دولس غږ پېغام:

 

 

دښځو نړېوالې ورځی د جشن په وېاړ د نړې ټولو درنو باعزته حماسه افرينو خويندو او منيدو ته ددي وياړللی تاريخي ورځۍ مبارکي وايم ، زه اود ولس غږ بی پری خپرونه خپل تارخي دنده لري چی د ښځو د مبارزو او خپلو روا حقونو ملا تړ په هکله خپل غږ ټول جهان ته ورسوو.

درنو خويندو او ميندو د گران هېواد افغانستان تاريخ جوړونکو ښځو تل د خپل هيوادد ازادی دوطن په بيارغونه ، ساتلو اود خپلو منل شوو حقوقو د لاسته راوړلو په خاطر نه ستړی کيدونکې کار نامې پريښي سره له دی چی په هيواد کې د خلکو د پوهاوي کچه کمه ده  اود ښځو پر وړاندی د تاوتريخوالي نه کار اخلي د بېلگې په توگه د وطن په ازادی کې د ملالۍ خوگېاڼي کار نامه يادولای شو همدارنگه د يو شمير باتورو ښځو مېړانه چی د خپل وطن په دفاع کې ونډه اخستی لکه سنځله ادی، قومندان قمره او نوری ولی دا چی ټولنه وروسته پاته ده لامل يې هم يو شمېر ټولنيز اړيکو مذهبي ، اقتصادي نا برابري د نالوستيتوب لا مل په گوته کولای شو د همدغو ناوړه پديدو له امله د ښځو پر وړاندې توپيري چلند کيږي تر اوسه افغانو پېغلوټۍ په بدو کې ور کول کيږي، د پيسو په بدل کې پلورل کيږي،وهل ډبول کيږي د کار او زده کړو نه محروم ساتل شوي دصحرايي محکمو له خوا سنگسارکيږي د ميړو له خو ا پوزه او غوږ پری کيږي د همدوغو نابرابريو له مله فرخنده ژوندی وسځول شوه، رخشانه سنگسار شوه ناهيد د ځان بچولو له پاره د ميکرويانو د ۵ منزل څخه ځان را واچولو،او نور په زر گونو خويندی د امن خونو ته ولاړی او يا يي ځان وژنې وکړي په ميلونون ځوانې نجونې له ښونځيو څخه منعه کړل کيږي.

موږ له ټولو چارواکو، د ديني عالمانو، ښونکو ، مدني فعالانو، سياسيونو والدينو څخه په کله غوښتنه کوو چی افغان ښځو ته يې د خپل روا قانوني حق دورکړي له پاره گډ کار وکړي، نور د ښځو سره د توپيري چلند پر وړاندې لاس پر سر شي دوی ته داسلام مقدس دين په رڼا کې خپل روا حقونه د يو انسان اود ټولنۍ د معمار په توگه ورکړل شي .

دولس غږ خپرونی مسول

محمد اقا شيرزاد