یو هېواد او دوه پادشاهان، واکمنان

6.5.2018Goldad khan
یادونه:ـ ما دغه لیکنه د دوه سري دولت جوړیدلو په شپو ورځو کې یو څه غوندې لیکلي وه او په چچکي کې راسره پرته وه. ما اوس دغه لیکنه هلته وموندله او له سره مې یو څه غوندې کتنه پرې وکړله. زما د دغې لیکنې وروستۍ ډېره برخه همغه پخوانۍ ده. دا ده زه اوس دغه لیکنه تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کوم او هیله ده چې ورڅخه په تنګ نشئ.
د افغانستان تاریخ په داسې پېښو باندې ډک دی چې د پادشاهۍ نیولو پر سر باندې، وروڼو، پلارونو او زامنو، ترونو او ورېرونو، د ترونو زامنو او نورو نیږدې خپلوانو او قومیانو سرونه او تندي سره پرې مات کړي دي. دوی د پادشاهۍ نیولو پر سر باندې یو د بل پر بندي کولو برسېره، یو د بل سترګې ایستلي دي او یو او بل یې سره وژلي دي. د اتلسمې پېړۍ په وروستۍ نیمه یي کې چې انګرېزانو د هند لویه وچه ونیوله او د څو کلونو په اوږدو کې یې د زور او ځواک لمنې د افغانستان پولو ته رانیږدې شولې، نو بیا به په افغانستان کې یوازې د انګرېزانو د خوښې کسانو پادشاهۍ کولی شولې. انګرېزانو به د دغې خبرې تر څنګ چې د افغانستان له پادشاهانو سره د څه وسلو او پیسو مرستې کولې، د پادشاهانو کوم وروروڼه او یا د کورنۍ نور مهم کسان به یې له ځانونو سره په هندوستان کې یرغمل کښېنولی وو. کله به چې پادشاه د دوی له غوښتنو او دستورونو څخه سرغړونې کولې، دوی به بیا پادشاه په دغې خبرې باندې ډارولو چې په عوض باندې به یې هغه څوک پادشاهۍ ته ورسوي چې له دوی سره دی. د افغانستان پادشاهانو په اړوند، د انګرېزانو دغو ډولونو چارو د امیر امان الله خان واکمنۍ ترمهاله پورې دوام درلود. له امان الله خان څخه وروسته، سقاوي واک پېر او د نادري واک پېر یوې برخې وخت ته هم ورته ګوته نیولی شو.
ما د افغانستان اوږده او ځنډن تاریخ یوازې د وروستیو وختونو څنډو او پېلمو ته اشارې وکړلې او ژور نه ورغلم. اوس به زه همدا زما په ژوند کې د داؤد خان واکمن کیدلو له وخت څخه پیل کړم او په اشارو سره به ځغلند او برسېرن غوندې تر اوسني وخت پورې پرې تېر شم. داؤد خان چې د محمد ظاهر شاه د تره زوی او اوښی (د محمد ظاهر شاه د خور مېړه) وه او د هغه په پادشاهۍ کې یې پر نورو لوړو دندو برسېره، د دفاع وزارت پر څوکۍ او د صدارت پر څوکۍ باندې هم اوږدې مودې کار کړی وه، له پادشاه څخه واک پخپل لاس کې اوخیست او ځان یې واکمن کړلو.
