دپاکستان په دیني مدرسو کې دتوند لارو پر روزنې دباجوه اعتراف

منبع : طلوع نیوز   تاریخ: 12/11/2017
پاکستان دملي پوځ لوی درستیز مني چې ددغه هېواد په دیني مدرسو کې زده‎کوونکو ته، دتوندلارۍ روزنه ورکول کېږي.

دپاکستان دپوځ مشر جاوید قمر باجوه په پاکستان کې ددیني مدرسو پرفعالیتونو نیوکه کوي او پرمدرسو دبیاکتنې غوښتنه کوي. په همدې حال کې دافغان حکومت اجراییه ریاست وايي چې په پاکستان کې دیني مدرسې، له کلونو راهیسې دترهګرۍ ددود لپاره کار کوي.

په همدې حال کې داجراييه رئیس ویاند جاوېد فیصل وايي: «پاکستاني مدرسو کلونه کلونه دترهګرۍ ددودولو لپاره استفاده کړې او هغه جګړه چې په افغانستان کې کېږي سرتېري یې له پاکستاني مدرسو څخه راځي. که‎چېرې دپاکستان حکومت ددغو مدرسو لپاره عملي اقدامات درلودل، دا یو ښه کار دی او موږ هم تمه لرو چې په دغې برخه کې، ځينې کارونه وشي ترڅو پاکستاني مدرسې دترهګرۍ او توند لارۍ مرکزونو دودې لپاره نه وي.»

دکورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند څرګندوي:«د پاکستان په ګډون دعربي هېوادونو استخبارات هغه ملایان چې ای اس ای یې له ځان سره لري عبارت دي له سیمع الحق او فضل الرحمان او نور څخه. دوی په افغانستان کې دبې ثباتۍ او دهغې سټراتېژۍ د تل لپاره چې پاکستان یې په افغانستان کې لرله، وې غوښتل چې له سیاست څخه بې خبر ددین په چوکاټ کې یو ځواک چې موږ مدرسه جوړه وو، ملا روزو او عالم تربیه کوو له دغه وضعیت څخه په ګټنې مدرسې جوړې کړې.»

دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی پاکستانی نظامي چارواکی، دپاکستاني مدرسو فعالیت ننګوي. ښاغلی باجوه پوښتي چې په دغو مدرسو کې له زده کوونکو مولوي جوړېږي او که ترهګر؟ په پاکستان کې دسلګونه نه ثبت شویو مدرسیو په خوا کې څه باندې ۲۰ زره ثبت شوې مدرسې فعالې دی. په دغو مدرسو کې له ۲ نیم مېلیون نه زیات کسان زده کړې کوي. هغه زدهکړې چې دپاکستان دپوځ دمشر په وینا، زدهکوونکي له اوسنۍ روزنې لیرې ساتي او پاکستان شاته کوي.

دولسي جرګې غړې فاطمه عزیز په دې اړه وايي: «بیا کتنې ته اړتیا نه ‎لري! ښه ده چې پاکستان متوجه شي او ژر ترژره دترهګرۍ دهغو مرکزونو دله منځه وړلو لپاره اقدام وکړي چې دنړۍ لپاره ګواښ او خطر دی.»

افغانستان په سیمه کې دترهګرۍ اصلي قرباني هېواد بلل کېږي او باورونه دا دي چې پاکستاني مدرسو کې زیات زده کوونکو ته سختدریځي ښودل کېږي او بیا افغانستان ته دجګړې لپاره استول کېږي. شنوونکي وایي، دپاکستان تاریخ اسلامي سختدریځۍ او توندلارۍ سره تړاو لري ګرانه به وي چې په پاکستان کې دمدرسو تړلو باور دې وشي.

                   

حکمتیار: پارلمان به مارکیت خرید و فروش وکلا بدل شده است
منبع : پژواک   تاریخ: 12/11/2017
شهر خوست – گلبدین حکمتیار رهبر حزب اسلامی، از طالبان مسلح خواست که بدون هر نوع فشار و مداخلۀ بیرونی، آمادۀ صلح  با حکومت افغانستان شوند. حکمتیار این سخنان را طى سخنرانی در جمع هزاران تن از حامیانش در میدان فوتبال شهر خوست اظهار داشت و گفت، اگر طالبان مسلح به مذاکرات صلح آماده شوند، وی از همه خواسته های مشروع شان حمایت خواهد کرد. به گفتۀ وی، در۲۵ ولایات کشور جنگ جریان دارد و این جنگ، شکل قومی گرفته که به سبب آن در بعضی ولایات شمالی کشور، بین یک تعداد اقوام درگیری ها صورت گرفته است.

