طالب مشر: هغه طالبان چې له حکومتي چارواکو سره یې لیدلي منافقان دي

منبع : تاند   تاریخ: 6/19/2018

ټولنیزو رسنیو ته د یوه طالب مشر، چې نوم یې نه دی یاد شوی، راوتلې یوه آډیو وایي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د ناستې پاستې او یو ځای کېدلو عکسونو، ویډیوګانو او مجلسونو سخت ټکان ورکړی دی.

طالب مشر، چې ادعا کېږي د بلوچستان ایالت په یوه جومات کې خبرې کوي، په خپله ۱۱ دقیقه یي آډیو کې وایي، چې د ویډیوګانو او عکسونو په لیدلو یې وژړل او په زړه کې یې چړې ښخې شوې.

هغه وایي چې «زه د دغو طالبانو له کارونو بېزاره یم،» او زیاتوي، «د اسلامي امارت مشران، قران او حدیت د دغو خلکو له عملونو نه بېزاره دي.»

تر دې وړاندې هم په ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې د اوربند په موده کې ښارونو ته د طالبانو تګ او له ولس او چارواکو سره د هغوی لیدنو – کتنو طالب مشران بېرولي او دا اندېښنه یې ورته پیدا کړې چې د دوی کسان به له سختدریځۍ لاس واخلي.

د همدې اندېښنې له کبله طالب ویناوال وایي، «دغو خلکو (طالبانو) له مجاهدینو سره خیانت وکړ. دوی منافقان دي. زه نه پوهېږم چې الله تعالی به د دوی توبه څنګه قبوله کړي.»

دا طالب مشر، چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، زیاتوي«دوی د اسلامي امارت د غړو سره جفا وکړه. دا خلک په غلطه لاره لاړل. د هغو مجاهدینو توبه به الله تعالی څنګه قبوله کړي چې د مجاهدینو د کونډو له قاتل سره یې لیدلي او ډوډۍ یې ورسره خوړلې ده.»

یوه افغانه مېرمن ښار ته ورغلي یوه طالب ته د عزت پګړۍ ور په سروي

طالب چارواکی چې له خبرو څخه یې قهر او غضب څرګندېږي، وایي،«د دغو طالبانو ضمیرونه خراب دي، منافقان دي، دا خلک شرم، حیا نه لري او مونږ یې جهاد ته ضرورت نه لرو.»

هغه په خپله وینا کې طالبانو ته په خطاب کې وایي، «تاسو د بدر او حنین غزوې دریادې کړئ چې څنګه تاسو فکر کاوه چې لږ یئ او مرسته یې درسره وکړه او چې په حنین غزا کې مو فکر کاوه چې ډېر یئ او الله تعالی کفار درباندې غالب کړل.

آیا الله، د الله رسول، امیرالمؤمنین تاسو ته ویلي چې له حکومتي عسکرو سره په موټرسایکل سپاره سئ او ډوډۍ ورسره وخورئ.»

په اخر کې هغو طالبانو ته چې له حکومتي چارواکو،‌ عسکرو او خلکو سره یې لیدلي دي د «خرکوسانو» خطاب کوي.

ویل کیږي چې د طالبانو د وژل شوي مشر، ملا محمدعمرمجاهد، زوی مولوي یعقوب له دې نه هم ترخې خبرې کړي دي.

د طالبانو او حکومت طرفدارانو خبری (په عکس کلیک وکړی)

په افغانستان کې د حکومت او د وسله والو مخالفانو تر منځ د اوربند په نافذېدلو سره ډلې ډلې طالبان په ښارونو را ولوېدل، حکومتي مامورین او د ښارونو اوسېدونکي کلیو او بانډو ته د خپلو او خپلوانو د لیدلو لپاره لاړل، کېناستل، پخلا شول او د افغانانو په جلا کولو کې د یو شمېر استخباراتي ادارو د کالونو کالونو هڅې یې په اوبو لاهو کړې.

دفاع وزارت: نیمايي طالبان له ښارونو بېرته نه دي وتلي

د افغانستان دفاع وزارت وليي چې په تېرو درو ورځو کې یوازې پلازمېنې کابل ته ۲۵۰۰ طالبان ورغلي چې نیمايي یې لا هم په دې ښار کې دي.

په کندوز او ځینو نورو ښارونو کې هم په سلګونو طالبان، چې د اوربند له فرصته په استفادې د خپلوانو او دوستانو لیدو ته تللي وو، لا هم په دغو ښارونو کې پاتې دي.

دفاع وزارت تاییدوي چې له نورو ښارونو څخه هم شاوخوا نیمايي طالبان بېرته نه دي وتلي.

 د دې وزارت ویندوی محمد رادمنش وايي«موږ راپورونه لرو چې نیمايي طالبان په ښارونو کې پاتې دي ځکه چې له جګړې ستړي دي او سوله غواړي.»

په همدې منځ کې طالبانو ویلي، هغو کسانو ته به سزا ورکړي چې له دې وروسته ښارونو ته لاړ شي یا په ښارونو کې پاتې شي.

صلح خواهان هلمندی در کابل، بسیاری آنان نیاز به تداوی دارند
منبع : طلوع نیوز   تاریخ: 6/19/2018

پس ‌از آن ‌که کاروان صلح خواهان هلمندی، پس از ۳۸ روز پیاده روی به کابل رسیدند، شماری از این صلح خواهان بدلیل وضعیت بد صحی زیر مراقبت داکتران قرار گرفتند.

داکترانی ‌که برای مراقبت این صلح خواهان به مسجد عبدالرحمان خان کابل موظف شده‌اند، می ‌گویند که شماری از این صلح خواهان وضعیت صحی نامناسبی دارند. به گفتۀ داکتران، آنان از بهر پیاده‌ روی طولانی – مسیر ۶۳۰کیلومتر – آب بدنشان کم شده است و نیز از ناحیه پاها خون‌ ریزی کرد‌ه‌اند و شماری‌ هم بدلیل نوشیدن آب ‌های غیرصحی در مسیر راه مریض شده‌اند.

خلیل سالنگی، یکی از این داکتران می‌ گوید که دست کم ۳۰ تن از این صلح خواهان بدلیل مشکلات یادشده، وضعیت صحی نامناسب دارند. او تأیید می‌ کند که چهار تن از اعضای کاروان صلح خواهان هلمند، برای مراقبت ‌های بیشتر به شفاخانۀ وزیر اکبرخان منتقل شده اند.

بسیاری از صلح خواهان هلمندی، داستان ‌‎های بسیار غم‎انگیز و تکان ‌دهنده‌یی دارند که آنان را واداشته‌ تا مسیر هلمند – کابل را پیاده طی کنند. یکی از این صلح خواهان، ظهیراحمد زندانی است. او ۲۲ سال دارد و اهل ولایت هلمند می‌ باشد. ظهیر احمد، کاملأ نابینا است و چشمان و هشت عضو خانواده‌اش را در جنگ‌ ها در هلمند از داست داده است.

کوچک ‌ترین عضو این کاروان اما طاهرخان هفده ساله است که از ولایت کندهار با صلح خواهان پیوسته است. طاهرخان می ‌گوید که دانش ‌جوی سال نخست دانشگاه بود و از بهر صلح پوهنتون را رها کرده و به صلح خواهان پیوسته است: «من چهار عضو خانواده ام را در جنگ‌ ها از دست داده ام. وقتی صلح تأمین شود، من درس هایم را دوباره آغاز می ‌کنم. ما دیگر نمی ‌خواهیم زنان بیوه شوند، ما دیگر نمی خواهیم کودکان یتیم شوند.» او می ‌افزاید: «حتا طالبان از جنگ خسته شده اند. این جنگ برما تحمیل شده.» عبدالهادی ۴۲ ساله و بخت محمد ۵۰ ساله، دو عضو دیگر کاروان صلح خواهان هلمند هستند؛ آنان که از ولسوالی گیلان ولایت غزنی با این کاروان یک‎ جا شده اند، جنگ و ناامنی هزینه‌ هایی از آنان نیز گرفته اند.

                    

وزارت دفاع: شماری از طالبان‌که به شهر ها آمده بودند برنگشته اند
منبع : طلوع نیوز   تاریخ: 6/19/2018

وزارت دفاع ملی می‎گوید، شماری طالبانی‌ که در روز های عید به داخل شهر ها آمده بودند به پایگاه‌ های شان برگشته اند، اما شمار دیگر از آنان در شهر ها مانده‌اند.

