مالوماتي جګړه د تېرایستنې جګړه ده

لیکوال نورالحق ن. څلی

« د هغو کسانو شمېر کم دی چې په خپلو سترګو یې لیدلی شي او په خپل عقل او شعور سره فکر کوي » . البرت انشتاین

مالوماتي ( تبلیغاتي ، سایکالوژیکي ، رواني ) جګړه هغه جګړه ده چې د یوې په نښه شوې ټولنې د وګړو په ذهنیتونو کې د هغه څه په اړه چې په ټولنه کې تېرېږي ناسم او نیمایي دروغ انځورونه ور ډېرېږي . دغه جګړه د انسانانو پر ذهن ( عقل او شعور ) باندې د اغېز کولو له لارې مخ ته بیول کېږي او د ټولنې ایدیالوژیکي ، مذهبي ، تاریخي ، فلسفي اوعلمي برخې په بر کې نیسي . دا یوه داسې جګړه ده چې پرته له ډزو څخه یو هېواد فتح کوي . ددې جګړې اصلي وسلې د تېرایستني په موخه د حقایقو اړول او د ناسمو اطلاعاتو ورکول دي .
په ځای یې ویلي دي چې د بشریت تاریخ د جګړو تاریخ دی . مالوماتي جګړه له ډېرو پخوا زمانو راهیسي دود ده ، خو د شلمې پېړۍ په اوږدو کې یې وسله تون ډېر بډای شو ، که په پیل کې یواځې چاپي لیکنې وي ، وروسته رادیو او تلویزون ورسره یوځای شول او نن ورځ مالوماتي تکنالوژي یې هم یوه ډېره اغېزناکه وسله ګرځېدلې ده .
لکه څنګه چې شلمه پېړۍ د نوو اختراعګانو او په ټوله کې د پرمختګونو پېړۍ وه ، همدا شان دغه پېړۍ د بشریت په تاریخ کې د دوو نړیوالو او ډېرو سیمه ییزو خونړیو جګړو پېړۍ هم وه . نړیوالې او سیمه ییزې تودې جګړې پای ته ورسېدې خو مالوماتي جګړه نه یواځې په ټول قوت سره مخ په وړاندې لاړه او هیڅکله هم په کې ځنډ رانه غی بلکې په دغې جګړه کې بې سارې پانګه اچونه هم وشوه .
له دویمې نړیوالې جګړې نه راوروسته دا دود ګرځېدلی دی چې کله د تبلیغاتي جګړې په اړه بحث کېږي نو هرو مرو د نازي المان د تبلیغاتي جګړې په اړه ډېرې خبرې کېږي ، او د نازي واکمنۍ د تبلیغاتو د وزیر ، جوزف ګویبل له ویناوو څخه اخېستنې تکرارېږي . هغه وایي : «که غواړې چې دروغ ووایې ، نو لوی دروغ ووایه ، او که دې دغه دروغ څو ځلې تکرار کړل ، نو خلک به یې په منلو پیل وکړي » . « ما ته ډلیزې رسنۍ په لاس راکړه ، زه له هر اولس څخه دخوګانو رمه جوړوم » . د نازي المان تبلیغاتي جګړه کومه دروغ خبره نه ده ، خو که په نړیواله کچه د وخت د ختیځ او لوېدیځ بلاکونو ، او د سړې جګړې د پای ته رسېدو نه را پدې خوا د لوېدیځ د تبلیغاتي جګړو بټۍ ګانې راوسپړو نو دې پایلې ته رسېږو چې جوزف ګویبل د دوی د شاګردانو په کتار کې راځي . دوی په ریښتیا هم دا هوډ لري چې بشریت د خوګانو په رمه بدل کړي .
