۳ هراس افگن کشته و ۲۶ حلقه ماین کشف و خنثی گردید.

منبع : وزارت امور داخله   تاریخ: 2/11/2018
نیروهای امنیتی کشور، روز گذشته، عملیات مشترک ضد هراس افگنی را در روستای سیدان ولسوالی گرشک ولایت هلمند انجام دادند.

در نتیجه این عملیات، سه هراس افگن طالب کشته و دوهراس افگن دیگر زخمی شده اند.
در این عملیات، ۱۶ حلقه ماین مختلف النوع نیز توسط نیروهای امنیتی کشف وخنثی گردیده است و به نیروهای امنیتی کشور ومردم محل در این عملیات آسیبی نرسیده است.
هم چنان، نیروهای قطعات خاص پولیس ملی، روز گذشته عملیات ضد هراس افگنی را در روستای سرخ آب ولسوالی محمد آغه ولایت لوگر راه  اندازی کردند که درنتیجه این عملیات، ۱۰ حلقه ماین ضد وسایط کشف وخنثی نموده اند.
ماین گذاری در مسیر جاده ها ، از روش های معمول و متداول هراس افگنان طالب و دیگر گروه های تروریستی است که بیشترین آسیب آن به افراد ملکی می رسد.

نیروهای پولیس ملی از تمامی امکانات خویش در جهت جلوگیری از فعالیت های هراس افگنانه تلاش می نماید و در سال جاری ۳۱۶۰ حلقه ماین را از نقاط مختلف کشور، کشف و خنثی نموده اند.
احتجاج کوونکي: که غوښتنې پرځاي نه شوې، میاشت وروسته بیا غونډیږو
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 2/11/2018

له پاکستان څخه په رئپوټونو کې راغلي دي چې دپښتنو احتجاج تریوې میاشتې پورې ځنډیدلی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې دپاکستان دحکومت یوه اعلامیه خپره شوې چې پکې دمعترضینو دغوښتنو دمنل کېدو خبر ورکړل شوی دی. داحتجاج سمبالوونکي تائیدوي چې استازو یې دشنبې په ورځ [فبرورۍ ۱۰] دپاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره لیدلي دي. دمعترضینو لخوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې صدراعظم عباسي په لیکلې بڼه داحتجاج کوونکو غوښتنې منلي دي.

دمعترضینو په لویو غوښتنو کې دنقیب الله محسود قاتلینو ته سزا ورکول،د ورکو شویو پښتنو دڅرک معلومول او په قبایلي سیمو کې دښخ کړای شويو ماینونو خنثا کول شامل دي. داحتجاج مشر منظور پښتون معترضینو ته ویلي دي چې که حکومت یې غوښتنې پوره نه کړي نو میاشت وروسته به بیا خلک لاریون ته راوبلل شي.

دپښتنو احتجاج د جنورۍ میاشتې په ۲۵ نېټه له دیره اسماعیل خان څخه پیل شو چې وروسته یې لمنه دپاکستان دپلازمینې اسلام آباد په شمول ګنو ښارونو ته پراخه شوه.

په پاکستان کې دپښتنو له احتجاج څخه تربل هر آدرس افغانستان کلک ملاتړ وکړ. ولسمشر محمد اشرف غني دپښتنو اعتراض دتُندلارې پرضد ښه ګام وباله او له نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې لدغو لاریونونو څخه ملاتړ وکړي.

                        

افغانستان او ازبکستان لومړنۍ امنیتي غونډه وکړه
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 2/11/2018

دافغانستان دملي امنیت شورا وايي، چې دکابل او تاشکند ګډ امنیتي کمیسیون دشنبې په ورځ په خپلې لومړنۍ غونډه کې، دیو تطبیقي پلان په جوړولو هوکړې ته رسیدلي دي.​

دملي امنیت شورا په یو بیان کې ویلي، چې دافغانستان او ازبکستان دګډ کمیسیون په دغې ناسته کې دګډون لپاره، دملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو لوپوړي افغان امنیتي پلاوي ازبکستان ته سفر کړی. په بیان کې راغلي، ”دګډ امنیتي کمیسیون لومړنۍ غونډه دافغانستان دملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر او دازبکستان دملي امنیت سلاکار ښاغلي ویکتور محمدوف په مشرۍ ترسره شوه. په دې ناسته کې دکمیسیون دچارو دتنظیم او هوکړو دعملي کیدو په موخه د تطبیقي پلان په رامنځته کیدو دواړه لوري توافق ته ورسیدل.”

دملي امنیت شورا ویلي، دواړو لورو دافغانستان او ازبکستان ترمنځ ددوه اړخیزو همکاريو دپراختیا ترڅنګ دڅو اړخیزو اړیکو پراختیا او داوږد مهاله پرمختیايي پروژو تطبیق دسیمې دامنیت او ثبات لپاره مهم بللی او دلاسلیک شویو هوکړه لیکونو پرعملي کیدو او بشپړ تطبیق یې ټینګار کړی دی. دغه راز دواړو خواو په دې ناسته کې دنړیوال تروریزم پرضد مبارزې او دمخدره موادو دتولید او قاچاق د مخینوي پرسر هم خبرې کړې دي.

دافغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډ امنیتي کمیسیون شاوخوا اوه میاشتې مخکې، تاشکند ته دافغان ولسمشر محمداشرف غني دوروستي سفر په لړ کې، ددوه اړخیزو امنیتي همکاریو او په سیمه کې دامنیت او ثبات دټینګښت په موخه، جوړ شو. دافغانستان دملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ددغې امنیتي غونډې په څنډه کې، دازبکستان ددفاع او کورنیو چارو وزیرانو سره هم جلا جلا لیدنې کړې دي.

دافغانستان دملي امنیت شورا دمطبوعاتو دفتر ویلي، چې ددغو لیدونو په ترڅ کې دواړو خواو دټاپي پروژې دپرانیستلو په موخه دتیاریو او دتطبیق دبیلابیلو پړاوونو لپاره دامنیت دټینګښت او څرنګوالي په اړه خبرې کړي.

               

صرافان سرای شهزاده پس از اعتصاب کاری فعالیت‌شان را از سر گرفتند
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 2/11/2018

صرافان سرای شهزاده کابل پس از چهار روز اعتصاب کاری امروز یکشنبه یک شنبه فعالیت ‌شان را از سر گرفتند.

ضیا الکوزی سخنگوی شورای صرافان افغانستان به رادیو آزادی گفت، شام روز گذشته زمانی به اعتصاب کاری‌ شان پایان دادند که حکومت خواست‌ های آنان را قبول کرد.

آقای الکوزی پیش از این به رادیو آزادی گفته است، شورای صرافان حدود سه ماه قبل ۲۲ خواست از جمله ارائه جواز برای صرافان، پروسه قرضه دهی برای مردم و عدم مداخله رئیس دافغانستان بانک در امور تشکیلات صرافان را به مقامات آن بانک ارائه کرده بود که به گفته وی دافغانستان بانک سرانجام روز گذشته این خواست‌ ها را پذیرفت. الکوزی می گوید، با پذیرفته شدن این خواست ‌ها اعتصاب صرافان در تمام افغانستان به پایان رسیده‌است.

                   

وزارت دفاع: گروۀ داعش در ولایات ننگرهار، جوزجان و بدخشان بیشتر سرکوب شده‌اند
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 2/11/2018

وزارت دفاع افغانستان می‌ گوید که عملیات ‌های زمستانی در ولایات ناامن به شدت جریان دارد و دست آوردی‌ های خوبی داشته‌است.

در ادامه عملیات ‌های زمستانی نیرو های امنیتی افغان، وزارت دفاع از وارد شدن تلفات به جنگجویان داعش در برخی ولایات سخن می‌زند. مقامات در این وزارت می ‌گویند که گروه داعش در ولایات ننگرهار، جوزجان و بدخشان بیشتر سرکوب شده‌است و عملیات برضد آن هم چنان ادامه دارد.

دولت وزیری سخنگوی وزارت دفاع روز یکشنبه «یکشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۶» به رادیو آزادی گفت، در برخی ولایات شماری از جنگجویان خارجی که در حمایت از داعش می ‌جنگند نیز از پا درآمده‌اند. او افزود:”در یک هفته گذشته تلفات زیادی برای دشمن وارد شده‌است، به ‌خصوص به گروه داعش، در یک عملیات چهارده عضو این گروه کشته شد که چهار تن شان خارجی‌ ها بودند، در عملیات دیگر چهار تن شان کشته شدند که دو تن شان خارجی ‌ها بودند. در ننگرهار نیز همه روزه بالای گروه داعش حملات صورت می‌گیرد و آنان سرکوب شده‌اند، در ولایت بدخشان نیز در یک حمله نیروهای امنیتی شش تبعه خارجی کشته شدند.”

وزارت دفاع افغانستان می‌گوید که همین اکنون در چندین ولایت این ‌کشور که با تهدیدات مخالفان مسلح رو به‌ رو می ‌باشند عملیات ادامه دارد و تلاش می ‌شود تا مراکز آنان از بین برده شود. فاریاب، کندهار، بدخشان، تخار، غزنی، لوگر، پکتیا، ارزگان، ننگرهار، هلمند، فراه و بغلان از ولایات است که به گفته سخنگوی وزارت دفاع مخالفان مسلح دولت در آن فعالیت بیشتر داشته و عملیات نیرو های امنیتی در این ولایات جریان دارد.

