تر سبا د افغانستان څلور لوپوړي چارواکي د بې‌کفايتي په تور ګوښه کېږي

منبع : سرخط ورځپاڼه   تاریخ: 8/26/2018
پرون مازديګر د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر له خپلې دندې استعفا ورکړه،  سرخط ته سرچينو ويلي دي چې نه يوازې اتمر، بلکې څلور لوړپوړي امنيتي چارواکي د بي‌کفايتي له امله له دندو ګوښه کېدو ته اړ کړل شوي دي.
سرچينې وايي، ولسمشر  د ملي دفاع وزارت او کورنيو چارو وزارت وزيرانو، د ملي امنيت رياست لوی رئيس او د ملي امنيت شورا سلاکار ته ویلي دي چې ژر تر ژره دې يا استعفاوې ورکړي، کنه، له دندې به يې ګوښه کړي.
په دوی کې لومړۍ استعفا د حنيف اتمر وه چې تر نورو وړاندې يې ورکړه، خو پاتې نور به يې نن  له خپلو دندو لاس په سر شي.
سرخط ته باوري سرچينو ويلي دي چې د غزني سقوط، د مسکو ناسته، په کابل کې د اختر پر ورځ پر ارګ د ځانمرګيو ډله‌ييز بريدونه او په ورستيو کې د ملي سرتېرو د مرګ ژوبلې د ګراف لوړېدل هغه لاملونه وو چې ولسمشر يې پر دغو څلورو واړو لوړپوړيو چارواکيو بې باوره کړ.
 تر اوسه په واشنګټن کې د افغانستان سفير حمد الله محيب د اتمر پر ځای ټاکل شوی دی، خو د پاتې نورو کسانو د ځای‌ناستو په اړه لا مالومات نه دي تر لاسه شوي.
غني د ټولو امنیتي بنسټونو له لوړپوړو چارواکو د استعفا غوښتنه کړې
منبع : طلوع نیوز   تاریخ: 8/26/2018

د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکارۍ له مقامه د حنیف اتمر له استعفا سره جوخت، ځینې سرچنې طلوع نیوز ته وايي چې ولسمشر غني د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، کورنیو چارو له وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت له رییس معصوم ستانکزي او د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر څخه غوښتي چې له خپلو دندو استعفا وکړي.

دغه سرچینې وايي چې د ښاغلي اتمر استعفا هم د ولسمشر غني په غوښتنه شوې ده.

دغه سرچینه وايي چې د ولسمشر د دغې غوښتنې دلیل پر غزني ښار برید، او همدارنګه پر کابل ښار توغندويي بریدونه او د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې زیاتوالی بلل شوی. له دې ډلې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له خپلې دندې استعفا کړې ده.

خوشبینی‌ها در مورد احتمال تقرر زلمی خلیلزاد بحیث نماینده خاص امریکا در افغانستان!
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 8/26/2018

شماری از اعضای ولسی جرگه و کارشناسان امور بین‌المللی می‌گویند که با توجه به شرایط حساس کنونی در کشور به تعیین شدن زلمی خلیلزاد بحیث نماینده خاص امریکا برای افغانستان خوشبین استند.

آنان می‌گویند که خلیلزاد از گذشته‌ها به این طرف در مسایل مربوط به افغانستان دخیل بوده، با رهبران سیاسی افغان شناخت خوب داشته و می‌تواند در مسایل مهم کشور نقش بازی کند.

عبدالقادر زازی وطندوست یک عضو ولسی جرگه در مورد می‌گوید:

“ما به آمدن‌اش خوشبین استیم و آن اینست که خلیلزاد در مسئله صلح افغانستان برای افغان‌ها مهم است و هم‌چنان مشکلاتی که در داخل نظام به آنان ارتباط دارد در حل آن نقش خود را بازی خواهد کرد.”

آژانس خبری رویترز به تازه‌گی از قول دو مقام امریکایی گفته‌است که ممکن مایک پومپئو وزیر خارجه امریکا خلیلزاد را به حیث نماینده خاص کشورش برای افغانستان تعیین نماید.

