پاکستان افغان مشران په دې تورنوي چي دپښتنو لاريون ته سياسي رنګ ورکوي

منبع : لر او بر   تاریخ: 2/16/2018

پاکستان دافغان ولسمشر وروستي ټویټونه دپاکستان په کورنیو مسلو کې دلاس وهنې معادل ګڼلي او وايي هڅه یې کړې بل رنګ ورکړي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل وايي، دافغانستان دولسمشر له لوري په پاکستان کي دپښتنو دلاريون ملاتړ دپاکستان په کورنیو مسألو کي دلاسوهنې په مانا دي. دنورو افغان چارواکو سربېره ولسمشرمحمد اشرف غني هم په اسلام آباد کي دپښتنو دوروستي احتجاجي ناستي ملاتړ وکړ. دپښتنو داوږده احتجاجي پرلت پر مهال ولسمشرغني ویلي وه، دا دتندلارۍ پروړاندي ډېر ښه ګام دی او دا دهر چا “اخلاقي” دنده ده چي ملاتړ ئې وکړي.

دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت ویاند محمد فیصل وايي، “افغان مشرۍ هڅه کړې پرلت ته بل رنګ ورکړي.” داحتجاجي لاريون پرمهال ولسمشر غني پرخپله ټوېټر پاڼه ليکلي وه، ”ما پرافغانانو او دسیمې پرخلګو ږغ کړی چي نور باید دترهګرۍ پرضد سره یو سي. زما په اند دپښتنو اوږد مارچ زما هماغو څرګندونو ته ځواب او دبنسټ پالنې پرضد دبېدارۍ يوه نښه ده.”

دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت وايي، دپښتنو لاريون دټولنیزې مسلې په خاطر وو او دې ته دي سیاسي رنګ نه ورکول کېږي. افغان ولسمشراشرف غني همداراز پررسنیو ږغ کړی چي په بې پرې توګه خپله دنده پرځای او دپښتنو لاریونوالو غوښتنې خپرې کړي او نړۍ ته یې “سم” انځور وړاندې کړي.

دپاکستان یو شمېر سیاسي کړۍ افغان لوری په دې تورنوي چي ګواکې دپښتنو پرلت بېلتون پالونکی خوځښت تعبیروي. په اسلام آباد کې دپښتنو یو کم ساری احتجاجي پرلت دحکومت ددې ډاډ وروسته چې غوښتنې به یې پوره کېږي پای ته ورسېد.

                   

ډاکټر عبدالله: دټولو مسوولیت دی چې دترهګرو پروړاندې په یوه واحد صف کې ودرېږو
منبع : لر او بر   تاریخ: 2/16/2018

دهېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن ددعوت پوهنتون دفارغو شویو محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ. په دې ناسته کې دهېواد اجرائیه رئيس فارغو شویو محصلینو او دهغوی کورنیو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې دغه ځوانان نه یوازې دا چې خپل راتلونکی جوړ کړي؛ باید دهېواد او خپلو خلکو لپاره هم کار وکړي څو له ستونزو خلاص شي. اجرائيه رئيس سره له دې چې دځوانانو په زده کړو یې ټينګار وکړ وویل، دغه ځوانان هیله مندي پيدا کوي چې افغانستان به روښانه راتلونکی ولري.

دهېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله فارغ شویو محصلینو ته په خطاب کې وویل: ستاسو ددې هېواد راتلونکي یاست. په دې اکتفا مه کوئ چې له پوهنتون څخه فارغ شوی، افغانستان په بېلابېلو برخو کې مسلکي او تخصصي کدرونو ته اړتیا لري. تاسو خپلې زده کړې نورې هم زیاتې کړئ. تاسو ته کارموندنه او دخدمت دزمینې برابرول دحکومت دنده ده، خو دا ستاسو مسولیت هم دی، چې دهېواد او خلکو لپاره کار وکړئ. اجرائيه رئيس زیاته کړه، هیڅوک په هېواد کې عقل کل نه دی، یو سړی دهېواد ستونزې نشي حل کولای، موږ او تاسو ټول باید له یو بل زده کړه وکړو، تجارب شریک کړو او په ګډه هېواد له ستونزو را وباسو.

اجرائيه رئيس وویل، نن هغه ورځ ده، چې افغان جهاد په کې بریا ته رسېدلی او له هېواده یې سره یرغلګر ځواکونه ایستلي، مجاهدین بریا ته ورسېدل، خو نن زموږ پروړاندې یو بل ازمېښت هم پروت دی، هغه دعلم لاسته راوړل او دجهالت له منځه وړل دي. ډاکټر عبدالله عبدالله پر حکومت منتقدینو ته په وینا کې وویل، چې دناسمو او عقدوي نیوکو پر ځای دې خپلې طرحې له حکومت سره شریکې کړي.

هغه وویل: که چېرې ستاسو نیوکې داصلاح لپاره وي، دیوه داسې مشکل دحل لپاره وي چې حکومت په کې پړ وي، موږ مو درنښت کوو او قدر مو زیاتېږي له موږ سره. دا خپل مسوولیت ګڼو چې تر وسې او توان دخلکو ستونزو ته رسیدګي وکړو.هغه دوضعیت په تشریح کولو سره وویل، چې دمګړۍ افغانستان له سختو شرایطو سره مخ دی، ترهګر په افغانستان کې بریدونه کوي او خلک وژني؛ دا د ټولو مسوولیت دی چې لاسونه سره یو ځای او په خپل یووالي سره دا دسیسې شنډې کړو.

په پای کې دهېواد اجرائيه رئيس یوشمېر له پوهنتون فارغ شویو ځوانانو ته بري لیکونه هم ورکړل. په شرعیاتو، حقوقو، انجینرۍ، اقتصاد او ژورنالېزم څخه په لسګونه ځوانانو او دهغوی دکورنیو سلګونه غړو په دې پروګرام کې برخه اخیستې وه.

