زموږغښتلي

 قيوم معلم :
Qayum Malims foto.

دوهم فصل

لوستي غښتلي
زه خو یي د خپلو غښتلو، ښوځوانانو،نامیانو په نوم لیکم
( 52) برخه

ښاغلی ډاکټر صالح محمد “ زیری”

زموږ په ټولنه کي د ماشوم او کورنۍ ژوند له هره بابته لکه روزئ(نفقې) او روزنه مستقیماً د پلار پراوږه وي. په دې چي زموږ په ټولنه کي لا مور(ښځه)تر اوسه هم د زده کړو او کار اسانتیاوي نه لري. ښاغلي ډاکټر صالح محمد ” زېری” لا ماشوم وو چي پلار یې وفات سو. دی، ورور او خوندي مور ته پاته سول. کله چي غریب وایو دا معنی چي باغ، پټی او بله کوم څه نه لري. یو یتیم د کونډي زوی چي ټول ژوند یې د پردیو په مزدوریو او خواریو کي تېر سوئ دئ هغه ښاغلی ډاکتر صاح محمد زېری وو.
صالح محمد زېری د گل محمد زوی په ۱۳۱۴هـ ش کال کي د کندهار ښار د برو بازار د صبر په کوڅه کي زېږېدلی دئ. خپلي لومړنۍ زده کړي یې د میرویس نیکه او احمدشاه بابا په لېسو تر سره کړي او په ۱۳۳۶هـ ش کال کي له دولسم ټولگۍ څخه فارغ سوئ دئ. و پوهنتون ته تر امتحان ور کولو بریالی او په ۱۳۳۷هـ ش کال کي د کابل و پوهنتون ته شامل سو. په دغه شان په ۱۳۴۳هـ ش کال کي د همدغه پوهنتون د (طب پوهنځی) څخه په لوړه نمره یې فراغت حاصل کی. ډاکتر صالح محمد زېري د نادرشاه روغتون( علي اباد شفاخانه) او د کوي(چیچک) د له منځه وړلو سره د مجادلې په ریاست کي یې وظیفې تر سره کړې دي.
ډاکتر زېری له ځوانۍ څخه د کتاب لوستلو شوقي او د سیاست سره یې مینوال وه. په پوهنتون کي له هغو ځوانانو سره کښېنستۍ چي تر ده مخکي یې سیاست کولو ته مخه کړې وه، د هغو ځوانانو په مرسته په خاصه د( ډاکتر عبدالمحمد در مانګر) ډاکتر صالح محمد زېری له ښاغلي نورمحمد تره کي سره و پېژند ګلوي پیدا کړه. تر هغه وروسته یې نو د نورمحمد تره کي په لارښونه منظمه مبارزه پیل کړه. ډېر ځوانان یې یوه منظم سیاسي کار او مبازې ته تیار کړه. کله چي په ۱۳۴۳هـ ش کال د جدي د میاشتي پر یولسمه نیټه د یوه گوند د جوړیدو له پاره انتخابي استازي را و بلل سول، ډاکتر صالح محمد زېری هم یوې کاري کمیټې د خپل استازی په توګه و ټاکه. په هغه اول کنگره کي چي (۷) تنه د مرکزي کمېټې د غړو په حیث انتخاب سول د هغو په ډ له کي ډاکټر صالح محمد زېری و.
د محمد ظاهر شاه په حکومت کي څه وخت چي گوند د ولسي جرگې په (۱۳) دوره کي د خپلو ملگرو د کاندید کېدو فیصله وکړه، نو ډاکتر صالح محمد زېري د خپل گوند د فیصلې له مخي د ملي شورا د (۱۳) دورې لپاره په کندهار کي ځان نوماند(کاندید) کړه، خو حکومت پرې نښود هغه و چي حکومت ډاکتر صالح محمد زېری ونیوئ شپږنیم کاله یې سیاسي زندان په(دهمزنگ او کندهار لوی محبس) کي تېرکړه. څه وخت چي سردار محمد داود خان د محمد ظاهر شاه پاچهي ړنګه کړه او جمهوریت یې اعلان کړه، د ډاکتر صالح محمد زېري کورنۍ د ګوند د مشرتابه په مرسته و دولت ته د څو څو ځله عریضو پیشکولو وروسته له زندان څخه را خوشي سو، د گوند د مرکزي کمیټي د فیصلې له مخکي یې نور په دولت کي وظیفه نه لرل، د خپل گوند او گوندي چارو او گوندي فعالیت کي بخت وو.
د ۱۳۵۷هـش کال د ثور د اوومي نیټې تر بریالي پا څون وروسته د وزارت زراعت او د مځکو د اصلاحاتو د وزیر په حیث وټاکل سو. هغه وو چي د سود، سلم او ګروۍ د لغوه کولو سند یې جوړ او د حکومت لخوا یې د یوه فرمان په نوم نافذ او ټول هیواد کي تطبیق کړه. بیا یې په ټول هیواد کي د مځکو د عادلانه وېش یا تر ټاکلي نصاب ډېري مځکي د یوه حکومتي فرمان تر امر لاندي پر غریبو بزگرو کورنیو باندي و وېشلې. د بزگرو د مرستي لپاره زراعتي کوپراتیفونه جوړ کړه……څو په ۱۳۵۸ هـ ش کي د عامي روغتیا و زېر و ټاکل سو ده او د فتر لا سره پېژندلي نه و چي روسانو مو پر وطن تېری وکړ.
دروس تېری ۶جدی د ۱۳۵۸ هـ، ش کال باندی د څو میاشتو له پاره زنداني سو، بیر ته را خوشي په گوندي چارو کي تش په نوم د سیاسي بېرو غړۍ او د ببرک مرستیال و ټاکل سو. د ډاکتر نجیب الله د حکومت پر وخت له هغه مقامه لېري د ملي شوارا غړي او د ملي شورا مرستیال و. د همدې وظیفې د اجرا پر وخت دریم ځل د ډاکترنجیب الله په حکم بندې په اعدام محکوم بیا یې اعدام په شل کاله حبس بدل سو. د ډاکتر نجیب الله د حکومت تر نړېدو پوري په څرخي پله زندان کي بندي و.
کله چي له پاکستانه بل تیری د مجاهدو(اشرارو) حکومت را ولېږل سوو زندانیان ازاد سول، ډاکتر صالح محمد زېری هم د نورو خلګو په شان کورته راغی. په هیواد کي ګډوډی او په کابل کي سختو جګړو ډاکتر صالح محمد زېری اړ کړه چي پېښاور ته و لاړ سي. ډاکټر زېری لا په پېښاور کي د ژوند کولو ځای نه وو پیداکړئ چي، د برهان الدین رباني د حکومت وختي دي په داسي حال کي چي خپله ډاکټر“ زیری” پرکور نه وو، د حکومت سره په تړاو کي اشرار یې کورته ورغله مېرمن، لور او زوی یې په خپل کورکي ور حلال کړه. تر د غي غیر انساني غمجني درني پېښي وروسته انگستان ته مهاجر سو. سره ددې ټولو دردونو غمونو چي لرل یې ارام کښې نه نستۍ خپل حوصله او اراده یې له لاسه ورنه کړه، علمي او تحقیقاتي کار ته یې لاس وا چاوه، د ولس د خبرتیا، پوهولو اوبیدارۍ لپاره یې کار کړی دئ. هغه کارونه یې و کړل چي ډیرو د لوړ نوم لرونکو تر دا اوسه نه وه کړي.
دغه لیکلي او ژباړلي یې چاپ سوي دي او نور اثار هم لري چي تر اوسه چاپ سوي نه دي، د افغان دموکراسۍ په نوم یې خپل کمپیوټر پانه هم لرله.

