوسه و ځکه خبر نه و، چې د مسلماني پنځه بناوي بیا څه ستونزه ده. د دې لپاره چې ځوان مایوسه نه شي ما تشویق کړ او د مسلماني پنځه بناوي مې ورته وویلي.
زموږ ټولنه په داسې یو غمجن حالت کې ده چې د مدرسې زده کوونکي د مسلماني پنځه بناوي نه پیژني. هغه څوک چې ځان مرګي برید ته ځان تیاروي، سترګې په رنجو توري کړي خو خبر نه دي چې څنګه طیبه کلمه ویل کیږي.، ولې د اسلام او د پیغمبر محمد (ص) سره د لمانځه د ادأ کولو لپاره ځان وژنه کوي او یو شمیر نور مرتد یا شهیدان د ځان سره بلې نړۍ ته بیایي.
د اسلامي پوهنتون جوړیدنه په ننګرهار یا کابل کې څه توپیر نه لري. په هر ځای کې چې جوړ شي د افغانستان یوه برخه ده، که یې ګټه رسولای شواي، توپیر نه لري چې چیري جوړیږي.
ګرانو او زړه ته راتیرو افغانانو! که ګریوانونو ته سر کښته کړي او وګورئ چې په پوهنتون کې د شریعاتو پوهنځي موږ ته څومره ستونزې را په نصیب کړي، نو به د اسلامي پوهنتون څخه بیزاره شي. برهان الدین رباني، عبدالرب رسول سیاف، غلام محمد نیازي او د دوي زده کوونکي ګلبدین حکمتیار، حبیب الرحمن، عمر ساغر او نور ډیر اخوانیان د همدغه مکتب پیروان وو، چې نن یې ای آس ای او سي اي ای زموږ پر هیواد واکمنه کړه او د جهاد په نوم یې د ټولو بشري قوانینو بر خلاف جنایتونه وکړه. دوي اوس په ښکلو بنګلو کې ناست دې، زموږ د رښتیناوي شهیدوانو د کونډیانو سیل کوي.
اسلامي پوهنتون د عربو د سلفیانو پروژه ده. خداي دې د افغانستان په هیڅ ولایت کې جوړ نه کړي. ننګرهار خو همدا اوس د حزب طاهر مرکز ګرځیدلي او هم د داعش په مرکز بدل شوي دي.
زه هغه وخت حیران شوم چې روڼ اندې ارشاد رغاند د اسلامي پوهنتون په اړوند د مسلمیار څخه خوښي وکړه.
ګرانه وروره رغاند صاحب؟ ښه به واي چې تا ویلي واي چې دا پوهنتون دې هیڅ جوړ نه شي. ته ولې د ننګرهار ځوانان دا ځل په سلفي او نورو افکارو ککړوي؟ دا پوهنتون نه بلکې غمیزه ده. زموږ ولس د ناپوهي په جال کې بند دي چې ما یې د نن ورځي بیلګه درته ولیکل. د پوهنتون ډرامه خلاصه کړي که جوړ نه شي خو ډیر به ښه وي که بیا هم تپل شوي دي نو مرکز کابل یې ښه ځای دي.