اشتراک نزدیک به 4 میلیون رای دهنده در انتخابات شورای افغانستان

منبع : سپوتنیک   تاریخ: 10/22/2018
انتخابات ولسی جرگه افغانستان امروز پس از دو روز رای گیری به پایان رسید.
به گزارش سپوتنیک، عبدالبدیع صیاد رئیس کمیسیون مستقل انتخابات در یک نشست خبری گفت، که از میان افراد واجد شرایط انتخابات، 45 درصد در این روند اشتراک کرده ‌اند.
به گفتۀ آقای صیاد، شمار اشتراک‌کنندگان در انتخابات شورای ملی نزدیک 4 میلیون تن می‌رسد که از این میان 33 درصد را زنان تشکیل می ‌دهند.
رئیس کمیسیون مستقل انتخابات از مردم می ‌خواهد تا از قضاوت‌های پیش از وقت خودداری کنند و منتظر اعلام نتایج نهایی باشند.
آقای صیاد در ادامه گفت، که نتایج ولایت‌ها به زودترین فرصت به مرکز فرستاده شده و آنان پس از رسیدگی به شکایت‌ ها نتایج را اعلام می ‌کنند.
او همچنان از احزاب و نهادهای سیاسی می‌خواهد تا از روند شمارش آرا و رسیدگی به شکایت‌ها نظارت جدی داشته باشند.
یادآوری می کنیم، که انتخابات شورای افغانستان سرانجام پس از سه سال تأخیر، روز شنبه آغاز شد؛ قرار بود این روند برای یک روز برگزار شود، اما مشکلاتی از جمله تأخیر در گشایش مراکز رأی‌ دهی و مشکلات تخنیکی سبب شد تا انتخابات برای امروز نیز ادامه پیدا کند.
د افغانستان پارلماني ټاکنې او نړیوال غبرګونونه
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 10/22/2018
په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون ستایل شوی دی

په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې چې د شنبې او یک شنبې په ورځو کې ( د تلې/ میزان ۲۸ او ۲۹) وشوې، نړیوال غبرګونونه یې له ځان سره درلودل.

امریکا، کاناډا، جرمني، هند او نورو هېوادونو په ټاکنو کې د افغانانو پراخ ګډون ستایلی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو اعلامیه خپره کړې او په کې د دغو ټاکنو ننګه شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما ویلي، د تخنیکي او امنیتي ستونزو برسیره په ټاکنو کې د زیات شمیر خلکو ګډون هیله بخښونکې ده.

د یوناما مشر تادامیچي یاماموتو وايي ”دغه ټاکنې په خپلو پښو د ودریدلو په لور د افغانستان یو تاریخي پړاو دی”.

یوناما همداراز له څارونکو، سیاسي ګوندونو، کاندیدانو او رایو ورکونو څخه غوښتي چې په راتلونکو ورځو کې د رایو د شمیرلو پروسې تمامیت په ساتلو کې رول ولوبوي

همدا شان ملګري ملتونه وايي چې د ټاکنو پر مهال په کابل او ولایتونو کې په یو شمیر مرکزونو کې د تخنیکي ستونزو له کبله ټاکنې وځنډیدې او خلک په ساعتونو په کتارونو کې ولاړ وو.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کارنیلویس سیمرمن په ټویټر کې لیکلي چې د راتلونکې لپاره د افغانانو زړورتیا او ارادې حیران دی کړی.

همدا شان په افغانستان کې د کاناډا سفارت د ټاکنو پرمهال د مخالفینو بریدونه غندلې دي، او د قربانیانو له کورنیو سره یې همدردي ښودلې ده.

جرمني هم د ولسي جرګې له آزادو، شفافو او عادلانه ټاکنو څخه خپل ملاتړ ښودلی دی، او په افغانستان د سولې د راتلو هیله ښودلې ده.

د امریکا د سولې د انسټیټوت د آسیايي پروګرامونو مرستیال انډریو وایلډر وايي ”د ټاکنو په مدیریت کې د نن ورځې ګډوډي او بې کفایتي ښيي چې بیوروکراتیکې ستونزې د انتخاباتو مشروعیت د داعش او طالبانو د بریدونو او ګواښونو په پرتله ډېر زیانمنوي.”