                      

ولسمشر غني: تراوسه اقتصادي خپلواکي نه لرو
منبع : پژواک   تاریخ: 2/16/2018
کابل – ولسمشر اشرف غني وايي، چې افغانانو دشوروي اتحاد سرو پوځونو ته له ماتې ورکولو وروسته خپلواکي ترلاسه کړه، خو تراوسه اقتصادي خپلواکۍ ته ونه رسېدل. هغه له هېواد څخه دشوروي اتحاد دپوځونو دوتلو دورځې په مناسبت ويلي، چې دپخواني شوروي اتحاد دسرو پوځونو په ضد دافغانانو دبریالیتوب راز دافغانانو په یووالي کې وو.

ولسمشر غني زياته کړې: (اوس چې هېواد دنړيوال ترهګرۍ له یرغل سره مخ دی، ټولو افغانانو ته په کار ده، هماغسې چې دشوروي دسرو پوځونو په مقابل کې ودریدل دنړیوال تروریزم په ضد هم سره یو موټی او دخپلو وسله والو ځواکونو تر شاه ودریږي.)

دولسمشر په وينا نهه ويشت کاله پخوا افغانانو دپخواني شوروي اتحاد یرغلګرو ځواکونو ته ماتې ورکړه او د نړۍ او هېواد په تاریخ کې یې لوی ویاړ او بریا په برخه شوه. غني زياتوي: (زموږ دجهاد له برکته نه یوازې افغانستان ازاد شو، بلکې په نوره نړۍ او شرقي اروپا کې هم استبدادي حکومتونه ړنګ او له ظلم او زور څخه خلاص شول او د پخواني شوروي پر ضد افغانانو زیاتې قربانۍ ورکړې، خو له بده مرغه ددغو قربانیو ثمره یې ونه لیدله.)

دنوموړي په وينا افغانانو د شوروي اتحاد سرو پوځونو ته له ماتې ورکولو وروسته خپلواکي ترلاسه کړه، خو اقتصادي خپلواکي ته ونه رسېدل. اقتصادي خپلواکي هغه مهال ترلاسه کېږي چې کورني عواید زیات شي. ديادونې وړ ده چې له نن څخه اته ديرش کاله مخکې پخواني شوروي اتحاد پرافغانستان پوځي يرغل وکړ، خو دافغان ولس له نږدې يوې لسيزې مقاومت وروسته يې له دغه هېواده پښې سپکې کړې.

                         

غنی: منابع ما برای مردم است نه برای اقلیت و دزدان
منبع : صدای امریکا   تاریخ: 2/16/2018

محمد اشرف غنی که در مراسم برنامه افتتاح ”انکشاف نظام زمین‌ داری در افغانستان” در ارگ صحبت می‌کرد، منابع طبیعی کشورش را مالکیت اکثریت قاطع مردم افغان خواند و گفت که منابع آن کشور برای یک ”اقلیت، دزد ها و غاصبین” نیست.

رئیس جمهور افغانستان روز پنجشنبه در جریان سخنرانی‌اش گفت که باید از املاک دولتی استفاده اعظمی شود و هیچ زمین دولتی مربوط وزارت ها و یا نهاد دیگری نیست، بلکه ملکیت اتباع افغان است. رئیس جمهور افغانستان گفت که باشنده گان آن کشور حق دارند در گوشه ای از سرزمین شان زندگی کنند و تاکید کرد که ”منابع ما، برای مردم ما {است} نه برای یک اقلیت، نه برای دزدان، نه برای غاصبین. {در این راستا} هرگونه مقاومتی که {موجود} باشد، {آنرا} می ‌شکنیم.”

آقای غنی، تاکید کرد که برنامه سرتاسری اراضی افغانستان به گونۀ درست آن عملی خواهد شد و هرگونه بی‌ توجهی در این بخش قابل قبول نیست. به گفتۀ رئیس جمهور افغانستان، قرار است که مانند کُد جزایی افغانستان، تمام امور اراضی این کشور نیز تحت یک قانون واحد درآورده شود و ”هدف ما این است که یک کُد واحد اراضی تمام امور اراضی افغانستان را تامین کند و هر افغان بفهمد که حقوق و وجایب‌اش چیست… این زود عملی می ‌شود.”

حکومت افغانستان در حالی برنامۀ انکشاف نظام زمین‌ داری را در این کشور افتتاح کرد که بر اساس ارقام ادارۀ اراضی افغانستان، نزدیک به ۱.۳ میلیون جریب زمین غصب شده است. از این میان نزدیک به یک میلیون جریب زمین ‌های دولتی و متباقی املاک شخصی اند که توسط ۱۵هزار و ۸۳۱ فرد غصب شده است.

رئیس جمهور غنی گفت: ”ما غصب را رفع خواهیم کرد. اما تا جایداد مطمئن وجود نداشته باشد، از ثروت نهفتۀ خود ما استفاده نخواهیم توانست، بنابرین یک دیدگاه واضح که هر وجب افغانستان از نگاه ملکیت عامه، ملکیت خصوصی و ملکیت دولتی، علفچر وغیره به صورت منظم واضح شود، این اساس زندگی آیندۀ ما را تشکیل می‌دهد.”

ادارۀ اراضی افغانستان، برای بهبود مدیریت و جلوگیری از غصب زمین، یک پلان استراتیژیک پنج ساله را تدوین کرده است. قرار است که در برنامه ”انکشاف نظام زمین ‌داری در افغانستان” نهادهای حکومتی با همکاری بانک جهانی و برنامه غذایی سازمان ملل متحد، روی یک مدل واحد امور زمین ‌داری که به شرایط افغانستان مطابقت داشته باشد، به نتیجه برسند.

              

رئیس اجرائیه: بی عدالتی علت اصلی افزایش افراط گرایی در کشور است
منبع : طلوع نیوز   تاریخ: 2/16/2018

عبدالله عبدالله، رئیس اجرائیه می گوید که بی عدالتی ها، یکی از علت های برجستۀ افزایش دیدگاه های تندروانه در کشور است و باید تمامی مردم در برابر این پدیده بسیج شوند.