محمدرادمنش، معاون سخن‌گوی این وزارت می‌افزاید، طالبانی‌ که در شهرها مانده اند، به روند صلح خواهند پیوست: «آنان در شهر ها به تعداد هزار و بیشتر از آن در کابل هم بیشتر از دو هزارو پنج صد تن وارد شدند و دیدند که دولت به صلح تعهد دارد و فعلأ برخی شان ماندند و برخی رفتند، آنان که مانده اند کمیسیون صلح افغانستان دربارۀ شان تصمیم خواهد گرفت.»

در همین حال، برخی از احزاب سیاسی از آتش بس حکومت با طالبان استقبال می ‌کنند و می‌ گویند که احتمال دارد این آتش بس، درِ گفت و گو های صلح را با طالبان باز نماید. عبدالحفیظ منصور، عضو شورای رهبری جمعیت اسلامی گفت: «تأمین آشتی و صلح از اهدافی است که همه روی آن اتفاق دارند. کدام نقطه مبهم و پیچیده در آن وجود نداشته – امر تازه یی هم نبوده و از هر فرصتی که حکومت بتواند برای قطع جنگ اقدام بکند از سوی جمعیت استقبال می شود و حمایت می شود.»

انوارالحق احدی، رئیس حزب جبهۀ ملی نوین افغانستان نیز می‌ گوید که احتمال دارد، برخی از ملاحظات سیاسی در آتش بس سه روزۀ طالبان با حکومت افغانستان وجود داشته باشد: « حکومت اعلان آتش بس کرد، اما این آتش بس طویل المدت نخواهد بود و اگر شود بحث هایی دربارۀ صلح خواهد بود.»

شاه حسین مرتضوی، معاون سخنگوی رئیس جمهور نیز افزود: «استقبال بی نظیر مردم نشان می ‌دهد که صلح به یک خواست جمعی و ملی مبدل شده و انتظار داریم که با حمایت جمعی یک صلح دوامدار را فراهم بسازیم.»

پس از نشست عالمان دین در کابل و فتوای آنان درباره حرام بودن حمله ‌های هراس افگنانه افغانستان رئیس جمهور غنی یک آتش بس یک هفته یی اعلام کرد، سپس طالبان سه روز عید را آتش بس اعلام کردند و این رویداد با استقبال بسیاری ها رو به رو شد، رئیس جمهور این آتش بس را ده روز دیگر نیز تمدید کرده است.

                  

دولسمشر غني له‌خوا داوربند دغځېدو په اړه نړیوالې تبصرې
منبع : د آزادی رادیو   تاریخ: 6/19/2018

ډېرو نړیوالو ورځپاڼو بیا هم په افغانستان کې داختر په مناسبت ټینګ شوي اوربند او دافغان ولسمشر له‎خوا دهغه غځېدو ته پام اړولی دی.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دافغانستان دچارو دڅېړونکې پامیله کانسټیبل په قلم یو مطلب خپور کړی او لیکي: افغان ولسمشر اشرف غني دشنبې په ورځ له وسله‎والو طالبانو سره لومړنی اعلان شوی اوربند وغځاوه او هم‌یې له خپل لوري دښه نیت ښودلو په هدف دطالبانو ټپیانو ته دروغتیایي مرستو رسولو دوړاندیز ترڅنګ د ۴۶ طالب بندیانو دخوشې کېدو اعلان وکړ.

اشرف غني له ارګه په وېډیویي وینا کې دغه‌راز وویل چې حکومت‌یې هر اړخیزې سولې او دسولې خبرو ته تیار دی او هم دې ته حاضر دي چې په دې هېواد کې دنړیوالو ځواکونو دراتلونکي حضور په ګډون په هر هغه څه چې طالبان‌یې غواړي خبرې وکړي. طالبان په ‎دې هېواد کې دنړیوالو ځواکونو حضور دسولې په لار کې یو مهم خنډ بولي.

واشنګټن پوسټ لیکي: داوربند دغځېدو لپاره چې وروستۍ نېټه‌یې نه‎ده معلومه د غني له دغه ناڅاپي اعلانه هدف دا دی چې دنافذ شوي اوربند له مخې له هغه ستر بریالیتوب څخه چې داختر په لومړۍ ورځ‌یې وسله‎والو طالبانو تود هرکلی وکړ او په زرګونه وسله‎وال‌یې ښارونو ته لاړل او اختر یې له عامو خلکو او امنیتي ځواکونو سره ولمانځه، ګټه واخلي او دسولې هڅې ګړندۍ کړي.

دواشنګټن پوسټ په لیکنه غني وویل، دا کار دخپلو خلکو دهیلو او دسولې ارمانونونو ته ددرناوي په‎خاطر کوي او که وسله‎ وال طالبان هم له خپل لوري ښه نیت وښیي، دهغوی نور بندیان به هم خوشې کړي. خو وسله‎والو طالبانو پرون یکشنبه اعلان وکړ چې نور اوربند نه‌غځوي او جګړې ته دوام ورکوي.

واشنګټن پوسټ دامریکا دبهرنیو چارو دوزیر هغه څرګندونې هم راخیستي چې دولسمشر غني له‎خوا دتمدید شوي اوربند دملاتړ په اړه‌یې کړي دي. مایک پامپیو په یوه بیان کې وویل چې متحده ایالات حاضر دي چې دسولې دخبرو ملاتړ وکړي، اسانتیاوې ورته برابرې او هم په ‎کې برخه واخلي.

ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې داختر په دوهمه ورځ په ننګرهار کې دهغې ځانوژونکې حملې په اړه چې مسؤلیت‌یې داسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی، دطالبانو له‎خوا خپره شوې خبرپاڼې ته پام اړولی او لیکي: طالبانو له خپلو قوماندانانو غوښتي چې ملکیانو ته دتلفاتو دمخنیوي لپاره دې خپل وسله‎وال نه‌پرېږدي چې له امنیتي ځواکونو او ملکیانو سره په غونډو کې ګډون وکړي، ځکه دښمن له اعلان شوي اوربنده ناوړه استفاده کوي او ددې خطر شته چې ورته ناوړه عمل سرته ورسوي.

دننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې په دغه پېښه کې دافغان امنیتي ځواکونو، وسله‎والو طالبانو او ملکي وګړو په ګډون ۳۶ تنه وژل شوي او له ۶۰ زیات ټپیان شوي دي. پردې سربېره پرون داختر په درېیمه هم ننګرهار د بلې ځانوژونکې حملې شاهد و. ویل کېږي دجلال آباد په پښتونستان واټ کې دولایت مقام ته نږدې پرونۍ حمله هم هغه مهال شوې چې افغان ملکي او پوځي چارواکي او دوسله‎والو طالبانو مشران له یوې غونډې دراوتلو په حال کې و.

                

طالبان دلوګر په یو شمېر سیمو کې پېغلو ته ښوونځي ته دتګ اجازه نه‌ورکوي
منبع : د آزادی رادیو   تاریخ: 6/19/2018

طالبان په لوګر ولایت کې ترخپل کنټرول لاندې سیمو کې پېغلو نجونو ته ښوونځي ته دورتګ اجازه نه ‌ورکوي.

طالبانو له تېرو څو کلونو راهیسې په لوګر ولایت کې ترخپل کنټرول لاندې سیمو کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته دزده‎کړو اجازه نه‎ ده ورکړې. دغه ډله په دې اند ده چې په روانو حالاتو کې ښوونځیو ته دپېغلو نجونو تګ داسلامي شریعت خلاف عمل دی. په محمد اغې ولسوالۍ کې دطالبانو دتعلیم او تربیې مسؤل ملا عبدالفتاح صادق ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولسوالۍ په زرغون شهر کلي کې هېڅ ښځینه معلمه نه‌شته.

نوموړی وویل: “په لوګر ولایت کې ټول ښځينه زده‎کوونکي ترشپږم ټولګي پورې او په ځینو ولایتونو کې حتی ترڅلورم ټولګي پورې ښوونځيو ته ځي او د طالبانو معیاري نصاب لري، ددې لپاره امنیت ټینګ نه‎دی او دلته يرغلګر موجود دي، ټولو ښوونځیو ته مو مکتوبونه لېږلي چې له شپږم ټولګي پورته ښځینه زده‎کوونکې ښوونځيو ته لاړې نه‎شي او دشریعت له مخې هم دا اجازه نه‎شته چې پېغلې نجونې دې په روانو شرايطو کې ښوونځیو ته لاړې شي.”

