پاکستان د ملابرادر، ملارسول او ملا عبدالصمد ثاني خوشي کېدا تایید کړه

منبع : تاند   تاریخ: 10/25/2018

د پاکستان حکومت رسماً د ملابرادر او دوو نورو طالب مشرانو د خوشي کولو اعلان وکړ.

د دوشنبې په ورځ /اکتوبر۲۲/ دي نیوز ورځپاڼې د باوري سرچینو په قول د ملابرادر د خوشي کېدو خبر خپور کړی و. (په تاند کې دا خبر ولولئ)

خو د چهارشنبې په ورځ د پاکستان حکومت رسماً اعلان وکړ چې ملا عبدالغني برادر او دوه نور طالب مشران یې د دې لپاره خوشي کړي چې د امریکا له متحدو ایالتونو او نورو دوستو هیوادونو سره د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.

د پاکستان له لوري د دوو نورو خوشي شویو طالب مشرانو نومونه ملا محمد رسول او ملا عبدالصمد ثاني ښودل شوي دي.

ملا برادر د ملا عمر په ژوند کې د نوموړي مرستیال و.

آی ایس آی په ۲۰۱۰ م کال ملا برادر د پاکستان په کراچۍ کې وروسته له دې ونیوه چې ورته څرګنده شوه چې نوموړی په پټه د افغانستان له حکومت سره د تماس په هڅه کې دی.

پاکستاني رسنۍ وايي چې ملا رسول د طالبانو د اسلامي امارت د عالي شورا مشر و او تر دې وړاندې طالبانو د نیمروز ځانبولی والي ټاکلی و.

ملا رسول په ۲۰۱۶ م کال په دې خاطر په پاکستان کې ونیول شو چې نوموړي د مشر په توګه د ملا هیبة الله له منلو انکار وکړ.

دی

ملا هیبة الله د ملا منصور له وژل کېدو وروسته د پاکستان د پوځ له لوري په کوټه کې د طالبانو مشر وټاکل شو.

د پاکستان له لوري د ملا رسول له نیول کېدو سره سره د ده ډله لا هم په افغانستان کې فعاله ده او مشري یې ملا عبدالمنان نیازی کوي.

ملا عبدالصمد ثاني هم په ۲۰۱۶ م کال د کوټې په یوه مدرسه کې د پاکستان د پوځ له لوري ونیول شو.

د نوموړي په اړه هم ویل کېږي چې د ملا هیبة الله له مشرتابه سره یې اختلاف درلود.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي چې په دغه هیواد کې د طالبانو سرچینو هم د ملا رسول او ملا عبدالصمد ثاني خوشي کېدا تایید کړې ده.

ورځپاڼه وايي، دا کسان وروسته له دې خوشی کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو د جنوبي او منځنۍ اسیا مرستیالې الیس ویلز او ورپسې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړې.

پاکستان ولې اوس دا طالب مشران خوشي کړل؟

(پاکستان ټوډې) ته د پاکستان استخباراتي سرچینو ویلي چې ملا برادر او دوه نور طالب مشران دوه ورځې وړاندې د امریکا او قطر د حکومتونو په غوښتنه خوشي شول څو د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وشي.

د دوشنبې په ورځ (دي نیوز) هم ویلي و چې ملابرادر د قطري پلاوي په غوښتنه خوشي شوی دی.

د قطر د صدراعظم د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني په مشرۍ پلاوي د اسلام اباد د سفر په لړ کې له پاکستاني مشرانو سره وکتل.

ملابرادر یو له څلورو طالب مشرانو څخه دی چې د طالبانو د اسلامي تحریک بنسټ یې په ۱۹۹۴ م کال کېښود.

ملابرادر د طالبانو د حکومت په دوره کې او وروسته ګڼې مهمې دندې په غاړه لرلې.

پاکستان څو کاله پخوا هم د ملابرادر د خوشي کولو ادعا کړې وه خو اوس څرګنده شوه چې د پاکستان پخوانۍ ادعا دروغ وه.

ګومان کېږي چې ملابرادر به نور طالبان وهڅوي چې د خپل هیواد جګړه د خبرو له لارې حل کړي او افغان وژنه پای ته ورسوي.

