پنځلس بچیان به راوړم اوکه ستاسو پوځيان راغلل نو ښه ډېر به زيږوم

 Kastro og Chigwara7.10.2017
د نن څخه پوره شپاړلس کاله مخکې داکتوبر په اومه امریکایي – انګریزي ځواکونو پرافغانستان خونړۍ يرغل ترسره کړ چې پایله یې دطالبانو داسلامي امارت نسکوریدل اوپه افغانستان د نیواکګرو بشپړ واکمنیدل شول. که څه هم د شوروي اتحاد وروستي مشر میخائیل ګرباچف په افغانستان کې دشوروي سره پوځ ترخو تجربو اوماتې ته به کتوسره امریکایانو ته خبرداری ورکړچې پرافغانستان د یرغل څخه ډډه وکړي خو دواشنګتن – لندن مغرورو واکدارانو فکرکاوه چې افغانان د شوروي خلاف مقاومت، د تنظیمونو خپلمنځي جهاد او د شمال ټلوالې اوطالبانو تر منځ جګړو خورا ځپلي دي نور د مقاومت وس نلري ،د دوی غلامۍ ته به غاړه کیږدي اوپدې ډول به د فاتحانو د دې مورچل په خپلولوسره خپلې راتلونکې نخښې او ستراتیژۍ پلې کړي. خو نیواکګرو د افغان ولس وطنپالنې او د نفوس ګړندۍ ودې ته پام راونه ګرزاوه او پرافغانستان یې یرغل وکړ.میرمن ایوان ریډلي بریتانیایي خبریاله د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو شپو ورځو کې په پټه افغانستان ته تللې وه، د طالبانوله لورې ونیول شوه خو د څو ورځو وروسته یې هغې ته د افغانستان څخه د وتلو شرایط برابر کړل. نوموړې خبریاله د ۲۰۰۳ کال په دوبي کې مسلمانه شوله او د خپلو خاطراتو په کتاب کې راوړي : «افغانې ميرمنې هلته زما خوا ته تاوېدې را تاوېدې يوې مېرمنې ما ته ډېر کتل لاسونه يې په تشو کېښودل او راغبرګه يې کړه واده دې کړى؟ ما ويل هو. ويل څو بچيان لرې؟
ما ويل يوه لور! په لاس يې محکمه ټيله را کړه زر مې ځان برابر کړ لږ پاتې وم چې غورځېدلې وم او را ته يې ويل تاسوانګريزان ايله يو بچى راوړى شئ ما ته وګوره پنځلس بچيان به راوړم پنځلس او که ستاسو پوځيان راغلل نو ښه ډېر به زيږوم ،نو دا يې د ښځو خبرې وې د سړيو يې خو پرېږده! » د ملالۍ د ټاټوبې د دې غیرتې مور په خبروکې د پام وړټکی دا دی چې هغه هم پدې پوهیدله چې انګریزان یې بیا پرهیواد د یرغل هوډ لري او نوموړې د یرغلګرو سره د مقابلې لپاره چاره دا لیدله چې زیات شمیر بچیان وزیږوي ، هغوی ته د وطنپالنې درس ورکړې ،د جګړې ډګرته یې واستوي اونیواکګرله هیواده وشړي..