له داؤد خان څخه وروسته، د افغانستان خلکو دموکراتیک ګوند واکمنۍ پرمهال باندې، لومړۍ د ببرک کارمل او د هغه ملو ملګرو او د نور محمد تره کي او ملو ملګرو ترمنځ د د دولتي واک پر سر باندې نندرۍ او شخړې رامنځ ته شولې او د هغو نندریو او شخړو په پایلې کې کارمل او مله کسان یې له دولتي لوړو څوکیو څخه ایسته کړل شول او د سر کسان یې بهرنیو هېوادونو ته د سفیرانو په نومونو باندې واستول شول. د کارمل او د هغه ملې ډلې د دولتي څوکیو له شړلو پېښې څخه وروسته، بیا هم همدا د دولتي واک پر سر باندې د حفیظ الله امین او تره کي ترمنځ نندرۍ او شخړې راپورته شولې او هغه شخړې د تره کې له واک څخه په ایسته کولو او وژلو باندې تمامې شولې. له هغو پېښو څخه وروسته بیا کارمل د شوروي اتحاد پوځونو په زور باندې د امین واکمني پای ته ورسوله او پخپله د واک پر ګدۍ باندې کښېناست. کارمل بیا لږې مودې وروسته، ډاکتر نجیب الله له واک څخه وغورځولو او هغه پخپله واکمن شولو. ما د دغو ټولو واکمنیو نسکورولو او واکمن جوړیدلو دلیلونه ( د ځینو دغو چارو خو د دلیلونو او ثبوتونو اړتیا هم نشته، ځکه عیني واقعیتونه دي او د چا له سترګو څخه پټ نه دي) دلته ځکه نه دي لیکلي چې بیا دغه خبرې د داسې لنډې لیکنې له بریدونو څخه وتلې. خو زه به اوس په لنډو او اشارې سره درنو لوستونکوته دومره ووایم چې زما په غالب ګمان باندې، د محمد ظاهر خان پادشاهۍ له نسکورونې څخه رانیولي، بیا د نجیب الله واکمنۍ تر نسکورولو پورې چارواکې د روسي واکمنو لاسونه وو. خو د روسانو هغو لاسونو درلودلو، ځینو نیمه پټې او نورو پوره ښکاره بڼې درلودلې.
د صبغت الله مجددي، برهان الدین رباني او ملا عمر ډلو ټپلو په کړکېچنو او لاس بري وختونو کې خو، چې د هېواد په کونج کونج کې د ټولو تنظیمي ډلو له ټولو نورو تنظیمي ډلو سره او د دوی ترڅنګ د غلو او لارو وهونکو آزادو ډلو جګړې، چورونه او چپاولونه روان وو، د دولت لومړنۍ او ساده بڼې او شکل هم شتون نه درلود.
د امریکا متحدو ایالتونو او له هغوی سره د ملو شاوخوا څلوېښتو دولتونو د ۲۰۰۱ م کال اکتوبر میاشتې له پوځي تېري څخه وروسته، همغه پخوانۍ تنظیمي ډلې او په خاصه توګه د شمال ړنګې شوي ټلوالې تنظیمونه، کومو چې په خپل منځي جګړو او له نورو تنظیمونو سره جګړو باندې د کابل کوڅې په وینو لړلي او رنګ کړي وې، هم ډګرته راووتلې. امریکایانو د ملګرو ملتونو ادارې نوم لاندې، د جرمني بن په ښار کې د همدغو یادو شویو (کابل ښار په وینو لړلو) تنظیمونو استازو او د محمد ظاهر شاه ډلې استازو یوه ګډه غونډه په دغې موخې جوړه کړله چې مؤقت حکومت په ټاکلو باندې لاسونه پورته کړي. باید یادونه وکړم چې ظاهر شاه د پاچاهۍ له ادعا کولو څخه مخکې له مخه تېر کړل شوی او د جمهوري دولت په جوړولو کې مرستو کولو ته اړ کړل شوی وه. د بن ښار په هغې غونډې کې ګډون کوونکي استازي اړ ایستل شول چې حامد کرزی په غیاب کې د افغانستان نوي جوړیدونکي مؤقت دولت مشر وټاکي. خو د مؤقت دولت اډانه د شمال ړنګې شوي ټلوالې تنظیمونو او په خاصه توګه د جمعیت تنظیم څخه جوړه کړل شوله چې ترننه پورې یې د دولت مهم اړمونه په لاسونو کې دي.