هر چند تا حال کدام منبع مستقل این موضوع را تأیید نکرده‌است اما آژانس خبری رویترز از قول مقامات امریکایی این را نیز گفته‌است که گماشتن خلیلزاد یک اشاره تازه دیگر به طالبان است که امریکا خواهان به پایان رساندن جنگ درازمدت تاریخی خود در افغانستان می‌باشد.

زلمی خلیلزاد از سال ۲۰۰۳ الی ۲۰۰۵ میلادی به‌حیث سفیر امریکا در افغانستان و پس از آن به‌حیث سفیر آن کشور در عراق اجرای وظیفه کرده‌است.

مأموریت رسمی اخیر زلمی خلیلزاد، نماینده امریکا در ملل متحد بوده‌است.

زلمی خلیلزاد در اصل افغان بوده و یک سیاستمدار با نفوذ در امریکا شناخته می‌شود و گاه گاهی انتقاد‌های را در خصوص عدم همکاری صادقه در بخش تروریزم بر همسایه‌های افغانستان بخصوص پاکستان مطرح کرده‌است.

کارشناسان امور بین‌المللی می‌گویند از این‌که افغانستان از یک مرحله حساس می‌گذرد، تعیین زلمی خلیلزاد یک اقدام‌ بجا می‌باشد.

زلمی خلیلزاد

مشتاق رحیم یکی از این کارشناسان می‌گوید موقف واضح و قاطع زلمی خلیلزاد در برابر پاکستان و داشتن روابط خوب وی با رهبران افغان سبب می‌گردد که در مسئله صلح افغانستان نقش مهم را بازی نماید.

وی گفت:

“زلمی خلیلزاد به سیاست‌های داخل افغانستان و هم‌چنان منطقه بسیار واقف است و میان سیاست‌های صلح جویان و سیاست‌های ضد آن می‌تواند خوب تفکیک کند، وی با توجه به تمام مسایل فکرمیکند ،چیزیکه با آمدن وی دربخش صلح افغانستان مفید تمام می‌شود.”

به گفته آقای رحیم ادامه جنگ جاری در افغانستان به نفع هیچ‌کس نبوده و زلمی خلیلزاد می‌تواند در به پایان رساندن این جنگ نقش مهم و سرنوشت ساز را بازی نماید.

محمد حنیف اتمر از سمت‌اش کنار رفت
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 8/26/2018

محمد حنیف اتمر مشاور امنیت ملی افغانستان از سمت اش استعفاء داد.

قادرشاه سخنگوی شورای امنیت ملی افغانستان در صحبت با رادیو آزادی استعفای آقای اتمر را تایید کرد اما جزییات بیشتر در مورد نداد.

حنیف اتمر از سال ۲۰۱۴ میلادی یکی از نزدیکنان رئیس جمهور محمد اشرف غنی خوانده شده‌است که در زمان حکومت حامد کرزی رئیس جمهور پیشین افغانستان در پُست‌های مهم چون وزیر داخله کشور ایفای کرده بود.

امین: په کابل کې د انتخاباتو کمېسون مخې ته درول شوې خېمې مو لېرې کړي
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 8/26/2018

د کابل امنیه قومانداني وايي، د انتخاباتو د مرکزي دفتر له مخې یې د اعتراض کوونکو خېمې لېرې کړي او د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دروازې د کارکوونکو پر مخ خلاصې دي.

امنیه قوماندان جنرال داود امین نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ولسي جرګې د انتخاباتو له لېسته يو شمېر لېرې شویو نوماندانو او پلویانو يې پولیسو ته بد او رد ویلي او له دوی سره يې د خېمو د لېرې کولو پرمهال مقاومت کړی دی.

له شااوخوا دوو اوونیو وروسته د کابل پولیسو د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د مرکزي دفتر دروازې د دغه کمېسيون د کارکوونکو پرمخ پرانيستې.

د کابل امنیه قوماندان جنرال داود امین ازادي راډيو ته وویل چې په کابل کې یې د انتخاباتو خپلواک کمېسون مخې ته درول شوې ټولې هغه خېمې لېرې کړي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو له نوملړه يو شمېر حذف شویو نوماندانو او پلویانو یې د اعتراض په ډول درولې وې.

ښاغلي امین وویل چې د خېمو د لېرې کولو پرمهال پولیس له لفظي او فزیکي چلند سره مخ شول چې په نتیجه کې یې درې پولیس برسېرن ټپیان شوي دي.