دغه راز د ولسي جرګې د ټاکنو په هکله ګڼ شمیر نورو خپلواکو ادارو او کسانو هم بیلابیل نظرونه وړاندې کړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د ولسي جرګې په ټاکنو په لومړئ ورځ نږدې ۴ میلیون کسانو ګډون کړی وو چې ٪۶۷ پکې نارینه او ٪۳۳ پکې ښځې وې.

رأی‌دهی در غرب کابل در دومین روز انتخابات نیز با تأخیر آغاز شد
منبع : طلوع نیوز   تاریخ: 10/22/2018

در دومین روز برگزاری انتخابات شورای ملی، روند رآی‌دهی در غرب کابل همانند روز شنبه با تأخیر آغاز شد.

شماری از رأی‌دهنده‌گان این بخش پایتخت که روز گذشته نتوانستند رأی بدهند، می‌گویند که امروز نیز ساعت‌ ها برای رأی دادن منتظر ماندند.

فرحناز فروتن، خبرنگار طلوع‌نیوز که برای دومین روز برای پوشش خبری انتخابات به غرب کابل رفته بود، می‌گوید که حضور مردم در روز دوم انتخابات نیز گسترده بود.

شماری از رأی‌دهنده‌گان در این بخش کابل، می‌گویند که کمبود کارمندان، کند بودن روند رأی‌دهی و آشنا نبودن با دستگاه‌های شناخت بایومتریک، باعث شدند تا ساعت‌ها در صف های طولانی بیاستند.

نصیر احمد، یکی از این رأی‌دهنده‌گان گفت: «دیروز آمدیم بسیار منتظر ماندیم، اما روند شروع نشد؛ بالاخره امروز موفق شدم رأی بدهم.»

در این میان، در شهرک دوازده امام در دشت برچی که بیش از چهارهزار تن برای انتخابات ثبت نام کرده بودند، در دومین روز انتخابات، کمیسیون انتخابات موفق نشده بود تا ساعت دوازه تمامی محل‌ها را در این بخش باز کنند – تنها چهار محل تا ساعت دوازده باز بودند.

بربنیاد ارقام کمیسیون مستقل انتخابات دومین روز انتخابات، در ۴۶ مرکز در کابل که به علت نرسیدن دستگاه‌های شناسایی بایومتریک، نرسیدن فهرست نام‌های رأی دهنده‌گان و برخی از مشکلات دیگر انتخابات آن‌ها برگزار نشده بود، امروز برگزار شد.

حقوق‌دانان: کمیسیون انتخابات با تمدید روز رای دهی قانون انتخابات را نقض کرد
منبع : رادیو تلویزیون ملی   تاریخ: 10/22/2018

شماری از حقوق‌دانان می گویند که کمیسیون مستقل انتخابات با تمدید روز رای دهی، چندین ماده قانون انتخابات را نقض کرده است.

انتخابات مجلس نمایندگان؛ پر چالش در بسیاری بخش های افغانستان خوانده شده است. برخی محل های رای دهی در روز نخست انتخابات یا ناوقت باز شدند یا هم هیچ در آنها گشوده نشد. برای شمار دیگر محل ها هم مواد انتخاباتی یا نرسید یا هم دیر رسید. کمیسیون مستقل انتخابات روند رای دهی را برای روز دوم تمدید کرد.

به اساس ماده ۸۴ معیاد رای دهی:

فقره دوم : رییس محل رای دهی مکلف است، بعد از پایان یافتن ساعات تعیین شده، آخر صف رای دهنده گان را نشانی و به آنان اجازه استعمال رای را بدهد.

فقره چهارم: کمیسیون می تواند در صورت ضرورت، معیاد رای دهی را در یک یا چند مرکز ویا حوزه، حد اکثر الی دو ساعت یا تا زمان ختم رای دادن کسانی که در صف رای دهنده گان در انتظار رای دادن هستند، تمدید نماید.

با این حساب گفته می شود که کمیسیون مستقل انتخابات این ماده قانون انتخابات را زیر پا گذاشت و به گونه غیرقانونی رای دهی را وارد دومین روز ساخت.

محمد عبدالله حقوق‌دان می گوید: “کمیسیون انتخابات خلاف قانون (انتخابات را به) یک روز را دیگر تمدید که این امر غیر قانونی می باشد. راه حل وجود داشت، کمیسیون انتخابات مطابق فقره ۵ ماده ۱۰۴ قانون صلاحیت داشت که انتخابات را مجدد در همان مراکز رای دهی که انتخابات ناقص شده بود، دوباره برگزار کند.”

