د واتیکان دولت

25.10.2018
دریمه او وروستۍ برخه
Goldad khanد واتیکان دولت
د واتیکان دولت چې د ټولې نړۍ کاتولیکانو مرکزي حکومت ګڼل کیږي، د ایټالیا هېواد پلازمېنې روم ښار کې ځای پرځای دی. د دغې دولت د خاورې ټول مساحت، د ښار د یوې مېنې غوندې (۶،۱۰۸ هېکتاره) دی. لکه چې ګورئ د واتیکان دولت د خاورې مساحت د سعودي عربستان خاورې څو زرمه برخه کیږي. د واتیکان دولت د ټولو کارکوونکو شمېره اتو سوو (۸۰۰) تنو ته رسیږي، حال دا چې د سعودي عربستان هېواد د وګړو شمېره دوه دېرش (۳۲) ملیونه تنه ده.
د واتیکان دولت مشر د پاپ په نوم باندې یادیږي. پاپ د نړۍ د ټولو کاتولیکانو مشر او لارښود دی. د واتیکان دولت خپله امنیتي قوا او قضایه قوا لري. د واتیکان دولت امنیتي قواوې د خپلو مشرانو او خپل ښارګوټي، د سن پير په نوم د نړۍ تر ټولو ستر کلیسا او دولتي ادارو ساتنه پرغاړې لري.
د واتیکان دولت د ۱۹۲۹ کال فبروري میاشتې په یولسمې نېټې، د ایټالیا دولت مشر موسولیني او د روم کاتولیکانو مشر پاپسي ترمنخ لاسلیک شوي تړون پربنسټ جوړ او د ایټالیا دولت له لوریه په رسمیت وپېژندل شولو. د واتیکان دولت وروسته بیا د نړیوالې ټولنې له خوا څخه هم په رسمیت وپېژندل شو. دغه دولت د ملګرو ملتونو په ځینو مهمو سازمانونو کې غړیتوب او استازي لري. همدا ډول، د واتیکان دولت په ځینو هېوادونو کې سفیران هم لري. د واتیکان دولت رسمي ژبه ایټالیاوي ده، خو رسمي سندونه په لاتیني ژبې باندې لیکي او خپروي. د واتیکان دولت د تېلو، غازو سرچینې او د نورو توکو کانونه او طبېعي زېرمې نلري، خو د نړۍ یو له غني او شتمنو دولتونو څخه ګڼل کیږي. ممکن ځینو لوستونکو ته دا پوښتنه پیدا شي چې د دغې دولت، دا شتمني له کومه شوله؟
د واتیکان دولت د شتمنۍ سرچینه، له یوې څخه د کاتولیک عقیدې لرونکو خلکو هغه غټې مرستې دي چې له دغې دولت سره یې کوي او له بلې خوا څخه، دغه دولت کومې غټې او د پام وړ خرڅې نلري. ځکه، دغه دولت وسلې نه اخلي او له کوم دولت سره نه جنګیږي. دا چې دوی له کوم دولت سره جنګ نه غواړي، نو نور دولتونه هم له دوی سره نه جنګیږي.
د عیسويت دین پیرو خلک، لکه د مسلمانانو د کعبې شریفې غوندې مقدس ځای نلري چې دوی سجدې ورولګوي. لکه چې وویل شول، د واتیکان دولت مشرتابه هېڅکله د وسلوال زور پیدا کولو تلاش نه دی کړی. د عیسويت دین مشران له خپلو همعقیدو خلکو سره د خبرو له لارو مخ ته ځي. دوی نه یوازې د خپلو همعقیدو خلکو سره، بلکې د ټولې نړۍ له انسانانو سره د مداره کولو، ښو او ښېګڼو کولو لاره غوره کړي ده.
د دغو دین مشرانو (پاپانو) وسله، خپل دیني او مذهبي تبلیغ دی. دوی غواړي خلک په دیني او اخلاقي لارو باندې خپل لورته وروبولي او ورمات کړي. د واتیکان مشر لوی پاپ چې هر هېواد ته سفر کوي، د هغه خبرو اوریدلو او دعاو کولو ته، د همغې هېواد له لېرې لېرې سیمو څخه، په لکونو خلک ورځي او د هغه سخت درناوی کوي.
