افغانستان د فلسطین په پرتله یوه پیړۍ وروسته پاتې دی

لیکوال : نورالحق ن. څلی

یادونه : دغه لیکنه په ۲۰۱۴ کې لیکل شوې او خپره شوې ده . یواځې د غزې د جګړې خبرې ور څخه قیچي شوې دي . په درنښت

په دا تېرو درې ورځو کې د فلسطیني بیت المقدس په اړه د امریکا د اولسمشر څرګندونې او دریځ سره له دې چې هیڅ څه یې نوي ندي ، د افغاني رسنیو سر لیک جوړوي او په اړه یې تاوده بحثونه روان دي . ډېرو مینه والو ، د نظر او قلم خاوندانو خپل زړونه تش کړل او طبعي خبره ده چې نظرونه یو شان نه دي . زمونږ ټول هېوادوال د فلسطینیانو په غمېزه کې ځان شریک بولي او خپل ملاتړ یې څرګند کړی دی . زه په خپله هم د فلسطین د استقلال او آزادۍ کلک ملاتړی یم او اسرائیلي جنایتونه او اشغال غندم . خو که سپېنه ووایم ددغې مسئلې په تړاو د افغاني رسنیو له خوا دا جوړ شوی شور ماشور ، یو څه وځورولم او تر یوې زیاتې کچې راته مصنوعي ښکاري او په دې کې هیڅ شک نه لرم چې د دغو نندارو شاته زمونږ د هېواد اشغالګر لاس لري تر څو د خلکو پام د خپلو کورنیو او ملی مسئلو څخه بل لور ته واړوي . که له بدخشان څخه تر بلوچستانه او له هرات څخه تر اټک پورې د خپلو خلکو حالت ته وګورو او د فلسطین له اوسیدونکو سره یې پرتله کړو نو هرومرو دې پایلې ته رسېږو چې د افغانانو حالت له هر پلوه ډېر بد دی او د افغانانو خاوره د فلسطینیانو د خاورې په پرتله ډېرو وینو خړوبه کړې ده . د هغې ترګمۍ سپېدې لا نه دي چودیدلي چې افغانان یې راکلابند کړي دي . زمونږ خلک وایي : « چراغی را که در خانه بسوزد ، مسجد را صبر است » . د افغان لپاره باید افغان لمړیتوب ولري نه بل څوک .
راځئ چې د خپلو خلکو او هېواد سیاسي ، اقتصادي ، نظامي ، فرهنګي او . . . حالت د فلسطین سره په ځغلنده توګه پرتله کړو : له سیاسي پلوه افغانستان هم د فلسطین په شان یو اشغال شوی هېواد دی او خپل استقلال نه لري ، یواځې توپېر په دې کې دی چې فلسطین یو اشغالګر لري چې اسرائیل دی خو افغانستان د هماغه اسرائیل په شمول لسګونه اشغالګر لري . فلسطینیان د یوه اشغالګر اردو سره په جګړه کې دي خو افغانان بیا د لسګونو اشغالګرو اردوګانو تر ګوزارونو لاندې دي . په جنایتونو کې اسرائیلي پوځیان له خپلو امريکایي انډیوالانو کم نه دي خو بیا هم یو فرهنګ خو لري ، هر جنایت کوي خو د امریکایي پوځیانو په شان د اشغال شوي اولس په نارینوو او ښځو باندې جنسي تېری نه کوي .
په فلسطین کې د خصوصي امنیتي کمپنیو په نوم د ټولې نړۍ حرفوي قاتلین نه جنګېږي ، خو زمونږ هېواد د دغو حرفوي قاتلینو په پولیګون بدل شوی دی .
فلسطینیان د حماس او فتح په نوم دوه سیاسي قطبونه لري چې په ملي مسئلو کې ګډ دریځ لري ، افغان یې بیا بند په بند ویشلي دي د رسمي او غیر رسمي ګوندونو او ډلو لست او سیاسي دریځونه یې د افغانانو په پرتله بهرنیو ته ښه مالوم دي چې د حق السکوت معاش یې حواله کوي .
فلسطینیان خپل طبعي مشرتوب لري چې ټول د خپل اولس د برخلیک او د هېواد استقلال ته ژمن دي او په دې تړاو له هیچا سره معاملې ته غاړه نه ږدي ، افغانان له دغه نعمت څخه محروم شوي دي او د پردیو څارګرې شبکې هڅې کوي تر څو د افغانانو لپاره د مشرتوب ټاکل په خپل انحصار کې ولري .
فلسطینیان د ملي یوالي حکومتي میکانیزم په خپله اراده ټاکي ، د افغانانو لپاره په دې اړه بیا سپېنه ماڼۍ تصمیم نیسې .
د فلسطیني ادارې د مهمو سکتورونو لکه د مالیاتو ، د مصارفو د تنظیم ، اقتصادي پرمختګ ، پلان جوړونې ، د خدمتونو د وړاندې کولو ، امنیت او عدلي څانګو جوړښتونه د یوه بریالي سیاسي سیستم په توګه فعالیت کوي . افغانستان څه لري ؟