حکمتیار اضافه کرد: “در ولایت غور، بین اقوام بیان و پهلوان جنگ جریان دارد. یک قوم از کمک های نیروهای خارجی برخوردار است و قوم دیگر، با خانواده های شان مهاجر شده اند.”

گلبدین حکمتیار در این نشست، از همه احزاب سیاسی کشور خواست که در انتخابات آیندۀ ولسی جرگه و شورا های ولسوالی ها، به شکل کامل اشتراک نمایند. به گفتۀ وی، حکومتى که در نتیجۀ انتخابات بدون اشتراک احزاب سیاسی ايجاد شود، حکومت ضعیف و پارلمان آن، مثل پارلمان کنونی خواهد بود که به مارکیت خرید و فروش وکلا تبدیل شده است. وی اضافه کرد: “انتخابات هرچه زودتر در زمان حاکمیت حکومت وحدت ملی برگزار شود. در کمیسیون انتخاباتی تغییر ایجاد نمی شود، چرا که با این کار انتخابات با تاخیر روبرو می شود.”

حکمتیار هم چنان گفت که به هیچ کس اجازه نمی دهد که حکومت فعلی را، بدون برگزاری انتخابات سرنگون کند و از انتخابات باید به حیث یک وسیلۀ بیرون رفت از اوضاع بحرانی استفاده شود. گلبدین حکمتیار رهبر حزب اسلامی، با اشاره به قوم “ځدراڼ” لوی پکتیا گفت که آنها به خاطر جلال الدین حقانی، از سهم در حکومت افغانستان محروم شده اند. وی افزود: “ممکن این کار به سبب “ځدراڼ” بودن مولوی  جلال الدین حقانی باشد که علیه نیروهای امریکایی جنگیدند و اکنون امریکا انتقام جلال الدین حقانی را از قوم “ځدراڼ” میگیرد.”

وی اعلام نمودن بیت المقدس به حیث پایتخت اسراییل از سوی دونالد ترمپ ريیس جمهور امریکا را آغاز یک جنگ دیگر در منطقه دانست. وی اضافه کرد که از چند دهه به این سو، تمام جنگ های جهان در کشورهای اسلامی جریان دارد و جنگ افغانستان، به عراق و سوریه انتقال داده شده است.

                 

رئیس‌ جمهور: در کنار جاده‌ قیصار – لامان، خط آهن نیز اعمار می‌شود
منبع : تلویزون یک   تاریخ: 12/11/2017
رئیس جمهور غنی در سفرش بخاطر افتتاع کار ساخت جاده حلقه‌یی قیصار – لامان در بادغیس گفته است که تا دو سال آینده خط آهن نیز در جوار این سرک ایجاد خواهد شد.

رئیس جمهور در مراسم افتتاع این پروژه تاکید کرد که با وصل کردن هرات با بلخ از طریق بادغیس، این ولایت را به مرکز تجارت حوزه غرب و شگوفایی اقتصادی مبدل کرده و بسیاری مشکلات باشندگان آن به گونه بنیادی حل خواهد شد. رئیس جمهور افزود که سال آینده سال دفاعی بوده نمی ‌تواند، بل باید به سال پیشرفت مبدل شود. وی افزود که تا دو سال دیگر در جوار شاهراه قیصار-لامان در بادغیس، خط آهن نیز ایجاد خواهد شد.

هم چنان مقام نخست کشور گفت که بادغیس و هرات قوی ترین باد ها را در کشور دارند که در آینده بهترین منبع انرژی خواهند بود. او در ادامه سخنانش افزود که مهمترین کاری را که پیشرو دارد، اصلاحات وزارت‌های معارف و تحصیلات عالی است در حال حاضر وضعیت وزارت معارف قابل قبول او نیست.