آقای عبدالله که امروز در نشست بین المللی «هم اندیشی برای مبارزه با تندروی» شرکت کرده بود، افزود که بیشتری قربانیان پدیده یی تندروی که زیر نام اسلام اجرا می شوند، در کشورهای اسلامی است: «در هرجایی که بی عدالتی باشد، بعد زمینه برای رشد افکار افراطیت پیدا می شود.»

در همین حال، محمد محقق، معاون دوم ریاست اجرائیه می گوید کسانی که برای مبارزه با تندروی شعار می دهند، خود این پدیده را به نحوی گسترش می دهند: «در این چنیدین سال که تروریزم و تکفیری در منطقه پیدا شد، هرچه تباه شده مسلمان است، هرچه کشته شده اند مسلمان استند و هرچه خراب کرده است، کشور های اسلامی است.»

نشست بین المللی هم اندیشی برای مبارزه با تندروی که که امروز سوی انستیتوت صلح، رسانه و حکومت داری خوب در کابل برگزار شده بود.

در این نشست، شماری از عالمان دین و شخصیت های علمی افغانستان، ایران، پاکستان، هند و مصر شرکت داشتند.

این عالمان نیز پدیدۀ تندروی را برای آینده منطقه بسیار نگران کننده توصیف کردند.

شیخ احمد الطیب، شیخ الازهر مصر گفت: «آنان برای ایجاد رعب و حشت در دل مردم می کشند، سر می بُرند و انسان های بی گناه را زنده زنده می سوزانند.»

آیت الله مکارم شیرازی، از عالمان برجستۀ شیعه در ایران نیز افزود: «برای آنان شیعه و سنی تفاوتی ندارد، بنا براین خطری است برای جهان اسلام. این خطر در جاه های آتش روشن نشده است را ناامن ساخته است.»

پیش از این، همواره پاکستان یکی از لانه های امن هراس افگنان و نیز مدرسه های پاکستان همچون آموزشگاه مصؤن برای کسانی که دیدگاه های تندروانه را فرا می گیرند، گفته شده است. اما، علی اصغر، رئیس پوهنځی علامه اقبال لاهوری، می گوید که در پاکستان، سه میلیون و ششصد هراز دانش آموز در این مدرسه ها سرگرم فراگیری آموزش استند که همه زیر نظارت حکومت قرار دارند: «یک طالب علم که درس می خواند، او که با خود یک چاقو هم ندارد، کسانی در مدارس استند، آن جا علما استند، طالبان علم استند.»

اختر حین، ریئس پوهنتون نهرو در هند نیز می افزاید: «هر روز اتفاقات تشدت و خون ریزی صورت می گیرد، چه کسی مقصر این پدیده های شوم و نا مناسب است؟»

شرکت کننده گان دیگر این نشست، بر یک پارچگی در برابر دیدگاه های تند روانه در کشور های منطقه تأکید ورزیدند. با این همه، افزودند که باید علت ها و ریشه های افزایش این دیدگاه کاویده شوند و در برابر آن ها به گونۀ منسجم و همه جانبه، همگان بسیج شوند. 

دټاپي پروژې له عملي کولوڅخه ملاتړ اعلام شو
منبع : باختر   تاریخ: 2/16/2018


دهرات ولايت  د کروخ  ولسوالۍ دځوانانو شورا نن دټاپي دپروژې له عملې کولو څخه خپل ملاتړ اعلام  کړ.

دباختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې، ددغه ولايت دکرخ ولسوالۍ يو شمېر ځوانانو دهرات ولايت له يو شمېر مسوو لانو سره په کتنه کې دټاپې پروژې دعملي کولو په باب خپل ملاتړ اعلام کړ او ټينګار يې وکړ چې، په بېلابېلو برخو کې دنوي نسل له ظرفيت او ځواکمنتيا څخه استفاده ګټوره ثابتېدلى شي.

په دې کتنه کې دهرات ولايت مسوولانو ژمنه وکړه چې، په دغه ولايت کې به په
بيلابيلو برخو کې دزياتو ځوانانو دمشارکت او شتون لپاره ښيې زمينې برابرې کړي.

 

د امریکا د فلوریدا په یوه ښوونځي کې ۱۷ کسان وژل شوي
منبع : تلویزیون آریانا   تاریخ: 2/16/2018

په راپورونو کې راغلي، چې د امریکا د فلوریدا ایالت پارک لند سیمې په یوه ښوونځي کې ډزې شوي، چې لږ تر لږه ۱۷زدکوونکي وژل شوي دي.

د امریکا یو شمېر رسنیو څرګنده کړې، چې د ژوبلو کسانو شمېر ۲۰ کسانو ته رسیدلی دی.

ولسمشر دونالد ترمپ په خپل تویت کې د وژل شویو له کورنیو سره نه یوازې خواخوږي ښکاره، بلکې دا ډاډ یې هم څرګند کړې، چې ښوونځي باید زدکوونکیو ته ناامنه نشي.

ځايي پولیسو ویلي، چې د دغې پېښې بریدګر نیول شوی دی.

د ښوونځي مشر رابرت ریونسي رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د پېښې په تړاو نیول شوی شکمن کس د ښوونځي پخوانی زدکوونکی دی.

ویل کیږي، چې له ۲۰۱۳ کال را وروسته په امریکا کې پر ښوونځیو ۲۹۱ بریدونه شوي دي.