روند رای دهی در روز نخست انتخابات پر از نواقص بود اما قانون انتخابات راهی را برای برداشتن نواقص پیشنهاد کرده بود که کمیسیون مستقل انتخابات آنراعملی نساخت. ماده 104، فقره پنجم؛ “هرگاه انتخابات در یک حوزه انتخاباتی ناقص تشخیص شود، کمیسیون می تواند امر مجدد برگزاری انتخابات را در حوزه مذکور صادر نماید.”

کمیسیون رسیده گی به شکایت های انتخاباتی نیز کمیسیون مستقل انتخابات را به انجام برخی تخلف های انتخاباتی متهم کرده است.

په ننګرهار کې چاودنې د ۶ ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه شهیدان کړل
منبع : تاند   تاریخ: 10/22/2018

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په دوهمه ورځ /یکشنبه/ د ۶ ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۱ تنه په ننګرهار کې شهیدان شول.

د ننګرهار د والي ویندوی تایید کړه چې نن په دې ولایت کې یوې چاودنې، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د ګډوډولو په هدف وشوه، لږترلږه ۱۱ تنه شهیدان شوي دي.

عطا الله خوږیاڼی وايي چې په شهیدانو کې ۶ ماشومان هم شامل دي.

دا پېښه په اچین ولسوالي کې د یوه ځای پر ځای شوي بم د چاودنې په نتیجه کې وشوه.

اچین د داعش سختدریځې ډلې اصلي مرکز ګڼل کېږي.

خو تراوسه پورې څرګنده نه ده چې دا برید کومې ډلې کړی دی.

پرون /شنبه/ د ولسي جرګې د انتخاباتو په لړ کې پر رای ورکوونکو د ترهګرو په ۱۹۳ بریدونو کې ۶۸ تنه شهیدان او ۱۲۶ ژوبل شول.

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 10/22/2018

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د انتخاباتو په دوهمه ورځ تر اوسه کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

که څه هم د انتخاباتو په لومړۍ ورځ په ټول هېواد کې له ۱۹۰ ډېرې پېښې شوې وې، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې د ورځې په مازیګر ازادي راډیو ته وویل چې په دوهمه ورځ په هېڅ یوه انتخاباتي مرکز کې کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، افغان امنیتي ځواکونه په ټول قدرت سره د امنیت د ټينګښت په خاطر هڅه کوي، تر څو خلک په پراخه کچه د انتخاباتو په ملي بهیر کې ګډون وکړي.

نصرت رحیمي

​دی وایي:

”تر اوسه چې زه تاسې سره خبرې کوم، یعنې له سهاره چې د افغانانو پر مخ کوم انتخاباتي سایټونه خلاص شوي، د انتخاباتو اړوند هېڅ کومه امنیتي پېښه پکې نه ده رامنځته شوې.”

ښاغلی رحیمي وايي، تېره ورځ د هېواد په کچه ۱۸۴۹ ګواښونه موجود وو چې د افغان ځواکونو له خوا یې ۱۷۲۵ شنډ، خو ۱۹۲ پېښې رامنځته شوې.

دی وايي، د تېرې ورځې په حملو کې ۱۱ امنیتي ځواکونه او ۵ ملکي کسان وژل شوي او د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو په شمول ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په لومړۍ ورځ د کابل د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې مېنې په سیمه کې د رأيې ورکونې یوه مرکز ته نېږدې د چاودنې له امله د ۱۵ امنیتي او ملکي وګړو د وژنې راپورونه ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو کارپوه فقیر محمد فقیر د انتخاباتو په خاطر د امنیتي ځواکونو هڅې او پروګرامونه ستايي او وايي، سره له دې چې دښمن ډېر تبلیغات کړي وو، خو افغان ځواکونه وتوانېدل چې د دغه بهیر امنیت په ښه ډول ټينګ کړي.