په ورته وخت کې يو شمېر دیني عالمان وايي، داسلام دین دزده‎کړو او ښوونځیو ته دتګ په برخه کې په هېڅ‎چا بندیز نه‎دی وضع کړی. ددغو عالمانو له ډلې قاري مبین‎شاه رمزی په‎دې اړه آزادي راډيو ته داسې وویل: “يو حدیث شریف دی چې له بي بي عايشې «رض» نه نقل شوی دی چې په‎کې راغلي، تر ټولو غوره ښځې انصار دي چې حیا یې ددیني پوښتنو مخنیوی نه‎کوي، یعنې انصار ښځې ډېرې زړورې وې چې له نبي کریم «ص» نه‌یې پوښتنې کولې، نو اسلام او شریعت په ځانګړو شرایطو کې پېغلو ته دتعلیم حق ورکړی دی.”

دمحمد اغې ولسوالۍ اړوند سیمو کې څو ښوونځي موجود دي چې طالبانو تر خپل کنټرول لاندې ښوونځیو کې يو شمېر مضامین هم له نصابه ايستلي دي. په دغه ولسوالۍ کې دطالبانو دتعلیم او تربیې دمسؤل په خبره دهنر او فرهنګ مضامین‌یې دښوونځیو له نصابه لیرې کړي او پرځای یې قران‌کریم او سیرت‌النبي ته ځای ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده دهېواد په ځينو نورو برخو کې هم يو شمېر ښوونځي دطالبانو ترکنټرول لاندې دي. هغه سیمې چې دطالبانو ترولکې لاندې دي هلته ښوونځي فعاله دي، خو دطالبانو ترڅار لاندې دي.

له دې وړاندې دملګرو ملتونو دماشومانو دملاتړ صندوق “یونېسف” ویلي، نږدې نیمايي ماشومان دناامنیو، فقر او ناوړه دودونو له امله ښوونځيو ته نه‌ځي. بل‎خوا دلوګر ولایت په ځينو ښوونځیو دطالبانو کنټرول په زده‎کوونکو هم اغېز کړی او دمحمد اغې ولسوالۍ دزرغون شهر کلي يو شمېر زده‎کوونکي وايي، دوی غواړي ډاکتران او يا هم انجنیران شي او دطالبانو لپاره خدمت وکړي.

دزرغون شهر عالي لېسې دوو زده‎کوونکو الهام‌الدین او رامین په دې اړه آزادي راډیو ته داسې وویل: “زما نوم الهام‌الدین دی او داووم ټولګی زده‎ کوونکی یم او هره ورځ ښوونځي ته ځم او په راتلونکي کې غواړم له مجاهدینو سره انجنیر شم.”

“هره ورځ ښوونځي ته راځو او ښوونکي موږ زیار باسي، په راتلونکي کې غواړم ډاکتر شم او له طالبانو نه خوښ یم.”

دافغانستان دپوهنې وزارت هم مني چې په ځینو سیمو کې طالبانو ددولت له رسمي نصابه ځيني مضامین لیرې کړي، خو هغه مضامین چې طالبانو په نصاب کې ځای کړي له دوی سره رسمیت نه‎لري. ددغه وزارت دخپرونو مسؤل کبیر حقمل وايي، دقران ‌کریم په ګډون دیني مضامین په نصاب کې شامل دي.

دښاغلي حقمل په خبره، دا چې طالبان له شپږم ټولګي نه وروسته نجونو ته ښوونځي ته دتګ اجازه نه ‌ورکوي دا له دین نه ددوی شخصي برداشت دی. دی وايي: “موږ څو ورځې وړاندې په محمد اغې ولسوالۍ کې دطالبانو له‎خوا يوه اعلامیه يا اخطاریه ترلاسه کړه او هغه موضوع چې تاسو ورته اشاره وکړه، هغه هم په‎کې شته، دبحث خبره دا ده چې دا ډول تفسیر له کومه شو چې نجونې دې له شپږم ټولګي نه وروسته زده‎کړو ته دوام ورنه‎کړي، دا يو شخصي تفسیر دی.”

ښاغلی حقمل وايي، دلوګر ولایت په زیاترو ښوونځیو کې نجونې تر ۱۲ ټولګي پورې ښوونځیو ته ځي. نوموړی وايي، دافغانستان دپوهنې وزارت هڅه کوي چې نجونې هم دهلکانو په شان زده‎کړې وکړي او دتعلیم له نعمته بې‌برخې پاتې نه‎شي.

              

کاروان صلح: امریکا، روسیه، پاکستان و ایران عاملین ناامنی در افغانستان اند
منبع : پژواک   تاریخ: 6/19/2018

کابل – اشتراک کنندگان کاروان صلح از امریکا، روسیه، پاکستان، ایران و کشور های دیگر حاضر در افغانستان خواست تا جلو حکومت هاى شان که سبب ناامنی ها در افغانستان شده، بگیرند. کاروان صلح هلمند که از طرف های درگیر خواهان صلح هستند، ۳۸ روز پیش از هلمند حرکت مدنی پیاده رفتن را آغاز کرد و امروز با پیمودن حدود ۷۰۰ کیلومتر فاصله وارد کابل شد.

طوریکه این کاروان در امتداد راه در هر ولایت مورد استقبال گرم مردم قرار می گرفت، در کابل نیز مردم و فعالان مدنی از آنها استقبال کردند. اقبال خیبر رئیس این حرکت مردمی در نشست برگزارشده در کابل گفت که آنها با پیام صلح به کابل آمده، از جوانب درگیر آتش بس دایمی و از جامعه جهانی تقاضا دارند تا برای اعاده صلح در افغانستان دست به کار شوند.

موصوف گفت: (ما از حکومت ها مایوس شده ایم، حکومت ها اسلحه تولید می کنند و ملت ها را ذریعه آن نابود می کنند؛ ما از مردم کشور هاى غربى، روسیه و کشور های همسایه می خواهیم تا جلو مداخلات و انسانی کشی حکومت های شان را در افغانستان بگیرند.) موصوف افزود: (در جریان راه  با طالبان نیز سر خوردیم، از ما استقبال نمودند و فریاد کردند که پس از این باید، از جنگ نامعلوم و غیرتعریف شده کناره گیری کنند، هم چنان با عساکر نیز مواجه شدیم، تفنگ ها را بر زمین زدند و گفتند که در بدر هستیم؛ بس است این جنگ باید متوقف شود.) به گفتۀ موصوف، این نمونه آشکار خسته شدن طالبان و سربازان از جنگ است و خواهان صلح دایمی در کشور اند.

در پایان اين نشست، پنج گروپ توظیف شدند تا در کابل علاوه بر دفتر ملل متحد در مقابل سفارت های امریکا، روسیه، ایران و پاکستان بروند، برای یک هفته در آنجا خیمه صلح برپا کنند و این پیام مردم ستمدیده افغانستان را به اتباع کشور های متذکره برسانند. گروپ های متذکره، فردا ساعت ده قبل از ظهر به ساحات متذکره اعزام خواهند شد.

اعضای این کاروان شعار های (زندگی ما تنگ است – جنگ است، جنگ است، ما صلح می خواهیم، جنگ بس است، تمدید آتش بس را مى خواهيم، یک جناح قلب و دیگرش جگر ماست، اگر طالب است یا سرباز) را با خود حمل می کردند.

               

عرفان‌الله عرفان: دحامد کرزي وروستۍ څرګندونې دهغه دشخصي عقدو نتیجه ده
منبع : د آزادی رادیو   تاریخ: 6/19/2018

دولسي جرګې داداري هیئت یو شمېر غړي او دچارو ځیني کارپوهان دالکترونیکي تذکرو په اړه دپخواني ولسمشر حامد کرزي څرګندونې له حکومت سره دهغه دشخصي عقدو نتیجه بولي.

دالکترونیکي تذکرو وېش که څه هم له ځانه سره ډېرې خوشبینۍ لرلې، خو په وړاندې یې انتقادونه هم تر اوسه مطرح دي. دلیدلوري او نظر داختلافونو ترڅنګ، دولسي جرګې داداري پلاوي یو شمېر غړي وايي، دالکترونیکي تذکرو دوېش لړۍ یو ملي بهیر دی چې باید دځينو اشخاصو او ډلو له‌خوا سیاسي شي.

