اسمه بن لادن څوک وه او د القاعده په نوم سخت دریځه ډله چا جوړه کړله؟

2.10.2018
Goldad khan
دوهمه برخه

اُسمه بن لادن د یو غټ یمني پانګوال زوی و. د بن لادن پلار، د سعودي عربستان شاهي کورنۍ له نیږدې دوستانو ګڼل کیده. د اسمه پلار په نړیوالې کچې یو ستر ساختماني شرکت درلود چې شاوخوا دوه دېرش زره کارګرو او انجینرانو کار پکښې کولو. د سعودي عربستان پادشاهي کورنۍ، دغې غټ پانګوال ته د سعودي عربستان ټولې سترې ساختماني پروژې، په وړ شرایطو (لوړې ګټې) باندې سپارلې. سعودي کورنۍ دغې یمني پانګوال ته پر نورو سترو ساختماني پروژو برسېره، د مکې معظمې او مدینې منورې ښارونو ساختماني پروژې او په هغو پروژو کې د مقدسو ځایونو (کعبې شریفې او د پېغبر علیه و سلام زیارت) بیا جوړونې پروژې او چارې هم سپارلي وې.
دغې یمنې پانګوال په امریکا او نورې نړۍ کې هم خپله پانګه په کار اچولي وه. خو ده یوازې د سعودي دولت ساختماني پروژو، د تړونونو او پروژو سرته رسولو له درکونو څخه، د کال شاوخوا اووه ملیارډه ډالره خالصه ګټه تر لاسه کوله. د بن لادن کورنۍ په امریکې کې د خپلو ګټو ساتونکی، د سعودي عربستان جدې ښار کې، د امریکا متحدو ایالتونو یو تن پخوانی کنسول او دېپلومات معرفي کړی و. د بن لادن له کورنۍ سره د آشنا کیدلو او اړېکو ټینګولو په خاطر، امریکا پخوانی جمهور رئیس بوش «پلار» او د انګستان پخوانی صدراعظم جیمز بېکر او ورته نورو کسانو، سعودي عربستان ته سفرونه کول.
اسمه بن لادن په ۱۹۷۸ م کال د سعودي عربستان شاه عبدالعزیز پوهتنون انجنیري پوهنځی پای ته ورسولو. هغه په ۱۹۸۴ م کال پښاور ښار ته سفر وکړو او دی هلته د مجاهدینو روغتونونو ته ورغی. ده په روغتونونو کې د افغانستان په جګړو کې د ژوبلو شویو کسانو څخه لیدنه وکړه او د هغوی له کورنیو سره یې مالي مرستې وکړې. هغه پاکستان ته په بل پېر تللو کې، افغان مجاهدینو ته بلدوزرونه او نور تخنیکي وسایل راوړل، ترڅو هغوی د افغانستان په غرونو او درو کې لارې او د بمباریو پرمهال ځانونو ته پټنځایونه او اوسیدلو لپاره سمڅې جوړې کړي. اسمه د افغانستان په جګړو کې په نېغه برخه نه اخیستله، خو د مجاهدینو لپاره به یې د عربي هېوادونو له دولتونو او شېخانو څخه په ملیونونو ډالر راټولول او هغه به یې د تنظیمونو مشرانو ته ورکول. هغه د عربي هېوادونو خلکو له منځ څخه او همدارنګه د نورو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو مسلمانو خلکو له منځ څخه، د افغاستان جګړې ډګرته جنګیالي جلبول او هغوی ته به یې د سفرونو کولو وړ شرایط، وسلې او د جګړو ډګرونو نورې آسانتیاوې برابرولې. اسمه یو ځلې د پکتیا ولایت د ځاځیو علي خېلو سیمې په جګړې کې، د افغاني او عربو جنګیالیو ترڅنګ برخه اخستي وه او په هغې جګړې کې پرافغانانو برسېره، زیات عرب هم ووژل شول. دلته باید یادونه وکړم چې د افغانستان جګړې په وروستیو کلونو کې، شاوخوا پنځه دېرش زره بهرني جنګیالي جنګیدل چې په وروسته کې یې د القاعدې ډلې سټه جوړه کړله. اسمه بن لادن په ۱۹۸۸ م کال د القاعدې په نوم جنګي ټولنې بنسټ کېښود. له بن لادن سره په ټولو هغو فعالیتونو او همدا ډول د القاعدې ټولنې جوړولو چارو کې، د سعودي او پاکستان پر استخباراتو برسېره، سي ای اې هم بشپړې مرستې کولې. (لوستونکي د مېرمن کلنټن وډیوئي کسېټ په یو ټیوب کې کتلی شي).