کرزي د مؤقت دولت مشرتوب په پېر، د امریکا متحدو ایالتونو دولت استازو او د امریکا ملو دولتونو استازو ته او همدا ډول په دولت کې د ګډونوالو تنظیمونو مشرانو ته، په جار او قربان ویلو باندې تېر کړلو. خو هغه په دغې مودې د افغانستان په هغې خالي دښتې کې چې د ونو او بوټو درک نه په کې لګیدلو، نیالګي کښېنودل. په بل عبارت باندې، ده حکومتي ادارې له سره (صفر) څخه جوړې کړلې او د دولت اساسي قانون کې یې هم جوړ او له لویې جرګې څخه تېر کړلو. کرزي له هغې لیاقت ښودلو څخه وروسته، د امریکایانو په بشپړ ملاتړ باندې بیا د پنځو کلونو لپاره جمهور رئیس انتخاب شولو. دغه مهال چې د کرزي پښې یو څه غوندې له مځکې سره ولګیدلې، نو هغه خال خال امریکایانو او په خاصه توګه امریکايي پوځیانو ته مښوکې ورواچولې. ده به د مډیا له لارې څخه چې ټولو افغانانو او ټولو نړیوالو به اوریدلې، هغوی ته ویل چې د وادونو پر مراسمو باندې، په هدیرو کې د مړو ښخولو پر مراسمو باندې او پر کلیو باندې بمونه مه غورځوئ. د شپې له خوا څخه د چا پر کورونو باندې مه ورننوځئ او هغوی په سپیو باندې مه ماتوئ او مه ځوروئ او د هغوی بې عزتۍ مه کوئ. هغوی په زوره باندې د دولت ضد کسانو لیکو ته مه ورټېله کوئ. ده به د بهرنیو پوځونو د سر مشران خپل دفتر ته وربلل او له هغوی سره به یې د نوموړو پېښو له پېښیدلو څخه وروسته، د مډیا پر وړاندې خبرې او انتقادونه کول. له همدې کبله د کرزي په اړوند باندې د امریاکایانو هغه پخوانی نظر بدل او وګرځیدلو او هغوی نه غوښتل چې هغه بل ځلي جمهور رئیس شي. خو کرزی د افغانانو پېژندلو په ډګر کې له امریکایانو څخه مخکې وه. کرزي د جمهوري ریاست په دویمو انتخاباتو کې د جمعیتیانو ډلې ته پر نورو امتیازونو منلو برسېره، فهیم خپل لومړی مرستیال ونیولو او د اسلامي وحدت ګوند مشر محقق ته یې هم پر نورو امتیازونو منلو برسېره، د دایکونډي ولسوالي په ولایت باندې اړولو ژمنې ورکړلې. هغه دوستم هم بې برخې پرې نه ښودلو او هغه ته یې د دفاع وزارت په چارو کې د خپل سلاکار خاص ځای ومنلو. کرزی پر دغې خبرې باندې پوهیدلو او متیقېن وه چې د ګڼ شمېر پښتنو رائې له ده سره دي. کرزي د خپل دویم ځل انتخاب شوي جمهوري ریاست پېر کې، پر امریکایانو باندې د بګرام بنديخانه وتړله او هغه بندیخانه یې د دولت ضد کسانو روزلو ځاله وبلله. ده هغه چارې هم مډیا ته وایستلې چې طالبان د هېواد له سهېلي سیمو څخه وشمال ته په الوتکو کې وړل کیدل. ده په پای کې له امریکایانو سره د پوځي تړون (د امریکایانو له خوا څخه په اقغانستان کې د پوځي اډو جوړولو تړون) له لاسلیکولو څخه په منطقي دلیل درلودلو (د امریکایانو له خوا څخه د امنیت ډاډ تضمین نه ورکولو) باندې ډډه وکړله.