رئیس جمهور غنی: بیت المال ملکیت شخصی شده نمی‌تواند و دزدی و چپاول باید خاتمه یابد
منبع : باختر   تاریخ: 2/16/2018
محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان امروز در مراسم افتتاح برنامۀ انکشاف نظام زمینداری در افغانستان که در ارگ دایر گردید، اشتراک و سخنرانی کرد.
دفتر مطبوعاتی ریاست جمهوری به آژانس باختر خبر داد، رئیس جمهور غنی در این مراسم، ابتدا در رابطه به ۲۶ دلو سال‌روز شکست و خروج قشون سرخ شوروی از افغانستان صحبت نموده، گفت که جهاد و مبارزۀ افغان‌ها مفکورۀ جبر را در تاریخ شکستاند و مسیر تاریخ را عوض کرد. از برکت جهاد ما نه تنها افغانستان آزاد شد، بلکه در اروپای شرقی و سایر نقاط جهان، حاکمیت‌های تک‌حزبی استبدادی از بین رفت و از ظلم و جبر رهایی پیدا کردند.
وی افزود: راز پیروزی افغان‌ها در مقابل قوای سرخ شوروی سابق، در اتحاد و وحدت ما نهفته بود، اکنون که کشور ما با تجاوز تروریزم جهانی مواجه است، همه افغان‌ها باید همانگونه که در مقابل قشون سرخ شوروی ایستادگی کردند، در مقابل تروریزم جهانی نیز متحد شوند و در عقب نیروهای امنیتی و دفاعی خویش قرار گیرند.
رئیس جمهور با اشاره به فداکاری‌های مردم افغانستان، گفت که افغان‌ها در مقابل تجاوز ارتش شوروی سابق، قربانی‌های زیادی را متقبل شدند، اما متاسفانۀ ثمره این قربانی‌ها را بدست نیاوردند.
رئیس جمهور غنی به ارواح شهدای برحق مبارزه با تجاوز اتحاد جماهیر شوروی و نیروهای امنیتی و دفاعی کشور که در جنگ با تروریزم به شهادت رسیده اند، اتحاف دعا کرد و برای آنان بهشت برین از درگاه ایزد متعال تمنا نمود.
رئیس جمهور ضمن ابراز امتنان از موسسۀ تیکای ترکیه بخصوص رئیس جمهور و دولت آن کشور بخاطر کمک های شان به افغانستان، گفت: مناسبات ترکیه و افغانستان صدها سال پیشینه دارد و بنیاد این مناسبات به طور اخص در زمان غازی امان الله خان و غازی مصطفی کمال اتاترک گذاشته شد و ما همیشه بر آن اعتماد کرده می‌توانیم.
محمد اشرف غنی تصریح کرد: هدف ما اصلاحات بوده و این غیر قابل تغییر است. چیزی را می‌خواهیم بنيان گذاری کنیم که برای قرن‌ها دوام کند و در این عرصه نکته بنیادی این است که همۀ ما بالای یک مودل مشخص به توافق برسیم.
وی افزود که هدف ما ایجاد یک اساس قانونی جامع برای اراضی افغانستان است و همچنان می‌خواهیم بر اساس یک کود واحد، اراضی افغانستان تعیین گردد.
رئیس جمهور غنی با اشاره بر اینکه معنی نهادسازی این است که همۀ ما یک فکر منسجم را تعقیب کنیم، گفت: معیار موفقیت، تغییر در زندگی مردم است. مالکیت و حب وطن با هم رابطۀ مستقیم دارند. مردم ما از هیچ نوع قربانی برای کشور خود دریغ نکرده اند، اما دولت ها در فراهم کردن مالکیت مصئون برای آنان، ناکام بوده اند.
رئیس جمهور کشور گفت که میان سرمایه پنهان و آشکار و متحرک باید تفکیک قایل شویم و سرمایه‌گذاری هر فرد افغان باید مصئون باشد.
رئیس‌جمهور با اشاره بر اینکه بخاطر دریافت پول گدایی می‌کنیم، گفت که صدها میلیون دالر در سرزمین ما وجود دارد، به شرط اینکه ملکیت‌های دولتی و عامه به صورت درست مدیریت شوند.
رئیس‌جمهور گفت که ما باید از املاک دولتی استفادۀ اعظمی کنیم و تاکید کرد که هیچ زمین دولتی مربوط کدام وزارت و یا نهاد نیست، بلکه ملکیت مردم می‌باشد. وی اضافه کرد: هر افغان حق زندگی در هرگوشۀ این کشور را داشته و این مملکت به همۀ ما تعلق دارد.
وی تصریح نمود که منابع افغانستان برای همۀ ماست، نه برای یک اقلیت کوچک، دزدها و غاصبین، و در این راستا هر نوع مقاومت را درهم خواهیم شکست.
رئیس‌جمهور تصریح کرد که بیت المال ملکیت شخصی شده نمی‌تواند و باید دزدی و چپاول خاتمه یابد. وی افزود که برای تطبیق برنامه‌های سرتاسری اراضی افغانستان، عزم قاطع داریم و این برنامه‌ها با موفقیت عملی شدنی است.
همچنان رئیس‌جمهور گفت: یک دیدگاه واضح که هر وجب کشور از نگاه ملکیت عامه، خصوصی و دولتی به صورت منظم واضح شود، اساس زندگی آینده ما را تشکیل می‌دهد.
در این مراسم جواد پیکار رئیس عمومی ادارۀ اراضی افغانستان در رابطه به دستآوردهای این ادارۀ معلومات داده، گفت که در سه و نیم سال گذشته، اضافه‌تر از چهارصد هزار جریب زمین از غاصبین گرفته شده است.
وی افزود که با ادغام ریاست کادستر و ریاست جیودیزی و کارتوگرافی، مفکورۀ ایجاد مرجع واحد امور زمینداری در افغانستان تحت چتر ادارۀ اراضی عملی گردید و ما بهترین حکومت‌داری زمینداری را در منطقه داریم.
پیکار در رابطه به سهم گیری گستردۀ ظرفیت‌های بشری و تحصیل‌کرده و جوان در ادارۀ اراضی گفت که امروز بیشتر ۴۰۰ کارمند این اداره لیسانس و ماستر می‌باشند و این اداره بسوی جوان‌شدن در حرکت است. وی افزود که سه سال قبل تنها ۲۶ خانم در چوکات اداره اراضی کار می کردند، اما اکنون بیشتر از ۱۳۰ خانم در بست‌های مختلف، فعالیت دارند.
رئیس ادارۀ اراضی گفت که اداره ما دارای پالیسی واضح می‌باشد و نقشۀ راه پنجاه ساله دارد و از جملۀ اداراتی است که در ساختار حکومت، بیشترین هدایات کابینه و شوراهای انکشافی را سالانه اجرا و عملی می‌کند.
در این مراسم، مصطفی بوتون به نمایندگی از موسسه تیکا صحبت کرده، گفت: تیکا  از سال ۲۰۰۴ تا اکنون در بخش های تعلیم و تربیه، صحت، زراعت، صنعت، اقتصاد، ارتقای ظرفیت و کمک به آسیب‌دیدگان حوادث طبیعی به شمول کمک‌های بشردوستانه، بیشتر از یک هزار پروژه را در افغانستان اجرا نموده است.
وی افزود که برنامۀ انکشافی زمینداری، یکی از پروژه های با اهمیت بوده و ما باورمند به این هستیم که ادارۀ اراضی افغانستان در زمینۀ ارتقای ظرفیت، پلان های ارزنده برای آینده روی‌دست دارد.
شوبهام چوهدری به نمایندگی از بانک جهانی صحبت کرد و در رابطه به برنامه های این نهاد بخاطر حمایت از ادارۀ اراضی افغانستان بخصوص در عرصه حقوقی به‌ منظور داشتن یک سیستم منسجم و موثر برای مدیریت زمین، معلومات داد.
وی از رئیس جمهور بخاطر اینکه در پالیسی های نهادهای مختلف بخصوص در عرصه حقوقی تغیراتی را به وجود آورده و اکنون در مطابقت به معیارهای بین المللی می باشند، تشکر کرد.
نمایندۀ بانک جهانی گفت که برنامۀ انکشاف نظام زمینداری در افغانستان یک نمونۀ خوب همکاری بین کشورها می باشد و ما باید بالای سیستم اداری و تخنیکی و همچنان ظرفیت‌سازی ادارۀ اراضی افغانستان تمرکز نمائیم.
در این مراسم فرمان رئیس جمهور غنی در رابطه به تفویض مدال های دولتی غازی میربچه خان به ۱۸ تن از متخصصین که در برنامۀ انکشاف نظام زمینداری در افغانستان با ادارۀ اراضی همکاری همه جانبه نموده اند و شامل نمایندۀ با صلاحیت سازمان غذا و زراعت ملل متحد، اعضای تیم بین المللی زمین داری بانک جهانی، متخصصین ادارۀ کادستر و قباله جات کشور ترکیه و متخصصین ادارۀ همکاری و هماهنگی این کشورمی باشند، توسط اسدالله غضنفر مشاور فرهنگی رئیس جمهور، قرائت گردید و پس از آن رئیس جمهور کشور برای شماری از آنان مدال های متذکره را تفویض کرد.
از سالروز خروج قشون سرخ شوروی وقت در بغلان گرامی داشت شد
منبع : باختر   تاریخ: 2/16/2018
از ۲۶دلو سالروز خروج قشون سرخ شوروی وقت در ولایت بغلان گرامی داشت صورت گرفت.
به گزارش خبرنگار محلی آژانس باختر، در محفلی که به همین منظور در شهر پلخمری از طرف شورای اجتماعی مردمی خوست، فرنگ، و گذرگاه نور با حضور داشت صد ها تن از علما، مجاهدین، استادان پوهنتون و باشندگان بغلان برگزار گردید، حبیب الرحمن جاهد نماینده والی بغلان صحبت کرد و از رشادت و پایمردی مردم افغانستان در برابر بزرگترین امپراتور جهان (شوروی وقت ) به نیکویی یاد نمود و گفت:هنوز هم دشمنان کشور به صورت پنهان و اشکاربرکشورما تجاوز میکنندو با اتحاد و همبستگی میتوانیم در برابر آنان نیز پیروز شویم.
عبدالغیور ”غیور”رئیس شورای مردمی خوست فرنگ و گذرگاه نور با انتقاد از حضور نیافتن مقام های محلی بغلان در این برنامه این روز را یک روز پر افتخار تاریخی در تاریخ کشور خواند و گفت که افغان ها مجاهدانی اند که هر کشوری که فکر اشغال این خاک را به سر داشته باشند، این آرمان را مانند سایر ابر قدرت های تجاوز گر به گور خواهند برد.
همچنان به همین مناسبت دربرخی از ولایات دیگر کشور نیز بزرگداشت صورت گرفت وسخنرانان بر اتحاد و همدلی مردم ما در برابر تجاوزگران و مزدوران شان تاکید کردند.
یوناما وجود اسناد درباره سازماندهی حملات در خاک پاکستان بر ضد افغانستان را رد کرد
منبع : تلویزیون آریانا   تاریخ: 2/16/2018