دولسي جرګې نایب منشي عرفان‌الله عرفان ددوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال دغرګولي په ۲۷» آزادي راډيو ته وویل، که دا بهیر دحامد کرزي په وخت کې پیل شوی وی اوس به‌یې په اړه هېڅ ډول اختلاف او تاوتریخوالي نه‌وو. ښاغلي عرفان وویل: “دحامد کرزي په شمول ټول مشران او نور هغه کسان چې دافغانستان په سیاست کې ښکېل دي، باید له حکومت سره تفاهم ته ورسېږي او دا ډول ستونزې حل کړي، ځکه چې دا یو ملي بهیر دی چې همدلۍ، همپالنې او یوه لیدلوري ته اړتیا لري او دسیاست لوري ته‌یې کاږل د افغانانو په ګټه نه‌دي.”

دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، دالکترونیکي تذکرو لړۍ په هېواد کې سیاسي شوې او تفرقې ته زمینه برابروي. ده په دې بهیر او تفرقه اچولو کې بهرنیان هم ښکېل بللي او ټینګار یې کړی چې تر هغې چې دالکترونیکي تذکرو په سر رامنځته شوې لانجه حل نه‌شي، دی به تذکره وانه‌خلي. له دې وړاندې دالکترونيکي تذکرو دوېش لړۍ دثور دمیاشتې په ۱۳مه دولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا پیل شوه.

دالکترونيکي تذکرو دوېش له پيلېدو سره دملت په توګه دافغان دلیکلو په سر اختلافات هم زیات شول، تردې چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له توافق او دخلکو له غوښتنو پرته دالکترونیکي تذکرو وېش کړکېچ ته تلل بللي دي. خو دغه بهیر له پیلېدو سره خوش بینۍ هم لرلې، دچارو یو شمېر کارپوهانو، دخلکو استازو او دهېواد ځینو اوسېدونکو الکترونیکي تذکرې دامنیت دټينګښت او په انتخاباتو کې دشفافیت لپاره مهمې ګڼلې دي.

دنفوسو داحوالو دثبت دمرکزي ادارې ویاند روح‌الله احمدزی وايي، دالکترونیکي تذکرو دوېش بهیر په عادي شکل دوام لري او تراوسه یوازې په کابل کې له ۴۰ زرو څخه ډېرو خلکو دهویت دثبت فورمې اخیستې دي. دی ټينګار کوي چې تریوې بلې اوونۍ پورې به دالکترونيکي تذکرو دوېش دوه نور مرکزونه هم په کابل کې پرانيستل شي.

دچارو یو شمېر کارپوهان وايي، دالکترونيکي تذکرو په اړه دحامد کرزي لیدلوری ستونزو ته ددغه بهیر کش کول او له حکومت سره شخصي عقده ښکاره کوي. له ډلې یې خالد سادات آزادي راډيو ته وویل: “دحامد کرزي په شمول هغه کسان چې دحکومت دننه او یا له نظامه بهر دي، غواړي چې دحکومت ځيني کارونه او پرېکړې دشخصي اختلافاتو له کبله چلنج او له ستونزو سره مخ کړي، دکرزي وروستۍ څرګندونې هم له ولسمشر غني او دهغه له ټيم سره دعقدو او شخصي اختلافاتو له کبله دي او دی غواړي چې دسیاسي اختلافاتو ستونزه په الکترونیکي تذکرو کې ځای پرځای کړي.”

ښاغلی سادات وايي، دالکترونیکي تذکرو موضوع په حقوقي او قانوني لحاظ حل شوې، نو ځکه باید نور له دغې بهیر سره سیاسي چلند ونه‌شي.

             

ښارونو ته راغلي نيمايي طالبان بېرته نه دي تللي
منبع : خبریال دات کام   تاریخ: 6/19/2018
افغان دولت او طالبانو داختر په ورځو کې په اوربند کې دکابل سربېره دګڼ شمېر ولايتونو ښارونو ته په زرګونو طالبان داختر لمانځلو لپاره راغلي ول، چې اوس ويل کېږي، نيمايي يې همدلته په ښارونو کې پاتې شوي او بېرته دوسله والو طالبانو سره د يو ځاى کېدو لپاره نه دي تللي.

دفاع وزارت ويلي دي، چې کابل ښار ته ٢٤٠٠ وسله وال طالبان راننوتي، چې دوى ثبت کړي او وسلې يې هم ترې اخيستې وې، خو نيمايي يې داوربند دمودې پاى ته رسېدو پرته هم خپلو سيمو ته نه دي تللي او همدلته په کابل کې له خپلو خپلوانو سره يې دسولې ژوند غوره کړى دى. همداراز ويل کېږي چې په ولايتونو کې هم ډېر شمېر طالبان له خپلو خپلوانو او کورنۍ سره پاتې شوي دي.

داختر دورځې په اوربند کې هېچا فکر نه کاوه، چې په دومره لوړ شمېر طالبان به داختر لمانځلو لپاره ښارونو ته راشي، وسله والو طالبانو په ښارونو کې له امنيتي ځواکونو او خلکو سره عکسونه هم وويستل او ولس يې تود هرکلى وکړ.

ولسمشر غني پرون په خپلو خبرو کې وويل، چې په دې اوربند دچا هم باور نه راته، خو اوربند وښودله، چې افغانان سولې ته اړتيا لري او په همدې خاطر يې داوربند موده لس ورځې نوره هم وغځوله، خو طالبانو داوربند موده پاى ته ورسوله.

                

