دکشتمند مټونګی

27.8.2018Goldad khan
کله چې سلطانعلی کشتمند د صدارت پرڅوکۍ باندې ګونډې ولګولې او منګولې یې پرې ښخې کړې، نو د روسانو په نېغ هدایت او ملاتړ باندې یې حکومتي اداره، د خپلو ناسمو موخو او همدارنګه روسانو ناسمو موخو لپاره، د روسانو په مالي مرستو سره ډېره وپړسوله. ده د نویو وزارتونو او ادارو جوړولو په لړ کې د ملیتونو چارو په نوم وزارت او د شمال حکومتګی (د قومونو سره جنګولو وزارت او د قومونو سره جنګولو حکومتګی) هم جوړ کړل. کشتمند د ملیتونو چارو وزارت وزیر محمدعوض نبي زاده او د شمال حکومتګي مشر نجیب الله مسیر وټاکلو. ده د ملیتونو چارو وزارت څو تنه معینان هم د تاجک، ازبک او بلوڅ قومونو تر نومونو لاندې، د پرچم له ډلې څخه ځآن، نبیزاده او مسیرته ورته متعصب او پښتون قوم ضد کسان وټاکل. همدا ډول، کشتمند ومسیرته هم دولس تنه سخت متعصب او سخت پښتون قوم ضد کسان د معینانانو پوړ پرڅوکیو باندې وروټاکل.
د کشتمند دغې ټیم له خپلو نورو پلویانو سره یوځای، هرڅه چې په وس او توان کې وو، هغه یې د پښتنو رټلو په چارو کې نه سپمول. د کشتمند دغې ټیم، د نجیب الله واکمنۍ نسکورولو په غرض، د شمال ټلوالې په جوړولو کې نېغ په نېغه لاس درلود. همدغې ټیم د شمال ټلوالې جوړولو تړون په لیکلو کې نېغه ونډه واخیستله. د کشتمند ډلې او ورته نورو ډلو، د هغې تړون له لاسلیک کولو څخه وروسته، له هغوی سره په ګډه د نوموړي تړون په پلي کولو کې غوښلنه ونډه درلودله
ترکومه چې زه خبرېږم، محمدعوض اوس هم په ټول قوت سره لګیا دی قومي بې اتفاقیو چاغولو ته لمن وهي. زه د افغان جرمن انلاین سایټ له لارې څخه، چې د روفي په نوم یو تن د ده لیکنه په مشعل سایټ کې لوستي وه او هغه لکینه یې په علمي او مستدلو دلیلونو باندې رد کړي وه. روفي د خپلې لیکنې په منځ کې د نبي زاده لیکنې ادرس هم ورکړی وه. ما چې د مشعل سایټ خلاص کړلو، هلته مې د نبي زاده انځور ولید چې د پاڼي نیم مخ یې پرې نیولی وه. ما هم د هغه لیکنه سر ترپایه ولوستله. د عوض دغه لیکنه په رښتیا سره ډېره شرومونکي ده.
د محمدعوض دغه لیکنه د ۲۰۱۸ م کال جولای میاشتې په پنځلسمې نېټې باندې خپره شوي ده. د ده دغه ټوله لیکنه د پښتنو ضد کرکو او تعصبونو څخه ډکه ده. خو زه به د ده د دغې لیکنې یوه کوچنۍ ټوټه، د بېلګې په توګه تاسو درنو لوستونکوته رانقل کړم. که څوک غواړي چې د هغه ټوله دغه لیکنه ولولي، د مشعل سایټ کې یې لوستلی شي. نبي زاده په خپلې دغې لیکنې کې یوځای داسې لیکلي دي:
(اما حالا حاکمیت قبیله درصدد آن است تا بتواند برنامه های دقیق وهدفمند را در افغانستان اجرا کند، اګر رهبران خواب آلود شمال به زندان فرستاده شوند وشمال جولانګاه طالب، حزب اسلامی وناقلین جدید خواهند ګردید. بنابرین رهبران شمال باید اتحاد وهدف را برپایه اصول وارزشها پایه ګذاری و شمال را باید به دژ تسخیرناپزیر وګورستان عمال تروریست غنی احمدزی مبدل سازند. درغیران داستان امیر حبیب الله کلکانی، عبدالعلی مزاری و قیصاری برشما وهمراهان تان تکرار خواهند شد. سران غیرپشتون باید برای تغییر نظام اقدام عملی کنند درغیران منتظر سرنوشت خودها باشند.) 