نوموړي زیاته کړه:

”د انتخاباتو امنیت ښه و، په ټولو ولایتونو کې د اندېښنې وړ لویه پېښه نه ده رامنځته شوې، دا په داسې حال کې ده چې مخالفینو تبلیغ کاوه چې انتخابات ګډوډوي، خو دغو تبلیغاتو ته په کتو، امنیتي ځواکونو په ښه ډول پلانونه جوړ کړي وو او د ډېرو امنیتي ګواښونو نه يې مخنیوی وکړ.”

ښاغلی فقیر وايي، د انتخاباتو د امنیت په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو ښه پلان د دې ښکارندويي کوي چې دوی د امنیت د ټينګښت توان لري او کولای شي چې د افغانستان دښمنان وځپي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلین د ولسي جرګې د انتخاباتو په بهیر کې د زورواکو مداخله د اندېښنې وړ ګڼي او وايي، په ځینو مرکزونو کې يې هڅه کړې چې د رأیو صندقونه د ځانونو په ګټه ډک کړي.

د دغه کمېسیون رئيس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې، سربېره پر دې چې د میزان په ۲۸ مه یې د رأیو ورکولو د ځینو مرکزونو د تړل کېدو خبره وکړه، ټینګار یې هم وکړ چې دغه صندقونه به په جدي توګه وڅېړل شي.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد

نوموړي وویل:

”په اکثرو ځایونو کې زورواکو غوښتي چې د رأیو ورکولو مرکزونو ته ننوځي او هڅه یې کړې چې د بایومیټریک سېستم چې روڼتیا رامنځته کوي، ونه کارېږي، پر کارکوونکو یې فشار راوستی چې اجازه ورکړي چې د بایومیټریک له سېستمه پرته رأیې واچوي، ان شاءالله دغه صندقونه به په دقیقه توګه بررسي او باطل به اعلان شي.”

ښاغلي صیاد دا خبره د هغو ۲۵۳ تړلو مرکزونو په اړه چې د میزان په ۲۸ مه تړلي وو، د خبر ورکولو پر مهال وکړه.

ده وویل، د ځینو نیمګړتیاو له امله ونه توانېدل چې په دغو مرکزونو کې چارې په ښه توګه مدیریت شي.

ده وویل، د ۴۰۱ تړلو مرکزونو له جملې د رأیو ورکولو په دوهمه ورځ د رأیو ورکولو ۲۵۳ مرکزونه بېرته شول او نور يې د لوړو امنیتي ګواښونو له امله تړلي پاتې شول.

د ده په خبره چې د ځینو مرکزونو د تړل کېدو د یوشمېر لاملونو ترڅنګ بل لامل د رأیو ورکولو په لومړۍ ورځ انتخاباتي پروسې ته د یو شمېر روزل شویو ښوونکو نه حاضرېدل هم وو.

ده وویل، د فعالو مرکزونو د رأیو د شمېر په اړه وویل، د رأیو شمېرنه په سلو کې ۸۰ بشپړه شوې او شل فیصده به یې د نن ورځې تر پایه هم بشپړه شي.

ده زیاته کړه چې له ولسوالیو د ولایتونو مرکزونو او له دغو مرکزو کابل ته د رأیو د صندقونو لېږد پیل شوی دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې. د میزان په ۲۸مه څه باندې درې میلیونو کسانو رأيې ورکړې دي.

په ورته وخت کې د دغه کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي د انتخاباتو په پروسه کې ځینې نیمګړتیاوې ومنلې، خو ټینګار يې وکړ چې رسېدنه به ورته وشي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ یا فیفا انتقاد کوي چې دغه کمېسیون پرته له تیاریو د انتخاباتو بهیر پیل کړ او لازم مدیریت یې ترې هم ونه شو کړای.

یوسف رشید

د دغه بنسټ اجرائیوی رئیس یوسف رشید وویل:

”فیفا د یوازني بنسټ په توګه د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې که اماده ګې نه لري، نو انتخابات دې لس ورځې وځنډوي، خو په خواشینۍ سره چې کمېسیون د تیارۍ ژمنه وکړه، دوی د دستګاو په لېږدولو کې ستونزه لرله، نن هم په ځینو ځایونو کې دوی انتخاباتو ته چمتو نه وو.”

خو کمېسون وايي، ځیني کسان غواړي چې د پروسې په اړه د خلکو ذهنونه ګډووډ کړي.

دوی وايي، انتخابات يې په بري سره ترسر ه کړل او خلکو پکې هم پراخ ګډون وکړ.