طمع شیرین صلح، دشمنان دیروز، دوستان روز های عید
منبع : افغانستان ما   تاریخ: 6/19/2018
روزهای عید سعید فطر سال جاری رنگ و بوی متفاوتی نسبت به سال های گذشته داشت؛ افرادی که بیش از یک و نیم دهه با هم جنگیدند، در روز های عید همدیگر را در آغوش گرفتند و عید را با هم تجلیل کردند. در این روزها، در نقاط مختلف کشور، افراد گروه طالبان به مراکز شهر ها آمدند و در کنار نیرو های امنیتی کشور روز های عید را تجلیل کردند.
مردم نیز خرسند از این رویداد، اقدام به گرفتن عکس‌ های سلفی و یادگاری کردند و شماری دیگر خواستار قطع جنگ در کشور شدند. فعالان مدنی زن و مرد در ولایت هلمند با استقبال از آتش‌ بس، به افراد گروه طالبان که به شهر آمده بودند، گل هدیه دادند و خواستار ادامهی آتش ‎ بس شدند.
این خوشی ها از طریق فضای مجازی نیز ابراز شد و صد ها استفاده کننده ی شبکه‌ های اجتماعی با نشر عکسهای یادگاری، احساسات خودشان را ابراز کردند. احمد محمدی استفاده کننده ی شبکه فیسبوک، با نشر یک عکس که نیرو های امنیتی و افراد گروه طالبان همدیگر را در آغوش گرفتهاند، نوشته است: “کاش این آتش‌ بس این تفکر را ایجاد کند که دو طرف جنگ هر دو افغان هستند و جنگ شان جز خرابی وطن دستاوردی ندارد.”
او نوشته است که باید دست بیگانگان از کشور کوتاه شود تا دیگر دو افغان با هم نجنگند و بیشتر از این کشور را تخریب نکنند و خانواده‌ های بیشتری داغدار نشوند.
سید الیاس احمدی دیگر استفاده کننده ی فیس‌ بوک با نشر عکسی که در دست نیروهای امنیتی کشور و طالبان گل است نوشته: چه زیباست کلمه ای که به آن «صلح» می گویند و چه زیباست زمانی که نیروهای امنیتی و طالبان با استقبال از آتش بس یک جا و در کنار هم عید را تجلیل می کنند.
در میان این شور و هیجان و نشر عکس ها، عکس ویس برمک وزیر امور داخلهی کشور بیشتر خبرساز شد. در این عکس نشان داده می شود که او در بین چند فرد از گروه طالبان است.
آقای برمک به رسانه ها گفت که او سرگرم گزمه در نزدیک جاده میدان شهر بود که افراد طالبان نزد او آمدند و آن گونه که سنت اسلامی و افغانی تقاضا می‌ کند، با آنها احوال پرسی کرد و دست داد. وزیر داخله افزود، دیدارش با طالبان یک امر اتفاقی بود و از قبل سازماندهی نشده بود. او ابراز امیدواری کرد که آتش بس ادامه یابد. آقای برمک در ارتباط به نگرانی مردم در مورد آنچه که پس از پایان آتش رخ خواهد داد، گفت، نیرو های امنیتی افغانستان آمادگی کامل خود را گرفتهاند.
محمد اشرف غنی، رئیس جمهوری کشور حدود ده روز پیش، در پی عکس العمل بیش از 2 هزار عالم دینی به جنگ طالبان، پیشنهاد یک هفتهای “آتش بس” به طالبان داد. به دنبال این آتشبس، گروه طالبان اعلام کرد که فقط در روز های عید سعید فطر، آتش بس را می‌ پذیرد.
سرور دانش معاون دوم ریاست جمهوری نیز در پی این آتش بس گفته است که اعلام آتش بس یک‌ جانبه از جانب حکومت و سپس پذیرفتن آن از جانب گروه طالبان در روز های عید فطر، یک تحول بزرگ و بی پیشینه در تاریخ جنگ‌ های افغانستان و آغاز یک تجربه نو برای رسیدن به صلح کامل و امنیت پایدار در کشور است. آقای دانش با انتشار پیامی نوشته است که خوشحالی مردم و نیروهای امنیتی نشان می‌ دهد که از جنگ خسته و بیزار هستند و برای صلح و آشتی لحظه شماری میکنند.
وی در ادامه پیام خود آورده است که یک بار دیگر با تأکید بر فریاد همیشگی صلح طلبانه دولت و ملت افغانستان، از گروه‌ های مخالف مسلح مخصوصا از رهبری تحریک طالبان می خواهیم که صدای صلح طلبی مردم به شمول جنگجویان خودشان را شنیده و با پاسخ مثبت به ادامهی آتش‌ بس، زمینه را برای گفتگو ها و مذاکرات بین الافغانی فراهم سازند و به جای جنگ و تخریب بنیاد های مادی و معنوی کشور، بیایند دیدگاه‌ ها و اهداف خود را از طریق مبارزه مسالمت آمیز و مشروع سیاسی تعقیب کنند.
محمد اشرف غنی رئیس جمهوری کشور روز شنبه دوم عید، دستور داده است آتش بس یک جانبه با طالبان برای یک مدت نامعلوم تمدید شود، او گفته جزییات بیشتر بعدآ ارائه می شود و از گروه طالبان نیز خواسته است که آتشبس سه روزه شان را تمدید کنند.
آقای غنی در این پیام ویدیویی گفته که رعایت آتش‌ بس از سوی دو طرف، نشان دهندهی این است که برای صلح اجماع وجود دارد و همه خواستار صلح هستند. او هم چنان گفته که لوی سارنوالی نیز به احترام این آتش‌ بس، 46 عضو گروه طالبان را از زندان آزاد کردهاست و آزادسازی گروه طالبان ادامه دارد، اما به شرطی که پایبندی به صلح و آتش بس دیده شود. رئیس جمهور در روز سوم عید اعلام کرد که آتش بس تا مدت ده روز دیگر تمدید می شود.
محمد کریم خلیلی، رئیس شورای عالی صلح نیز روز یکشنبه 27 جوزا در یک نشست خبری ضمن استقبال از آتش بس صورت گرفته شده، گفت که در یک هفته اخیر “تبادل دیدگاه خوب” با رهبران گروه طالبان داشته است و “این صحبت‌ ها به جا های خوبی رسیده است.”
از سوی دیگر در پی اعلام آتش بس نامحدود رئیس جمهوری، وزارت خارجه ایالات متحدهی امریکا هم اعلام کرده، آماده پیوستن به مذاکرات صلح با گروه طالبان است. اکنون باید منتظر ماند و دید که دوستان روز های عید سعید فطر، بعد از اعلام آتش بس، استقبال‌ های همه جانبه و پشتیبانی جامعه بینالمللی چگونه خواهند بود؟ 
                  
دپاکستان پوځ خبریالان ګواښي او بندي کوي – راپور
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 6/19/2018

دپاکستان پوځ دټاکنو په درشل کې دسیاسي نیوکو دمخنیوي لپاره دپاکستان رسنۍ او مطبوعات ترهوي او په ځینو پېښو کې یې ګواښلي هم دي.

په اترېش کې دمطبوعاتو خپلواک انستیتوت له پاکستاني رسنیو سره ددغه هېواد دپوځ دناسم چلند په اړه راپور خپور کړی او ویلي دي چې په پاکستان کې یې دمطبوعاتو دویرې او ترهې پېښې ثبتې کړي دي. ددغه راپور په اساس دپاکستان پوځ دمنتقدو رسنیو او مطبوعاتو ځینې مشران ګواښلي او ان په ځينو پېښو کې یې نیولي هم دي.

په راپور کې دپوځ له لوري دګل بخاري او اسد کهرل دنیول کېدو خبره هم شوې ده. په راپو کې دپاکستان نظامي استخبارات هم پړه ګڼل شوي دي. تراوسه دپاکستان پوځ او استخباراتو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني مطبوعاتو دپښتون ژغورنې غورځنګ دمظاهرو او غونډو په اړه هېڅ راپور نه دی ورکړی. ددغه غورځنګ مشرانو پاکستاني مطبوعات تورن کړي چې داقلیتونو غږ نه منعکسوي. خو دمطبوعاتو ځینو چارواکو ویلي دي چې دپوځ له ویرې دا کار نشي کولی.

              

روسیې دافغانستان جنګ “ورور وژنه” وبلله
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 6/19/2018

روسیې دافغان حکومت له لوري داوربند دمودې غزول ستایلي او هیله یې ښودلې ده چې دا اوربند په افغان خاوره کې “ورور وژنه” ختمه کړي.

دروسیې دبهرنیو چارو وزارت ددوشنبې په ورځ (جون ۱۸) اعلامیه خپره کړهت چې په کې ویل شوي “دا مهمه ده چې په اوربند کې لکه دداعش دخراسان او نورې نړیوالې تروریستې ډلې شامل نه دي.”

اعلامیې کې هیله ښودل شوې ده چې دکابل دا نوښت په افغان خاوره کې د ورور وژنې داوږد “جنګ ختمولو، دسوله ییزو خبرو پيل او ملي پخلاینې بهیر ته” لار پرانیزي. تردې دمخکې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې افغانستان له پاکستان سره په یو نااعلان شوي جنګ کې ښکیل دی او روان جنګ دنړیوالو ترهګرو پر ضد یو مشروع جنګ دی.

ولسمشر غني دیکشنبې په ورځ (جون۱۷) له طالبانو سره درې ورځنی اوربند دلسو نورو ورځو لپاره هم وغځوله. خو طالبانو دښاغلي غني تر اعلان څو ساعته مخکې وویل چې ددوی اوربند ختم شوی او بېرته به خپل بریدونه پیل کړي. تراختر مخکې په کابل کې شاوخوا ۳۰۰۰ دیني عالمانو په یوې ګډې فتوا کې افغانستان کې روان او ځانمرګي بریدونه غیرمشروع وبلل. هغوی له حکومت او طالبانو وغوښتل چې سوله وکړي.

ولسمشر غني له دغې فتوا یوه ورځ وروسته یو اړخیز اوربند اعلان کړ او له ټولو افغان امنیتي ځواکونو څخه یې وغوښتل چې پرطالبانو بریدونه ونکړي او خپل تهاجمي عملیات دې بند کړي. طالبانو هم داختر درې ورځې اوربند اعلان کړ. په اختر سلګونه طالبان ښارونو ته راغلل له افغان امنیتي ځواکونو او عادي ولس سره یې تصویرونه واخیستل، خبرې وکړې او یو بل ته یې داختر مبارکۍ ورکړې.

                  

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
راه درازی که پیاده طی شد، کاروان صلح خواهان هلمند به کابل رسید
منبع : طلوع نیوز   تاریخ: 6/19/2018

 

کاروان صلح ‌خواهان هلمند، بامداد دوشنبه (۲۸ جوزا) پس از ۳۸ روز سفر با پا، به کابل رسیدند تا صدای صلح را به حکومت و طالبان برسانند.