رهایی ملا برادر از زندان‌ پاکستان
منبع : طلوع نیوز   تاریخ: 10/25/2018
عکس منسوب به ملا برادر

منابعی به طلوع نیوز از رهایی ملا برادر، یکی از بنیان‌گذاران گروه طالبان، از زندان‌ پاکستان خبر می‌دهند.هرچند در یک هفته اخیر گزارش‌های ضد و نقیضی در باره رهایی ملا برادر و همچنان ملا صمد ثانی و ملا رسول، دو رهبر دیگر این گروه، از زندان‌های پاکستان پخش شده اند، اما اکنون منابعی به طلوع ‌نیوز رهایی ملا برادر را را تأیید می‌کنند و می‌افزایند که ملا برادر به خانواده اش در کراچی خواهد پیوست. 

به گفته این منابع، ملا برادر به میانجیگری زلمی خلیلزاد، نماینده خاص امریکا برای صلح افغانستان، آزاد شده است. 

ملا عبدالغنی برادر که دومین مؤسس گروه طالبان است در سال ۲۰۱۰ میلادی توسط نیروهای پاکستانی و امریکایی در پاکستان بازداشت شد. 

باید تذکر داد که ملا رسول آخوند بعد از سقوط رژیم طالبان در سال ۲۰۰۱ میلادی چندبار به سمت والی نام نهاد طالبان در ولایت‌های نیمروز و زابل ایفای وظیفه کرده است.

ملا محمد رسول در سال ۲۰۱۵ میلادی به رهبر تازه طالبان بیعت نکرد و شاخه تازه طالبان را رهبری می‌کرد. او در سال ۲۰۱۶ میلادی در پاکستان بازداشت شد.

ملا محمد رسول با جمعی از جنگجویان طالبان در ولایت فراه در سال ۱۳۹۳ هجری خورشیدی.

ملا عبدالصمد ثانی که به صمد ثانی نیز مشهور است یک فرمانده گروه طالبان است. او در سال ۲۰۱۶ میلادی در یک عملیات نیروهای پاکستانی بر یک مدرسه در کویته بازداشت شد. 

طالبان انگشت ۸ تن را در ولایات فراه، بادغیس و هلمند قطع کرده اند
منبع : تلویزیون آریانا   تاریخ: 10/25/2018

طالبان انگشت هشت تن را در ولایات فراه، بادغیس و هلمند به دلیل آنکه در انتخابات پارلمانی رای داده بودند، بریده اند.فرید بختور، رئیس شورای ولایتی فراه می گوید، طالبان چهار تن از باشنده‌گان این ولایت را در مسیر شاهراه در ولسوالی بالابلوک از موتر های مسافربری پائین آورده و سپس انگشت های آنان را قطع کرده اند. آقای بختور می افزاید که طالبان مسلح بیست فرد ملکی را در جریان چهار روز گذشته با خود برده اند. او می گوید، طالبان مسلح پیش از این مردم را تهدید کرده بودند که نباید در انتخابات شرکت کنند.

از سوی دیگر، مسوولان محلی در ولایت بادغیس می گویند، انگشت سه مردی که در انتخابات شرکت کرده بودند از سوی طالبان مسلح با ضربات سنگ و چوب قطع شده است. یک منبع در این ولایت میگوید، طالبان مسلح سه فرد ملکی را که در ولسوالی آب کمری بودند، شناسایی و سپس اقدام به این کار کرده اند.

هم زمان، مسوولان محلی در هلمند تائید کرده اند که طالبان انگشت یک باشنده هلمند را از بهر رأی دادن در انتخابات پارلمانی نیز قطع کرده اند. طالبان مسلح چند سال قبل در انتخابات ریاست جمهوری انگشتان شانزده فرد ملکی را در هرات نیز پس از آنکه به انتخابات شرکت کرده بودند، بریده بودند.

               

در عملیات ننگرهار که برای سرکوب داعشیان انجام شد، غیرنظامیان نیز جان باختند
منبع : تلویزون 1   تاریخ: 10/25/2018

از شرق کشور خبر رسیده است که در نتیجه یک عملیات شبانه نیرو های دولتی به هدف سرکوب جنگجویان داعش در ننگرهار، چندین غیرنظامی کشته شده اند.

یک منبع که نخواست نامش فاش شود به تلویزیون یک گفت که این عملیات، شب چهارشنبه در ولسوالی رودات ولایت ننگرهار از سوی نیرو های خاص امنیت ملی کشور راه اندازی شده بود. بربنیاد گفته های این منبع، هدف از این عملیات سرکوب یک گروه از داعشیان به شمول چهار فرمانده شان در یک منزل رهایشی بود. منبع افزود که در این عملیات سه جنگجو کشته شده و شش تن شان بشمول فرمانده شان بازداشت شده است. این منبع افزود که غیرنظامیان که به حیث سپر در این عملیات استفاده شدند، نیز جان باخته اند.

