دا افغان غنم رنګه صاحبان ولې خطرناک دي ؟

 

 

لیکونکی : نورالحق ن. څلی

اشغالګر تل اوږد مهاله اشغال ته اړتیا نه لري ، ځکه چې په ګرانه بیه تمامېږي . اشغال په دې مانا هم نه دی چې هرو مرو دې پر هر څه باندې بشپړ کنترول ولري ، بلکې پر هغو څيزونو باندې د بشپړ کنترول لرلو په مانا ده چې مهم دي . اشغالګر یواځې د لاندې شوي اولس غاړه ایښودنې ته اړتیا لري . شونې ده چې اشغالګر دغه کار د لاندې شوي اولس په اړه د کره مالوماتو د لرلو ، ښې محاسبې او ښه سنجول شوي سیاست پر مټ تر سره کړي .
په دې تړاو تر ټولو ښه بېلګه د برتانیې له خوا د هند د نیمې وچې لاندې کول دي . برتانیې نه یواځې د هند ټولې شتمنۍ لوټ کړې ، د هند اقتصاد یې د خپلو اړتیاوو او نړیوال تپاک سره سم له سره سمبال کړ ، بلکې آن د هند آرام طبعیته خلک یې په داسې جنګیالیو بدل کړل چې په خپله خوښه د انګلیس ټولواک لپاره وجنګېږي او مړه شي .
هغه کسان چې هندوستاني مشران بلل کېدل ، ډېری یې په خپله خوښه د خپل انګلیسي بادار چوپړ ته تیار وو ، او ځينې هغه مشران چې د اشغال ضد وو ، هغه یا له منځه یوړل شول او یا خنثی شول .
له ویلو پرته روښانه ده چې برتانویانو د هند دوو شیانو ته ډېره لېوالتیا لرله : لمړی د هند شتمنیو ته ، دوهم – د خپلو جګړو لپاره د هند ځواکمن پوځ ته .
انګلیسانو د دې لپاره چې د هند پورته یادې دوې مهمې سرچینې تر خپل کنترول لاندې راولي نو « د بېل یې کړه او اېل یې کړه » مشهور سیاست یې خپل کړ . دغه انګلیسي سیاست د هندوستان اولسونه په خپلو کې سره په جنګ واچول . پایله دا شوه چې د هندوستانیانو د همغږه غبرګون ښوولو مخه ډب شي . هغه کره مالومات چې انګلیسانو د ځایی خلکو په اړه لرل نو محاسبه یې کولی شوای چې د کوم راجا ، نواب یا ټاکور ملاتړ وکړي او د کوم یوه غوږونه ورتاو کړي . په دې توګه هندوستاني مشران په خپل منځي تربګنیو او جګړو کې شکېل او ستومانه وساتل شول . سیمه ییز مشران تل د خپل پایښت لپاره د انګلیسانو ترحم او لاس نیوي ته اړ وو . په بله وینا دغو مشرانو د خپل مرییتوب دوام په خپله خوندي کاوه .
د وخت په تېرېدو سره د ځایی اوسېدونکو له منځه یوه نوې طبقه راوټوکېدله . د دغې طبقې مهمه ځانګړتیا دا وه چې یو مخ انګلیس پلوه وه . دغه کسان کابو ټول د هغو هندوستانیانو دویم نسل و چې پلرونو یې د انګلیسانو په چوپړ کې آزمویل شوي وو . په ټولنه کې د دغې طبقې اړوند کسانو ته « غنم رنګه صاحبان » ( انګلیسي – Brown Sahib ) ویل کېدل . د دغې طبقې په راټوکېدو سره انګلیسانو په حقیقت کې داسې ژمن او د ډاډ وړ مرسته کوونکي پیدا کړل چې بې پوښتنې د هرې بولۍ اجرا کولو ته تیار وو .