راپور: خان محمد سیند

د کندهار د والي مرستیال حاجي اغا لالی دستګیري وايي، د کندهار ولایت مقام د خونړۍ حملې طراح کوونکي دوه تنه وو چي یو ووژل شو او دوهم یې پاکستان ته تښتېدلی دی.

دستګیري له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې حمله کوونکي د بهرنیو ځواکونو له خوا ځای پر ځای ووژل شول او دوهم کس پنځلس ورځې مخکې خپله کورنۍ پاکستان ته لېږدولې او پخپله هم تر پېښې نیم ساعت مخکې تښتېدلی دی.

سیما سمر: سطح تقلب و تخلف انتخاباتی در انتخابات امسال نبست به گذشته کم بود
منبع : کلید   تاریخ: 10/22/2018

سیما سمر، رئیس کمیسیون مستقل حقوق بشر، می ‎گوید که سطح تقلب و تخلف انتخاباتی در انتخابات ولسی جرگه امسال نسبت به سایر انتخابات‎ در کشور کم بود. سمر که امروز نتایج مشاهدات این کمیسیون از روند برگزاری انتخابات را گزارش می ‎داد، گفت که کمیسیون مستقل حقوق بشر با ۲۷۵ مشاهد از روند برگزاری انتخابات در یک هزار مرکز رای ‎دهی در ۲۲ ولایت نظارت کرده است.

رئیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افزود که براساس مشاهدات ناظران این کمیسیون، مشکلات متعددی در روند رای ‎دهی در این ۲۲ ولایت وجود داشته است. تأخیر در بازشدن مراکز رای ‎دهی، فعال نبودن دستگاه ‎های بیومتریک، نبود فهرست رای‎ دهنده‎ گان، پاک شدن رنگ انگشت‎، رای دادن افراد زیرسن قانونی و رای دادن یک فرد در چند محل رای ‎دهی از مشکلات عمده‎ای بوده است که مشاهدان کمیسیون مستقل حقوق بشر در شماری از مراکز رای ‎دهی در این ولایات با آن رو به‎ رو شده‎اند.

سیما سمر می ‎گوید که با وجود این مشکلات، میزان تخلف و تقلب در انتخابات ولسی جرگه امسال نسبت به سال‎های گذشته کم بود و تهیه فهرست رای‎ دهنده‎ گان و استفاده از سیستم بیومتریک تا حد زیادی به شفافیت این انتخابات کمک کرده است. به گفته وی، در گذشته صندوق ‎های رای توسط یک نفر پر می ‎شد و یا در مواردی، زنان بدون آنکه در انتخابات شرکت کرده باشند، صندوق ‎های رای به نام آن‎ ها پر شده بود.
سمر خاطرنشان ساخت که این نوع تقلب در انتخابات امسال مشاهده نشده است و تخلفاتی هم که صورت گرفته است، نسبت به انتخابات گذشته بسیار کم است.

رئیس کمیسیون مستقل حقوق بشر از کمیسیون مستقل انتخابات خواست در جریان شمارش آرا، صادقانه و شفاف عمل کند و از ارایه ارقام غیرواقعی از میزان مشارکت مردم در انتخابات خودداری کند. وی هم چنان گفت، در صورتی که شفافیت در شمارش آرا تأمین شود، امیدوار است که نامزدان، نتایج انتخابات را بپذیرند.

انفجاری در ننگرهار جان ۱۱ عضو یک خانواده را گرفت
منبع : دویچه ویلی   تاریخ: 10/22/2018

در نتیجه انفجار یک ماین کنار جاده در ولایت ننگرهار در شرق افغانستان دست کم ۱۱ تن به شمول کودکان جان باخته اند. این حادثه صبح دیروز یکشنبه در ولسوالی اچین این ولایت رخ داده است. مقامات ننگرهار گفته اند که ۱۱ فرد ملکی صبح دیروز یکشنبه (۲۱ اکتوبر) زمانی کشته شدند که مینی بس حامل شان در منطقه مکرانه در ولسوالی اچین ننگرهار از روی یک ماین کنار جاده گذشت.