رئیس جمهور غنی هم چنان گفت که هدفش اینست که هر ولایت سرحدی دارای یک بندر باشد که بادغیس نیز شامل آن است. یما یاری، وزیر فواید عامه کشور نیز گفت که تا سه سال آینده این جاده به بهره ‌برداری سپرده می ‌شود. جاده‌ حلقه‌یی قیصار-لامان از مهم‌ ترین جاده‌ ها برای وصل کردن کشور های منطقه به افغانستان خوانده که از سوی دو شرکت چینی و هندی، به درازای ۸۲ کیلومتر در دو بخش ساخته می‌شود. بخش اول این جاده ۳۴ کیلومتر است که بیش از ۳۶ میلیون دالر هزینه بر می ‌دارد. بخش دوم آن ۴۸ کیلومتر طول دارد و بیش از ۴۸ میلیون دالر هزینه بر می‌دارد.

رئیس جمهور در این سفرش وضعیت امنیتی این ولایت را نیز بررسی کرده است. از سویی هم، عزیزالله بیگ، رئیس شورای ولایتی بادغیس در این مراسم با انتقاد از عملکرد حکومت مرکزی در برابر این ولایت گفت که رهبران حکومت همواره در برابر آین ولایت بی‌ توجه بوده اند. فعال شدن بندر تجارتی میان بادغیس و ترکمنستان، ساخت ده‌ ها کیلومتر سرک در شهر و ولسوالی‌ها، تامین انرژی برق و ساخت شبکه آبرسانی در شهر قلعه ‌نو از دیگر وعده‌ های رئیس جمهور به مردم بادغیس است.

             

تاکید ریاست اجرایی بر مشارکت زنان در سطح رهبری حکومت
منبع : تلویزیون آریانا   تاریخ: 12/11/2017

رئیس اجرایی، عبدالله عبدالله میگوید: زنان در کشور، به خصوص در ولایت ها از حق اموزش و پرورش محروم اند و برای مشارکت زنان در سطح رهبری هیچ  کاری صورت نگرفته است.

آقای عبدالله اظهار نمود: “بیشتر، بار جنگ را زنان بر دوش کشیدند. مشارکت انان در سطح رهبری یکی از تعهدات حکومت وحدت ملی بود که حالا ما تصمیم داریم که پست معاونیت ۱۲ ولایت را به زنان بدهیم.”

معاون دوم ریاست اجرایی، محمد محقق هم در مراسم گشایش کمپاین شانزده روزه محو خشونت علیه زنان هم به سپردن بست های بلند حکومتی به انان تاکید کرد.

آقای محقق بیان داشت: “چرا باید زنان همیشه معاون باشند؟ ما باید والی و وزیر زن داشته باشیم.”

در عین حال، معاون اول ریاست اجرایی، محمد خان تاکید کرد که خشونت تنها از سوی مردان خلاصه نمی شود؛ بلکه خشونت زن علیه زن هم در کشور صورت می گیرد.

آقای محمد خان اضافه کرد: “باید یاد کنم از اینکه تنها خشونت از سوی مردان صورت نمی گیرد؛ خشونت علیه زنان هم است. وقتیکه نرگس نهان به پارلمان رفت زنان بر ضدش زیاد کمپاین کردند و برایش رای اعتماد ندادند.”

وزیر اموز زنان، دلبر نظری در این نشست با نگرانی از وضعیت زنان در کشور از حکومت خواست تا به پرونده های خشونت علیه آنان رسیده گی شود.

خانم نظری گفت: “خواست ما تخفیف بر زندانیان و رسیده گی به پرونده خشونت علیه زنان است.”

این نخستین بار نیست که از نقش دادن زنان در سطح رهبری حکومت سخن گفته می شود؛ در گذشته هم رئیس جمهور گفته بود تعهد انان برای تأمین همه جانبۀ نقش زنان در حکومت واضح است.

حکمتیار وايي، ځدراڼ قوم د حقاني شبکې تاوان ورکوي
منبع : تاند   تاریخ: 12/11/2017

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، ځدراڼ قوم د دې لپاره څنګ ته پرېښودل شوی چې د حقاني د بې رحمه شبکې مشران په خټه ځدراڼ دي.

حکمتیار پرون /یکشنبه/ په خوست کې د ځدراڼو یوې غونډې ته وویل، ځدراڼ قوم د حقاني شبکې تاوان ورکوي.

ده د ځینو مشخصو کړیو له لوري د واک انحصار وغانده، ویې ویل چې په هیواد کې د واک مختلفې جزیرې شته خو باید له منځه یوړل شي.

د ړ کومې ډلې یا کمس نوم وانخیست خو داسې ښکاري چې اشاره یې د جمعیت ګوند مکشرانو په تېره بیا عطا محمد نور ته وه.