تاداماچی یاماماتو، نماینده خاص سازمان ملل در کابل، وجود اسناد درباره سازماندهی حملات هراس افگنی در خاک پاکستان بر ضد افغانستان را رد کرد.

پیش تر افغانستان سند های را به شورای امنیت سازمان ملل سپرد که گواهی بر وجود پناگاه های گروه های تندرو در خاک پاکستان و سازماندهی حملات از خانه همسایه بر ضد افغانستان می داد، اما حالا نماینده خاص سازمان ملل می گوید که سند های روشن و قناعت بخش در این باره وجود ندارد.

آقای یماماتو گفت:” حملات انتحاری و استفاده از مواد انفجاری از قبل تعبییه شده بیشتر از سوی مخالفان دولت صورت می گیرد، در این زمینه تحقیقات ادامه دارد. شواهد روشن و متقاعد کننده فعلا وجود ندارد که انگشت اتهام به کشور یا مرجع دیگر دراز شود اما اتهامی که صورت می گیرد باید به اساس اسناد باشد.”

این گفته ها، اما با عکس العمل تند حکومت افغانستان روبروشده؛ ارتش می گوید که حکومت اسنادی در اختیار امریکا، سازمان ملل، ناتو و اتحادیه اروپا قرار داده که نشان دهنده سازمان دهی حملات هراس افگنان بر ضد افغانستان از خاک پاکستان است.

دولت وزیری سخنگوی وزارت دفاع گفت:”تمام طالبان در پاکستان است ازین هیچ کس منکر شده نمی تواند، مشکل در پاکستان است سازمان ملل نباید این را نادیده بگیرد.”

به گفته حکومت حملات پسین کابل نیز از خاک پاکستان به همکاری آی اس آی یا سازمان استخبارات پاکستان سازماندهی شده بود.

