ملت، مليت، ملي ستم، خراسان او د ستمیانو شر او شور

 15.6.2018zerakyar
پنځمه بـرخـه
ماته یې هـیواد دوستي مهـمه ده، نه عـقـیـده لکه د موســوي
تاریخ د نن ورځې د ارزښتونو او واقعیتونو په تله کې تلل، د تاریخ سره ناځواني ده ، ذهـنګري ده، او بې انصافي ده. که په یـو چا باندې د مزدور سرتیري ټاپه وهـل روا وګڼـو ، نو باید دیته هـم چمتو وو چې لـږ تـر لږه ځانـونه مـزدور قـلم وا لان حس کړو. زما په ماته ګوډه تجربه،یو څوک چې په یوه موضوع لږ پوهيـږي، ښایي د هغې په اړه بنسټي/افراطي دریځ ونیسي. د دې سرچپه، هرڅومره چې یو څوک په یوه موضوع کې د برلاستیا خاوند وي، هغومره له بنسټي دریځ نه ډډه کوي او عقلاني او استدلالي دریځ نیسي.
ماته څو ورځې وړاندې، یو پوه او خورا سپیـن ږیري افغان یو کتاب ګوټی (رساله) را ولیـږه، د دې هیلې سره چې ویې لـولـم او څه پـرې ولیکـم. کـور دې د هـر یـوه لیکـونکي، خپروونکي او رالیـږونکي ابـاد وي! د کتاب ګـوټي په مخـپاڼـه کې یوازې د لیکـوال فامیلي نوم چاپ شوی دی ، نه د هـغـه ټـول نـوم. ما داسې وانګیرله چې کتاب به په پټ (مستعـار) نوم خپور شوی وي؟ ما لا تـر دې ګړۍ ، په کمپـیـوټـر کې د افغانـستان ولایـتـونه ګـز کـړل، خـو د مـوسـوي ټـول نـوم مې و نـشو مـیـندلی. له نیکې مرغې، هغـه سپـین ږیري افغان ډاډ راکړ چې د لیکوال نوم واقعي دی او دی به یې راته لومړی نوم هـم را پـیدا کړي. هغه را ته نن (۱۹ می ۲۰۱۵) د استاد موسوی ټـول نوم پـه دې ډول راکـړ: سـیـد حـسیـن مـوسـوی.
د لیکوال نوم او د کتاب سرلیک یې دی:[سـید حسین] مـوسـوی، سال ۱۷۴۷ مـیلادی بــازتــولـد یـک کشـور کهــن. خپروونکې: افــغــاني ټـولــنه ، امریکا. چاپخــونه : اداره ترجمه و تحقیـق الـعلـم، پـیښور ، ۱۳۸۴تله= اکتوبر ۲۰۰۵. په 

په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل (دسمبر۱۹۷۹ ) راهـیسې تر نن پورې یـو شـمیـر دیـومـزاجه او اورپکي (متعـصب) تاریخ لـیکـونکي راوتـلي دي. زما په اټکل، موسوي دغه ډول اشخاص په «آقای ٫چهره نما٬٬» مخاطبوي. د دغې ډلې په مقابل کې سیـد حسین مـوسـوي (شعله ګوند ته منسوب) افغان دی، افغانستان پرې ګران دی، د کاغـذ په مخ پـرتې توطئې ماتوي، د ستمیانو د داستان په څیرولو پسې یې ملا تـړلې ده، او د څیـړنې څـرګنـد پـولیس دی. ښووانـد موسوي په خپل یاد کتاب کې د افـغان ملت او هـیواد دوستۍ په نوم د قـلـم تـوره ویـستلې ده. د خپل هیواد د تاریخ د روغې پوهې لپاره یې اغیـزمنه ژبه کارولې او قانع کوونکی لاریې نیولي ده. د موسوي د رسالې په هـر پـړه کي (پراګراف) کې د معلـوماتو روښان تنظیم، ملي احساس او هیواد دوستی خوندي شوي دي. په لڼده وینا د استاد موسـوي رسـالې، لـه ۱۹۹۲ راهـیسې د متعـصبـو اشخاصو د تـاریـخ لیکنې پـهلـوانۍ تـه یـو کـلک انتـقـادي او تحلیلي مورچل (سنګـر) نیـولی دی. زه هـر افغان او هـر متعـصب ته د ښووانـد موسوی د رسالې د لوستلـو سـپارښتـنه کـوم
استاد موسوي د «آقای ٫٫چهره نما٬٬» پام هغه څه ته را اړوي چې په سیاسي ژبه کې ورته «کـم بـر فاشـیزم» (نیرو ګیژ فاشیزم) ویل کیـږي: «آقای ٫٫چهره نما٫٬» د ډیورند د رټلې لیکې په دواړو خواو کې میشتو پښتنوته په سپکه سترګه کسي: «جـز به درد اجیرشدن و جنګیدن و چپاولګری در رکاب لشکـر های مهاجم و غارتګر حکمران منطقه، نمی خوردند.»۴۷مخ