په فلسطین کې بې سوادي کابو له منځه وړل شوې ده . د فلسطین په اوسنۍ خاوره کې هیڅ ماشوم نشته چې ښوونځي ته لاړ نشي . په دې برخه کې د افغانستان لاس ته راوړنې او وضعیت په خپله وګورئ .
د فلسطین یواځې دیارلس سلنه وګړي پاکو او روانو اوبو ته لاس رسی نه لري ، راځئ دا و پوښتو چې آیا د افغانستان دیارلس سلنه وګړي پاکو اوبو ته لاس رسی لري او که نه ؟
فلسطین د مخدره توکو د کر کیلې ، تولید او قاچاق ستونزه نه لري . افغانستان ته پردو نه یواځې دا آفت راوړ بلکې تر درې ملیونه خپل وکړي یې په همدې بلا روږد دي .
فلسطینیان د خوارځواکۍ ستونزه نه لري حال دا چې د افغانستان ۷۰ سلنه ماشوم او لویان له دې درکه رنځ وړي .
د فلسطیني ادارې د صحي خدمتونو کچه او کیفیت تر ډېرو عربي هېوادونو لوړ دی . د خپل هېواد د صحي خدمتونو په اړه په خپله سوچ وګړئ .
د نړۍ د هېوادونو د رفاه او سوکالۍ د کچې د ټاکلو لپاره یوه نوې اصطلاح ده چې د « انساني توسعې شاخص » بلل کېږي چې د لاندنیو درې معیارونو د ترکیب پر اساس ټاکل کېږي :
الف ــ د سالم او اوږد عمر ـــــ مانا دا چې د په نښه شوي هېواد انسانان څو کاله سالم عمر کوي ؛
ب ـــ پوهنې او زده کړو ته لاس رسی ـــــ د په نښه شوي هېواد خلکو کې د با سوادۍ کچه او د زده کړو کلونه څومره دي ؛
ج ــــ د مناسب ژوند کچه ـــــ د یوه انسان کلني عایدات
د پورته یادوشوو ضریبونو د احصائیه پر اساس د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام اداره هر کال د نړۍ د هېوادونو د انساني توسعي شاخص ټاکی او خپروي یې . د ملګرو ملتونو د دغې ادارې د راپور په اساس فلسطین په نړۍ کې یو سلو لسم ( ۱۱۰‌ ) ځای لري حال دا چې افغانستان په همدغه راپور کې یو سلو پنځه اویایم ( ۱۷۵ ) ځای لري .
اوس راځئ چې د ملګرو ملتو د پرمختګ پروګرام د ادارې د ۲۰۱۲ کال د احصائیي پر بنسټ د فلسطین او افغانستان په اړه لاندینیو شمېرو ته پام وکړو .
افغانستان :
د باسوادې کچه ۲۸٫۱ سلنه
د فقر کچه ۳۶ سلنه
د یوه تن کلنی عاید ۱۰۰۰ دالره
د هغو ماشومانو کچه چې د ابتدایي ښوونځي تلو څخه محروم دي ۵۴٫۶ سلنه
همدغه اداره کاږي چې د افغا نستان نیمایي ماشومان په ټولګي کې پښه هم نه ږدي .
په افغانستان کې د بې روزګارۍ د کچې په تړاو مې د ملګرو ملتو د یادې ادارې په راپور کې څه تر سترګو نه شول خو د « سي ای اې د نړۍ د فاکتونو کتاب ۱۴ . ۸ ــ ۲۰۱۳ » لیکي چې د افغانستان ۳۵ سلنه وګړي بې روزګاره دي . ( اوس د بې روزګاره کسانو شمېر هرو مرو دوه ځلې ډېر شوی دی ) .
فلسطین :
د باسوادۍ کچه ۹۳٫۸ سلنه
د فقر کچه ۳۴٫۵ سلنه
کلنی عاید ۱۲۶۱ دالره
د بې روزګارۍ کچه ۲۳ سلنه
د فلسطین په اړه د خوښۍ بله خبره داده چې هغوی د هیچا پوروړي نه دي ، خو د افغانستان د بهرني پور په اړه له کابله خپریدونکې رسنۍ تلوع نیوز د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر په ۲۴ داسې خبر ورکړ : « د افغانستان د مالي وزارت وایي چې افغانستان د بېلابیلو هېوادو او نړیوالو سازمانونو ۲٫۳ بلیونه دالر پوروړی دی » . د پور دغې شمېرې ته که ځېر شو نو د هر افغان پر ځان باید له ډاره ویښته ودرېږي . د افغان هر ماشوم چې پیدا کېږي د پور دومره پیټی یې پر اوږو دی چې ټول عمر به یې کړوي .
د وروستۍ خبرې په توګه باید ووایم چې افغانان د فلسطینیانو په پرتله یواځې لوی ټاټوبی ، ډېر نفوس او د استقلال او آزادۍ په لار کې د مېړانې ډک تاریخ لري او بس . فلسطینیان له هر پلوه تر افغانانو کم تر کمه یوه پېړۍ مخ ته دي