د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست په دویمو انتخاباتو کې کرزي په لومړي وار باندې بشپړ اکثریت رائې واخیستلې، خو له دې امله چې هغه د امریکایانو او په خاصه توګه د امریکایي پوځیانو نه خوښیدلو، نو هغه ته د امریکا سفیر جنرال کارل ایکنبري دوه ځلې د ملګرو ملتونو ناروېږي استازی کای ایج ایید ورواستولو چې عبد الله د بې قانونه صدراعظم (په قانون کې د صدراعظم څوکۍ شتون نلري) په توګه له ځانه سره ومني. ایکنبرې د هغه استازي له لارې څخه په دویم ځلي ورلېږلو کې، کرزي ته دغه ګواښونه او ګوتڅنډنې هم کړي وې چې که دی زموږ دغه غوښتنه ونه مني، د ده یو شمېر رائې به باطلې شي او له عبد الله سره به دویم ځلي انتخاباتو تللو ته اړ شي. دی به یې عبد الله ته په دغو انتخاباتو کې خا مخه بایلي. خو کرزي چې خپل دریځ کلک لیدلو، د ایکنبري غوښتنه یې رد کړله او دویم ځلي انتخاباتو ته یې چمتوالی وښودلو. د ایکنبري تهدیدونو چې کرزی ونه ډارولو او هغه پر دغې خبرې باندې هم پوه شوی وه چې دوی کرزی په دویم ځلي انتخاباتو کې نشي ماتولی، نو عبد الله ته یې په غوږ کې وویل چې له انتخاباتو څخه تېر شه! ایکنبري بیا په دغې ډول سره د کرزي جمهوري ریاست څوکۍ ګټل، د پوښتنې لاندې راوستل. د ایکنبري کړۍ کسانو به په کرزي پسې ویل چې هغه په انتخاباتو باندې نه دی جمهور رئیس شوی، نو ځکه یې قانونیت د پوښتنې لاندې دی. دغه پاس خبرې ما او زیات شمېر نورو افغانانو د مډیا له لارې څخه، هم د کای له خولې څخه او هم د کرزي له خولې څخه اوریدلي دي. ما د کای کتاب نه دی لوستلی، خو وايي چې هغه په خپل کتاب کې هم دغه خبرې لیکلي دي.
اوس د دغو پاس ټولو خبرو په رڼا کې د اشرف غني او عبد الله انتخاباتو خبرو پر لړۍ باندې لږ غوندې غږېږم. عبد الله او غني چې دوه په دوه د انتخاباتو په ډګر کې سره پاتې شول، د دوی دواړو غورتې پرتې ډېرې وې. خو که په لنډو ووایم، نو غني به په چغندوکي غږ باندې ویل چې زه سهامي شرکت نه جوړوم. یا به زه جمهور رئیس وم او یا به عبد الله جمهور رئیس وي. خو د ده هغه خبره ځکه سمه نه وه چې ده سهامي شرکت مخکې له مخه جوړ کړی وه. ده دوستم خپل لومړی مرستیال او ضیأ مسعود په دولتي چارو کې خپل خاص سلاکار نومولي وو. عبد الله بیا ویل چې زه خو ارګ ته که په انتخاباتو ګټلو او یا وچ زور باندې اوسي، بل څوک نه ورپرېږدم. په بل عبارت، د هغه شعار دا وه چې یا ارګ او یا مرګ. د دوی دواړو رائې د ملګرو ملتونو او اروپا اتحادیې هیئتونو نظر لاندې څلور ځلې وګڼل شولې، خو بیا هم وړونکی او بایلونکی نه اعلان کیدلو. تر څو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېړي ورته راورسیدلو او د مډیا پر وړاندې یې دواړه لوبغاړي مساوي ګټونکي اعلان او مډالونه (دولتي لوړې څوکۍ) یې ورغاړې ته کړل. دغو دو د بزکشۍ ډګر ګټونکو لوبغاړو یو کال یوازې د وزیرانو ټاکلو په نندریو باندې سره تېر کړلو. د دوی دواړو او د دوی دواړو د ټیمونو ترمنځ نندرۍ ډېرې اوږدې دي، ځکه چې له افغانستان څخه د جان کېړي له وتلو سره سمې، د دوی دواړو او د دوی د ټیمونو ترمنځ شخړې او نندرۍ پیل شولې او تر نن پورې دوام لري. زما په فکر باندې، دوی دواړو که د رایو له شمېرولو څخه د مخه وخت او یا د رایو له لومړي ځل شمېرلو څخه وروسته وخت باندې، دغه سهامي شرکت سره جوړ کړی وای، نو به یې کاملأ ډګري بهرنی رنګ نلرلی. په دغې حالت کې به هم د دوی افغاني څېرې بشپړې نه وای بدلې شوي او هم به د ملت عزت یو څه غوندې پرځای پاتې وای. زه بشپړ یقین لرم چې که غني وعبد الله ته دغه د «صدارت» څوکۍ او څنار ماڼۍ منلي وای، هغه به نه دا چې پرې راضي به وای، بلکې دغه د پنځوس سلنې ونډې ادعا به یې هم نه وای راپورته کړي. ځکه هغه ځان له لوړ مقام څخه قربان کوي او د ډلې (د ملت خبرې خو پر ده باندې ډېرې غټې دي) کومه خاصه پروا نلري. لکه چې د ده له کړنو څخه څرګندیږي، ده ډله یوازې د مقام نیولو لپاره وسیله کړي ده.