شماری از آگاهان امنیتی نیز می‌گویند که عملیات ‌های زمستانی نیرو های امنیتی افغان برضد مخالفان مسلح به  ‌خصوص گروه داعش بسیار مفید است و باید با شدت ادامه یابد. محمدا گل مجاهد یکی از این آگاهان می‌گوید که برای مؤثریت این عملیات‌ها باید به حمایت مردم و همآهنگی میان نیرو های امنیتی افغان توجه بیشتر صورت گیرد. او افزود: ”ما می ‌توانیم از قوای هوایی که فعلاً در اختیار ماست، امکانات زمینی و جلب همکاری مردم در پیشبرد عملیات‌های زمستانی استفاده کنیم، چون همه تأثیر خود ‌را دارد. باید کوشش شود که تلفات ملکی به میان نیاید، در کنار این با همآهنگی میان نیرو های امنیتی مشکل دراین زمینه حل خواهد شد.”

در کنار گروه طالبان و شبکه حقانی، داعش که شماری از جنگجویان خارجی نیز شامل آن اند، در افغانستان به‌ حیث یک تهدید جدی پنداشته می‌شود که شماری از اعضای شورای ملی و مردم عام بارها آن را مطرح کرده‌اند. حتی برخی از کشور های منطقه مانند روسیه و ایران نیز از حضور و فعالیت داعش در افغانستان بار ها ابراز نگرانی کرده‌اند. اما حکومت افغانستان همواره گفته‌است که گروه داعش درین کشور جای پا ندارد و سرکوبی جنگجویان داعش به گفته وزارت دفاع این‌ کشور یکی از اهداف عملیات ‌های زمستانی نیرو های امنیتی افغان است.

                   

گردهمایی اعتراضی پشتون‌ها در اسلام آباد برای یک ماه به تعویق افتاد
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 2/11/2018

گردهمایی اعتراضی پشتون ‌ها در اسلام آباد برای یک ماه به تعویق افتاده است.

به گزارش رادیو مشال، هیئت دولتی به ریاست امیر مقام مشاور صدراعظم پاکستان دیروز شنبه با شماری از نماینده‌گان معترض دیدار کرد و به آنان وعدۀ کتبی داد که به تقاضا های شان رسیده‌گی خواهد شد. بازداشت یک افسر پولیس پاکستان که متهم به قتل نقیب الله محسود است، پاکسازی وزیرستان جنوبی از وجود ماین ‌ها و ردیابی جوانان ناپدید شدۀ پشتون در میان خواسته‌ های عمدۀ معترضان اند.

محسود در ۱۳ جنوری در شهر کراچی کشته شد و در عکس العمل به آن پشتون‌ ها در پاکستان در ۲۶ جنوری اعتراض ‌شان را از دیره اسماعیل خان آغاز کردند. منظور احمد پشتون یک رهبر معترضان در اسلام آباد دیروز گفت که اگر حکومت ظرف یک ماه به خواسته‌ های‌ شان رسیده‌گی نکند، اعتراض خود را از سر خواهند گرفت.

افراسیاب ختک یکی از رهبران حزب نشنل عوامی گفته‌است که نماینده‌گان پشتون‌ ها با راه اندازی گردهمایی نفع بردند. ختک دیروز در گفت ‌و گو با رادیو مشال گفت: ”مبارزه مرحله‌ های مختلفی دارد و این گونه نمی ‌شود که همه دوره ‌ها یکباره به سر برسد. این مرحله با کامیابی به سر رسید. در این مرحله موقف خلاف جنگ و تروریزم ابراز شد و هم‌ چنین میان پشتون ‌ها اتحاد ایجاد کرد. این یک دستآورد بزرگ است.”

سنا اعجاز یک فعال مدنی در پاکستان است که در اعتراض ‌ها اشتراک کرده‌است. او دیروز به رادیو مشال گفت که اگر تقاضا های شان برآورده شود به تأخیر انداختن اعتراض‌ ها برای یک ماه چیزی بدی نیست. وی گفت: ”این یک جد و جهد مسالمت آمیز بود. خواستن حق به اساس قانون بود. چنین شد. وعدۀ که به ما داده شده‌است، نمایانگر آن است که حکومت مجبور شد که به این نتیجه برسد که شنیدن حرف قوم پشتون ضروری است.”

اما، شماری از به تعویق افتادن گردهمایی ‌های اعتراضی موسوم به ”پشتون لانگ مارچ” ابراز تأسف کرده‌اند. زاهد خان رهبر جرگۀ قومی سوات به رادیو آزادی گفته، مطمئن نیست که پشتون ‌ها بار دیگر برای چنین گردهمایی تنظیم شوند، بنابرین او گفته که فکر نمی‌ کند، تأخیر اعتراض اقدام مناسب بوده باشد.

                  

افغان پلاوي په اسلام آباد کې له پاکستاني لوري سره خبرې پیل کړي
منبع : آریانا نیوز   تاریخ: 2/11/2018

دافغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، دافغان پلاوي مشري دبهرنیو چارو وزارت دسیاسي مرستیال حکمت خلیل په غاړه ده او په اسلام آباد کې یې له پاکستاني لوري سره خبرې پیل کړي، چې دخبرو په دوه یمه ورځ دواړه لوري په څو برخو کې یوې نتیجې ته هم رسیدلي دي.