ځما ځیرکیار په اند، دغه ډول دریځ چې یو څوک پکې خپل سیال یا مخالف اړخ خـبـیث او بـدجنس انځور(ترسیم) کړي، د هـیټـلـري او استبدادي افکارو نه الهام اخلي. رواندا چې تقریباَ د افـریقې په منځ کې یو کوچنی هیواد دی، په ۱۹۹۱ کې یې ۷،۷ ملیون وګړي لرل. دغه هیواد په ۱۹۹۴ کې د سل ورځنۍ قـوم وژنې سره مخامخ شو: د توتسي قبیلې نیم ملیون تر یو ملیون انسانانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ، دوه سوه زره توتسیان کډوال شول، او د یو نیم لک تر دوه نیم لکه ښځو شخصیت د جنسي تجاوز په واسطه ویجاړ شو. ټـول ټـال، ۷۵٪ تـوتسیان ووژل شول. هـوتو قـبیلې به د خپل ریډیـو له لارې په خپلو ډنډورو کې د توتسي قبیلې غړي ټیټ او بې ارزښته معرفي کول: مار او ګونګـوټۍ (قـانغـوزک) به یې ګڼل. ولې؟ د یـو چا یا یوې ډلې بدجنس او خبیث ګڼل یوه روحي عملیه ده چـې نـور پکې له انسان نه ټـیټ ګڼل کیـږي او له دې امله د دې وړتیا نـه لري چې اخلاقي پاملـرنه ورتـه وشـي. هر څـومره چې د مخـالفـو اړخونو کړکیچ کلک (جـدي) وي، هـغـومـره یې تـر منځ روحي واټـن(فـاصله) غـځـیـږي. بـلاخـره دغـه روحـي پـړمختـګ( نـزول) په اخـلاقي محرومیت اوښتلـی شــي: محرومې شوې ډلې ته معمولاَ په جنایي، شـریره او سپکه (حقیره) سترګه کتل کيـږي، یعنې د عـزت او درناوي وړ نه ګـڼـل کیـږي. يوه ډله چې دغـومره ټـیټه او بې عـزته معرفي شي، نو بـیـا یې په مقابل کې تجاوز او تعـذیب اسان او روا ګـڼل کیـږي.په سهیلی ختیزه اسایا کې کمبودیا یو هیواد دی چې د وګړو خورا غټه برخه یې( نږدی ۹۵٪) د خمـیر قــوم جـوړوي. پاتي ۵۰٪ یې ویتـنامیان، ۱٪چیـنایان، او ۴٪ یې نـور قـومـونه دي. خمیـر یې رسمي ژبه ده. کله چې خمیر روژ(سور خمیر) په۱۹۷۵ کې قدرت ونیو، د کمبودیا نفوس تقریباَ ۷،۳ میلیون و. د خمیر روژ شاته کمونیسټي چیـن او پانګه واله زبرځواکه امریکا ولاړ وو. خمیرروژ(سور خمیر) په زور سره یو ډول ابتدایي بـزګریز کمونیزم پلی کاوه. د خپـل قـدرت په څلـور کالـونو کې ( ۱۹۷۵تر ۱۹۷۹) خمیر روژ، د نږدې دوه ملیون هیوادوالو ژونـد پای ته ورساوه چې هغـه مهال نـږدې ۲۵٪ نـفـوس کیده. د خمیـر روژ یـو منځکـوره (متـوسـط) مشر کانګ کیک اِیو ویلي وو: « ژوندی ساتل دې ګټه نـلـري، وژل دې تـاوان نـلـري.»(یعنې څوک چې د سور خمیـر په شان نه وو، ژوند یې هیڅ ارزښت نه لاره). په ویټـنام کې د امریکایي قـواو له جنرال ویلیم ویسټـمورلیڼـډ نـه واورئ: «شرقیان[ اورینټـلز]، د غـربیانو په شان ژوند ته په عـین ډول جګ ارښت نه ګوري. په شرق[اورینټ] کې ژونـد ډیـر دی او ارزان دی.» لـیکـوال جـویل بـریـنکلي په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کې کمـبــودیا تـه ور ستـون شـوی و او هـلـــته یې د خلکـو نه هـیریدونکې تریخ روحی زجـر (پوست تروماتیک ستریس ډیس اورډر) ولید چې راتلونکی نسل به یې هم خـوند وڅکي. د لاندې کتاب لیکوال برینکلي، له ۲۰۰۶ راهیسې په سټانفورډ پوهنتون کې د ژورنالیزم پوهاند دی.]ـ ځیرکیار