د حکمتیار په وینا د واک د ترلاسه کولو لپاره یوازینۍ مشروع لار انتخابات دي.

حکمتیار له ګوندونو وغوښتل چې د انتخاباتو له لارې د واک د ترلاسه کولو هڅه وکړي.

ديدار وزير امور خارجه كشور با سفير جمهورى اسلامى ايران
منبع : باختر   تاریخ: 12/11/2017

صلاح الدين ربانى وزير امور خارجه با محمد رضا بهرامى سفير جمهورى اسلامى ايران در كابل، ديدار كرد.
به اساس معلومات دفتر سخنگوی وزارت امور خارجه  به آژانس باختر، وزير امور خارجه  كشور، از اشتراك هيئت جمهورى اسلامى ايران به خصوص محمد جواد ظريف وزير امور خارجه  جمهورى اسلامى ايران، در نشست قلب آسيا در شهر باكو قدر دانى كرد.
بهرامى نيز با ياد آورى از نشستِ ٦ به اضافه ى يك كه قرار است به زودى برگزار شود، شركتِ نماينده ى كشورش را در اين نشست حتمى خواند.
ربانى، پيشرفت در مذاكراتِ كميته هاى پنج گانه، ميان جمهورى اسلامى افغانستان و جمهورى اسلامى ايران را خوب خواند؛ سفير جمهورى اسلامى ايران نيز روحيه  همكارى ميان دو كشور همسايه را عالى گفت، و به نگاهِ دراز مدت بر همكارى ها ميان دو كشور تأكيد كرد.

هرات او بلخ داورګاډي له لارې نښلول کیږي
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 12/11/2017

ولسمشر غني وايي دوو کلونو کې به دمزارشریف -هرات ترمنځ داورګاډي پروژه پیل شي.

افغان حکومت داورګاډي دپټلۍ ددغې پروژې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي‌ او نه هم ویل شوي چې کله به یې کار بشپړ شي. خو په افغانستان کې دناامنیو له کبله ډېرې پرمختیايي پروژې ځنډول شوي‌.

هرات له مزار سره شاوخوا ۷۰۰ کیلو مېتره واټن لري. ښاغلي غني دهرات – بلخ داورګاډي دپټلۍ غزولو خبره دیکشنبې په ورځ (ډسمبر۹) دبادغیس په قلعه نو کې وکړه. هغه دغه ولایت ته تللی و چې دقیصار- لامان دحلقوي سړک کار پرانیزي. ښاغلي غني وویل چې دهرات او مزار نښلول “به دبادغیسانو ژوند په اساسي ډول بدل کړي.”

دقیصار-لامان سړک شاوخوا ۸۰ کیلو مېتره دی او ټاکل شوې چې د پخولو او جوړولو کار یې په دریو کلونو کې بشپړ شي.پردغې پروژې ۷۶.۵ میلیونه ډالره لګښت راځي او هندي‌ او چینايي شرکتونه یې جوړوي.

 

کابل کې دعام وژنې عامل مخکې له دې چې موده یې پوره شي له زندانه خوشې شوی و
منبع : تلویزون یک   تاریخ: 12/11/2017
دیک تلویزیون راپور، وایي هغه کس چې دوه ورځې وړاندې یې کابل کې دیوې کورنۍ لس غړي وژلي و، وړاندې له دې چې دبند موده یې پوره شي دپلچرخي له زندانه خوشې شوی و.

دکورنیو چارو وزارت وایي په دغه کس څه کم دوه کاله بند ختلی و، خو دشپږو میاشتو له تیریدو وروسته له زندانه وتلی و. بله خوا دلویې څارنوالۍ ځيني سرچینې وایي، ممکن دا کس دولسمشر دتخفیف او بخښنې دفرمانونو له مخې خوشې شوی وي.

دیادې کورنۍ دوژنې موضوع تیر کال ته ورګرځي، کوم وخت چې قاتل خان شیرین پرپولیسو هم ډزې کړې وې. دوژل شوې کورنۍ ځيني خپلوان وایي، پرخان شیرین ۱۹ میاشتې بند ختلی و، خو هغه دبند مودې له پوره کیدو ډیر وړاندې خوشې شو.