دغه غوره شوي د انګلیس په سیستم روزل شوي وو ، ژبه ، فکر ، تخیل ، خوراک ، عادتونه ، د ژوند کولو بڼه ، هر څه د انګلیس په دود وو . دغې طبقې ته ډېر ښه مادي او ټولنیز امتیازات ورکول کېدل . د غنم رنګه صاحبانو یواځې د ښځو کالي او ګاڼې د انګلیس له فرهنګ سره برابرې نه وې نور هر څه د انګلیسانو له فرهنګ سره برابر وو . آن ماشومانو یې ځانګړي ښوونځي درلودل .
انګلیسانو د غنم رنګه صاحبانو په مرسته څو پېړۍ پر هند باندې واکمني وکړه . د غنم رنګه صاحبانو رول ته باید له یوه بل اړخه هم وکتل شي او هغه دا چې ، په برتانوي هند کې د هغو انګلیسانو شمېر چې د استعماري چارواکو په توګه یې دندې سر ته رسولې ، له لس زرو ډېر نه وو ، خو دغو لس زرو د هغې زمانې ، ۳۰۰ ملیونه نفوس لرونکي هند باندې خپل راج چلاوه . د یادې طبقې اړوندانو د هندي ټولنې په بېلا بېلو ډګرونو کې لا تر همدا اوسه خپل نفوذ ساتلی دی .
د اشغالګرو بله ځواکمنه وسله مطبوعات دي . رسنۍ باید د اشغالګرو د برلاسۍ او سپېڅلتیا په اړه خیالي کیسې ، افسانې او نویوالی جوړ کړي ، تر څو نوي باورونه رامنځ ته شي . دا خبره باید دومر ډېره تبلیغ شي چې ته وا اشغال د یوې سپېڅلې موخې یا د خدای لپاره تر سره شوی دی ، نو ځکه اشغال باید د خدایي نعمت په توګه وګڼل شي .
که چېرې لږ ځير شو نو وینو چې نن ورځ په افغانستان هم د « غنم رنګه صاحبانو » یو قشر رامنځ ته شوی او واکمن دی . که څه هم دغه قشر کټ مټ هماغه رول او دندې سر ته رسوي ، لکه کومې چې هندوستاني غنم رنګه صاحبانو د خپل بادار انګلیس لپاره سر ته رسولې ، خو یو څه توپېر لري . توپېر یې دا دی چې هندوستاني والا وو د استعمار پر دوام باور درلود ، ځکه چې له یوې خوا هندوستانیان تر ډېره سر کشه خلک نه وو او له بلې خوا د وسله وال مقاومت څرک نه لګېده . نو ځکه ، سره له دې چې هر څه ته یې د انګلیس په سترګو کتل او سل په سلو کې خپل بادار ته ژمن وو خو بیا هم په دې پوهېدل چې دوی د همدغه اولس سره نه شلېدونکی اړیکې لري . پر دې برسیره ، هغوی یواځې انګلیسي شبکو ګمارلي او روزلي وو . زمونږ د وطن د غنم رنګه صاحبانو قشر بیا له درې داسې بېلا بېلو ډلو نه جوړ شوی دی چې د مخه په ظاهره یو بل سره یې دښمنۍ کولې خو اوس یوې مرجعې په دنده ګمارلي دي . د دغه قشر یوه ډله تش په نوم تکنوکراتان ، بله ډله پروني تش په نوم چپیان او بله ډله تش په نوم جهادي تنظیمونه جوړوي .
د افغانستان تکنوکراتانو ته پرته له دې چې د اشغال مامورین وویل شي ، بل څه ویلی نشو . په دې وروستیو شپاړسو کلونو کې هر وزیر ۱۵۰۰ سلاکاران لرل . آیا دغه سلاکاران ټول تکنوکراتان نه وو ؟ آیا دوی پرته له چور او فساد څخه بله کومه لاسته راوړنه لري ؟ پرته له ښاغلي رمضان بشردوست څخه چې د انجیوګانو پر ضد ودرېده ، اعتراض یې وکړ او خپله استعفا یې وړاندې کړه ، آیا کوم بل چا هم دغسې ګام اوچت کړی دی ؟ ځواب حتمأ نه دی ، ځکه چې بل چا داسې زړورتیا نه لرله .