با این حال باشندگان محل رویداد، اما می ‌گویند در این عملیات هفده غیرنظامی شامل سه کودک کشته شده‌اند. از سویی هم برخی باشنده گان ننگرهار با حمل اجساد غیرنظامی بشمول یک کودک، راه تورخم – جلال آباد را در اعتراض به این عملیات، مسدود کرده بودند. عطاالله خوگیانی سخنگوی والی ننگرهار با تایید اینکه غیرنظامیان در این عملیات کشته شده اند، افزود که هیات برای بررسی این رخداد به محل فرستاده شده اند.

                   

پاکستان ملا برادر خوشي کړ
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 10/25/2018

پاکستاني چارواکو ویلي چې دافغان طالبانو یو لوړ پوړی قومندان ملا عبدالغني برادر یې له بنده آزاد کړی دی.

ملا برادر له څه باندې اته کالو راهیسې په پاکستان کې بندي و. دوو پاکستاني استخباراتي چارواکو ومنله چې ملا برادر دچهارشنبې په ورځ (اکتوبر۲۲) ”دلوړ پوړیو چارواکو” ترمنځ له خبرو وروسته خوشې شوی دی. ددغو استخباراتي مامورانو، چي نومونه یي ښودل شوي ندي، له اسوشیتډپرس سره غږېدلي دي. نوموړی داسې مهال له بنده ازاديږي چې دافغانستان دسولې په چارو کې دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړي سلاکار زلمي خلیلزاد په کابل او اسلام آباد کې له حکومتي چارواکو او په قطر کې له طالب استازو سره لیدلي او دسولې په اړه ورسره غږېدلي دي.

لامعلومه نه ده چې هغه چېرته او روغتیايي حالت یې څنګه دی؟ هغه داسې مهال خوشي کیږي چې افغان حکومت او امریکا تربل هر وخت اوس ډېر له طالبانو سره دسولې خبرو ته لیوال دي.

ملا برادر څوک دی؟

پنځوس کلن عبدالغني په قوم پولزی دی او په ارزګان ولایت کې زیږیدلی. دی په ۱۹۸۰ کلونو کې په کندهار ولایت کې په جهاد بوخت و او هغه وروسته دطالبانو له پخواني مشر، ملامحمد عمر، سره يې په میوند ولسوالۍ کې یوه دیني مدرسه لرله. په ۱۹۹۴ کې ملابرادر له ملاعمر سره یوځاې دطالبانو اسلامي تحریک جوړ کړ او دهرات او نیمروز دوالي او بیا دقول اردو دمشر په توګه کار وکړ.

دطالبانو درژیم ترړنګیدلو وروسته، ملابرادر، دطالبانو دګڼو نورو مشرانو په څیر پاکستان ته ولاړ او دکویټي دشورا مشري یې کوله، تر څو چې د ۲۰۱۰ کال دفبرورۍ پر ۸ د کراچۍ په ښار کې ونیول شو. دځینو راپورنو پر بنسټ، پاکستاني چارواکو له هغه وروسته ملابرادر ونیوه چې له افغان حکومت سره یې دسولې بهیر ته مثبت نظر څرګند کړی و، او غوښتل چې له پاکستان نه ووځي.

دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په وارو له پاکستاني چارواکو دملابرادر دآزادولو غوښتنه کړې وه، ځو پاکستاني چارواکي هغه په بند کې ساتلې و.

                     

هیله: الیاس وحدت په اداري او اخلاقي فساد ککړ دی
منبع : خبریال دات کام   تاریخ: 10/25/2018
هیله مجتبی دپکتيکا والي په اخلاقي فساد او شخصي زندانونو په درلودلو تورنوي. له پکتیکا ولایت نه نومانده هیله مجتبی وايي، دیاد ولایت والي په لومړي نن سهار یوولس بجې دټاکنو په کمېسیون کې ناظرینو او کمپاینرانو ته سپکې سپورې ویلي، او دوهلو اخطارونه یې ورکړي. دنوموړې له رسنیو سره دخبرو په مهال وویل، دوی خپل منځ کې جلسه ونیوله او ددې برسېره یې دری نفره کمپاین کوونکي دوالي مقام ته دبښنې لپاره ور ولېږل.
هیلې زیاته کړه، کله چې ددې کمپاینران دوالي دفتر دبښنې لپاره ورغلل، نو والي او باډي ګارډانو یې هغوی ووهل، یو کس یې ترې په شخصي زندان کې بندي کړ، او دوه نور یې په وهلو وهلو له ولایت مقامه راوباسل. بلخوا دنوموړې کمپاینران هم دوالي الیاس وحدت له لورې دهغوی وهلو او رټلو خبرې کوي. دوی وايي، والي په لومړي ځل دټاکنو کمېسیون کې دنورو ناظرینو په مخ کې اخطارونه ورکړل او سپکې سپورې یې ورته وویلې، او وروسته یې ولایت مقام کې تروهلو ډبولو وروسته دهغوی یو تن په شخصي زندان کې بندي کړ، چې اوس هم همالته دی.
هیله او کمپاینران یې وايي، که مرکزي دولت یې موضوع جدي او ژر تر ژره ونه څېړي په لاریونونو به پیل وکړي. یاده دې وي دپکتیکا دوالي الیاس وحدت رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