عطاالله خوگیانی سخنگوی والی ننگرهار گفته است که یک زن و ۶ کودک شامل کشته شدگان اند. به قول وی هنگامی که نیرو های امنیتی به محل حادثه رفتند، دومین انفجار رخ داد که در نتیجه آن دو سرباز این نیروها زخمی گردیدند. خوگیانی افزوده است که افراد ملکی که کشته شده اند، همه اعضای یک خانواده بودند.

یک باشنده ولسوالی اچین که نخواسته نامش ذکر گردد، گفته است که در انفجار اولی ۱۱ فرد ملکی کشته شده و در انفجار دومی یک نظامی کشته و یک نظامی دیگر زخمی گردیده است. به قول وی نیرو‌ های امنیتی یک ماین سومی را در آن منطقه خنثی ساختند. تاکنون مسئولیت این سوءقصد ها را کسی به دوش نگرفته است، اما در این منطقه بیشتر از همه گروه تروریستی ”دولت اسلامی” یا داعش به حملات دهشت افکنانه دست می ‌زند. گروه طالبان در این منطقه حضور دارد.

روز گذشته در ۱۵ حمله گروه های مسلح در جریان انتخابات پارلمانی در این ولایت دست کم سه فرد ملکی به شمول یک زن کشته شده و حدود ۴۴ تن زخمی گردیدند که ۱۲ تن آنها نظامی بودند. به قول سازمان ملل متحد تلفات ملکی در افغانستان در ۹ ماه اول سال روان میلادی، از سال ۲۰۱۴ به این طرف، بالاترین رقم را داشته است. این سازمان افزوده است که از جنوری امسال تا به حال در افغانستان دست کم ۲۷۸۹ فرد ملکی کشته شده و حداقل ۵۲۵۲ تن دیگر زخمی گردیده اند.

                          

عبدالله: نباید اعتماد مردم نسبت به انتخابات دوباره آسیب ببیند
منبع : طلوع نیوز   تاریخ: 10/22/2018
رئیس اجرائیه دربارۀ برگزاری انتخابات ریاست جمهوری در کشور نیز گفت که او امیدوار است این انتخابات در زمان معیین آن برگزار شود. عبدالله عبدالله، رئیس اجراییه حکومت وحدت ملی می ‌گوید که حضور گستردۀ مردم در انتخابات مجلس ولسی جرگه، نشان داد که مردم از میان خشونت و تروریسم، دموکراسی و مردم سالاری را می ‌خواهند.

رئیس ‌اجراییه در گفت ‌و گو با طلوع‌ نیوز افزود: «پیام انتخابات رد تروریسم، خشونت و توطعه‌ های دشمنان، توسط مردم است. من از صمیم قلب از مردم تشکر می‌کنم که با همه تهدیدات به پای صندوق‌ های رآی رفتند.» وی در این گفت ‌و گو اما از آن ‌چه که نارسایی‌ ها در روند انتخابات روز شنبه گفت، نیز یاد کرد. او از تجربۀ خودش از رأی‌ دهی گفت: «فهرست رآی ‌دهنده‌گان مشکل داشت؛ من خودم هم هنگامی که امروز رآی می ‌دادم دچار مشکل شدم – حرف ع – در فهرست پیدا نمی‌ شد.»

با این همه، آقای عبدالله تأکید کرد که نباید این نارسایی‌ ها تکرار شوند: «نارسایی ‌های در روند انتخابات بودند که قابل پیش ‌گیری بودند. نگرانی من این است که یک بار دیگر مردم اعتمادش را نسبت به انتخابات از دست بدهند.»

رئیس اجراییه دربارۀ برگزاری انتخابات ریاست جمهوری در کشور نیز گفت که او امیدوار است این انتخابات در زمان معیین آن برگزار شود. او در پاسخ به این پرسش ‌که آیا در انتخابات ریاست ‌جمهوری خودش را نامزد می ‌کند یا نه، گفت: «به زمان اعلام نام‌ های نامزدان انتخابات ریاست‌جمهوری بیست روز دیگر مانده است و در آن زمان معلوم خواهد شد.»

آقای عبدالله در بخش دیگر گفت ‌و گو، دربارۀ صلح و تلاش ‌های امریکایی برای کشاندن طالبان به میز مذاکره سخن زد. او در این باره گفت: «طالبان یک توجیه دیگر از حکومت موقت دارند که می ‌گویند، نماینده‌گی از مردم می‌کنند – اما این ‌طور نیست. ارادۀ مردم چیزی دیگری است.»