پخواني تش په نوم چپیان چې د سرو لښکرو پر شوبلو باندې سپاره هېواد ته راغلل او د پردي عسکر د برچې په زور د واک ګدۍ ته رسېدل ، په حقیقت کې یو څو شلې هغه کسان وو چې د وخت شوروي اتحاد د څارګرې ادارې اجنتان وو . دوی هیڅ ایدیالوژۍ او ملي ارزښتونو ته ژمن نه وو . کله چې یې ماموریت پای ته ورسېده ، ورسپارل شوی ځای یې د خپل بادار په دستور خپل هم مسلکې ډلې ته وسپاره . په بله وینا د کمونیست سر د جهادي تنظیمو له ګریوانه راووت .
جهادي تنظیمونه د افغاني ټولنې د « غنم رنګه صاحبانو » قشر اساسي ځواک جوړوي . که د زړه خبره وکړم دا د تنظیمونو له نومونو سره د « جهادي » مختاړی راته بې ځایه او د جهاد کلیمې ته سپکاوی ښکاري . واقعیت خو دا دی چې جهاد اولس وکړ ، تنظیمونه خو هسې د پردیو اجیران وو او د هغو ارزښتونو په پلورلو اخته وو چې یواځې د همدوی په شان لوېدلي کسان یې جرئت کولی شي .
مونږ په دې پوهېږو چې دا پنځلس جهادي تنظیمونه پردو د خپلو ګټو د ساتلو او د افغانستان د ړنګولو لپاره راجوړ ، سمبال او چاغ کړل . هغه جګړې او کړنې چې دغو تنظیمونو کړي دي ، له بده مرغه ډېری یې د اسلام مبین دین له احکامو سره په ټکر کې دي .
سیدنا حضرت ابوبکر صدیق ( رض ) مسلمانانو ته د جګړې په وخت کې د لسو موضوعاتو په تړاو په څرګندو ټکو داسې لارښوونې کړې دي : « ښځې ، ماشومان ، زاړه یا کمزوري کسان مه وژنئ ؛ میوه لرونکې ونې مه پرې کوئ ؛ هیڅ ښار مه ړنګوئ او هغو کسانو ته لاس مه وروړئ چې له ځان سره وسلې نه لري ، هغه څوک چې تسلیم شي او یا پناه وغواړي هغه مه وژنئ ، ټول هغه کسان چې تاسو ته تسلیم شي باید تاسې یې خوندي توب ډاډ من کړئ » .
د جهادي تنظیمونو غړي دا څلوېښت کاله د مسلمانانو په وژنو ، د اسلامي ارزشتونو په بدنامولو ، د ښارونو ، لارو ، پلونو ، ښوونځیو او روغتونونو او . . . په ړنګولو باندې اخته دي . آیا په نړۍ کې به داسې جاسوسۍ شبکه پيدا شي چې له دغو پنځلسو تنظیمونو څخه یې کومه غوښتنه کړې وې او دغو جهادي تنظیمونو منفي ځواب ور کړی وي ؟ ناشونې ده . دغه تنظیمونه د « بلکواتر » امنیتي کمپنۍ په شان دي ، هر څوک چې پیسې ورکړي دوی یې چوپړ ته تل تیار دي . د جهادي تنظیمونو ځینې غټ سرونه د کمونیزم له ګریوانه راووتل .
د یادونې وړ ده چې له بده مرغه دا د ټولو جهادي تنظیمونو یوه ځانګړتیا ده چې تل د نورو په لاس د خپل اولس د ځپلو لپاره په یوې وسیلې بدلېږي . القاعده او داعش خو زمونږ د جهادي تنظیمونو شاګردان دي ، راځئ چې د « البدر » ، « الشمس » او « رضاکارانو » له ډلو څخه یادونه وکړو چې د راولپېڼډۍ د اووه ګونو تنظیمونو استادان ، روزونکي او پالونکي دي . جهادي تنظیمونو د همغو په کودي کې ډوډۍ خوړلې ده .