شمېره د لیکنه د لیکنی نــوم
۱ پنځوس کلن ژوندی تاریخ د نیمي پېړي خاطرات
۲ سیاسي اوعلمي کتاب افغانستان او د ډموکراسی سیاسي نظام
۳ د افغاني ټولني پېژندنه ټولنپوهنه په افغاني مثالو کي
۴ ( دلنډو کیسو مجموعه) د زمانې جفا
۵ (دلنډو کیسو مجموعه) د سنگر وروستۍ ننداره
۶ (شعری ټولگه) گل خاوره
۷ (شعري ټولگه) د کابل، رود
۸ (زموږ لاره ژباړه) راه ما
۹ د کابل د کیسو مجموعه کابل – دکیسو ټولگه
۱۰ په اتفاق کي سوله د میرافغان سوه ( د لنډو کیسو مجموعه)
۱۱ کلیله او دمنه (ژباړه) کلیله او دمنه: دا هغه زر گونه کاله زوړ کتاب دئ، چي تر سلو (۱۰۰) ژبو ډېرو ته ژباړه سوېدئ. پښتانه یې له لوستلو محروم ځکه وه چي و پښتو ته را ژباړه سوئ نه وو، له فارسي متن یې استفاده و دري ژبو ته هم مشکله وه. ډاکټرصالح محمد”زېری” لومړی افغان پښتون لیکوال سو، چي دا مهم کتاب(کلیله او دمنه) یې په روا نه پښتو ژبه و ژباړه. په خپل لگښت یې چاپ او وړیا یې پرخلگو و وېشئ.
۱۲ د فردوسي د شاهنامي د فردوسي شاهنامي: له نوم سره ډېر خلگ اشنا وه، دا لوی او د پام وړ کتاب په خورا لوړه دري ژبه لیکل سوی و. ددې کتاب لوستل هم پښتنو ته څه چي دري ژبو ته یې لوستل مشکله وه. د ډاکټر صالح محمد ” زېری” هغه لومړنی افغان پښتون لیکوال و، چي(فردسي شاهنامه )
له دري ژبي څخه و پښتو ژبي ته را و ژباړ له. دا لوی افتخار هم د”زېري” په نصیب سو، په خپل لگښت یې چاپ، وړیا یې وویشئ.یې
نه چاپ سوي اثار یې
۱ په افغانستان کي د فیوډالېزم بهېر درې سوه لیکل سوي مخونه په کابل له کوره، مېرمني او اولادونو سره ټول له منځه ولاړه.
۲ لوی افغانستان څرنگه کوچنی سو د افغانستان د تاریخ په اړه.
۳ لنډه کېسه څرنگه لیکل کېږي؟
۴ همدا شان په لسگونه مقالې دوستان کولای سي په کمپیوټر کي( افغان د یموکراسي) پاڼه خلاصه هلته یې و لولي.
دښاغلي «زېري» په سلگونه لیکني د وخت په اخبارونو، مجلو، هفته نامو او کمپیوټر پاڼو کي موندلای سئئ په کمپوتر کي د(افغان دموکراسۍ ) په نوم خپل پاڼه هم لري. الله پاک دي ورته روغتیا او ډېر عمر ورکړي.