ګانرهاینستون په روم کې دناټود دفا عي پوهنتون د جګړې د جمعیت پیژندنې استاد په افغانستان کې د شوروي له شرمه ډک شکست او د ناټواحتمالي ماتې د نفوس د ګړندۍ ودې پایله ګڼي. نوموړی په (ویکلی ستاندارد) کې د شوروي لښکرو د وتلو لس کاله وروسته د افغان نارینه جنګیالیو( 15 نه تر 29 کلونو) زیاتوالی د65 .1 څخه 37 .2 میلیونو تنو ته ګڼي.د نوموړي په وینا کله چې ناټو یي پوځیان په 2001 کې په افغانستان کې څرګند شول د افغانستان جنګي قوت د هر وخت په پرتله خورا لوړ و او هر څومره چې ناټویي لښکرو پر افغان جنګیالیو زیات بمونه غورزول مخالفان لا پیاوړي کیدل. د دې پیاوړتیا ریښې دافغان ولس په رواني ځانګړتیاوو کې باید ولټول شي چې زور او ظالمانو ته یې هیڅکله هم سرندی ټیټ کړی. په افغانستان کې د جنګي قوت ګړندۍ وده ښيي چې په 2001 کال کې داشمیره ۷،۲ میلیونه وه اوهمدامهال 3 .7 میلیونوتنو ته اوچته شوې ده چې جګړه ئیزقوت یې ۰،۶ دی. کله چې په یوه ځانګړي هیواد کې جنګي قوت د 3 څخه واوړي دا د دې معنی لري چې د هر 1000 تنو د پاخه عمرپه مقابل کې 3000 ځوانان چې د جګړې د پرمخ وړلو د وړتیا څخه برخمن دي شتون لري. همداعلت دی چې د عمرله پلوه زموږ هیواد خورا ځوان هیواد ګڼل کیږي. کله چې په یوه ټولنه کې کاري فرصتونه شتون ونلري او د افغانستان په شان خوار هیواد کې وزګاره وګړوته د سوسیال مرستو څرک ونه لګیږي کاري ځواک ( ځوانان) د خپل پایښت لپاره اړکیږي چې یا وطن پریږدي، یا د هیواد په دننه کې په لوټمارۍ، غلا، جرمونو ، وژنو، اختطاف لاس پورې کړي او یا د وسلوالو مخالفینو په لیکو کې ودریږي. همدارنګه د بلواوو، اړودوړو او کودتاګانو شونتیاوې هم لوړیږي اود پردیوڅارګروله لوري د ځوانانو د جلبولواواستخدام کچه هم اوچتیږي.ننی حکومت چې د بیساره فساد له امله ندی توانیدلی د وزګاره سترلښکریوې کوچنۍ برخې ته کاري فرصتونه برابرکړي او له بله پلوه په جګړه اوجګړه ئیزو شرایطو کې د بنسټیزو اقتصادي پروژو جوړول او پرمختګ ناشونی دی ، لیدل کیږي چې د هیواد څخه د تیښتې بهیر قوت موندلی ، د غلا، وژنو او لوټمارۍ کچه لوړیږي او وسلوال مخالفان په آسانۍ سره کولی شي د دې وزګاره لښکر د ځوانې برخې څخه په جګړه کې د خپلوتلفاتو تشه ډکه کړي. په لویدیځ کې د افغاني ټولنې خلاف یوه کورنۍ یو یا دوه ماشومان لري او که خپل یوازینۍ بچې په جګړه کې اوهغه هم د هیواد بهرله لاسه ورکړي د هغه په وړاندې په ټولنه کې حساسیت او منفي غبرګون خورا لوړ دی.
د افغانستان څخه د نورولاملونو تر څنګ د شوروي لښکرو د وتلو یولامل د جګړې د قربانیانود کورنیونا رضایتي اوفشار هم و. ښايي همدا لامل و چې دسپینې ماڼۍ نني واکمن دونالدټرمپ د افغانستان لپاره په نوې ستراتیژۍ کې چې د وینې توئیدنې اوجنګ جګړې ستراتیژي ده هوایي بمباریو ته لومړیتوب ورکړی دی چې د خپلو پوځیانو د مرګ او ژوبلې کچه راټیټه کړي او پدې ډول د خپل ولس د لازیاتې نارضایتۍ مخه ونیسي. دا چې پدې بمباریو کې د افغانانومرګ اوژوبله زیاتیږي د دموکراسۍ او د بشردحقوقو د مدعیانو لپاره ارزښت نلري. ګانرهاینستون سیاستوالو ته وړاندیز لري ، مخکې لدې چې په یوه هیواد د پوځي یرغل پریکړه وکړي دغلیم جنګي ځواک ته پام راوګرزوي اوکه دا ځواک ۰،۳ او د هغه نه اوچت و د پوځي لاسوهنې څخه باید ډډه وشي او که دا کارکوي پدې دې وپوهیږي چې الوتکې ، ټانکونه ، توغندي او ځواکونه لږ اغیز لري اواړینې پایلې نلري
د پاسنیوڅرګندونوڅخه دا پایله راوزي چې د افغانستان په اړه د امریکې نوې ستراتیژي چې افغانستان ته د نوروځواکونو په استولو او د هوايي بمباریو په زیاتوالي ډډه لګوي منطقي اوبریالۍ ستراتیژي نده اوغوره دا ده چې د جګړې پرځای د کشالې سوله ئیز حل ته مخه شي چې په روانه جګړه کې د ښکیلواړخونو، په سیمه اونړۍ کې د سولې او ټیکاوپه ګټه دی. پای