نن ورځ هر څوک پدې پوهېږي چې د یوه هېواد اداره د دولت له خوا سر ته رسېږي او دولت دغه دنده د خپلو اتباعو پر ماغزو باندې د اغېز کولو له لارې سر ته رسوي . کله چې د یوه هېواد د اتباعو یوه برخه د خپلو نورو هېواد والو په شان د ملي او فرهنګي ارزښتونو د ساتلو په تړاو یو شان نظر ونلري نو دولت او ټولنه د بحران په لور درومي او د پردیو د لاسوهنې لپاره زمینه برابریږي.
مالوماتي تېری هیڅ پوله نه پېږني هر دولت یا مرجع چې مادي امکانات ولري د خپلو ګټو په موخه دغه شان جګړه کولای شي . اساسي شرط د پیسو ( پانګې ) شتوالی دی . د نړۍ ځبرځواکونه او پرمختللي هېوادونه په دې اړه کومه ستونزه نلري . د دغې جګړې اصلي قربانیان وروسته پاتې ساتل شوي هېوادونه او ټولنې دي . په وروسته پاتې هېوادونو کې دولتونه یا د هېواد سیاسي مشرتوب ډېر ستر او ټاکونکی رول لري او د خپل اولس د فرهنګي او سیاسي پایښت لپاره په هماغه بې وزلۍ کې ډېر څه کولای شي . د رسمي او اداري صلاحیتونو تر څنګ که چېرې یو دولت په رښتیا د خپل اولس ګټو ته ژمن واوسي او اولس یې هم خپل وګڼي د پردیو د تبلیغاتي مداخلو پر ضد اغېزمن تدابیر نیولی شي . دغسې دولت کولای شي چې خپلو خلکو ته قناعت ورکړي او ورته ووایي چې اې خلکو ! د خپل ذهن ، خپلو ګټو او ملي ارمانونو مطابق ژوند او کار وکړئ . مونږ به د نوروپه شان شتمن نه یاستو خو د فرهنګي او تاریخي ویاړونو له پلوه مونږ تر چا کم نه یو . د بهرنیو تبلیغاتو او کورنیو سیاسي توطئه ګرو په اړه هوښیار واوسئ . د هر هغه څه له لیدو او اوریدو نه ډډه وکړئ چې ستاسو د ټولنې د انسانانو فکرونه ( ذهنیتونه ) په زهرو لړلای شي .
د افغانستان په شان یو اشغال شوی هېواد چې دولت او ځواکمن تبلیغاتي رسنۍ یې د پردو پلاس کې دي او هیڅ بدیل نلري په ډېره لږ موده کې د پردیو تبلیغاتي جګړو قرباني کېدای شي . د سي آی اې د سایکالوژیکي عملیاتو د څانګې یوه مسئول ویلي وو : « یوه تلویزوني ډله له خپل مسلکي پرسونل سره د دوو نظامي فرقو ارزښت لري » . دا چې د پردیو په کوم شمېر تلویزوني ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي اوڅه ګلان ! ! ! ؟ ؟ ؟ کري ، څېړنه یې ددې لیکني له حوصلې نه وتلی کار دی ، ښه به دا وي چې ګران لوستونکی یې په خپله وڅېړي .
د هغو په اصطلاح افغاني رسنیو له کارکوونکو څخه چې هر څه یې د پردو له خوا سمبال کېږي ، څه ګیله پکار نده ، ځکه هغوي کټ مټ د خصوصي امنیتي شرکتونو د اړوندانو په شان باید هغه خدمتونه وړاندې کړي چې ور څخه غوښتل کېږي . خو له دې چې روشنفکران د ټولنې ویښ وجدان ګڼل کېږي او د مدني ټولني فعالان چې د روشنفکر قشر د پېروي حیثیت لري ، نو ځکه ډېر دروند مسئولیت هم ور په غاړه وي . په واقعیت کې د مدني ټولنې فعالان په هېواد کې د موجودو بېلابېلو مذهبي او سیاسي مکتبونو پلویان دي چې د خپلو خلکو دښېګڼې او ملي ګټو لپاره ګډ کار سره کوي . د مدني ټولني فعالان د بې عدالتۍ ، توپېر غوښتني ، جنایت او داسي نورو ټولنیزو منفي پدیدو پر ضد نه پخلا کېدونکی دریځ غوره کوي او د هېواد د ټولو مذهبي او سیاسي غورځنګونو همغږي او نږدېوالی ساتي او هغوی رهبری کوی .