غني او عبد الله په ډېرو خبرو کې په یوه خوله نه دي. زه به د دوی د اختلاف یوازې یوه، خو مهمه بېلګه او هغه د سولې راوستلو په اړوند اختلاف یاد کړم. له دوی څخه یو تن له طالبانو سره جوړه کول غواړي او بل تن بیا طالبان نه په خولې کیدونکي دښمنان بولي. د غني او عبد الله د خبرو او عملونو په اړوند، بل د یادولو ټکی دا دی چې دوی دواړه په خولو باندې د افغانستان امنیتي ارګانونه غیر سیاسي کول غواړي، خو عملأ دوی دواړو امنیتي ارګانونه خپل منځ کې سره وېشلي دي او هر یو د خپلې برخې سهم کې خپل سړی وزیر ټاکي او هغه وزیر طبعأ د خپل اړوند وزارت پر مهمو څوکیو باندې د خپلو ډلو کسان او یا دوی ته وفادار او یا هم په نورو ډولونو ورته د پام وړ کسان ګماري. په بل عبارت سره، دوی دواړه د سیاسي ډلو ټیومونو په رأس کې وو. دوی چې د امنیتي چارو وزارتونه او ادارې سره ووېشلې، هغه وزارتونه او ادارې د همغو سیاسي ډلو مال شولو.
د غني او عبد الله د واکونو اړوند به یو څو بېلګې وړاندې کړم. د جمهور رئیس غني لومړی مرستیال عبد الرشید دوستم ډېرې مودې کیږي چې د ترکیې په هېواد کې، د تبعید شپې او ورځې سبا کوي. زه یقین لرم چې هغه غني نه دی تبعید کړی او دی یې د تبعید کولو وس او واک نلري. ځکه، که چېرې ده دومره وس او واک لرلی چې خپل لومړی مرستیال تبعید کړي، نو بیا به یې والي عطا محمد هم په یو تړک د ولایت له مقام څخه ایسته کړی وای. لکه چې لوستونکو ته ښکاره ده، غني میاشتې میاشتې زورونه ووهل، خو هغه یې اېله اېله د خپلې خوښې کس ځای ناستي په کښېنولو باندې دغې خبرې ته راضي کړلو چې د ولایت مقام څوکۍ پرېږدي. ده به په دغې کار کې خدای خبر څومره لاسونه او پښې کاږلي او مچې اوسي چې بهرنیان دغې خبرې ته راضي کړي چې عطا ته ووايي؛ څوکۍ پرېږده!
زه به همدا ډول لوستونکو ته د بهرنیو چارو د سرپرست «وزیر» برهان الدین رباني زوی رباني د فعالیتونو څو مسخره يي او خندونکي چارې یادې کړم. دغه ځوان چې له یو کال څخه زیات وخت د بهرنیو چارو په وزارت کې د سرپرست وزیر په توګه دنده سرته کوي، پخپل سر باندې روان شي په بدخشان کې قومي ملیشې جوړوي. له ده څخه غني حتا دا پوښتنه ونکړل شوله چې ته چا بدخشان ته د ملیشو جوړولو لپاره استولی وې. دی د بدخشان ولایت کې د ملیشو جوړولو له سفر کولو څخه څه مودې وروسته، د څو نورو وزیرانو په ډلې کې د ولسي جرګې غړو له خوا څخه صلب اعتماد شولو. هغوی دی د ولسي جرګې غړو په کوم بل کار (نه پوهېږم بودجه یې سمه نه وه لګولي او که د ایران په اړوند کومه خبره) باندې صلب اعتماد کړلو. خو که دوی هغه د ملیشو جوړولو په کار باندې صلب اعتماد کړی وای، نو دوی به په هغې کار سره غني او د هغه ترڅنګ عبد الله ته سخت کشت ورکړی او ستر شرم به یې وراړولی وای.