لکه چې لوستونکي ګوري، د محمد عوض لپاره هر غیر پښتون چورګر، د سوونو او زرونو کسانو سرونو قاتل او جنګسلار ولسي رهبر دی.
ما محمد عوض ځکه د کشتمند مټونګی بللی دی چې د کابل مطبوعې دغه کارګر د ثور میاشتې له پاڅون څخه د مخه وختونه، د سلطانعلي کشتمند له لوریه، د پرچم ډلې ته جذب شوی وه. کشتمند د دغې کارګر په جذبولو سره، د پرچم ډلې له مشر څخه شباسی هم اخیستی وه. کشتمند دغه کس د خپل فکر او خیال سره سم وروزلو او بیا یې د خپل صدارت پرمهال باندې، لومړی د قومونو او قبایلو* چارو وزارت معین او وروسته یې چې د ملیتونو چارو په نوم باندې وزارت جوړ کړلو، هغه یې د دغې وزارت وزیر وټاکلو. ده هغه د ټيټې سویې کس، ځکه لوړ حکومتي مقام ته پورته کړلو چې د ده سم او ناسم امرونه به یې په پټو سترګو منل او سرته کول. محمدعوض له دې کبله د کشتمند هره خبره د قرأن شریف د ایات په ډول منله او عملی کوله چې ده په خپلو مغزو کې څه نلرل.
کشتمند د هغه د لوړولو په هکله باندې، لومړی روسان او له روسانو څخه وروسته، ببرک کارمل او په ورپسې وختونو کې نجیب الله ته، داسې خبرې او «دلیلونه» وړاندې کول چې زموږ ګوند (د افغانستان خلکو دموکراتیک ګوند) د افغانستان د کارګرانو او بزګرانو آستازی ګوند دی. که موږ دغه اعتباري کارګر (نبي زاده د ده لپاره واقعأ وفادار او اعتباري کس وه) حکومت ته را لوړ کړو، دغه کار به زموږ د کارګري او بزګري ګوند یوه ښه او ښکاره بېلګه وي. ده محمدعوض ځکه وزارت ته ورسولو چې د دې سړي له خولې څخه، همدا اوس هم کشتمند ته کټمټ ورته بویونه (دغه پاس ډول بویونه) ځي. پخواني وزیر نبي زاده په همغې پخوانۍ سترګې باندې، دغه پاس هدایتونه جنګسلارانو محقق، عطا محمد، دوستم، د مشر جنګسلار رباني زوی او نوروته ورکړي دي چې قبیلوی حاکمیت (؟) ختم کړئ. اوم متعصب دغه فکر نه شي کولی چې دوی هم د ده غوندې، د پردیو په موګیو باندې تړلي خره دي.
ما د محمد عوض دغه پاس خبرې ځکه ونه شنلې چې بشپړې بربنډې دي او د شنلو اړتیا یې نه لیدل کیدله.
ـ د سرحدونو او قبایلو په نوم باندې مدیریت، د امیر امان الله خان واکمنۍ پرمهال او د هغه په نېغ هدایت، د دربار ادارې په چوکاټ کې جوړ کړل شولو. دغه مدیریت د آزادو قبایلي سیمو پښتنو او بلوڅو قومونو په منځ کې، د کار کولو په موخو باندې جوړ او رامنځ ته کړل شوي وه. لکه چې لوستونکوته پته ده، د نولسمې پېړۍ په وروستۍ لسیزې کې، انګرېزانو پر امیر عبدالرحمن خان باندې د فشار او زور له لارې، د ډیورنډ په نوم لفظنامه لاسلیک کړله. ځینو پوهانو او علمي څېړونکو چې په دغې موضوع باندې څېړنې کړي دي او د هغې مهال همغه سندونه یې د لندن په کتابتون کې کتلي دي، هغوی وايي چې دغه ډول کوم لاسلیک شوی کاغذ شتون نلري. په هر صورت، که هغه یوازې خبرې وي او یا لاسلیک شوی کاغذ، مانا ځکه نلري چې په نړیوالو نورمونو او اصولو برابر څه نه وو. په هغې لفظنامه کې د ډیورڼد کرښې سره جوخت، د پورې غاړې سیمو خلک د آزادو قبایلو په نوم باندې یاد شول او د ډیورنډ او امیر عبدالرحمن خان ترمنځ پرېکړه داسې وشوله چې دواړه دولتونه (د افغانستان دولت او د برتانوي هند دولت) به په دغې سیمې کې دولتي ادارې نه جوړوي او رسمي فعالیتونه به نه کوي.