اوس دکورنیو چارو وزارت وایي، دخان شیرین دنیولو لپاره یې هڅې پيل کړي دی. خان شیرین دجمعې په شپه ناوخته دکابل خیرخانې سیمه کې یوه کورته ور واوښت او دښځو او ماشومانو په ګډون یې دیاد کور لس غړي په ډزو وواژه. دمجرمانو معافیت او د زورواکو خپلسري کړنې افغانستان کې کومه نوې خبره نه ده.

                   

عطا، رازق، دوستم او محقق ناوړه تفاهم ته رسیدلي
منبع : خبریال دات کام   تاریخ: 12/11/2017
خبریال ویب پاڼي ته باوري سرچینو ویلي چې عطامحمد نور، جنرال رازق اڅکزی، جنرال دوستم، محمد محقق او اسماعیل خان یو داسي ایتلاف رامنځ ته کړی چې غواړي افغانستان کې دحکومت خلاف دملک دڅلورو اړخونو واګي په خپل لاس کې واخلي. له دې سره به یادي څیري دملک په څلورو زونونو کې خودمختاري ادارې اعلام کړي چې دمرکزي حکومت تابیعت به نه کوي. سرچینه وايي دپلان له مخي به جنرال رازق دکندهار، ارزګان، هلمند، او زابل، عطامحمد نور او دوستم پلوي قوماندان دملک دشمالي یو شمیر ولایتونو، محقق دبامیانو، میدان وردګو او دکابل دیو شمیر سیمو، اسماعیل خان دهرات، نیمروز، بادغیس او فراه او همداراز ظاهر قدیر دننګرهار، کنړ او لغمان دخپلي واکمنۍ لاندي سیمي اعلام کړي.

سرچیني دا هم ویلي چې دیادو جهادي څیرو وسله والو کسانو او نږدې سیاسي ملګرو لاوختي دخودمختارو ادارو په عبوري تشکیلاتو خبري کړي او په دغه باب په ترکیه کې دجنرال دوستم، محقق او عطا محمد نور ترمنځ هم پرې خبري شوي دي.

په افغانستان کې داحتمالي خودمختاره څلورو زونونو درامنځ ته کولو پرباب وروسته ترهغه آوازي را پورته کیږي چې تیره اونۍ کندهار کې یوي ستري غونډي ته دعطا محد نور او دجنرال دوستم دقوماندانانو دورتګ مخه ونیول شو. هغه مهال دا  کار دحکومت وبلل شو چې حکومت یي نه مني. په ورته وخت کې دعطا محمد نور دزوی طارق نور په فیس بوک پاڼه هم دورته خودمختاره زونونو درامنځ ته کیدو خبره شوي ده.

طارق نور ویلي چې دیادو څلورو زونونو په رامنځ ته کیدو به اشرف غني احمدزی او ورسره نږدې کسانو ته له کابله دباندي یوه خوندي سیمه ور په نښه شي او هغوي به له کابله دباندي کړای شي. طارق نور ویلي چې له دې کار سره به دانوار الحق احدي په مشرۍ موقته اداره رامنځ ته شي او نوموړی به تر دریو میاشتو پوري دعنعنوي لويي جرګې را بللو لپاره لاري چاري هواري کړي. تراوسه پوري ددغو اطلاعاتو په باب نه حکومت او نه هم یوې خپلواکي سرچیني غبرګون ښولي او نه یي هم دکره والي پخلی شوی.

                     

خوست کې داسلامي حزب غونډې سره نږدې چاودنه شوې
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 12/11/2017
نن شاوخوا یوه نیمه بجه کله چې دخوست دفوټبال په سټیډیوم کې داسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار یوې غونډې ته، چې په کې زرګونو کسانو ګډون کړی وو وینا کوله، دغونډې له ځای سره نږدې چاودنه وشوه.

دخوست دامنیه قوماندانۍ سرپرست سمونوال عبدالحنان ځدراڼ امریکا غږ آشنا ته وویل، چې دخوست ښار دڅرمونو په یو دوکان کې دچاودیدونکو توکو چاودنه شوې، خو چا ته په کې دسر زیان نه دی رسیدلی. ښاغلي ځدراڼ وویل، چې دپیښې په اړه پلټنې روانې دي.

دیکشنبې په ورځ دخوست دفوټبال په اسټیډیوم کې داسلامي حزب له خوا یوه لویه غونډه رابلل شوې وه، کله چې دغې غونډې ته داسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وینا کوله، په اسټوډيوم کې دننه دیوې درنې چاودنې غږ واوریدل شو. چاودنه دښاغلي حکمتیار دوینا پرمهال وشوه، خو هغه خپلې وینا ته دوام ورکړ او په یو لړ ملي او نړیوالو مسایلو یې خبرې وکړې.