کوچنی رباني یونان کې کومه غونډه جوړیدله او هغې غونډې ته ولېږل شولو. ده هغه غونډه پرځای باندې پرېښودله او بېرته هېواد ته راستون شولو. د هغه د راستنیدلو «پوخ» دلیل دا وه چې د بلخ له والي عطا محمد سره مرسته وکړي او هغه یوازې پرې نږدي چې بلاګانې یې وخوري. غني او همدارنګه عبد الله که په رښتیا سره د دولت واکمن وای، دوی باید له ده څخه تابعیت (تذکره ا پاسپورت) له قانونې لارې اخستي وای او ورته ویلي یې وای چې د نړۍ په هر کونج کې دې چې شپې تېریږي، هملته شپې سبا کولی شې. خو غني او شریک یې بیا هم صبر وکړلو او د رباني په دغې ضد ملي کار باندې یې هم ځانونه غلي او بې خبره ونیول.
رباني بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغې غونډې ته چې د افغانستان امنیتي او سیاسي چارو په اړوند بحث پکښې کیدلو او په هغې غونډې کې باید د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر برخه اخستي وای، ولاړ نشولو. دغه ځل هم د ده دلیل همغه د بلخ والي یوازې نه پرېښودل وو. له رباني څخه د تابعیت اخیستلو خبره خو په مخکیني ځل باندې مطرح شوله چې واکمنو ترې وانخیستلو. خو دوی که رښتوني خپلواکه واکمن وای، نو دغې ځلې یې له هغه څخه پر تابعیت اخیستلو برسېره، دی په بندیخانې کې اچولی وای او افغانانو ته یې دا ښودلي وای چې له ملي خائنانو سره له حوصلو کولو وروسته، داسې چلندونه هم کیږي. خو غوا توره او شیدې یې سپینې دي.
رباني چې ولیدل ډګر بشپړ شغلي دی، ده بیا د کابل په هغې غونډې کې چې د ګڼو بهرنیو هېوادونو استازو په ګډون، په افغانستان کې د سولې راوستلو لارو چارو موندلو په موخې او هدف باندې جوړه شوي وه، داسې وړاندیز وکړلو؛ موږ لومړی باید د دولت د ننه سوله او جوړه وکړو، بیا به د دولت ضد جنګیالیو سره پر سولې باندې خبرې کوو. ځوان رباني دغه خبرې په داسې وخت کې کوي چې یوه ورځ د مخه، همدغو غوڼدوالو ته جمهور رئیس غني وینا کړي وه او هغه پخپلې وینا کې طالبانو ته د قید او شړط څخه پرته خبرو وړاندیز کړی وه. ګرانو لوستونکو! ما خو ځوان رباني ته د مخه څو ځلې سزاوې وټاکلې او چا عملي نکړلې. د هغه دغې وروستي عمل ته تاسې لوستونکي جزا وټاکئ، ممکن ستاسو وړاندیز شوي جزا افغاني واکمن (که واکمن وي) ومني او رباني ته سزا ورکړي.
هو! که په یو هېواد کې په سوونو او زرونو هوښیاره او پوهه لارښودان او رهبران شتون ولري، د هغې هېواد پر ولسونو باندې خدای پاک رحم کړی اوسي. په هغې هېواد کې د شیطانانو د ژوند کولو ځالې نه جوړیږي او د منډو رامنډو ډګرونه یې تنګیږي او خلک یې د هوساینې او آرامۍ ساهګانې وباسي. هېوادونه د ښو او پوهو لارښودانو په لارو ښوونو باندې د اقتصادي او ټولنیزو پرمختیاو او شېرازتیاو پر لورو باندې مخ پر وړاندې ځي او د اقتصادي او ټولنیزو لوړتیاو پړاونه وهي. د افغانستان ولس له ټولو څخه ستره نیمګړتیا، یا همدا د پوهو او په وطن باندې مینو لارښودانو نشتوالی دی او یا د لارښود له مقام څخه د هغوی د مخنیوي له امله، موږ له دغو غټو او سترو بدبختیو او اوږدو غمیزو سره لاس او ګرېوان یو.