اعضای این کاروان پس از رسیدن به منطقۀ کمپنی شهرکابل برای چند دقیقه آرام کردند و دوباره به راه شان ادامه دادند و اکنون به مسجد عبدالرحمان در شهر کابل، جا به‌ جا شدند. قرار است این کاروان به مسجد عیدگاه روند و نشستی خبری برگزار کنند و به گفتۀ اعضای این کاروان، قرار است آنان پیشنهاد چهار ماد‌ه‌یی را به حکومت و طالبان ارایه کنند که در آن این کاروان صلح ‌خواهان خواستار تمدید آتش ‌بس، از سرگیری گفت ‌و گو ‌های صلح، تطبیق قانون اسلامی به توافق هر دو جناح و بیرون شدن نیروهای خارجی از کشور را هستند.

گفتنی‌ است که این کاروان هیچ مقام دولتی را برای اشتراک در نشستی شان دعوت نکرده‌اند، اما درب اشتراک در نشست شان برای همه باز است. حکومت آتش بس را برای ده روز دیگر تمدید کرد، اما طالبان پس از پایان روز سوم عید در اعلامیۀ گفته‌اند که این گروه برنامۀ برای تمدید این آتش ‌بس ندارند و عملیات شان را از سر خواهند کرد.

اعضای این کاروان بسیار خسته و پا های خون آلود بودند و این کاروان راه‌ های بسیار دشواری را سپری کردند. این کاروان از دشت ‌های سوزان، مزارع کوکنار، شهر های کوچک و بزرگ و دهکده ‌های نیمه ‌ویران گذشت تا خود را به قلب افغانستان برساند. بخش بزرگی از مسیری که این کاروان سپری کرده، زیر ادارۀ طالبان است.

این کاروان، حرکت شان را با ۸ تن از باشنده‌گان هلمندی آغاز کردند و در جریان راه بر شمار این افراد، افزوده شد. اکنون بیش ‌‎از ۱۰۰ از ولایت‌ های هلمند، کندهار، غزنی، میدان وردک و ولایت بلخ بر شمار این افراد افزوده شدند. ولایت هلمند در ۱۷ سال گذشته، از ولایت ‌های ناامن کشور به شمار می ‌رود و یکی از خاستگاه ‌های اصلی گروه طالبان محسوب می‌شود.

محمد نبی سوله‌ مل از ولایت هلمند که عضوی این کاروان است، پس از رسیدن به کابل به خبرنگار طلوع ‌نیوز گفت: «ما برای تمام مردم افغانستان صلح می‌خواهیم. اگر در این راه جان ما را هم از دست دهیم، به عقب نخواهیم گشت. از طالبان می ‌خواهیم که دیگر خون ‌ریزی را بس کنند.» او افزود: «از زمان روس‌ ها است که ما صدای مرمی، انتحار و انفجار را می ‌شنویم. حالیکه اولاد های ما درس می‌ خوانند، در انتحار و انفجار، از بین می‌ روند.»

حاجی‌ محمد نکیزاده، عضو این کاران از ولایت کندهار گفت: «وقت که من با این کاروان یکجا شدم همه می ‌گفتند که راه بسیار خطر است و من برای شان گفتم که بدون این ‌هم، هر روز ما کشته می ‌شویم. اگر اینها (حکومت و طالبان) قلب داشته باشند، پس صلح خواهند کرد، صلح کردن کار دشوار نیست.» او افزود: «ما در روز عید دیدیم که اردوی ملی و طالبان یک دیگر را به آغوش می‌کشیدند و گریه می‌ کردند و ما از بزرگان آنها می ‌خواهیم که دیگر آنها را، به جنگ نبرند و صلح کنند.»

محمد اقبال ۲۷ساله، رهبری این کاروان را بدوش دارد. او یکی‌از یازده پسر خانواده است و در شهر لشکرگاه دواخانه دارد. می‌ گوید در نبرد ها میان نیروهای دولتی و طالبان به کسی از خانواده‌اش آسیبی نرسیده‌است، اما به خون تپیدن دیگران او را واداشت تا این حرکت را به ‌راه اندازد. محمداقبال خیبر، رهبر کاروان صلح‌ خواهان هلمند، در این باره گفت: «نخستین تجربه در افغانستان بود و باید از راه پُر خطر و راه ‌هایی ‌که در آن همیشه میان دوطرف جنگ است، می ‌گذشتیم که این پیام برسانیم که مردم ترس ندارند و نزد شما می‌آیند و نزد آنان می‌روند و تا هرجایی می‌روند.» او افزود: «به هر دو طرف باور داریم که علاوه ‌بر آتش ‌بس، خواست‌ های دیگری ما را هم بپذیرند کابل می ‌رویم و خواست‌ های ‌ما تازه می‌ سازیم و باور داریم که می‌پذیرند.»

این کاروان با گذشتن از ولایت‌ های کندهار، زابل و غزنی اکنون به مرکز ولایت میدان وردک رسیده‌اند و در تمامی این ولایت ‌ها، با استقبال گرم مردم رو به ‌رو شده‌اند. چنان‌ که باشنده‌گان میدان وردک در آن‌ جا سفره‌ی عیدی‌ شان را برای اعضای کاروان صلح‌ خواهان پهن می ‌کنند و صدای صلح‌ خواهی این کاروان را صدای خودشان می‌دانند.

 

حدود هشتاد هزار تن برای انتخابات در کاپیسا ثبت نام کرده اند
منبع : باختر   تاریخ: 6/19/2018
کمیسیون مستقل انتخابات کاپیسا از ثبت نام حدود هشتاد هزار تن برای رای دهی درانتخابات ولسی جرگه وشوراهای ولسوالی ها خبر داد.عبدالرحمن فرید رئیس کمیسیون انتخابات کاپیسیا در مصاحبه یی با خبرنگار آژانس باختر گفت که نزدیک به دوماه از آغاز ثبت نام رایدهندگان میگذرد و تا فعلا در سطح کاپیسا هشتاد هزارواجد شرایط ثبت نام مرده اندکه سی هزارآن را زنان و ده هزار شان را کوچی ها تشکیل میدهد.

در همین حال شماری ازباشنده های آن ولایت که به خاطرثبت تذکره های شان به مراکز ثبت نام مراجعه کرده بودند، گفتند که باید تمام واجدان شرایط رأی دهی ثبت نام کنند و برای اشتراک در انتخابات پیشرو آماده باشند.

 

په نورستان کې دشپږو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل
منبع : باختر   تاریخ: 6/19/2018
دطالبانو په ډلې پورې اړوند شپږ تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول.
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه دکامديش ولسوالۍ په مربوطاتو کې په پوځيانو دوسله والو طالبانو له يرغل  وروسته بريد وشو.
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان  باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي. په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې  نن سهار په نورستان ولايت کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو کشف شوې ده. له دغه ډيپو څخه په لسګونو سپکې او دراندې جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول. امنيتي مامورانو نن سهار ددغه ختيځ ولايت په ګن ميشتو لارو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل. دوى وسله وال طالبان ددغو ناکامو ماين ښخوونو عامل بولي.
وزارت دفاع: در روزهای عید ۲۵۰۰ جنگجوی طالب وارد شهر کابل شده بودند
منبع : تلویزیون آریانا   تاریخ: 6/19/2018

وزارت دفاع می گوید، از دو هزار و پنجصد جنگجوی طالب که در روز های عید وارد شهر کابل شده بودند، نیمی از آنان دوباره از شهر بیرون نشده اند.

تجلیل مشترک عید از سوی نیروهای امنیتی و گروه طالبان در شماری از ولایت‎ها، بالا شدن پرچم طالبان در پایتخت همه را شگفتی زده ساخت.

در سه روز  آتش بس هزاران جنگجوی طالب با استفاده از آتش بس وارد شهرهای کشور به خصوص پایتخت شدند و با نیروهای امنیتی کشور عکس یادگاری گرفتند وبه پای کوبی پرداختند. حال اما وزارت دفاع می گوید که نیمی از این جنگجویان طالب،  از شهرها بیرون نرفته اند. دلیل هم خسته شدن از جنگ و علاقه مندی به پیوستن به روند صلح!

محمد رادمنش، سرپرست دفتر سخنگوی این وزارت گفت: “راپور همین طور موجود است که نیمی از آنان مانده اند واینها اظهار داشتند که از جنگ خسته اند ومی خواهند به روند صلح به پیوندند”.

حالانکه شهرهای کشور به خصوص پایتخت هزاران جنگجوی ضد نظام را در دلش پناه داده است، مردم می پرسند که چه تضمینی بر عدم انجام حملات مرگبار بر اهداف ستراتیژی این گروه وجود دارد. هرچند وزارت داخله می گوید هر حرکت اعضای این گروه در شهرها را زیر نظارت دارند.