ښاغلي حکمتیار په خپلو خبرو کې له طالبانو سره پرسولې او دراروانو پارلماني ټاکنو په ترسره کیدو ټینګار وکړ. هغه پروسله والو طالبانو غږ وکړ، چې دسولې لار غوره کړي او پرته له کوم بهرني فشار څخه له افغان حکومت سره مخامخ مذاکراتو ته کښېني. داسلامي حزب مشر وویل، که وسله وال طالبان دسولې مذاکرات پيل کړي، دوی به يې له ټولو معقولو غوښتنو څخه ملاتړ وکړي.

ښاغلي حکمتيار زياته کړه، په داسې حال کې چې اوسمهال دهېواد په ۲۵ ولايتونو کې جګړه دوام لري، دې جګړې قومي بڼه غوره کړې او په دې برخه کې يې په غور او ځينو شمالي ولايتونو کې ديو شمېر قومونو ترمنځ شخړو ته اشاره وکړه. نوموړي وويل: “په غور ولايت کې دبيان او پهلوان قومونو ترمنځ جګړه روانه ده. يو يې دبهرنيو قوتونو له مرستو برخمن دی او بل يې رټل شوی، کورونه يې لوټول شوي او کورنۍ يې مهاجرې شوې دي.”

ګلبدين حکمتيار دپارلمان پر ټاکنو هم وغږيده او له ټولو سياسي ګوندونو او قومونو څخه يې وغوښتل، چې دولسي جرګې راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي. نوموړي وويل چې له سياسي ګوندونو او قومونو پرته دټاکنو په نتيجه کې رامنځته شوی حکومت کمزوری او پارلمان به يې داسې وي لکه اوسنی پارلمان چې دوکيلانو دپېر او پلور په مارکېټ تبديل شوی دی. هغه په ټاکلي وخت دراتلونکو پارلماني ټاکنو په ترسره کیدو ټینګار وکړ او ویې ویل “موږ په خپل وخت دټاکنو ترسره کېدل غواړو او نه هم دټاکنو په کمېسيون کې تغيرات غواړو، ځکه دا بيا ټاکنې ځنډوي. له ټاکنو څخه بايد له روانو بحراني حالاتو څخه دوتلو لپاره ديوې وسيلې په توګه استفاده وکړي.‟

نوموړي دغه راز دلويې پکتيا دځدراڼو قوم ته په اشارې سره وويل، چې دجلال الدين حقاني له کبله په افغان حکومت کې لوړپوړي چارواکي نه لري او له حکومت څخه بې برخې دی. ده زياته کړه: “ځدراڼ دلويې پکتيا په ۱۱ ولسواليو کې مېشت دي، خو په حکومت کې هيڅ ونډه نه ده ورکړل شوې.ښايي چې مولوي جلال الدين حقاني ځدراڼ دی، د امريکايانو په خلاف جنګيدلی او اوس امريکا دجلال الدين حقاني غچ دځدراڼو له قوم اخلي.”

داسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار دخپلې وينا په وروستۍ برخه کې دامريکا متحده ايالاتو دجمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له لوري داسرائيلو دپلازمنې په توګه دبيت المقدس نومول په سيمه کې ديوې بلې جګړې پيل وباله. هغه وويل: “دا پرېکړه پر دې سيمې باندې ديوې بلې جګړې دتپلو معنی لري. دا څو لسيزې کېږي چې دنړۍ ټول جنګونه په اسلامي هېوادونو کې روان دي او دافغانستان جګړه عراق او سوريې ته انتقال شوه. دا دامريکا پخوانۍ پرېکړه وه.”

داسلامي حزب مشر دغه راز له خوستیانو سره ژمنه وکړه، چې په دغه ولایت کې به یو معیاري پوهنتون جوړ کړي.

                  

عکس العمل وزارت دفاع افغانستان در پیوند اظهارات اخیر سفیر پاکستان در امریکا
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 12/11/2017
وزارت دفاع افغانستان اظهارات اخیر سفیر پاکستان در امریکا درباره امنیت افغانستان را رد کرده می‌گوید، نامبرده باید به حکومت خود مشوره دهد تا از حمایت تروریزم دست بردارد.

