دنړۍ ژاوښتون؛ له لوی انفجار نه تر نن ورځې پورې

9.10.2017verden skabt
ژباړه. ml zwak
نړۍ څنګه او کله مینځ ته راغله؟ دغه هاغه پوښتنه وه چې له ډېرې مودې راهیسې پوهان پرې بوخت ول. بلاخره د څیړونکو په زیار او د نوي ټکنالوجي نه په ګټې اخیستنې لکه راډیويي او هابل ټلسکوپونه، د نړۍ د جوړونې راز پیدا شو. ددې څیړنې پر بنسټ، ۱۳،۷ میلیارده کاله وړاندې نړۍ له هر ډول مادې نه خالې وه او یوازې په یوه کوچنی ځای یا ټکې کې فوق العاده زیاته انرژي راټوله شوې وه. نا څاپه دغه راټوله شوې د انرژي تمځای انفجار کوي او ډېره لویه انرژي په ډول د الکترون دغه بې پایې تشیال ته وغورځول. دغه لوی انفجار ته پوهان (Big Bang) وايي. د یادونې وړ ده چې پوهانو تر اوسه پورې په دې نه پوهیږي چې دغه انرژي څنګه او له کومه شوې ده.
په هر حال څو دقیقې وروسته له بیګ بنګ نه، لمړی د سپکو اټمونو لمړنۍ هسته لکه د هایدروجن او هلیم جوړ شول، خو له دې په پار چې د هغه چاپيریال د تودوخي درجه ډېره لوړه وه ( میلیونونو سانتیګرېډ درجې پورې وه)، الکترونونه نه شوای کولای چې د هستې په مدارونو کې پاتې شي او مجبوراْ باید ترې لرې شوې وای.
دغه ډول حالات تر ۳۰۰ زره کاله پورې دوام وکړ تر هغه چې د تودوخې کچه را ټیټه شوه او څو زرو سانتیګراد ته ورسید. په دې ډول باندې لمړني غازي اټومونه جوړ شول. د میلیونونو کالونو په تیریدو سره، د غازي اټومونو وریځې جوړې شوې ځکه چې ستوري شتون نه درلود، ټوله نړۍ د وریځو په ډول وه چې ساړه او تور تم په تشیال کې را ځوړند ول.
۴۰۰ میلیونه کاله وروسته،ځیني ددغه غازاتو برخې د جاذبې قوې د تاثیر لاندې را ټولې شوې اویوه ستره ټوله شوې( متراکمه) برخه جوړه کړه. د وخت په تیریدو سره ددغې برخې مرکز سره راټول او دروند شو او د ترموډینامیک د قانون پر بنا، د هغه تودوخه تر هغه کچې پورته ولاړه. کله چې ددغه ټوټې مرکزې تودوخه یو میلیون سانتيګرېډ ته ورسیده، او د اټومونو هستوي ویلې کیدل د هایدروجنو په اټومو کې دغه عملیه پیل شوه.د هایدروجن اټومونه سره جوړ شول او دهیلیم درانه اټومونه مینځ ته راغلل. دهستوي تعاملاتو په لړ کې، ډېره انرژي رامینځ ته شوه چې بلاخره د هماغه لویې برخې د هستې د لا تودوخي سبب شو. میلیونونه کاله وروسته دغه ګازي لویه ټوټه، دومره ډېره انرژي او تودوخه درلوده چې ځینې یې په نوري فوټونونه باندې تبدیل شول او په همدې ترتیب باندې لمړنې ستوري د نړۍ وزیږیدل.
میلیاردونه کاله وروسته د ستورو له زیږیدو، ځینې له دغو د جاذبې قوې له اثره، سره راټول شول او پیل یې وکړ چې په نورو مرکزي ستورو باندې راوڅرخیږي او پدې ډول باندې کهکشانونه وزیږیدل. د هابل ټلسکوپ ( لکه سپوږمکۍ چې د ځمکې نه بهر په ځمکه باندې راګرځي)، تر اوسه پورې یې ۲۰۰میلیارده کهکشانه پيژندل شوې دي. هر کهکشان په میلیاردونه ستوري لري. د مثال په توګه د Milky way په کهکشان کې ۲۰۰ میلیارده ستوري شتون لري چې زمونږ لمر له خپل نظام سره، یوازې یو وړوکی ټکی په کهکشان کې حسابیږي.
د اکثره کهکشانو په مرکز کې،ډېرې متراکمې کوټه شوي د موادو او انرژي نه ډک چې په یو ځای کې راټول شوې دي دغه راټول شوې انرژي او موادو ته مرکزي بلک هول وايي. ستورې د بلک هول د زیاتې جاذبې له کبله د کهکشان په مرکز راګرځي. پوهان د بلک هول د جوړښت په اړه باندې ډېر مالومات نلري، یوازې دومره پوهیږي چې کله یو ډېر غټ ستوری مري مطلب له مینځه ځي، د هغه هسته په خپل ځان کې له مینځه ځي او په یوه راز داره ټکې باندې بدلیږي چې بي حده زیاته جاذبه لري چې کولای شي هر څه ( آن نور) په خپل ځان کې جذب کړي.
په هر صورت، میلیاردونه کاله وړاندې یو ستوری انفجار وکړ او غازات یې چې د دغې انفجار نه تولید شوې دي په تشیال کې خپریږي. میلیونونه کاله له هغه انفجار نه تیر شول تر څو ۴،۵ میلیارده کاله مخکې دغه غازي عنصرونه بیرته سره راټول شول چې زمونږ لمرېز ستوری یا لمر او لمرېز سیارې یې جوړ کړل. زمونږ لمر یو له هغه منځنۍ ستورو څخه دی چې په نړۍ کې یا کایناتو کې شتون لري، په دې حال باندې هم د لمر اندازه یو میلیون چنده له ځمکې زیاته ده او په یوازې ځان ۹۹،۸٪ د ټول لمریز نظام برخه جوړوي.
د پوهانو د محاسبې پر بنسټ،۴ میلیارده کاله وروسته او د سون توکو د ختمیدو سره، لمر به مرګ ته تیار شي او د مرګ نه مخکې شېبو کې، په یوې لوې سره برخې باندې بدلیږي چې ځمکه او نور ټول هغه سیارې چې زمونږ په لمرېر نظام کې دي په لمر کې به سقوط وکړي او په ایرو به بدل شي.