عمر خوړلي افغانان په دغو خبرو باندې ښه پوهیږي چې د قوم او ملت مشران به ټولنې ته له زیاتو ازمایښتونو ورکولو څخه وروسته، د مشرانو او لارښودانو په توګه باندې پېژندل کیدل، نه د پیسو، ډلبازیو او د پردیو د مزدورانو د څېرو په اغوستلو باندې. د پولدارو او ډلبازانو له ورانیو او وېجاړیو به خلکو نفرت کولو. د پردیو شړیو اغوستونکي خو به په ښکاره توګه د هېواد او هېوادوالو لومړۍ درجه دښمنان ګڼل کیدل.
خو نن ورځ دغه یاد شوي بریدونه ړنګ شوي دي او هر څوک د رهبر او رهبرانو خبرې بادوي. دوی دغه خبرې ځکه بادوي چې پوهیږي څوک حساب نه ترې غواړي او حساب ترې غوښتلی هم نشي. نن هغوی څوک چې دغه پاس دوه ډوله کالي (پانګه او د پردیو لاسپوڅي) پرغاړو او تن باندې لري، له هغو کسانو څخه چې ملي جامه یې اغوستي وي، ډېر معتبر، ډېر لوړ او د ډېرو غټو «عزتونو» او نومونو څښتنان دي.
افغانستان چې نن دوه سری دولت او دوه داسې غټ «رهبران» لري، کوم چې بهرنیانو کښېنولي دي، له هغوی څخه دې د ښو شپو او ورځو راتګ په طمعو باندې نه اوسیږي. ځکه، ما د دوی بې وسۍ پاس یادې کړلې. پر دغې خبرې برسېره چې دوی بهرنیانو کښېنول، د دوی دواړو فکرونه هم د ملي او نړیوالو چارو او مسئلو په باب باندې، یو له بله ډېر متفاوت او حتا په ځینو برخو کې سره متضاد دي. په دوی دواړو کې د مټو زور هم ظاهرأ د دویم «رهبر» زیات دی.
د افغانستان د دویم «رهبر» وروستۍ خبرې او د ده د «ویاندویانو» خبرې، د هېواد خلکو ته په ښکاره داسې پېغام رسوي چې د دواړو «رهبرانو» ترمنځ د ګډ کار کولو چانس نشته. په افغانستان کې به د بنسټګرو بهرنیانو د بنسټګرۍ چارو او کړنو د زیاتولو او افغانستان د نړیوالې بنسټګرۍ په اډې او ځالې باندې بدلولو چارې بشپړیږي. په پای کې به افغانستان د هغو بهرنیانو له سختو بریدونو سره مخ کیږي چې له دې خاورې څخه، د هغوی د دولتونو پر لور باندې بنسټپال ورصادر کیږي.
د دو سرو «رهبرانو» د شتون له امله، افغانستان د فدرالي کولو نوم لاندې د تجزیې له خطرې سره هم مخ دی. دوی دواړو، هغه ډول لکه چې د ولسونو په رایو باندې جواري وکړله، دوی د ولسونو پر نور سرنوشتونو باندې هم جوارۍ کولو ته تیار دي. وايي؛ هغوی چې په ویالو باندې ټوپونه اچولی شي، هغوی ته لښتي هېڅ دي.
نو ځکه د ټولو هغو افغانانو، کوم چې په هېواد کې آرامتیا، د هېواد شېرازتیا او د هېوادوالو لپاره ښه، آرامه او په اتفاق ژوند غواړي، دنده ګڼل کیږي چې وخت له لاس څخه ورنکړي او په اتفاق سره له دغو بلاګانو څخه او له هغو بادونو څخه چې دغه ډول بلاګانې یې زموږ هېواد ته راوړي دي او راړي یې، د هېواد او هېوادوالو نجات او خلاصون لپاره بډي راونغاړي، لاسونه سره ورکړي او لاس پر کار شي.