پورته یادې ډلې د ۱۹۷۰ – یم کال په پای کې د پاکستان د څارګرې ادارې آی اس آی په نوښت ، د جماعت اسلامي ، نظامې اسلامي او مسلم لیګ ګوندونو په همکارۍ ، په ختیځ پاکستان کې د بنګالیانو د ځپلو لپاره جوړې شوې . د البدر ډلې غړي یو مخ د جماعت اسلامي کسان وو . د الشمس ډلې غړی تر ډېره د نظامې اسلامي ګوند کسان وو خو د جماعت اسلامي او مسلم لیګ د ګوندونو کسان هم په کې وو . د رضاکارانو ډله یوه ارجله ډله وه او د ټولو ګوندونو کسان په کې تنظیم شوي وو .
دغو ډلو د پاکستاني پوځ سره په ګډه ، د ۱۹۷۱ – یم کال د مارچ د میاشتې له ۲۵ – مې نېټه نه د همدغه کال د دسمبر د میاشتې تر شپاړسمې نېټې پورې درې ملیونه بنګالیان ووژل ، ۳۰ ملیونه یې له خپلو ځایونو نه بې ځایه کړل او پر ۵۰۰ زرو ښخو باندې یې جنسي تېری وکړ . د بنګالیانو یواځينۍ ګناه دا وه چې نه یې غوښتل د پنجابیانو لاس لاندې ژوند وکړي . د پاکستان له خوا د بنګله دیش جنوساید په نړۍ کې د شلمې پېړۍ د پنځو نسل وژنو په کتار کې ځای لري .
د بنګله دیش په نسل وژنه کې څوک په نښه کېدل ؟
د پوهنتون استادان ، محصلین ، داکتران ، علمي کدرونه ، سیاسي او ټولنیز مشران ، ښوونکي ، د ښوونځیو وتلي شاګردان او دیني عالمان .
د بنګالیانو د شتمنیو چور ، د کورنۍ د غړو ترمخه پر ښځو او جنکیو باندې جنسي تېری کول ، کورونو ته اور اچول عادي کارونه وو .
په هر حال ، لکه چې وینو د افغانستان جهادي تنظیمونو د خپلو استادانو ځینې نسخې په بشپړه توګه عملي کړې دي ، ځینې یې یو څه ، خو یو شمېر یې لا پاتې دي . که چېرې روان اشغال یو څو کاله نور دوام وکړي نو ډېر نور څه به هم ووینو .
دا هم باید ومنو چې د افغانستان دا پنځلس جهادي تنظیمونه ، سره له دې په خپلو کې سره جوړ نه وو ، آن په خپلو کې یې یو د بل ډېر کسان سره ووژل ، خو په یو کار کې بې جوړې دي ، او هغه دا چې خپل ستر لارښود ، د سقاو زوی ته ډېر درناوی لري .
د جهادي تنظیمونو په دغه کار کې یو بل راز هم نغښتی دی او هغه دا چې هغوی پوهېږي چې د افغانستان خلک وطن پلورنې ، له دشمن سره مرسته کولو یا پردو ته جاسوسي کولو ته ملي خیانت وایي او کرکه ور څخه لري ، خو که همدغه کار ته یو څه اسلامي جامې ور واغوندل شي نو هرو مرو یو څو ناپوهان پیدا کېږي چې باور ورباندې وکړي . د سقاو زوی خپل ځان خادم دین رسول الله وباله ، جهادي تنظیمونه ځانونه مجاهد بولي . د تومنې له پلو هیڅ توپېر نه لري .
دغه فکتورونه چې پورته مو ور څخه یادونې وکړې + ( جمع ) دا چې په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان غنم رنګه صاحبان په دوامداره توګه د ډېرو بهرنیو جاسوسي شبکو له خوا روزل شوي ، لاس په لاس شوي ، پلورل شوي او اخیستل شوي دي نو له دوی څخه ډېر ماهر معامله ګر جوړ شوي دي . دا چې دوی هیڅ ډول ملي ارزښتونو ته ژمن نه دي ، هغې پوښتنې ته ښه ځواب دی چې : دا زمونږ غنم رنګه صاحبان ولې خطرناکه دي ؟