ددې خبرو ځینې برخې بشپړې روښانه شوې نه دي، خو بیا هم کابل او اسلام آباد په ځینو برخو کې یوې نتیجې ته رسیدلي دي. تراوسه دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت له پاکستاني لوري سره دافغان پلاوي دخبرو په اړه ډېر څه نه وایي، خو زیاتوي، چې دترهګرو په ځانګړي توګه طالبانو او حقاني شبکې په وړاندې پر ګډو عملیاتو خبرې شوې دي. دغه راز دواړو خواوو داقتصادي همکاریو په اړه هم بحث کړی دی.

دبهرنیو چارو وزارت دویاند مرستیال صبغت الله احمدي وایي، پرونۍ او نننۍ ناستې دواړه ښې او دهمکارۍ روحیه په کې پیاوړې وه. دناستې په پای ته رسیدو به یې جزئیات خلکو ته وړاندې او رسنیز شي. مخکې له دې یو پاکستانی پلاوی کابل ته راغلی و، خو ددواړو لوریو تر منځ په خبرو کې  پرمختګ ونه شو. اوس هم دسیاسي شنونکیو باور دا دی، چې اړوند خبرې اترې پایله نه لري؛ ځکه پلاوی په هغه کچه کې نه دي، چې خبرې یې نتیجه ورکړي.

سیاسي شنونکي داوود ناجي څرګنده کړې، چې دپلاوي کچه ډېره ټیټه ده؛ مونږ دولسمشر، امریکا او هند په کچه خبرې لرلې. زه په دې خبرو باور نلرم. باورونه دا دي، چې پاکستان له دې کار سره له یوې خوا غواړي وخت ضایع او بل خوا دامریکا پرفشارونو سړې اوبه تویې کړي. دمشرانو جرګې دوه یم مرستیال آصف صدیقي وایي، دا ناستې ډېرې وشوې، خو بې پایلې دي. باید پرپاکستان فشارونه ډېر شي، چې دا هېواد له طالبانو سره مبارزې ته چمتوالی وښیي.

ددواړو لوریو له راشه درشې سره سم پاکستانيو پوځیانو پرکونړ توغندیز بریدونه پیل کړي او دافغانستان پر سرحدي سیمو دغو توغندیزو بریدونو ددې خبرو اترو راتلونکی له پوښتنو سره مخ کړی دی.

                   

ویسا: ایا پاکستان دوست دی، که دښمن؟
منبع : د آزادی رادیو   تاریخ: 2/11/2018
په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو پرون دافغانستان او پاکستان ترمنځ په اسلام آباد کې پر روانو خبرو او په پاکستان کې دپښتنو له احتجاج څخه دافغان حکومتي مشرانو پرملاتړ بحثونه کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې اسلام آباد ته دافغان پلاوي دسفر په اړه لیکلي دي چې دا پلاوی داسې مهال اسلام اباد ته تللی چې افغان حکومت په هېواد کې دوروستیو بریدونو پړه، چې ولس یې دویر پر ټغر کېنولی دی، په هغه چا ور اچوي چې پاکستان ورسره مخامخ اړیکې لري.

ورځپاڼې دې او دولسمشر اشرف غني دې شعار ته په اشارې چې پاکستان دې دافغانانو له دښمنۍ لاس واخلي، پوښتنه کړې ده چې دافغانستان او پاکستان اړیکې په څه ډول دي، پاکستان دوست دی او که دښمن؟ ورځپاڼې لیکلي دي، که پاکستان دوست او یو باوري ګاونډی وي، نو دا سفرونه او دګډ کار لپاره روانې هڅې توجیه کېدای شي، خو که خبره د دې برخلاف یعنی پاکستان دښمن وي، نو دا هڅې هېڅ معنی نه لري.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې بیا په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره دافغان پلاوي دخبرو په اړه لیکلي دي چې په روانو خبرو کې چې ترډېره له ترورېزم سره په مبارزه کې پرهمکارۍ او دسولې او کډوالو دراستنېدلو پرمسایلو متمرکزې دي، ځینې پرمختګونه شوي دي. ورځپاڼه دبهرنیو چارو وزارت په حواله وړاندې لیکي چې تردې مخکې د تېرې شنبې په ورځ کابل ته دپاکستاني پلاوي دسفر پرمهال پرځینو مواردو هوکړه شوې وه او پر پاتې مسایلو به په اسلام اباد کې هوکړه وشي. خو ورځپاڼې دا نه دي لیکلي چې دا پرمختګونه او هوکړې په کومو مواردو کې شوي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې دترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې دهمکارۍ لپاره دژمنو پرځای عمل او دملامتۍ منل هغه پرمختګونه دي چې داوس دور په خبرو کې رامنځته شوي دي. ورځپاڼې وړاندې دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي دي چې افغانستان نور د دی وخت نه لري چې داسنادو دبرابرولو لپاره یې ضایع کړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دکابل او اسلام ترمنځ دپلاوو تګ راتګ داسې مهال کېږي چې په کابل کې له خونړیو بریدونو وروسته پاکستان دنړیوالې ټولنې او په تېره بیا دامریکا ترسخت فشار لاندی دی. ورځپاڼې دځینو کتونکو په حواله لیکلي دي، که پراسلام آباد دنړیوالې ټولنې او امریکا فشارونه دوام وکړي، نو پاکستان به هرو مرو ورته تسلیمېږي.