Joel Brinkley, Cambodia’s Curse: A Modern History of the Troubled Land( Public Affairs: Paperback 2012), pp.39-40. For a compact stydy see Bruce Sharp,“Counting Hell: The Death Toll of the Khmer Rouge in Cambodia” [29 May 2015].For general information on genocide see Samuel Trotten and Paul R. Bartrop, Dictionary of Genocide(London: Greenwood Press, 2008). For comparing fascism and communism, read political scientist Vladimir Tisnaneanu, The Devil in History: Communism, Fascism, and some Lessons of the 20th Century. University of California Press, 2014

افغان سید حسین موسوي هم «آقای ٫٫چهره نما٬٬» د بشپـړقضاوت په خطر پـوهـوي ـ د هغه قضاوت په خطر چې غلي فاشـیزم یې چورلیـز (محور) جوړکړی دی: «آیا میدانید که فاشیزم هـټـلری قـبل از پرداختن به آن جنایات هولناک در جنګ دوم جهانی که وجدان جامعهٔ بشری از آن معـذ ب و بهانه ای ګردیده در دست صهیونیستهای اسرائیل در کشتار خلق فلسطین، به کدام تبلیغات نژادپرستانه یی اشتغال داشتند؟ وقتی هـیتلر بعـد ازکسب قدرت لا اقل (۶) ملیون یهود بی پناه را در کوره های آدم سوزی به آتش کشانید، می توانی بنویسی که جناب عالی و سایر هـم قطاران تان چه نقشه ای برای ملیت پشتون در سر دارید که چنین بی باکانه حکم به ٫٫درد نخـوری٬٬ آنها می نمایید، نکند نقشه هایی از قبیل ٫٫رواندا٬٬ و نسل کشی در میان باشد و مردم افغانستان از آن اطلاع ندارند؟». موسوي زیاتوي چې: «در اینکه طبـقه حاکـمه ملیت پشتـون غارتګـر و چـپاولګـر بـوده هیـچ جای شکـی وجود نـدارد، اما این مساله تنها منوط به طبقه حاکمه آن ملیت نګردیده، خصلت طبقاتی تمام طبقات حاکمه در تمام ملیت ها از پشتون، تاجـیک ، هـزاره، روس، ازبک، جـرمن، انګـلـیس، فـرانـس… غـارتـګـری و چـپاولګـر یـست. ٫٫آقای محترم٬٬! اګر کسی بیایـد و با تکیه بـر غـارتګری ها، چپاولګـریها، خـود فـرو شـیها، قـاچـاق بریها و مـیهـن فـروشیهای مشهـود و مستـنـد ربانـی، مسعـود، فهـیم، دوستـم، مزاری و سایریـن؛ بنـویسـد کـه بـلی، ـــ ٫٫هــفت کـوه ســیاه در میان٬٬ـــ تمام ملـیت تاجیک و ازبک وهـزاره چـپاولګـر، میـهـن فــروش و چــنان و بــهمان است، آیا آن قــضاوت را صائب میــدانی و یــا چــطور؟» (۵۰تر۵۱مخونه). زما ځـیـرکیـار په انـد، د هغـه چا نـوم پـه درنـاوي یـادیـږي چې سـر یې د خـیـټـې د پـاسه وي، خوهـغـه څـوک سـپک وي چـې سـر یې د خـيـټـې لانـدې وي!په دې کتاب د استاد سـید حسین موسوي سر د خيټې د پاسه دی.