فا ټا : FATA

له ډېوې راډيو او پاکستانې راسنيو څخه اورو ،اوس نو ولولئ د FATA څه وايې؟دا په اصل کې د ډیورنډ دتش په نامه کرښې هغه قبا یلي سیمې دي چې له افغانستانه سره نښتې دي او په مستقیمه توګه دپاکستان دفډرال ګورنمنټ يا ياحکومت له خوا اداره کیږي او په هغو کې د انګریزانو دوخت (FCR) قانون جاري دی.
فاټا په اتو ایجنسیو ویشل شوی دی چې دالاندینۍ ایجنسۍ پکې شاملې دي:
۱- دباجوړ ایجنسي .
۲- دمومندو ایجنسي
۳- دخیبر ایجنسي
۴- دکورمې ایجنسي
۵- داورکزیو ایجنسي
۶- دشمالي وزیرستان ایجنسي
۷- دجنوبي وزیر ستان ایجنسي
۸- دملکنډ ایجنسي
که څه هم دپاکستان تر خپلواکۍ دمخه ۱۹۴۷ زیږیز انګریزانو دخپل راج او حکومت په وخت کې ډیرې هلې ځلې وکړې چې دغه سیمې په تیره بیا شمالي او جنوبي وزیرستان تر خپل بشپړ کنټرول او ولکې لاندې راولي ، خو په خپل دې کار کې بریالیتوب ورپه پرخه نه شو.
په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې چې امریکايي ځواکونو پر افغانستان برید وکړ نو پاکستاني طالبانوپه دې سیمه کې نفوذ وکړ او له دې لارې یې دافغاني طالبانو دملاتړ لپاره پر افغانستان بریدونه پیل کړل.
په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې دپاکستان دپوځ اتیازره سرتیري دې سیمې ته لاړل څو دالقاعده پر خلاف وجنګیږي ، خو دشمالي او جنوبي وزیرستان دخلکو له مقاومت او کلک غبرګون سره مخامخ شول.
په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې دپاکستان پو ځیانو یو ځل بیا ددیرشو زرو سر تیرو سره په شمالي وزیرستان کې دضرب عضب په نامه پوځی عملیات ترسره کړل چې دتر هګرو پر ځای یې بې ګناه عام ولسي وکړي وزیر ، مسید،داوړ ا و بیټني شهیدان کړل . ډیریې بې کوره شول او ډیر شمیر یې دپښتونخوا نورو سیمو ته ولیږدیدل. پا کستاني پوځیانو دمیرانشاه ، میر علی او دته خیلو سیمې بمبار کړې .
دفاټا خلک چې شمیر یې درې نیم ملیونو وګړو ته رسیږي په مجموعي توګه غریب خلک دي . پاکستان ددغو خلکو دژوند دښه والي لپاره هیڅ هم نه دي کړي . دوی ته دکار زمینې نه دي برابرې . کارخانې پکې نشته ، تعلیمي سویه یې ښکته ده او دروډونو او روغتونونو سهولتونه او اسان تياوي پکې نشته.
داکتر لطېف ياد،

Hewad Khans foto.