نجیب دانش، سخنگوی  وزارت داخله بیان داشت: ” احضارات داریم؛ درهر گوشه و کناری که مخالفین دست به تحرک بزنند؛ ما عکس العمل خودره میداشته باشیم.”

 این سو تر برخی جریان های سیاسی،  گشت و گذار آزادانه‎ی اعضای این گروه در داخل پایتخت را به باد انتقاد می گیرند و اعلامیه اخیر طالبان مبنی بر از سر گرفتند نبرد شان برضد حکومت ونیروهای خارجی را نشانه شدت گرفتن نبردها .

انوارالحق احدی، رییس جبهه نوین افغانستان اظهار داشت: ” متاسفانه جنگ ها دوباره آغاز می شود. درچندین ولایت جنگ آغاز شده، ما پس دوباره به واقیعت جنگ روبرو هستیم”.

درهمین حال روزنامه رویترز به نقل از یک مقام ارشد طالبان گزارش داده که آنعده افراد طالبان که در زمان حضور به شهرها با خانم ها و نیرو های امنیتی  عکس گرفته اند را مجازات می کنند؛ چیزی که ذبیح الله مجاهد سخنگوی طالبان در تماس با آریانانیوز هم ماندن اعضای شان در در شهرها  وهم مجازات افراد شان ازبهر گرفتن عکس با خانم ها را رد می کند.

با پایان روز های عید طالبان، آتش بس سه روزه شانرا پایان یافته اعلام کردند وحملات شانرا برضد حکومت ونیروهای خارجی از سرگرفتند؛ اما حکومت افغانستان برعکس برای ده روز دیگر آتش بس یکجانبه را تمدید کرد.

مقامات طالبان: طالبانی‌که با نظامیان و مقامات عکس گرفته‌اند، مجازات می ‌شوند
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 6/19/2018

 

رهبران گروه طالبان گفته اند، به همه اعضای این گروه که در جریان آتش‌بس با حکومت افغانستان به شهر ها داخل شده بودند و با مقامات نظامی افغان عکس‌ های سلفی گرفته‌اند، جزای انضباطی خواهند داد.

آژانس خبری رویترز به نقل از یک مقام ارشد طالبان که از وی نام گرفته نشده می‌ نویسد که گفته‌است با ختم آتش‌بس، این تصمیم همان شب در یک اجلاس اضطراری گرفته شده‌است.

به گفته این مقام ارشد طالبان، پاکستان پیشنهاد کرده بود تا در این آتش‌بس نیروهای امریکایی و خارجی نیز شامل ساخته شوند، اما ملاهبت الله رهبر طالبان افغان اجازۀ این کار را نداد.

در جریان سه روز عید، آتش‌بس بین نیروهای افغان و طالبان نافذ بود و در مناطق مختلف این کشور گروه‌های طالبان با بیرق های شان داخل شهرها شده، با مقامات نظامی افغان دیدار کرده و با آن‌ها عکس گرفتند.

این گروه‌ها با استقبال گرم مردم نیز مواجه شدند و مردم آن‌ها را به صلح تشویق کردند. یک فعال جامعۀ مدنی که یک گروه طالبان را بدرقه می‌کرد، شعار می‌داد:“یو مو ځان بل مو ځیګر، طالب دی که عسکر!”

برخی اعضای گروه طالبان با رسانه‌ها نیز صحبت کرده گفته‌اند، سال‌هاست که روی شهر و بازار را ندیده بودند. طالبان علاقمند در شهر کابل آیس‌کریم و در ولسوالی کامه ولایت ننگرهار شیریخ خوردند. یک عضو گروه طالبان بعد از گرفتن عکس ‌های سلفی با نظامیان افغان و مردم ملکی، بعد از اصرار اطرافیانش که بگوید، زنده باد رئیس جمهور غنی، شعار داد: “زنده باد ملا اشرف غنی…!”

در همین ‌حال ذبیح‌الله مجاهد سخنگوی طالبان مسلح از یک محل نامعلوم در یک تماس تیلیفونی به رادیو آزادی گفت که بعد از حمله ننگرهار برخی قوماندانان این گروه به افراد خود هشدار داده بودند که در جریان آتش ‌بس در ساحات پرتجمع و دولتی گشت‌ و گذار نکنند در غیر آن با برخورد انضباطی رو به ‌رو خواهند شد.​

طالبان که در جریان زمامداری شان در افغانستان با فعالیت زنان و گرفتن عکس مخالف بودند، با مقدسه احمدزی و فرزانه واحدی فعالان جامعه مدنی، عکس ‌های سلفی گرفتند. مقدسه احمدزی در صفحه فیس‌ بوک اش عکسی را گذاشته که در آن روی سر یک طالب لنگی می‌گذارد: فرزانه واحدی در صفحۀ فیسبوک خود عکس سلفی را گذاشته‌است که در آن طالبان نیز دیده می‌شوند:فرزانه واحدی در صفحۀ فیسبوک خود عکس سلفی را گذاشته‌است که در آن طالبان نیز دیده می‌شوند: اما با ختم آتش‌بس، همۀ این حرف‌ها نیز پایان یافت.

طالبان ۱۷ جون در یک اعلامیه گفتند که دوباره عملیات نظامی آن‌ها بر ضد امریکایی‌ها و دوست‌های وطنی آن‌ها (نظامیان افغان) آغاز می‌شود. به تعقیب این اعلامیه از حملات بر نیروهای افغان و تلفات در ولایات کندهار، غزنی، لغمان و میدان وردک نیز گزارش داده شد.

محمد اشرف غنی رئیس جمهور افغانستان که آتش‌بس را برای ده روز دیگر تمدید کرده بود، به نظامیان افغان دستور داده‌است تا در برابر هر نوع حملات احتمالی آماده باشند.

 

 

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
درې ورځې اوربند، چا ګټه وکړه، چا تاوان او چاته څه اندېښنې پیدا شوې؟
منبع : تاند   تاریخ: 6/19/2018

په افغانستان کې وروستی اوربند چې لږ تر لږه په تېرو ۱۷ کالونو کې ساری نه لري دډېرو لپاره دخوښۍ سبب شو، ډېر یې وخندول، ډېر یې وژړول او یو شمېر نورو ته یې اندېښنې ور واچولې. ولسمشر غني دجوزا په ۱۷مه اعلان وکړ چې دجوزا له ۲۲مې څخه تر ۲۹مې پورې د وسله والو طالبانو په وړاندې اوربند کوي، او له وسله والو ځواکونو څخه یې وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې دې هېڅ راز تهاجمي بریدونه ونه کړي.

داوربند دلمانځلو یوه لویه غونډه

طالبانو هم د جوزا په ۱۹مه وویل، چې داختر له ۱ څخه تر۳مې پورې دافغان حکومتي ځواکونو پر ضد او دخلکو دهوساینې لپاره اوربند اعلانوي. حکومت خپل اعلان کړی اوربند چې نن / دوشنبه دجوزا ۲۹مه/ پای ته رسېده د ۱۰ نورو ورځو لپاره اوږد کړ، خو طالبانو دمیلیوني ولس له غوښتنو سره سره وویل چې نه غواړي خپل اعلان کړی اوربند اوږد کړي.

طالب او عسکر دروغبړ په حال کې

داسې ښکاري،‌ چې د معاملې نژدې ټولو خواوو له دغه اوربند څخه خپلې ګټې ترلاسه کړې او یو شمېر کړۍ د ننګونو یا چلینجونو له نوې لړۍ سره مخامخ شوي دي.‌ دحکومت او طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند په نتیجه کې،‌ ډلې ډلې طالب جنګیالي په ښارونو را ولوېدل. دهغوی په څېرو کې له ورایه ښکارېدل چې نور له جنګ نه ستړي دي او غواړي چې یو ارام ژوند ته مخه کړي.

هغوی ولیدل چې ښاریان یې، هغسې چې هغوی ته تبلیغ کېدله، کفار نه بلکې مسلمانان دي، کلمه وایي، لمونځونه کوي، او دهغوی په راتګ خوښي څرګندوي. ښاریانو د هغوی په غاړو کې ګلان ور واچول او ښه راغلاست یې ورته وویل. حکومتي چارواکو په تشریفاتي او نیمه تشریفاتي چلند ورته ښه راغلاست وویل، او په حکومتي دوایرو کې یې مېلمانه کړل.