په پاکستان کې دپښتنو له روان احتجاج نه دافغان حکومت دمشرانو ملاتړ هم دکابل ورځپاڼو دبحث بله مهمه مسئله ده.

ملي ارمان:

ملي آرمان ورځپاڼې په اسلام آباد کې دپښتنو له روان احتجاج څخه دافغان ولسمشر محمد اشرف غني دملاتړ په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې دی په پاکستان دپښتنو له دغه مدني حرکت څخه چې دافراطیت او ترورېزم په خلاف پیل شوی دی، ملاتړ کوي. ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان ولسمشر په ټویټر کې په خپل یو پیغام کې له نړیوالې ټولنې او دپاکستان له مدني ټولنې غوښتي دي چې ددا ډول خوځښتونو ملاتړ وکړي. ورځپاڼې وړاندې په خپل بحث کې لیکلي دي چې دپښتنو دې احتجاج چې نن لسمې ورځې ته ننوت دپاکستان حکومت په جدي توګه اندېښمن کړی دی.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې په اسلام اباد کې دپښتنو دروان احتجاج په اړه دولسمشر اشرف غني دپیغام دا برخه راخیستې چې ویلي یې دي دا احتجاج دتند لارۍ په وړاندې یو غوره ګام دی او دا دهر یو کس اخلاقي دنده ده چې ملاتړ یې وکړي. ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر په خپل پیغام کې دکابل وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې لیکلي دي چې افغانان او دسیمې خلک دې دترورېزم پر ضد یو شي او داسې ښکاري چې په اسلام آباد کې دپښتنو روان لاریون ددی غوښتنې ځواب او دتُندلارۍ پرضد دپاڅون نښې دي.

                

دافغان صرافانو اعتصاب میلیونونه ډالر زیان اړولی
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 2/11/2018

دافغانستان دصرافانو ټولنه وايي، په کابل او ولایتونو کې ددوی کاري اعتصاب دڅلورمې ورځې لپاره دوام لري، چې له امله یې صرافانو او سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان رسیدلی دی.

افغان صرافانو تیره اونۍ، دافغانستان مرکزي بانک دپولي خدمتونو په مقررې کې دیو لړ تعدیلاتو دراوستلو په غبرګون، کاري اعتصاب وکړ او د اعتراض په توګه یې په کابل کې دشهزاده سرای دروازه وتړله. په لویو ښارونو کې نویو صرافانو ته دجواز نه ورکول، له ۵۰۰ زرو څخه پورته دپیسو دراکړې ورکړې په اړه مرکزي بانک ته رپوټ ورکول او هغه کس ته دصرافانو دټولنې ریاست سپارل چې دصرافۍ قانوني جواز ولري، ددغې مقررې عمده ټکي دي، چې له ځینو سره یې د صرافانو ټولنې مخالفت ښودلی او ویلي یې دي، دا مقرره به له افغانستان څخه دپانګې دوتلو لامل شي.

دافغانستان دصرافانو ټولنې رئیس میرافغان ساپي امریکا غږ آشنا ته وویل، چې دیادې مقررې دبیا تعدیل په تړاو یې دافغانستان له اجرائیه رئیس او دولسمشر له دویم مرستیال سره غونډې کړي، خو تراوسه نتیجې ته نه دي رسیدلي. هغه زیاته کړه، چې دصرافانو اعتصاب دافغانستان په کچه لا هم دوام لري او له امله یې سوداګرو او صرافانو ته زیات زیان رسیدلی ”په میلیونو ډالر هره ورځ صرافانو ته زیان رسیږي او سوداګرو ته هم بې‌حده زیان رسیږي، همدا اوس وړه نه راځي، ترکاري په بازار کې خرابه شوه، موږ په دې ټولو ستونزو پوهیږو، خو مسولیت دافغانستان په بانک دی.”