وزارت دفاع افغانستان می‌گوید، نظامیان افغان در هر شهر، قریه و منطقه که فعالیت گروه‌های تروریستی را ببینند، بدون تفکیک این گروه ‌ها را از بین می‌برند. دولت وزیری سخنگوی این وزارت روز یکشنبه «۱۹ عقرب ۱۳۹۶» در صحبت با رادیو آزادی با بیان این مطلب اظهارات اعزاز احمد چوهدری سفیر پاکستان در امریکا درباره امنیت افغانستان را با جدیت رد کرد. وی می‌گوید، آقای چوهدری به جای این اظهارات باید به حکومت پاکستان مشوره دهد تا از حمایت تروریزم دست بردارد.

او افزود: “سفیر پاکستان در ایالات متحده امریکا نشسته است و از وضعیت افغانستان پاکستان و منطقه با خبر نیست، وی از خود سخن می‌زند، ما در هر جای که فعالیت گروه‌های تروریستی را ببینیم چی در شهرها باشد چه در قریه جات باشد و چه در مناطق کوهستانی آن را از بین می‌ بریم شان، سفیر صاحب محترم به حکومت خود مشوره دهد تا از حمایت گروه‌ های تروریستی دست بردارد.”

اعزاز احمد چوهدری سفیر پاکستان در امریکا روز جمعه در صحبت با رادیو آشنا صدای امریکا گفته‌است، آوردن تغییر در اولویت‌ های حکومت افغانستان که می ‌خواهد بیشتر برای امنیت شهرها توجه داشته باشد، زمینه را برای گشت و گذار آزادانه طالبان و دیگر گروه‌های تروریستی در دیگر بخش‌های این کشور فراهم ساخته‌است.

این در حالی است که پیش از این سیگار یا اداره سر مفتش امریکا برای بازسازی افغانستان در گزارش سالانه خود که در ماه اگست به نشر رسید گفته است، حکومت افغانستان در ۴۰۷ ولسوالی یعنی در شصت درصد خاک خود حاکمیت دارد. اما وزارت دفاع افغانستان می‌گوید، ساحه تحت حاکمیت دولت وسیع است و تنها ۹ ولسوالی در کنترول طالبان مسلح قرار دارند.

به گفته دولت وزیری سخنگوی این وزارت مخفیگاه‌ های تروریست‌ ها در کراچی، میرانشاه، پیشاور و برخی شهرهای دیگر پاکستان اند. وزیری اضافه می‌کند، تا حال رهبران و اعضای برجسته طالبان که کشته شده اند در پاکستان بوده اند که این به گفته وی ثبوت آشکار به گفته‌های حکومت افغانستان است.

از سوی دیگر برخی اعضای کمیسیون امنیت داخلی ولسی جرگه در پیوند به سخنان اعزاز احمد چوهدری می‌گویند، هم چو اظهارات مقام‌ های پاکستانی به معنای فرار پاکستان از همکاری و عدم مسئولیت پذیری در جنگ با تروریزم است. صالح محمد صالح یک عضو این کمیسیون روز یکشنبه به رادیو آزادی گفت، ضرورت است تا مقام‌های پاکستانی در اظهارات شان حاکمیت ملی و استقلالیت افغانستان را در نظر بگیرند.

او افزود: “با توجه به اظهارات سفیر پاکستان در باره این‌که حکومت افغانستان امنیت شهرها را تأمین می ‌کند و به قریه جات و سرحدات توجه نمی‌ کند، ما از کشور های همسایه این توقع را داریم که به افغانستان به عنوان یک کشور مستقل نگاه کنند و با این نوع اظهارات در مسایل داخلی افغانستان مداخله نکنند.”

در همین حال برخی آگاهان امنیتی می‌گویند، حکومت افغانستان بر بیشتر بخش‌های این کشور حاکمیت دارد و در مقایسه با گذشته ساحه حاکمیت دولتی وسعت یافته‌است. باری عارض یکی از این آگاهان می‌گوید، جنگ ‌های چریکی، حمله‌های انتحاری و انفجار حاکمیت دولتی را نمی‌تواند با تهدید رو به ‌رو کند. وی پیشنهاد می‌کند که حکومت افغانستان باید با استفاده از زمستان ساحه حاکمیت خود را تا مناطق ناامن گسترش دهد و با استفاده از این فرصت مخالفان مسلح دولت را سرکوب کند.