د نورو دینونو لکه بودیزم او هندویزم مشران هم د جنګ او جدال نه کولو په اړوند، ورته نظرونه لري. د هندوانو دین پیروان خو نور ژوې څه، ان ماران او ورته نور مضر ژوي هم نه وژني، څه رسیږي د انسان وژل
د سعودي عربستان دولت او واتیکان دولت لنډ لنډ سره پرتلې کول
:
ـ 
د سعودي عربستان دولت په خاروې کې د مسلمانانو تر ټولو مقدس ځایونه شتون لري. خو د واتیکان دولت په خاورې کې د عیسویانو لپاره هغسې مقدس ځایونه شتون نلري.
ـ 
د سعودي عربستان دولت خاوره، د واتیکان دولت له خاورې څخه څو سوونه وارې زیاته ده.
ـ 
د سعودي عربستان دولت د چارواکو شمېره، د واتیکان دولت له چارواکو څخه څو سوه ځلې زیاته ده.
ـ 
د سعودي عربستان دولت پوځ لري او د نړۍ دویمه درجه پرمختللي وسلې هم لري، خو د واتیکان دولت نه پوځ لري او نه وسلې لري.
ـ 
د سعودي عربستان دولت غټې طبېعي زېرمې لري، خو د واتیکان دولت په خاورې کې هېڅ ډول طبېعي زېرمې نشته.
ـ 
د سعودي عربستان دولت د خپلو طبېعي زېرمو شتون له امله بډای هېواد دی، خو د واتیکان دولت د خپلو همکېشو مذهبیونو د مرستو له امله بډای دولت دی.
ـ 
د سعودي عربستان دولت اړیکې له اسلامي دولتونو او اسلامي نړۍ خلکو سره، لکه د نورې نړۍ دولتونو غوندې، د دېپلوماتیکو لارو څخه دي. خو د واتیکان دولت د ګوتو په شمېر دولتونو سره دېپلوماتیکې اړیکې لري او د خپلو هم مذهبو عیسویانو سره یې اړیکې، د کلیساګانو له لارو دي.
ـ 
که د سعودي عربستان دولت د کوم بهرني فشار لاندې راځي، کم شمېر اسلامي دولتونه او مسلمانان به د دوی مرستو او ملاتړ ته ورودانګي. خو که د واتیکان دولت د کوم بهرني فشار لاندې راشي، همکېشه دولتونه او خلک یې بشپړه ملا تړي. پر نورو تفاوتونو برسېره، د سعودي دولت او واتکیکان دولت ترمنځ دا تفاوت هم دی چې د واتیکان دولت نرم (یوازې مذهبي) سیاست چلوي او د سعودي دولت لکه د نورو دولتونو غوندې، په دېپلوماتیکو بنسټونو ولاړ زور سیاست چلوي.
زما د دغې پاس وروستۍ خبرې اړوند بېلګه؛ د سعودي عربستان دولت اړوند، د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرامپ خبرې دي، کومې چې د ۲۰۱۸ اکتوبر میاشتې دریمې نېټې د الجزیرې تلویزیون اړوند ویب سایټ او ګڼ شمېر نورو رسنیو خپرې کړي وې. هغه خبرې داسې وې:
«
موږ سعودي عربستان ساتو. تاسې واياست چې هغوی شتمن دي؟ پاچا سلمان زما خوښیږي. ما وویل، پاچا- موږ تا ساتو او شاید له موږ پرته دوې اونۍ هم پاتې نشې. نو تاسې باید د خپل پوځ (موخه د امریکا پوځ ل.) لګښت ورکړئ.»
ټرامپ په ۲۰۱۵ کال هم د سعودي دولت په اړه ویلي وو؛ که د سعودي دولت د امریکا چتر غواړي، نو باید بیه یې ورکړي. د الجزیرې تلویزیون اړوند ویب سایټ ۶/۱۰/ ۲۰۱۸
د ترامپ په دغو خبرو باندې هېڅ اسلامي دولت او هېڅ بل مسلمان سر ونه ګرولو. یوازې د سعودي پاشاه زوی او ځای ناستي، د یو تن ژورنالېست پوښتنو په ځواب کې وویل؛ کله کله د دو تنو ملګرو ترمنځ داسې خبرې راځي چې د بل لوري خوښې نه وي، خو ملګري بیا هم ملګري وي. ژورنالېست بیا ترې وپوښتل چې د کاناډا حکومت پرتاسو باندې د بشري حقونو مشرې بندیانولو پر سر، نیوکه وکړله او تاسو له کاناډا حکومت سره سیاسي اړیکې وځنډولې، خو د امریکا جمهور رئیس خبرو په اړوند مو غبرګون نشته. ده په ځواب کې وویل؛ کاناډا حکومت نیوکه، زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وه.
هو! هر څوک په دغې خبرې باندې پوهیږي؛ که غوا توره ده، شیدې یې سپینې دي