دښاغلي صافي پر وینا، حکومت ژمنه کړې، چې دیادې ستونزې دلرې کولو لپاره به داجرائیه ریاست، دجمهوري ریاست دویمې مرستیالۍ، دافغانستان بانک، صرافانو او دسوداګرۍ دخونو په ګډون یوه ګډه کمیټه په دنده وګوماري. خو دافغانستان دمرکزي بانک چارواکي وايي، چې دوخت له اړتیاو سره سم یې دپولي خدمتونو په مقررې کې تعدیل راوستی، ترڅو پربنسټ یې دتورو پیسو دسپینولو او دتروریزم دتمویل مخنیوی وشي.

ددغه بانک ویاند ایمل هاشور امریکا غږ آشنا ته وویل، دافغانستان بانک دصرافانو هغه غوښتنې چې دقانون خلاف نه وې منلي دي او هغه ټکي چې له وړاندې په قانون کې راغلي، په اړه یې مرکزي بانک قانوني چلند کوي. هغه وویل: ”موږ غواړو چې پردوی (صرافانو) باندې قانون تطبیق کړو، خو دوی له موږ تمه لري چې قانون رخصت کړو، قانون‌ مات کړو او قانون ته ارزښت ورنکړو، ددوی شخصي غوښتنو ته درناوی وکړو. موږ دمرکزي بانک داساسي ارزښتونو له مخې، دمرکزي بانک ددندې پربنسټ دقانون پرتطبیقولو مکلف یو.”

ښاغلي هاشور دغه راز وویل، چې دصرافانو دټولنې اوسنی رئیس دپولي خدمتونو او صرافۍ جواز نه لري او دافغانستان مرکزي بانک له صرافانو څخه دیو مکتوب له لارې غوښتي، چې دآزادو ټاکنو له لارې ځان ته بل رئیس وټاکي، چې له همدې امله صرافانو کاري اعتصاب کړی. دافغانستان دمرکزي بانک دشمیرو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې د صرافۍ او پولي خدمتونو ۳۲۰۰ جوازونه صادر شوي.

                   

یک محکمه جرمنی یک پناهجوی افغان را به حبس ابد محکوم کرد
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 2/11/2018

یک محکمۀ جرمنی دیروز یک پناهجوی افغان را به حبس ابد محکوم کرد. روزنامه دیلی میلی گزارش می‌ دهد که این مرد ۳۰ ساله یک زن افغان و مادر چهار طفل را که به دین عیسویت گرائیده بود به ضرب چاقو کشته بود.

این مرد مجرم که نامش ذکر نشده، گفته می‌ شود که زن مذکور را پیش چشم دو فرزند او و پیشروی یک سوپرمارکیت ۱۶ بار به چاقو زده بود. سارنوالی گفته ‌است که مرد مذکور در ماه اپریل سال گذشته بخاطر گرائیدن این زن به عیسویت خشمگین شده و بر وی حمله کرده بود.

زن کشته شده ۳۸ سال داشت و از این مرد خواسته بود که او هم عیسویت را بپذیرد. کسانی‌ که در آلمان به حبس ابد محکوم شوند بعد از سپری نمودن ۱۵ سال در حبس می‌ توانند برای آزادی خود عریضه کنند.

               

مظاهرات پشتونها در اسلام آباد، با چه نتیجه ای پایان یافت؟
منبع : صدای امریکا   تاریخ: 2/11/2018

سازمان دهندگان مظاهرۀ گستردۀ پشتونها در اسلام آباد، اعتراض شان را امروز پایان بخشیدند و گفتند که سران حکومت و اردوی پاکستان به آنان وعده داده اند تا همۀ خواست های شان را عملی سازند. سازمان دهنده گان مظاهرۀ پشتونها این را نیز گفته اند که اگر تا مدت یک ماه خواست های شان برآورده نشود، دوباره به مظاهرات خواهند پرداخت.

از سوی دیگر، حکومت افغانستان انتظار دارد که جامعه جهانی از حرکت های مدنی پشتون ها در پاکستان پشتیبانی کند. رئیس جمهور غنی با ابراز پشتیبانی از مظاهرات پشتونها در پاکستان، این حرکت ها را گام مثبت در راه از بین بردن افراطیت خوانده است.

اعتراض های گسترده، پس از کشته شدن یک جوان پشتون از سوی پولیس پاکستان، آغاز شد و سپس که این اعتراض ها به گونه یی مبارزه در برابر دهشت افگنی و افراط گرایی افزایش یافت، حکومت افغانستان از آن پشتیبانی نشان داد. صدای این عدالت خواهی ها حکومت پاکستان را با آزمون مواجه ساخت. برخی از آگاهان در افغانستان این حرکت ها را برای تامین عدالت و حقوق قوم ها در منطقه و جهان اثرگذار می دانند.

خلیل رحمان سروری، استاد پوهنتون میگوید که مظاهرات پشتونها در پاکستان، بر افغانستان نیز ”تأثیرات فوق العاده” دارد، زیرا به گفتۀ او، این مظاهره ”برای تأمین امنیت، مبارزه با تروریزم، بحث عدالت و انصاف است.” آقای سروری می افزاید که ”تنها استبداد علیه پشتونهای آن طرف مرز نیست، بلکه استبدادی است که هر دو طرف مرز از آن رنج میبرد.” به گفتۀ او، اگر حکومت خواست های اعتراض کنندگان پشتون در پاکستان را بپذیرد، ”بخشی از این عدالت برمیگردد به این طرف جغرافیا که در آن صورت أفغان ها نیز از آن مستفید میشوند.”