د القاعده په نوم ډله چې د شوروي اتحاد پوځونو ماتلو په موخې باندې جوړه کړل شوي وه، ډېره زر ستره او نړیواله شوله. دغه ډله نن ورځ د نړۍ په مختلفو سیمو کې په مختلف نومونو باندې، جګړې او ترورېستي عملونه سرته کوي.
لکه چې د مخه یادونه وشوه، د بن لادن له ټولو فعالیتونو څخه سي ای اې، ای اس ای او د سعودي عربستان استخباراتو په نېغه او ګڼ شمېر نورو استخباراتو له څنګونو څخه ملاتړ کولو. بن لادن له افغانستان څخه د شوروي اتحاد پوځونو له وتلو وروسته، لومړی سعودي عربستان او بیا وروسته سوډان ته ولاړ. له ده سره په سوډان کې پنځه سوه تنه د القاعدې ډلې پوځي ښوونکي، د مالي چارو مسؤلین او د القاعدې له غړو سره اړیکې نیونکي ورسره وو. ده هغوی ته په سوډان د اړوندو دندو سرته کولو، ټول وړ شرایط برابر کړي وو. د بن لادن بړوڅو (د القاعده ډلې جنګیالیو) د بوسنیا (یوګوسلاویا)، چیچنیا او منځینۍ آسیا نورو سیمو په جګړو او شخړو کې ونډې اخیستلې.
بن لادن له خپلو یو شمېر ساتونکو سره، د طالبانو جګړو پرمهال بیا افغانستان ته راغلو. هغه لومړی د جلال آباد په ښار کې مېشت شو. اسمه بن لادن د طالبانو له مشرانو سره کوم بلدیت نه درلود. ځکه، هغه مهال چې دی په دغې سیمې کې په چارو بوخت و، د طالبانو په نوم کومې جنګیالۍ ډلې شتون نه درلود. څرنګه چې ده پخوا وختونه، د نورو تنظیمونو له مشرانو سره اړیکې لرلې، هغوی یې تمویلول او له هغو سره بلد و، نو برهان الدین رباني ده ته په همغې پخوانۍ سترګې کتل او د هغې پخواني بلدتیا له مخې یې بلنه ورکړه چې د دوی لاس لاندې سیمې ته ورشي او له دوی سره یوځای شي. خو له ده سره سي ای اې، ای اس ای او د سعودي عربستان استخباراتو له نیږدې کار کولو او دی یې د طالب بړېڅو پر لور باندې ورمات کړو. کله چې طالبانو د ننګرهار سیمه او د کابل ښار له مخالفینو څخه ونیول، اسمه کندهار ښار ته ولاړ او هلته د ترنک فارم کې مېشت شو. هغه هلته پر خپلو نورو فعالیتنو برسېره، د سعودي عربستان شاهزادګانو ته، د ښکار کولو پروګرامونه هم جوړول.
د القاعدې ډلې جنګیالو، په داسې حال کې چې امریکایي سیاستوالو د طالبانو او شمال ټلوالې ترمنځ د ګډ حکومت جوړولو خبرې پرمځ بېولې، د کنیا پلازمېنې نایروبي ښار او د تانزانیا پلازمېنې دارالسلام ښار کې، د امریکا سفارتونو ته څېرمه چودنې وکړې. د امریکا دولت، د اُسمه د هغو عملونو پر وړاندې، له هغو پېښو اېله لس دولس ورځې وروسته، د ده د ژور سیمې پر اډې باندې (امریکایانو ته خبر رسیدلی وه چې اسمه هغې اډې ته تللی او له خپلو جنګیالیو سره ګوري) راکټي بریدونه وکړل. خو دغه د راکټي بریدونو پرمهال اسمه هلته نه وه او لږې مودې د مخه، دی له هغې اډې څخه د خوست ښار ته ستون شوی و. د امریکا په هغو راکټي بمباریو کې پنځه ویشت تنه مړه شول او له هغو څخه پنځه تنه یې د پاکستان پوځي استخباراتو (ای اس ای) افسران او نور د اسمه جنګیالي وو.