آقای عبدالله هم ‌چنان افزود که امریکا پیش از فرستادن زلمی خلیلزاد، نمایندۀ خاص این کشور برای صلح افغانستان به کابل نیز تماس ‌هایی با طالبان داشته است.

 

صیاد: زورواکانو هڅه کوله، درغلۍ ته لاره هواره کړي
منبع : خبریال دات کام   تاریخ: 10/22/2018
ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې په یوشمېر مرکزونو کې زورواک نوماندانو، دبایومټریک الې ماتې کړي دي. دیاد کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد یوې خبري غونډې ته وویل، “له ځینو مرکزونو راپور ورغلی وو، هغه زورواکان چې له شفافې لارې پارلمان ته نه شي تللی، دبایومټریک الې یې اخیستې او ماتې کړې یې دي، چې درغلۍ ته لاره هواره کړي.
 

نوموړي وويل له زورواکانو سره حکومت  دې کار په مخنیوي کې عاجز پاتې کېږي یا له ځینو پولیسو سره لاس لري او له زوره کار اخلي.

 

دصیاد په وینا، ځینې نیمګړتیاوې وې، چې کمیسیون پرې پړنه بلل کېږي، ځکه هلته ډېر محدودیتونه وو: دنوموړی وايي کوم ښوونکي چې دټاکنو پرورځ ټاکنیز مرکز ته نه ځي، پر کمیسیون پورې کومه اړه نه لري، بلکې دپوهنې وزارت اړوند کېږي.

                   

په سلو کې ۹۲ افغانان وایي چې هندوستان دپاکستان په نسبت دافغانستان ښه دوست دی
منبع : تاند   تاریخ: 10/22/2018

دتاند له خوا دیوې ترسره شوې آنلاین سروې په اساس، ۹۲٪ ځواب ویونکي وایي، چې دپاکستان په نسبت هندوستان دافغانستان ښه دوست دی. ۸٪ ځواب ویونکیو دپاکستان په پلوۍ رایې ورکړي. ددوی په ډله کې نژدې نیمایي دپاکستان مېشتو پښتنو دی چې د دغه ملک په ګټه یې رایه ورکړې ده.

تاند خپله دا سروې د(کوم یو دافغانستان ښه دوست دی؟ درایې ورکولو لپاره دوطن نوم کلېک کړئ، او دلیل کولی شئ په تبصره کې ولیکئ) ترعنوان لاندې داکتوبر په ۱۴مه پیل کړه چې داکتوبر په ۲۱مه پای ته ورسېدله. وېب سایټ له خپلو مینه والو څخه چې یوازې دفیسبوک دمینه والو شمېر یې له یو میلیون کسانو څخه اوړي، دهغوی درایو او نظرونو غوښتنه کړې وه. په سروې کې خواوشا ۳۲۰۰ کسانو رایې ورکړي او په لسګونو تبصرې شوي دي.

یوه ځواب ویونکي، وزیر ځدراڼ، لیکلي، «پاکستان ترهګر رالېږي، ولس مو وژني هيواد مو ورانوي ځان ته مسلمان وایی. هندوستان مو هيواد جوړوي، ځوانان مو روزي، د ترهګرو مخنیوی کوي او هندوان دي له داسې مسلمان نه راته هندو ښه ده.»

عبدالهادي بلاول لیکلي، «دواړو سره حسنه هراړخيزى اړيکى جوړول ضرور دى. پاکستان دهند په پرتله زمونږ نژدى همسايه دى له پامه غورزول يى زمونږ په زيان دى. بايد پاکستان سره ښى اړيکى ټينګى او اختلافات له منځه ولاړ شى. هند ددوستۍ رويه قابل دقدر او احترام ده، پاکستان نه هم ددغسې رويې هيلې کوو.»

له پاکستاني‌ رسنیو څخه چې دپوځ او استخباراتي ادارو ترواک لاندې خپرونې کوي معمولا دافغانانو او افغانستان په وړاندې له کرکې څخه ډکې خپرونې کیږي، او دغه ادارې له نژدې څلورو لسیزو راهیسې دهغو یاغي وسله والو ډلو ملاتړ کوي چې دافغانستان دحکومت پرضد جنګ کوي او افغانان وژني.