در کابل نیز شماری از باشنده گان شهر در پشتیبانی از عدالت خواهی پشتونها و نابودسازی هراس افگنان و افراط گرایی دست به اعتراض زدند. عبدالستار بلوچ، عضو شورای بلوچ های أفغانستان، میگوید که ”تروریست ها و تروریزمی را که پاکستان سازماندهی کرده، نه تنها برای پشتون و بلوچ، بلکه برای تمام منطقه یک خطر بسیار بزرگ است.” آقای بلوچ از جامعۀ جهانی و نیز از روشنفکران و ترقی خواهان می خواهد که از جنبش اعتراض کننده گان در پاکستان، حمایت کنند.

             

افغان پلاوي په اسلام آباد کې له پاکستاني لوري سره خبرې پیل کړي
منبع : تلویزیون آریانا   تاریخ: 2/11/2018

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي؛ د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل په غاړه ده او په اسلام آباد کې یې له پاکستاني لوري سره خبرې پیل کړي، چې د خبرو په دوه یمه ورځ دواړه لوري په څو برخو کې یوې نتیجې ته هم رسیدلي دي.

د دې خبرو ځینې برخې بشپړې روښانه شوې نه دي؛ خو بیا هم کابل او اسلام آباد په ځینو برخو کې یوې نتیجې ته رسیدلي دي. تر اوسه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستاني لوري سره د افغان پلاوي د خبرو په اړه ډېر څه نه وایي؛ خو زیاتوي، چې د ترهګرو په ځانګړي توګه طالبانو او حقاني شبکې په وړاندې پر ګډو عملیاتو خبرې شوې دي. دغه راز دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو په اړه هم بحث کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي وایي، پرونۍ او نننۍ ناستې دواړه ښې او د همکارۍ روحیه په کې پیاوړې وه. د ناستې په پای ته رسیدو به یې جزئیات خلکو ته وړاندې او رسنیز شي.            

مخکې له دې یو پاکستانی پلاوی کابل ته راغلی و؛ خو د دواړو لوریو تر منځ په خبرو کې  پرمختګ ونه شو. اوس هم د سیاسي شنونکیو باور دا دی، چې اړوند خبرې اترې پایله نه لري؛ ځکه پلاوی په هغه کچه کې نه دي، چې خبرې یې نتیجه ورکړي.

سیاسي شنونکي داوود ناجي څرګنده کړې، چې د پلاوي کچه ډېره ټیټه ده؛ مونږ د ولسمشر، امریکا او هند په کچه خبرې لرلې. زه په دې خبرو باور نلرم.       

باورونه دا دي، چې پاکستان له دې کار سره له یوې خوا غواړي وخت ضایع او بل خوا د امریکا پر فشارونو سړې اوبه تویې کړي.

د مشرانو جرګې دوه یم مرستیال آصف صدیقي وایي، دا ناستې ډېرې وشوې؛ خو بې پایلې دي. باید پر پاکستان فشارونه ډېر شي، چې دا هېواد له طالبانو سره مبارزې ته چمتوالی وښیي.            

د دواړو لوریو له راشه درشې سره سم پاکستانيو پوځیانو پر کونړ توغندیز بریدونه پیل کړي او د افغانستان پر سرحدي سیمو دغو توغندیزو بریدونو د دې خبرو اترو راتلونکی له پوښتنو سره مخ کړی دی.

بازداشت 8 عضو گروه تروریستی داعش در شهر کابل
منبع : باختر   تاریخ: 2/11/2018
نیروهای قطعات خاص ریاست عمومی امنیت ملی با انجام عملیات های جداگانه 8 تن از اعضای گروه تروریستی داعش را که مصروف فعالیت تخریبی و سازماندهی حملات تروریستی بودند، بازداشت کردند.
به گزارش آژانس باختر، دفترمطبوعاتی اداره امنیت ملی میگوید که بازداشت شده‌گان شامل: انجنیر جاوید، عزیزالله، بلال، صدیق الله، قدرت‌الله، داکتر اکرام الله، محب‌الله و ولی احمد اعتراف نموده اند، که مدت ها قبل به گروه تروریستی داعش جذب گردیده بودند.
اين گروه همچنان درگردآوری و فراهم ساختن زمینه جمع آوری پول به نام اعمار مساجد و مدارس برا ی گروه تروریستی داعش نقش داشتند و در ضمن گروه متذکره نقش برجسته ئی در انتقال افراد آن گروه به ولایت ننگرهار، جابجا نمودن ماین، ترور افراد، انتقال مواد انفجاری به اهداف مورد نظر با گروه داعش داشته اند.
بانوی نخست کشور نقش زنان را در رشد اقتصاد کشور موثر میداند
منبع : تلویزیون آریانا   تاریخ: 2/11/2018

رولا غنی بانوی نخست کشور در دومین نشست توانمند سازی زنان در بخش زراعت بیان نمود که بیش از ۶۰ درصد بانوان افغانستان زراعت پیشه اند و نقش ارزنده ای در اقتصاد کشور دارند.