هغه د امیر امان الله خان وختونو د سرحدونو او قبایلو مدیریت، د محمد ظاهر شاه واکمنۍ پر مهال هم، لومړی د صدارتي ادارې په چوکاټ کې د سرحدونو او قبایلو چارو مدیریت په نوم باندې جوړو شولو او وروسته هغه مدیریت په ریاست باندې واړول شولو. د سرحدونو او قبایلو ریاست په وروسته وختونو کې، بیا د سرحدونو او قبایلو چارو په مستقل ریاست باندې واړول شولو. د سرحدونو او قبایلو چارو مستقل ریاست رئیس د کابینې غړی شولو او د وزیرانو شورا په غونډو کې یې ګډون کولو. د سرحدونو او قبایلو چارو مستقل ریاست نوم او اداري تشکیل، د داؤد خان واکمنۍ پرمهال باندې د سرحدونو او قبایلو چارو په وزارت باندې واړول شولو. پاچا ګل وفادار لومړنی کس وه چې د هغې نوي وزارت وزیر وټاکل شولو.
خو کله چې کشتمند صدراعظم شولو، ده لومړی د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت نوم، د قومونو او قبایلو چارو په وزارت باندې واړولو. د کشتمند په ذهن باندې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د پښتون قوم لپاره جوړ شوی وه او پښتنوته یې کار او خذمت کولو. ده پخپل کتاب کې په عام ډول لیکلي دي چې دغې وزارت ډېره غټه بودجه ( رقم نه یادوي) لرله او غټ لګښتونه یې کول. ده د هغې وزارت نوم ځکه د قومونو او قبایلو چارو په وزارت باندې واړولو چې د ده په ذهن او ادعا، د افغانستان د ټولو قومونو لپاره خذمت وکړي. ده په دغې وزارت کې د افغانستان له مختلفو قومونو څخه، د پرچم ډلې ترټولو متعصب او سخت پښتنو ضد کسان، د معینانو پرڅوکیو باندې وګمارل. د کشتمند له خوا څخه د هغو ګمارل شویو معینانو څخه یو تن همدغه محمد عوض وه.
کشتمند او یارانو به یې په خپلمنځي خبرو کې، د قومونو او قبایلو چارو وزارت نوم په اړوند سره ویل؛ له قبایلو څخه موخه پښتانه او له قومونو څخه موخه د افغانستان نور پاتې قومونه دي. خو د هغه د وزارت نوم په بدلولو او په هغې وزارت کې له مختلفو قومونو څخه د معینانو په ټاکلو باندې سبڼه ونشوله او زړه یې سوړ نشولو. ده لږې مودې وروسته، د ملیتونو په نوم باندې جلا وزارت جوړ کړلو.
د سرحدونو او قبایلو چارو هغه اداره چې د ډېورنډ کرښې وهغې خوا آزادو سیمو پښتنو او بلوڅو د جذب او خذمت لپاره، شاوخوا شپېته کال پخوا جوړه شوي وه، د کشتمند صدارت پرمهال باندې یې نه یوازې هغه نوم، بلکې خپل ټول مفهوم له لاس څخه ورکړلو. دغه مهال د قومونو او قبایلو چارو په نوم وزارت، د خادېستانو ځاله (د خاد ریاست ته هم یو معینیت پکښې ورکړل شولو) او د قومي نویو شخړو جوړولو ګرمولو او لویولو پراخه ډګر جوړ شولو. د قومونو او قبایلو چارو وزارت د ننه قومي شخړو جوړولو، سترولو په اړوند او ورپسې د ملیتونو چارو وزارت او د شمال حکومتګي جوړولو او د هغو د شخړو غویمنډ، ما په خپل د ګنځ په نوم کتاب کې بیان کړی دی. د ګنځ په نوم کتاب ممکن ډېر کسان په لاس کې ونه لري. خو زه به هغه کتاب له څه سمونو سره، په خپل ویب بلاګ کې چې ادرس یې لاندې دی، ډېر زر، واړه واړه برخه چې لوستل یې لوستونکي نه ستړي کوي، خپرول پیل کړم.
د ویب بلاګ نوم او ادرس دغه لاندې دي:

likane

Piwasun.blogspot.com