               

زنی به خاطر رای دادن به نامزد زن در بامیان لت و کوب شد
منبع : صدای امریکا   تاریخ: 10/25/2018

ریاست امور زنان ولایت بامیان می ‌گوید که یک زن ۲۴ ساله در این ولایت، به دلیل اینکه در انتخابات ولسی جرگه به یک نامزد زن رای داده است، از سوی شوهرش لت و کوب شده و هم اکنون به ”خانۀ حمایوی ریاست امور زنان” پناه آورده است. مقامات می ‌گویند که ممکن موارد بیشتری از چنین قضایا در بامیان وجود داشته باشد ولی تاکنون تنها یک مورد در این ریاست، ثبت شده است.

کریمه سالک، رئیس امور زنان بامیان می ‌گوید که این بانو به دلیل رای دادن به یک نامزد زن، شدیدأ مورد لت و کوب قرار گرفته، مو های سرش کنده شده و بدنش کاملأ کبود شده است. خانم سالک به صدای امریکا گفت: ”متأسفانه زنان حق رای دادن ندارند، جبر است، لت و کوب می‌ شوند و رای شان توسط شوهر شان فروخته می‌شود.”

با آنکه در ۱۷ سال اخیر، زنان مورد حمایت نهاد های ملی و بین‌المللی به شمول دولت افغانستان قرار داشته اند، هنوز هم اکثریت بانوان در این کشور به حقوق واقعی ‌شان دسترسی ندارند. فعالان حقوق زن در بامیان می‌ گویند که بسیاری از زنان در انتخابات ولسی جرگۀ ۲۸ میزان بر اساس خواست مرد های خانواده رای داده اند و یا هم رای‌ شان از سوی شوهران شان به فروش رسیده است.

بانو عزیزه احمدی، باشندۀ مرکز شهر بامیان که به دلیل دادن رای‌اش به یک نامزد زن، مورد لت و کوب قرار گرفته است به صدای امریکا گفت: ” شوهرم از من خواست که به جان آغا رای بدهم، زیرا او ۲۰۰۰ افغانی برای ما می ‌دهد؛ من وقتی پشت صندوق رای رفتم به یک خانم رای دادم و پس از آن شوهرم مرا لت و کوب کرد و مجبور شدم در ریاست امور زنان پناه ببرم.”

هم اکنون این بانو که در خانه حمایوی ریاست امور زنان بامیان به سر می ‌برد، از دولت و کمیسیون‌ های مستقل انتخاباتی کشور می‌ خواهد با افرادی که به زور، جعل و پول رای به دست آورده اند، برخورد قانونی شود. او با نگرانی گفت که نمی تواند به خانه برگردد، زیرا ممکن مورد خشونت ‌های بیشتری قرار گیرد. اما بهمن شوهر این بانو می ‌گوید که او مسئوول کمپاین یکی از نامزدان ولسی جرگه در بامیان بود و خانمش را به دلیل ندادن رای به این نامزد لت و کوب نکرده است. آقای بهمن به صدای امریکا گفت: ”درست است من برای جان ‌آغا کمپاین کردم، اما برادر خانمم برای کاندید دیگری کمپاین کرده و زمانی که کاندید مورد نظرش رای کم آورده، این مشکل را برای من خلق کرده است.”

ریاست امور زنان بامیان می‌ گوید که سال گذشته، ۱۳۵ قضیۀ خشونت علیه زنان در این ولایت ثبت شده است، اما در سال ‌جاری که تا هنوز چند ماه از آن باقی مانده است، حدود ۱۵۰ قضیه خشونت علیه زنان ثبت شده است. هم چنان، مسؤولان دفتر ولایتی کمیسیون شکایات انتخاباتی بامیان می گویند که در دو روز پس از انتخابات، بیش از ۷۰ مورد شکایت مبنی بر خرید و فروش آرا در این دفتر ثبت شده است.