خانم رولا غنی گفت: “زنان در اقتصاد نقشی مهم دارد و مه بر حق هستم تا زنان را در مشارکت اقتصادی تشویق کنم اگر زنان بر آبادی و رفاه  کشور خود در پهلوی مردان استاده شود ما سریع تر می توانیم به افغانستان آباد نایل شویم.”

وزیر زراعت، نصیر احمد درانی نیز توانمند سازی زنان را در بخش زراعت از اهداف نخستینش عنوان می کند.

آقای درانی تصریح کرد: “برای بهبود تساوی جنسیتی و برای توانمند سازی زنان و دختران در تمام سطوح از مولفه های انکشاف پایدار است وزارت زراعت برای عملی سازی ان متعهد است.”

 ۷۰ در صد زنان در زراعت مصروف کار اند و زنان پیشترین سهم را در توسعه اقتصاد ملی و محلی از طریق کار و فعالیت در زراعت و صنعت دارند .

دلبر نظری، وزیر امور زنان علاوه کرد: “توانمند سازی زنان در زراعت یکی از موثر ترین راه بر افزایش فرصت های شغلی پایدار و حل مشکل بیکاری در سطح روستا ها و در نهایت استقلال مالی و خود کفایی آنان به شمار می رود.”

نخستین نشست توانمند سازی زنان در بخش زراعت در سال ۱۳۹۵ خورشیدی برگزار شده بود. 

نور: ماموران بلند پایه حکومتی مصروف توطیه چینی برضد یکدیگر اند
منبع : تلویزیون آریانا   تاریخ: 2/11/2018

عطا محمد نور والی برکنار شده ولایت بلخ می گوید که ماموران بلند پایه حکومتی در توطیه چینی بر ضد یکدیگر مصروف اند.

آقای نور در دیدار با برخی باشندگان ولسوالی های کوه‌دامن کابل دیروز (شنبه، ۲۱ دلو)، در بلخ گفت: “آقای رحیمی چندین دفتر دارد تا علیه آقای [معصوم] ستانکزی و آقای [حنیف] اتمر و.. کار ی بکند و به اصطلاح موضع برضد شان داشته باشد. برعکس آقای ستانکزی چندین دفتر را اکمال می کند.”

وی افزود که رهبری حکومت نظام و دولت کامیاب را به ناکامی کشانده است.

آقای نور اظهار داشت: “دولت آقای [حامد] کرزی تا اندازه خوب بود، نیمه کامیاب بود. این دولت نیمه کامیاب را گرفتند و به این آقای تیوریسن [اشرف غنی] که دولت های ناکام را کامیاب باید بسازد، اما کاملا این دولت نیمه کامیاب را ناکام ساخت.”

وی افزود که مذاکرات حزب جمعیت با حکومت تا کنون نتیجه نداده است و آنان در حالت برنامه ریزی حرکات های گسترده در ۱۵ ولایت اند.

این در حالیست که آقای نور پیش از این نیز اتهامات را به رهبری حکومت وارد کرده است، اما حکومت عکس العمل در این موارد نداشته است.

دکانتی نینټل هوټل دحملې په تړاو ۴ تنه ممنوع الخروج شول
منبع : تاند   تاریخ: 2/11/2018

دافغانستان حکومت دکابل دانترکانتی نینټل هوټل دحملې په تړاو ۴ تنه ممنوع الخروج اعلان کړل. حکومتي سرچینې وايي چې دکانتی نینټل هوټل دحملې په اړه څېړنې لا دوام لري او ژر به یې پایلې اعلان کړي.

دافغانستان لویې څارنوالۍ پرون /شنبه/ وویل، ددې هوټل دحملې دتحقیقاتو په لړ کې یې دیوه بهرني په ګډون له هیواده دڅلور تنو پر وتلو بندیز لګولی دی.

په دغو کسانو کې دکابل – بلخ دامنیتي شرکت خاوند او دهغه مرستیال، دکانتی نینټل هوټل رئيس او دهوټل دامنیت امریکايي منېجر شامل دي.دکانتی نینتل هوټل په حمله کې د ۱۴ بهرنیانو په شمول ۲۲ تنه ووژل شول.

دکابل – بلخ امنیتي کمپنۍ ددغه هوټل امنیت په ټېکه اخیستی و. پرکانتینینټل هوټل دحملې مسوولیت طالبانو په غاړه واخیست.