په کابل کې دکورنیو چارو وزیر ویس برمک دښار په لویدیځه برخه کې له ورغلیو طالبانو سره وکتل، عکسونه یې ورسره واخیستل، او ښه راغلاست یې ورته وویل. دننګرهار والي حیات الله حیات ددغه ولایت دخوګياڼو له سیمې، چې دطالبانو دفعالیت له امله مشهوره ده، د یادې ډلې مشران چې جلال اباد ښار ته ورغلي ول، په ولایت کې مېلمانه کړل، درناوی یې ورته پرځای کړ او دا یې ور وښودل چې د حکومت غېږ دهغوی په وړاندې پرانستې ده. په هرات ولایت کې ددغه ولایت امنیه قوماندان دطالبانو سیمې ته ورغی، ورسره کېناست،‌ خبرې یې وکړې، خوراک او څښاک یې ورسره وکړ.‌

دکورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک طالبانو ته ښه راغلاست وایي.

دفراه والي،‌ بصیر سالنګي، ښار ته ور ښکته شوي طالبان مېلمانه کړل،‌ چای او ډوډۍ یې ورکړل او مېلمه پالنه یې وکړه. دزابل ولایت مرکز قلات ته سلګونه طالبان ورننوتل او ښاریانو ورته په تودو ولولو سره ښه راغلاست وویل.

دخوست او پکتیا چې دشملو سیمه بلل کیږي، خلکو، طالبانو اوعسکرو په ګډه داختر او اوربند خوښۍ ولمانځلې  خو په په پکتیکا کې ددغه ولایت دوالي محمد الیاس وحدت په مشرۍ دزرګونو اوسېدونکیو او نظامیانو کاروان هغه وخت له خفګان سره مخامخ شو چې دخیربین دښتې ته دطالبانو دمشرۍ دلیدلو لپاره ورغلل لاکن کشرانو طالبانو ددې مخه ونیوله چې والي او ورسره ورغلي خلک دهغوی له مشرانو سره وویني. په دې ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې خطایي ډزې اورېدل کیږي چې ورغلي خلک سره ترهوي او ویل کیږي چې هلته موجودو طالبانو دملي بیرغ سپکاوی هم وکړ.

خو په کابل کې د ټلوالې یوه بل غړي، امرالله صالح، چې د ښاغلي کرزي د واکمنۍ پر وخت د ملي امنیت رییس وو او د بې کفایتۍ له امله د ملي امنیت له ریاست څخه وشړل شو، په خپله فیسبوک باڼه په یوه مفصل پست کې د حکومت او طالبانو تر منځ د نژدې کېدلو مخالفت وکړ. یو شمېر تحلیلګران په دې اند دي، چې د حکومت او مخالفینو تر منځ د سولې په کېدلو سره به دپخوانۍ شمال ټلوالې او نورو هغو کسانو سره چې په تېرو ۱۷ کالونو کې یې غلاوې، شوکې او شکونې کړي دي حساب کتاب وشي، او همدا علت دی چې د یادې ټلوالې یو شمېر مشران د سولې مخالفت کوي.‌

یو شمېر نه تایید شوي راپورونه وایي، چې امرالله صالح د ملي امنیت په اداره کې د کار پر وخت په زرګونو پښتانه د طالبانو په نامه نیولي، وهلي ټکولي او شکنجه کړي چې له حبس څخه له خوشې کېدلو څخه وروسته مجبور شوي چې دحکومت دمخالفانو لیکو ته ورشي او دحکومت پر ضد سنګر ونیسي. امرالله صالح پسې چې ځینې وايي، دپښتنو ضد احساسات لري، داسې ویل کیږي، چې په دې عقیده دی، چې یوازني ښه طالبان هغه دي چې وژل شوي دي.

یوه افغانه مېرمن ښار ته ورغلي یوه طالب ته دعزت پګړۍ ور په سروي

که څه هم چې د اوربند او ورپسې د متوقع سولې په هکله لا هم اندېښنې پرځای دي، خو د اختر په ورځو کې د اوربند په نفاذ سره ډېرو عادي خلکو فکر وکړ چې نور نو د سولې فضا حاکمه شوه. هغوی له حکومت او طالبانو څخه وغوښتل چې اوربند اوږد کړي او د سولې مذاکرات پیل کړي، او خلکو ته سوله راولي.

د خلکو دا هیله هغه وخت په نهیلۍ بدله شوه چې د یکشنبې په ماسپښین /د غبرګولي ۲۷مه/ د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې په ترخه لهجه د خلکو له خوا د اوربند د اوږدولو غوښتنه رد کړه.

دننګرهار والي حیات الله حیات دطالبانو له مشرانو سره ستړي مه شي کوي.

ښاغلي مجاهد په خپله خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، چې په اوربند سره یې غوښتل ثابته کړي چې هغوی د چا تر کنترول لاندې نه دي، مستقل دي، په یوه امر کار کوي، په یوه امر یې اوربند وکړ او په یوه امر اوربل کوي.

نوموړي له خپلو پلویانو څخه وغوښتل چې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو څخه دې ژر تر ژره وځي او د ماښام له ۸ بجو څخه ایسته دې د حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد خپل بریدونه بیا پیل کړي.‌

که څه هم چې په یو شمېر سیمو کې وسله والو طالبانو جنګ ته مخه کړه خو داسې ښکاري چې ګڼ شمېر طالبان د ښاریانو او حکومتي چارواکو له چلند څخه دومره متأثر شوي چې نه غواړي بیا جنګ وکړي.

په ننګرهار کې د مدني ټولنې یو شمېر ښځینه فعالانې دشنبې په ورځ /د جوزا ۲۷مه/ د طالبانو تر واک لاندې سیمې ته ورغلې او د طالبانو د مشرانو په سرونو یې لونګۍ کېښودلې چې د پښتنو په کلتور کې دا غټ ارزښت بلل کیږي، او مقابل لوری په دې مجبوروي چې د درناوي په وړاندې درناوی وښیي.

دننګرهار والي یوه طالب مشر ته ددرناوي پګړۍ ور په سروي

په ورته وخت کې، یو شمېر تحلیلګران وایي، چې طالبانو هغه وخت د اوربند اعلان وکړ چې امریکا، دافغانستان حکومت او ښکېلو نورو لوریو دپاکستان دپوځ او نظامي استخباراتو دا غوښتنې ومنلې چې دپاکستان دطالبانو دتحریک مشر ملا فضل الله ووژني، ډیورنډ درسمي سرحد په توګه ورسره ومني او افغانستان په قبایلي سیمو کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي.

ویل کیږي، چې په مقابل کې، پاکستاني لوري دا منلې چې طالبان به دې ته مجبوروي چې دافغانستان دحکومت پر ضد له جنګ څخه لاس واخلي او دسولې لاره ونیسي. دګلبدین حکمتیار په مشرۍ داسلامي ګوند یوه غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، تاند ته وویل، چې اصلا دسولې او مذاکراتو دا لړۍ ددغې ډلې دمشر ګلبدین حکمتیار په منځګړتوب پیل شوې او په را روانو نژدې ورځو کې به په ترکیه یا کوم بل مناسب ځای کې دسولې مذاکرات پیل شي.

دفراه والي بصیر سالنګي دورغلو طالبانو په منځ‌ کې

که دپاکستان،‌ افغانستان او امریکا ترمنځ دپټو خبرو په نتیجه کې ریښتیا هم په دې هوکړه شوې وي او بیا طالبان داوربند اعلان او ورپسې را روانو متوقع مذاکراتو ته سوق شوي وي دا به دا معنی ولري چې هغه ماموریت چې دافغانستان جهادي تنظیمونو دسیاسي درایت دنشتوالي له امله دډیورنډ د کرښې په حق کې دپاکستان دنظامي استخباراتو (آی اېس آی)‌ له خوا ددین دنفاذ په نامه دمحمد داودخان دپرمختیایي نظام پرضد شروع کړی وو دطالبانو له خوا په داسې حال کې دبشپړتیا پړاو ته رسېږي چې افغانستان او په ځانګړې توګه دپښتنو سیمې ورانې ویجاړې، په میلیونونو افغانان کډوال، په لکونو وژلي او معیوب او په لسګونو زره افغان ماشومان یتیمان پاتې دي..