نجیب دانش سخنگوی وزارت داخله بیان داشت:”در سه حمله که اخیرا انجام شد اسناد کافی وجود دارد که از پاکستان طراحی و سازماندهی شده این اسناد به سازمان ملل و دیگر نهاد ها نیز شریک ساخته شده است.”

اما چرا نماینده خاص سازمان ملل سند های افغانستان را قناعت بخش نخواند؟

محمد آگل مجاهد آگاه نظامی در زمینه گفت:”با دو انگشت نمی شود آفتاب را پنهان کرد اما این نشان می دهد که پاکستانی ها در سازمان ملل لابی کرده اند و اذهان را علیه سند های دولت افغانستان ساخته اند.”

پیش تر رئیس جمهور امریکا نیز پاکستان را متهم به پناه دادن گروه های تندرو به بخصوص طالبان و شبکه حقانی کرده بود از این رو امریکا کمک های دو میلیارد دالر نظامی اش را به اسلام آباد به حالت تعلیق درآورد.

غنی: تمامی زمین های غصب شده را از غاصبان خواهم گرفت
منبع : تلویزیون آریانا   تاریخ: 2/16/2018

 

محمد اشرف غنی رئیس جمهور کشور می گوید که برای همه مردم افغانستان به شکل قانونی زمین توزیع می کند.

رئیس جمهور تعهد می کند که بانکی را در چوکات اداره ی مستقل اراضی ایجاد خواهد کرد و تمامی زمین های غصب شده را از غاصبان خواهد گرفت. آقای غنی امروز در برنامه انکشاف نظام زمینداری در افغانستان که در ارگ ریاست جمهوری برگزار شده بود، بیان داشت که حکومت های گذشته برای توزیع ملکیت به مردم کشور کار لازم نکرده اند.  وی می گوید، تصمیم گرفته است تا به هر تعبه افغانستان مالک زمین شود. وی گفت: ”نزدیک به پنج میلیون افغان ما در خارج از کشور به سر می برند. آنان باید به کشور برگردند و برای آنها زمین توزیع شود. به همین منظور ما بانک زمین را می سازیم.”

به گفته ی رئیس جمهور در سرتاسر کشور یک میلیون جریب زمین در کشور غصب شده، اما بیشتر مردم زمین ندارند. آقای غنی افزود که سرمایه های مردم کشور پس از این مصئون و بر اساس ملکیت قانونی خواهد بود.

در همین حال، مسوولان در اداره ی مستقل ارگان های محل می گویند، توانسته اند در سه سال گذشته چهار صد جریب زمین را از نزد غاصبان پس بگیرند. تاکید می ورزند که با میکانیزم های جدید کار را پیش می برند. جواد پیکار، رئیس اداره ی مستقل اراضی اظهار داشت: ”ما می خواهیم با میتود های جدید اجرای قباله، زمین، بخش های انکشافی و ساخت بانک زمین مشکلات کنونی را کاهش دهیم.”

به گفته ی مسوولان اداره ی مستقل اراضی با برگرفته از شیوه ی ترکه ی تقسیم زمین شیوه ی جدید را می سازند که بر اساس آن مشکل زمین در سرتاسر کشور حل شود.  

 

اشرف غني: پخوانی شوروي اتحاد مو مات کړ، دترهګرو په وړاندې هم یو موټي شئ
منبع : د آزادی رادیو   تاریخ: 2/16/2018

دافغانستان جمهور رئیس اشرف غني وایي، افغانانو په خپل یووالي سره دوخت شوروي اتحاد مات کړ او بیا هم له خلکو غوښتنه ده چې د ترورېستي ډلو پر وړاندې هم ودرېږي.

ولسمشر غني وايي، دافغانانو جهاد دنړۍ دتاریخ مسیر بدل او دځینو هېوادونو دآزادۍ لامل شو. ښاغلي غني چې دافغانستان د«ځمکې دنظام دپراختیا» دپروګرام په مناسبت نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال دسلواغې ۲۶» په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې دشوروي اتحاد دپوځونو دماتې لامل‌یې دافغانانو یووالی وګاڼه او له خلکو یې وغوښتل چې د ترورېستې ډلو پر وړاندې هم یو موټی شي.که څه هم د دلوې د ۲۶مې په خاطر ددولت له‌ خوا کومه رسمي ناسته جوړه نه‌شوه، خو ښاغلی غني وايي، دهېواد دبهرنۍ پالېسۍ له برکته، دسیمې ډېری هېوادونه دافغانستان په سیمه‌ ییزو شریکانو بدل شول.

نوموړي زیاته کړه: ”دافغانانو دبریالیتوب راز، دوخت دشوروي اتحاد په ماته کې ددوی یووالی و، اوس چې هېواد دترورېستي ډلو له بریدونو سره مخ دی، اړتیا ده چې خلک سره یو موټی او پروړاندې يې ودرېږي.”

جمهور رئیس غني وویل چې په افغانستان کې دشوروي له ماتې وروسته، دغه هېواد آزادي وموندله، خو رښتینې ازادي هغه مهال خپلېږي چې اقتصادي ازادي ورپسې وي. ده وویل، اقتصادي آزادي اصلاحاتو ته اړتیا لري او له خلکو یې وغوښتل چې دحکومت ملاتړ وکړي. دشوروي اتحاد پوځونه د ۱۳۵۸ لمریز کال دجدی په ۶مه افغانستان ته راننوتل، په دې هېواد کې له لس کاله پاتې کېدو وورسته د ۱۳۶۷ لمریز کال ددلوې پر ۲۶مه بېرته ووتل.

دشوروي پوځ د دغه یرغل په نتیجه کې شااوخوا یو میلیون افغانان ووژل شول او په سلګونه زره ټپیان او څه باندې ۵ میلیونه مهاجر شول. ځیني په دې باور دي چې د وخت د شوروي اتحاد یرغل دافغانستان دبدمرغۍ پیلامه وه چې تر اوسه هم دجنګ په اور کې سوځي.

