د افغاسنتان دملي پرمختګ ګوند د اجرائیه شورا او دارالانشا ګډه غونډه د ۱۳۹۷کال د غبرګولي په ۲۲ مه دملګری استاد عبدالحی مالک تر مشرۍ لاندې جوړه شوه

د افغاسنتان دملي پرمختګ ګوند د اجرائیه شورا او دارالانشا ګډه غونډه د ۱۳۹۷کال د غبرګولي په ۲۲ مه دملګری استاد عبدالحی مالک تر مشرۍ لاندې جوړه شوه

 

په غونډه کې د اجرائیه شورا او دارالنشا ټولو غړو حضور درلود .

د غونډې په پېل کې ملګری  مالک د ګوند د مشرتابه نوی غړي د ګوندرهبری ته معرفی کړل او ورپسی یی  د هیواد په اوسنیو حالاتو هر اړخیره رڼا واچوله،او د ګوند د مشرتابه غړو پاملرنه یې د هغوې درنو مسؤلیتونو ته راواړوله وروسته د غونډې اجنډا  ګډونوالو ته وړاندې او د رايو په اتفاق تائید شوه .

  1. د 1397 ل کال د غبرګولي په ۱۱ مه د ګوندي کنفرانس د اسنادو تائید ول،
  2. د ګوند په تګلاره او اساسنامه کې د تعدیلاتو تائیدول ،
  3. د ګوند د اجرائیه شورا او دارالانشا د غړو لست تنظیمول ،
  4. دملي پرمختګ ګوند دچارو د سمون لپاره د کمیسونونو او شعبو جوړول ،
  5. د کابل ښاري ګوندي سازمان لپاره دملګری مورچل توظیفول ،

همدارنګه غونډې پریکړه وکړه چې په هرو ۱۵ ورځو کې باید د دارالانشا غونډی او په هرو ۳ میاشتو کې د اجرائیه شورا غونډی په نوبتی ډول دایری شي. اوهم  پریکړه وشوه چې د ګوند  اساسنامه او برنامه دی وروسته له تعدیدلاتو د ګوندي سازمانونو په واک کې ورکړل شي. د ګوند ټولې مصوبې باید د ګوند په ویبپاڼه کې خپرې شي. همدرانګه په ننۍ غونډه کې دګوندی کارونو دلا ښه سمون لپاره لاندی   شعبی  او کمیسونونه جوړاوتصویب شول .

  1. د ګوند د تشکیلاتو شعبه
  2. اسناد او راتباط شعبه
  3. مالي چارو شعبه
  4. د تبلیغ او فرهنګ کمیسون
  5. د نظارت او کنترول کمیسون
  6. د تفاهم او ارتباط کمیسون

د ګوند د ثبت او راجستر لپاره هر اړخیز بحث وشو او په پایله کې ددغه کار د سرته رسولو لپاره لازم هدایت ورکړل شو ،

همدارنګه د کابل د ښار د نواحیو د ګوندي سازمانونو د فعالولو لپاره ملګری محمد غفار مورچل دمشخص کار دنده وسپارل شوه ،او پردی تاکید وشو چی دیو پلان له مخی د کابل ښار ګوندي شوراوی فعاله شی .