په ونيو کې لت پته ننگرهاره :

 

ننگرهار د گلونوښار د علم او پوهې ځانگو د سپين غره د لمنو شاځلمو پر وړاندې د ترهگريزو يرغلونو لړي د ډيورنډ د توری کرښې تر خوا د پرتو اتلانو ولسونو پر وړاندې د نا اعلان شوی جنگ جگړو پروژه نژدی اويا کاله وړاند ی طرحه ډېزاين شوی اود عملي کولو له پاره يي د پاکستان استخباراتي اداری په زرگونو افغان ولسونو د شهادت جامونه وڅښل ټپيان شول د گران هېواد د ځمکي لاندی کانونه  چور شول په ۱۳۶۷ ل کال د لړم په مياشت کې د بهرنيو ترهگرو ، بهرنيو حاميانو په ملاتړ په ننگرهار همېشه بهار د پاکستاني استخبارتو  په مشری د فوځ په مستقيمه ملاتړ کاملا  يو منظم جنگ پيل شو، چی په دی جنگ کې په زرگونو ننگرهاريانو خپل سرونه نظرانه کړل  د ننگرهار  ولسونو اوحکومت زيات تاوانونه وليدل جبري کډوال شول  په ننگرهار کې د خلکو هر څه چور شول دا چی د پاکستان استخبارات او خپله نظامي اداره او حکومت يي ولی ننگرهار د گلو هار تل د وران کاری د مرکز په توگه ټاکي دلايل يې خورا زيات دي خو زه يو څو بېلگو ته ستاسو توجو را گرځوم.

اول ننگرهار د پاکستان سره په نژدی گاونډ کې موقعت لري .دويم ننگرهار د علم ځانگو د تمدن پخوانې مرکز، ولسونه يي د خپل هيواد دساتلو او دفاع کي لوی ناماتيدونکي سنگر دي.

دريم ننگرهار د طبعي پيداوارو لوی کانونه ځنگلونه پريمانه  داوبو سيندونه پراخه  ځمکې لري.

د ننگرهار سره پوره دشمني دافغان ولس سره پوره دشمني دهېواد د خپلواکی سره دشمني د لوی مليت پښتنو سره دشمني ددی لامل دي چی پاکستان خپل مستقيم او ښکاره لاسوهنو ته  دوام ور کوي  .په تيرو ۱۷ کلونو کي ننگرهار تل ددشمن د ترهگريزو فعاليتون پر مرکز بدل شوی په زرگونو افغانان په خاصه توگه د ختيځ افغان خاوری خلک په سرو وينو کې لت پت دي.

درنو دوستانو دی ولسونو خپل اصلي مکار دښمن پېژندلی او نژدی ده چی ددی ولسونو خلک به ده خپل مکار دشمن ټولې شومی موخی اوددوی پلانونه دولس له خوا بر بند اوددوی نظاميگر او ترهگريز پلانونه ته د پای ټکې کېښدي اود خپلو روا حقونو له پاره به په اوچت غږ پر خپلو مټو خپل حق تر لاسه کړي.

م. اقا کوچی

۲۰۱۸ ۰۹ ۲۴