افغان چارواکو هم ویلي چې امنیتي ځواکونه‌یې اوس‌مهال له ۲۰ ترورېستې ډلو سره په جنګ کې دي. په ورته وخت کې دافغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دافراطیت پر وړاندې د هم فکرۍ په نړیوالې ناسته کې وویل، سره له دې چې مجاهدینو هم ځینې تېروتنې کړي، خو بیا هم د دوی جهاد د یو ستر ځواک دماتې سبب شو.

نوموړي زیاته کړه: ”یو افراطي تفکر چې په پام کې وه پر نیمې نړۍ تحمیل شي او افغانستان ترې هم زیان ولید، خو دافغانستان دخلکو دجهاد او قربانیو له امله افغانان ددغه ستر ځواک دماتې شاهدان وو.”

په ورته وخت کې دسیاسي چارو پوه خالد سادات وايي، اوسنۍ ستونزې نه‌یوازې دا چې دولت پورې اړه لري، بلکې خلک هم کولای شي چې په هوارولو کې یې برخه واخلي.

 

 

وزارت داخله برنامه جدید امنیتی کابل را تا دو روزدیگر اعلام میکند
منبع : باختر   تاریخ: 2/16/2018

درحالیکه برنامه امنیتی شهر کابل هفته گذشته به رئیس جمهور کشور ارائه گردید، سخنگوی وزارت امور داخله میگویدکه محتوای این برنامه تا یکی دوروز آینده دراختیار رسانه ها قرار خواهد گرفت.
به گزارش آژانس باختر ، نجیب الله دانش سخنگوی وزارت امورداخله امروز دریک نشست خبری درکابل گفت که درحال حاضر هیچ تهدید امنیتی متوجه کابل نیست و برنامه جدید امنیتی پایتخت تا دوروز دراختیار مردم گذاشته خواهد شد.
به گفته دانش دربرنامه جدید امنیتی بیشتر به نقاط آسیب پذیر دراطراف کابل تمرکز شده است .
کمربند ها تقویت خواهد شد و چهره کابل که بیشتر ازوجود قرارگاه های امنیتی متاثر است تغییر خواهدکرد.
دانش در خصوص برنامه جدید امنیتی کابل توضیح بیشتر نداد مگر گفت این برنامه ازسوی رئیس جمهور تائید شده است.
اومیگوید که تروریستان دیگر توان انجام حملات تروریستی را درکابل نخواهند داشت.

په سوریه کې دفاطمیون لوا څلور غړي ووژل شول
منبع : تاند   تاریخ: 2/16/2018

سره له دې چې په سوریه کې داعش ډله ځپل شوې، ایراني رسنۍ وايي چې په دغه هیواد کې څلور افغان ملېشه وژل شوي دي. ایراني رسنیو پرون /پنجشنبه/ وویل، د فاطمیون لوا ۴ غړي په سوریه کې وژل شوي دي.

فاطمیون دافغان شیعه ګانو له هغو ملېشه ځواکونو څخه جوړه ده چې د ایران په سپاه پاسداران پورې تړلي دي. ایراني رسنیو نه دي ویلي چې دا څلور تنه د سوریې په کومه سیمه کې له چا سره په جګړه کې وژل شوي دي. ددغو ځواکونو شمېر د ۱۵ زره او ۲۰ زرو ترمنځ دی.

په ایران کې شاوخوا ۳ ملیون افغان مهاجر اوسي. ویل کېږي، ډېر افغانان په دې خاطر دسوریې جګړې ته ځي چې ایران په خپله خاوره کې پر کډوالو فشار راوړي. تېره میاشت دفاطمیون لوا دکلتوري چارو مسوول زهیر مجاهد وویل، «دې لوا اسلام ته تر ۲ زره زیات شهیدان ورکړي او ۸ زره نور یې ټپیان شوي دي.»

د ۲۰۱۷ م کال په مارچ میاشت کې د ایران له لوري سوریې ته دلېږل شویو رضاکارو ټولنې ویلي و چې ۲۱۰۰ تنه وژل شوي دي. خو دا نه و ویل شوي چې ددغو کسانو په منځ کې څومره افغانان دي. ایران وايي چې سوریې ته یې خپل منظم ځواک نه دی لېږلی خو یوازې یې خپل سلاکاران د افغان او پاکستاني رضاکارو ځواکونو دملاتړ لپاره استولي دي.

دترکیې اې اې رسنۍ وايي چې له ۲۰۰۱ څخه، چې په سوریه کې کړکېچ پیل شوی دی، په دغه هیواد کې ۲۴۰۰ ایراني ځواکونه، چې اکثره دسپاه پاسداران غړي دي، وژل شوي دي.

نشست بین المللی هم اندیشی برای مبارزه با افراطیت برگزار شد
منبع : باختر   تاریخ: 2/16/2018

