توپاني هوا

 

له قهره ډک آسمان مې خوځېدو تـه نه پرېږدي
کوڅه کې د دلـبـر مـې گـرځـېـدو ته نه پرېږدي
تـوپـان مـې لـه لاسـونـو تـښـتـوي چترۍ د امن
گـردونـه مې دوه سترگې غـړېـدو ته نه پرېږدي
خـړ خـړ سـرونـه ښـکاري د هـر چـا خبره گونگه
د تـالـنـدې کـړنـگـهـار مې اورېـدو تـه نـه پرېږدي
دا څرنگه هوا شوه په کې گام اخيستل گران دي
گـلان راتـه پـه بـڼ کـې غـوړېـدو تــه نـه پرېږدي
تيارو کې پتنگان ناست شمعې مړې دي د محفل
اســتــازي د تــورتـم يـې بـلـېـدو تـه نـه پرېږدي
پــه زړونــو کـې دنــنــه د نـفـرت د لـمــبــو زور
پـاشـلـي خـلـک بـيـا راغـونـډېـدو ته نه پرېږدي
د کـرکـې سـور انگار بـانـدې د تيلو شي پاشنـه
پټ لاس يې حرارت هيڅ سړېدو ته نه پرېږدي
له امـو تر ابـاسـيـنـه جنگ نيک فال گڼي اغيار
د گـټـې تـر حـصـول يې ختمېدو ته نه پرېږدي
د اوښـکـو د بــاران ويـالـې پـه مـخ د ښاپيريو
بـهـيـږي تـور ديـوان يې وچـېـدو ته نه پرېږدي
زخمي لـه مينې ډک د ”عليمي” زړه ځکه چوي
بـيـلـتـون يې پـرهـرونـه رغـېدو ته نه پرېږدي
عظم الدين عليمې