د اسمه ډلې له لوریه څخه د نایروبي او دارالسلام ترورېستي عملونو له کبله، نه یوازې د القاعده ډلې او امریکا ترمنځ حالات ترینګلي شول، بلکې د طالبانو او امریکا ترمنځ اړېکو، کړنو او چارو باندې یې هم ژور اغېز وکړو او امریکایان د طالبانو په اړوند، د شمال ټلوالې سره د ګډ حکومت جوړولو خبرو کې، له پخوا وختونو څخه لا ډېر او زیات محتاط شول. د امریکایانو او متحدینو له خوا څخه، د طالبانو او شمال ټلوالې د ګډ دولت جوړولو خبرو بهیر، ظاهرأ د ۲۰۰۱ کال جولای میشتې پورې روان و. خو پایله یې نه درلودله او یا دا چې چا نه غوښتل، چې پایله ولري.
د ۲۰۰۱ کال سپټمبر په یولسمې نېټې د نیویارک بدمرغه پېښه رامنځ ته شوله. د امریکا دولت مشر جورج ډبلیو بوش د هغې بدمرغې پېښې ګوته ډېره زر، اسمه بن لادن ته ونیوله. د امریکا دولت له طالبانو څخه وغوښتل چې اسمه بن لادن دوی ته د محاکمه کولو لپاره وسپاري. خو طالبانو امریکا ته د اسمه سپارلو په خبرو کې، هغه او دغه وکړل. امریکایانو د اسمه نه سپارلو په پلمې باندې، له خپلو متحدینو سره پر طالبانو او القاعده پوځي برید وکړلو. د امریکا او متحدینو د هغې برید، د اور لوګي همدا نن (اولس کاله وروسته) هم پورته کیږي او لا یې پای څرګند نه دی.
پایله: ممکن په نیږدې راتلونکي کې له طالبانو سره جوړه وشي. خو افغانان به د سولې او آرامۍ شپې او ورځې ونه ګوري. هغه ځکه؛ لکه چې ټول خبر لري، د امریکا دولت، لا هغه مهال چې طالبانو د دوی پوځونو پر وړاندې له ماتي خوړولو څخه سر نه وه راپورته کړی، دوی ترورېستي ډله بلله او له ترورېستي ډلې سره خبرې کول یې د خپلو اصولو خلاف ګڼل. اوس چې د داعش په نوم ډلې پل په افغاني خاورې کې ولیدل شو، نو له طالبانو سره د سولې خبرې هم تودې شولې. هو! کله چې د داعش په نوم ډله ځان ونیسي او د دې وړ شي چې د طالبانو له ځای ډکولو څخه هم څو ګامونه مخ ته ولاړه شي، نو بیا به له طالبانو سره سوله وشي.
د داعشانو په اړه باندې یوه عجیبه؛ په افغانستان کې د داعشیانو د پل اېښودلو ځای او مرکز، له پاکستان سره پر پولې باندې پرته سیمه، د شینوارو لویه ولسولي ده. داعشیان له همدغې ځایه څخه د افغانستان په پلازمېنې کابل ښار او د افغانستان کونج کونج کې ترورېستي عملونه سرته کوي. د دوی څرک په ایران کې هم ولیدل شو. ممکن وروسته په نورو ګاونډ او یا لږ لېرې پرتو هېوادونو کې یې هم نښې او نښانې پیدا شي. خو پر پولې پروت پاکستان کې، چې پولې یې تړلي هم نه دي، لا هم هېڅ اثار او نښې نشته. د دغو ډولونو چارو په اړه باندې، قضاوت تاسې وکړئ.
¤ـ زما په نظر باندې، په نورمال حالتونو کې هم جمهور رئیس او یا صدراعظم په دو میاشتو کې حکومت (کابینه) نشي جوړولی، نورې چارې خو پرځای پرېږده. نو له دې کبله چې د افغانستان په هغو سختو شرایطو کې تنظیمي مشرانو، له نواز شریف سره د افغانستان جمهور رئیس حکومت کولو موده دوې میاشتې منلی وه، ما د تنظیمونو هغه مشران ګوسفندي بللي دي. په همغو وختونو کې زما د لومړني ښوونځي یو تن همټولګي چې وروسته افسر شوی وه، ماته یوه ورځ ویل؛ په دو میاشتو کې، که چرګه پرهګیو باندې کښېنوې، بچیان نه راوړي، خو زموږ تنظیمي مشرانو په دوه میاشتیني جمهوري ریاست پېر باندې توافق کړی دی. هغه ویل چې د مجاهدینو مشران یوازې په دې خبرې خوښ دي چې زر د جمهور رئیس نوم پرې کېښودل شي او بیا وروسته شاوخوا خلک ورته جمهور رئیس صاحب ووايي