دی وایي:

“بالاخره موږ هم هغه عسکري او پوځي حرکت د قانون سره سم ترسره کړ، دوی له ځانه سره کلاشینکوف، پيکا او زرې موټرې لرلې او دوی زموږ په وړاندې مقاومت وکړ، ډزې یې وکړې، خو د کابل زړورو پولیسو په خپلې ښې همغږۍ سره چې له ګارنیزون سره یې درلوده، وتوانېدل چې دوی له سیمې لېرې او خېمې یې ټولې کړي.”

د کابل د امنیې قوماندان په خبره، د خېمو د لېرې کولو پرمهال د پولیسو له خوا يو شمېر داسې کسان هم نیول شوي چې د ده په خبره، د يو شمېر حذف شویو نوماندانو له خوا د پیسو په بدل کې د کمېسيون مخې ته خېمو کې کېنول شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د انتخاباتو له وروستي لېسته د ۳۵ نوماندانو له ايستلو وروسته، د يو شمېر حذف شویو نوماندانو پلویانو په کابل او ولایتونو کې د انتخابات خپلواک کمېسيون د دفترونو مخې ته خېمې ووهلې او دروازې یې وروتړلې.

خو د کابل امنیې قومانداني اوس وايي چې د انتخاباتو مرکزي دفتر دروازې د دغه کمېسيون د کارکونکو پر مخ خلاصې او د سیمې کنټرول په بشپړ ډول د پولیسو په واک دی.

خو د يو شمېر راپورونو له مخې، په يو شمېر ولایتونو کې لا هم د دغه کمېسيون د ولایتي دفترونو دروازې تړلې دي چې له امله یې انتخاباتي چارې په ټپه ولاړې دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د هېواد په اتو ولایتونو، له هغې ډلې په بدخشان، کندز، بامیان، بغلان او ننګرهار کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه د معترضانو له خوا تړل شوي چې بې له شکه د دوی چارې ټکنۍ کوي.

له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک رسنیو ته ویلي وو چې هېوادوال کولای شي چې مدني اعتراضونه وکړي، خو په خبره یې چې که دغه اعتراضونه د ملي بهیرونو د مخنیوي لامل ګرځي، له اعتراض کوونکو سره به قانوني چلند وشي.

که څه هم اعتراض کوونکي ټينګار کوي چې له لېسته د ايستل شویو کانديدانو نومونه دې بېرته په لېست کې شامل شي، خو د شکايتونو کمېسيون خپله کړې پرېکړه وروستۍ ګڼي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د ځینو دغو کاندیدانو چې نومونه یې له ورستي لېست څخه حذف شوي، نظر هم واخلو، خو اړیکه مو چا ځواب نه کړه.

په ورته وخت کې د يو شمېر سیاسي معترضو ګوندونو هغه مهلت هم نن پای ته ورسېد چې په انتخاباتي نظام کې يې د بدلون لپاره حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ته ورکړی و.

تر دې مخکې دغو ګوندونو د ۹ میلیونو رأیو ورکوونکو نوم‎ ليکنه خیالي بللې وه او ویلي یې وو، که کمېسیون نوم ‎لېکنه باطله اعلان نه‎ کړي او انتخاباتي نظام بدل نه‎ شي، دوی به حتی د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو مخه ډب کړي.

دا چې نوی اقدام څه دی، په دې اړه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د اجرائیه شورا غړي نادر افغان ازادي راډیو ته وویل:

“نن داسې په نظر کې وه چې په مرکز او ټولو ولایتونو کې پراخ لاریونونه ترسره شي او همدا اوس هم په ۱۱ ولایتونو کې مظاهرې دوام لري، موږ په هېڅ صورت هغه انتخابات نه منو چې شفافیت یې تضمین نشي او له درغلیو ډک وي.”

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان له انتخاباتو د څار يو شمېر بنسټونه بیا د رامنځته شوي انتخاباتي کړکېچ د له منځه وړلو لپاره په سوله ییزو مذاکراتو او خبرو اترو ټينګار کوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانو انتخاباتو د بنسټ مشر محمد نعیم ایوب‌ زاده وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د انتخاباتو پر پروسې به بده اغېزه وکړي او د خلکو باور به په دغه ملي بهیر لا کم شي.