اورشليم (بيت المقدس)

د امريکا جمهور رئيس, ډونالډ ټرمپ,

د اسرائيلو رسمي پلازمېنه اعلام کړه.

ټرمپ وويل ” نن موږ بالاخره په څرګنده اعلام کوو چې اورشليم د اسرائيلو پلازمېنه ده. دا د واقعيت له پيژندنې نه څه زيات نه څه کم دي. ”  ټرمپ په خپله وينا کې وويل چې د امريکا د سفارت ودانۍ به په اورشليم کې جوړه کړي.

د اسرائيلو صدراعظم, نتانياهو, د ټرمپ له خبرو څو دقيقې وروسته د ټرمپ اعلام   “تاريخي څرخون” ونوموه او ويې ويل چې يهود خلک او يهود دولت به يې د تل لپاره منندوي پاتې شي.

د فلسطينيانو پر ځمکه د اسرائيلي دولت د تاسيس مفکوره لومړی ځل په 1917(ز) کې د انګريزي ښکيلاکګرو لخوا وړاندې شوه. په 1947 کې د فلسطين د ويش لپاره د ملګرو ملتونو په پلان کې تر بين المللي ادارې لاندې د اورشليم (بيت المقدس)  راتلنه په پام کې وه, ځکه چې دغه  ښار د دريو مذهبونو د خلکو لپاره اهميت درلود. د عربو او صهونيستانو تر منځ د 1948 کال په جنګ کې د بيت المقدس لويديځه برخه صهونيستانو ونيوله. صهونيست, ډيويډ بن ګوريون, په يو اړخيز ډول د اسرائيلي دولت تاسيس اعلان کړ.

اسرائيلو له عربو سره د 1967 کال تر جنګ وروسته له فلسطين څخه ختيځ بيت المقدس هم ونيو. په 1980 کال کې اسرائيلي پارلمان يو قانون تصويب کړ چې بيت المقدس يې د اسرائيلو “بشپړه او متحده پلازمېنه” وګڼله. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په يوه مصوبه کې د اسرائيلو د پارلمان پرېکړه له بين المللي قوانينو څخه سرغړونه وبـلـلـه.

له 1967 کال وروسته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا, له بين المللي قوانينو څخه د اسرائيلو د سرغړونو په اړه  15 مصوبې, د ملګرو ملتونو عمومي غونډې 7 مصوبې او د  يونسکو سازمان 6 مصوبې تصويب کړي دي.

د امنيت د شورا په 242 ګڼه مصوبه کې چې د 1967 کال د نومبر په 22 نېټه تصويب شوې ده راغلي دي چې اسرائيل دې له هغو ځمکو وسلوال ځواکونه وباسي چې په 1967 کال کې يې له فلسطين څخه نيولي دي. همدارنګه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د 2016 کال د دسمبر د مياشتې په 23 نېټه په 2334 گڼه مصوبه کې, تر 1967 کال وروسته, د بيت المقدس په ګډون, د فلسطين په اشغال شوې خاوره کې د اسرائيلو لخوا د استوګنې د کورونو جوړونه غندلې ده.

امريکا چې د امنيت د شورا مهم غړی هيواد دی, د يادو مصوبو په شتون کې يې, د اسرائيلو د رسمي پلازمېنې په توګه د اورشليم په پيژندنې سره, له بين المللي قوانينو سرغړونه کړې ده. دا پيژندنه د ټرمپ د انتخاباتي مبارزې ژمنه وه چې له بين المللي قوانينو سره په ټکر کې وه. د امريکا نورو رئيس جمهورانو, کلينټون, بوش او اوباما, هم د انتخاباتي مبارزې په دوران کې د اورشليم په اړه همداسې ژمنې کړې وې, خو هغوي يې له عملي کولو ډډه وکړه.

د ټرمپ اقدام به, له شک پرته, له ګڼو بين المللي غبرګونونو سره مخامخ شي. د اسلامي هيوادونو خلک به په لاريونونو لاس پورې کړي. د پاکستان بيوزلي او ناخبره خلک به هم واټونو ته راووځي, د امريکا بيرغ او د ټرمپ عکسونه به وسوځوي. د پاکستان دوه مخې دولتي ادارې (پوځي او ملکي) به هم له خلکو سره همغږي وکړي او له موضوع څخه به  سياسې ګټه واخلي.

دوه يا درې کاله مخکې اسرائيلي رسنيو د اسرا ئيلو د دفاع د وزارت يو خبر خپور کړی و. په خبر کې څرګنده شوې وه چې اسرائيل له شپږو اسلامي هيوادونو سره نظامي اړيکي لري چې پنځه يې د منځني ختيځ عرب هيوادونه او يو يې پاکستان دی. يوه مياشت دمخه د اسرائيلو صدراعظم, نتانياهو, وويل چې د سعودي عرب په ګډون ځينې اسلامي هيوادونه له اسرائيلو سره پټ اړيکي ساتي چې لامل يې له ايران څخه د ګډ خطر احساس توجيه کړ. پاکستان به هرومرو له اسرائيلو سره د پټو اړيکو درلودونکو هيوادونو په کتار کې وي.