نشست بین المللی هم اندیشی برای مبارزه با افراطیت دیروز با حضور برخی علما ، پژوهشگران، مقامات دولتی و مهمانان خارجی و رسانه ها ازسوی انستیتوت صلح ، رسانه و حکومتداری خوب برگزار شد.
به گزارش خبرنگارآژانس باختر ، دراین نشست پیام رئیس جمهور توسط ابوالحسین یاسر مشاور رئیس جمهور قرائت گردید که دربخش آن آمده است .
خوشحالم که امروز اولین نشست بین المللی هم اندیشی برای مبارزه با افراطیت با حضور علما ، پژوهشگران و رسانه ها برگزار میشود و از حضور همه اشتراک کنندگان ومهمانان خارجی تشکر میکنم .
همچنان دراین پیام آمده است افراطیت یک پدیده ویران گراست که کشورهای ما را ویران کرده ومیلیون ها نفر را آواره کرده است و این پدیده دشمن بشریت است و افراطیت جایگاه درتمدن دین اسلام ندارد.
همچنان در این نشست داکتر عبدالله عبدالله رئیس اجرائیه گفت، امیدوارم درنتیجه بحث های این نشست فرهنگ اعتدال ، هم دیگر پذیری را دربین مردم بیشتر بسازیم .
اگر ما سطح اعتدال را دربین مردم منسجم بسازیم افراطیت به اقلیت میرسد و شکست میخورد و آغاز این کار درذهن خود ما است و ما باید توانایی بحث کردن وجرائت بیشتر داشته باشیم .
محمد محقق معاون ریاست اجرائیه نیز دراین نشست ازعلما خواست تا دربرابر افراطیت و تروریزم رسالت شان را انجام دهند.
سید حسین بلخی وزیرعودت و امور مهاجرین نیز تاکید کردکه افراطیت باید ریشه یابی شود و جلوآن گرفته شود .
در این نشست احمد کمیل میرشاه بیگ رئیس انستیتوت صلح ، رسانه و حکومتداری خوب هدف از برگزاری این نشست را، نهاد سازی و رایزنی برای رسیدن به تفکر مشترک منطقه ای و بین المللی برای مبارزه با افراطیت عنوان کرد.
او افزود ، نهادهای دولتی وغیردولتی کشور ها ، سازمان های منطقه ای و جهانی و افکار عمومی درجهان ومخصوصاً درمنطقه ما باید درجهت مبارزه با افراطیت فعال شوند.
در این نشست پروفیسور نعمت الله شهرانی معاون پیشین ریاست جمهوری ،دین محمد معاون شورای عالی صلح ، عبدالهادی ارغندیوال رئیس حزب اسلامی افغانستان ، داکتر علیزاده موسوی رئیس کنگره جهانی  مقابله با جریان های افراطی از ایران و داکتر علی اصغر چشتی رئیس پوهنځی علامه اقبال از پاکستان دررابطه به افراطیت وجلوگیری آن در جامعه صحبت کردند تاکید کردند که باید جلو افراطیت گرفته شود و دراین راستا تلاش های منطقه ای و جهانی صورت گیرد تا ریشه افراطیت برچیده شود.
سخنرانان نشست همچنان تاکید داشتند که این نشست میتواند آغازی باشد برای بسیج نیروهای کشورها در برابر تهدید مشترکی که همه کشورهای منطقه وجهان را تهدیدمیکند ، تهدیدی که منطقه آسیای میانه ، خاور میانه ، اروپا ،امریکا و شرق دور را هدف گرفته است و مهار آن نیازمند تولید فکر مناسب میباشد.

تیرکال جګړو کې ۳۴۳۸ ملکي افغانان ووژل شول – یوناما
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 2/16/2018
یوناما ویلي، چې په ۲۰۱۷ کې ۳۴۳۸ ملکي افغانان وژل شوي او ۷۰۱۵ نور ټپیان شوي.

د ملکي تلفاتو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (UNAMA) د ۲۰۱۷ کال راپور ښيي، چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۹ فیصده را ټيټه شوې ده.

د یوناما د ۲۰۱۷ کال د ملکي تلفاتو په راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې په ۲۰۱۷ کال کې ۱۰۴۵۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور کې ویل شوي، چې ۳۴۳۸ ملکي وګړي د جګړو، نښتو، بمباریو او ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي او ۷۰۱۵ نور ټپيان شوي دي.

یوناما په ۲۰۱۷ کال کې د ښځو او ماشومانو پر مرګ‌ژوبلې اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دغه کال کې ۸۶۱ ماشومان وژل شوي او ۲۳۱۸ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز راپور کې ویل شوي، چې په دې موده کې ۳۵۹ ښځې وژل شوي او ۸۶۵ ټپیانې شوې دي.

یوناما د دغې مرګ‌ژوبلې د دوه پر دریو برخې (۶۵ فیصده) مسولیت د افغان دولت د وسله‌واله مخالفینو په غاړه اچولی دی.

د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو د راپور د خپرولو پر مهال خبریالانو ته وویل ” کله چې وینو ملکي وګړي په نښه کیږي، په دې فکر کې کیږو چې دا وضعیت به تر کله دوام مومي، عاملین به یې څه فکر کوي، هغوی ادعا کوي چې له افغانانو څخه استازیتوب کوي، خو د هغوی اعمال د خلکو د ګټو به خلاف دي. هغوی په خپل لاس خپل خلک په تر ټولو وحشتناکه بڼه وژني او د وحشت او مُصیبت لامل کیږي”.

یوناما د ۱۰۰۰ ملکي وګړو مرګ‌ژوبله داعش ډلې ته منسوب کړې، چې د تلفاتو د ټولې شمیرې لس فیصده جوړوي.

دغې ادارې په ۲۰ فیصده ملکي تلفاتو کې، د افغان حکومت‌ پلوه ځواکونه ګرم ګڼلي، چې د اوړم کال په پرتله ۲۳ فیصده کموالی ښيي.

د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې په تېر میلادي کال کې د هوايي بمباریو له امله د ملکي تلفاتو کچه اووه په سلو کې زیاته شوې ده.

یوناما وايي، د هوايي بمباریو له امله د ملکي تلفاتو تر ټولو زیاته کچه په ۲۰۱۷ کال کې وه ، چې ددې کال د عمومي ملکي مرګ ژوبلې شپږ فیصده جوړوي.

د دغې ادارې شمیرې ښيي، چې د نړیوالو او افغان هوايي ځواکونو په بمباریو کې ۲۹۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۶ نور ټپیان شوي دي.

یوناما دا هم ویلي، چې په همدې کال کې د پاکستان د پوځیانو په توغندیزو بریدونو کې یو په سلو کې ملکي تلفات اوښتي او ۲۳ ملکیان یې له امله وژل شوي دي.

یوناما وايي، چې هر لوري سره یې د ملکي تلفاتو دا راپور شریک کړی خو له داعش ډلې سره هیڅ راز تماس نه لري.

یوناما تینګار کړی، چې د دغه راپور د خپرولو هدف د چا ملامتول نه، بلکې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د جګړې د ښکیلو غاړو له خوا د نړیوالو منل شوو اصولو او نافذه قوانینو د رعایت کولو هڅه ده.

یوناما له ۲۰۰۹ کال راهیسې په ملکي تلفاتو راپورونه ورکوي او دا د تېر کال راپور یې نهم راپور وو.