د پردیو مالوماتي تېریو زمونږ ذهنیتونه څومره څپلي دي . د خپل هېواد د استقلال او خپلواکۍ په اړه یوه خوله نه یو . پردي زمونږ په هېواد کې د خپل اشغال د دوام لپاره جګړه اوږدوي خو یو موټی افغانان یې هر کلی کوي . د همدې وطن د بچي د وژنې په اړه د همدې وطن انسانان بېلا بېل غبرګونونه ښیي ، دې ته پام نه کوي چې د انسان وژنه د هر چا له خوا چې تر سره کېږي یو نه بښونکی جنایت او د غندلو وړ دی .
تبلیغاتي جګړه یې ځکه تر ټولو نورو جګړو ډېره خطرناکه بللې ده ، ځکه چې قربانیان یې په دې نه پوهېږي او آن ددې احساس هم نه کوي چې دوی په خپله قربانیان دي .
د لسیزو راهیسې د پردو تبلیغاتي جګړو زمونږ ګڼ شمېر هېواد وال یې داسي سربداله کړي دي چې اوس دا توپېر نشي کولای چې په هغه څه چې دوی اخته دي آیا دا د دوی د خپل وطن او اولس په ګټه دي ، او یا دا چې دوی په خپله د پردو لپاره په ځان ناخبره بې اجورې اجیران دي ؟
د سړې جګړې د پای ته رسېدو سر جوخت نه یواځې دا چې نړۍ یوه قطبي شوه بلکې هغه څه چې د نړیوال پیوستون په نوم یادېدل او همدا شان د جګړې ضد نړیوال غورځنګونه هم له منځه لاړل . اوس مهال د هېوادونو اشغال او پوځي تېرې د دموکراسۍ د خپرولو ، د بشري حقونو د خوندي ساتلو ، د دیکتاتورۍ د له منځه وړلو ، د ترهګرۍ ضد مبارزې او داسې نورو سترو بشري ایدیالونو تر پردې لاندې سر ته رسېږي . پر اشغال شوو ټولنو باندې تر ټولو بد او فاسد انسانان چې د هیڅ ډول آسماني او انساني اوصولو تابع نه دي د واک ګدۍ ته رسول کېږي . دغه وضعیت په اشغال شوو ټولنو کې د تبلیغاتي جګړو موخو ته د رسېدو لپاره ښه فضا رامنځ ته کوي . ددې برسېره اشغالګر د اشغال شوې ټولنې د مقاومت سره د جګړې په جریان کې تش په نامه د سولې خبرې ډېرې کوي ، چې دا په خپله د همدوی د تبلیغاتي جګړې یوه برخه ده او د اشغال شوې ټولنې د لا وېشل کېدو سبب ګرځي .
پر افغانستان باندې د امریکایي نظامي تېري په لمړیو ورځو کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر جارج ډبلیو بوش وویل : « مونږ یو سوله دوست ملت یاستو » . یو څو ورځې وروسته بیا د بریتانيې د هغه وخت صدراعطم توني بلیر وویل : « مونږ یو سوله غوښتونکی اولس یاستو » . د بوش او بلیر ددغه شان څرګندونو په تړاو د هند د جګړې ضد غورځنک یوې وتلې څېرې ، مېرمن انوند هاتي رای چې نړیوال نوم او اعتبار لري وویل :« اوس مونږ پوه شو چې خوګان آسونه دي . جنوکۍ هلکان دي . جګړه سوله ده » .
هو ! د دې زمانې د رسنیو ښکلي او هڅوونکي سر لیکونه ، ښې مروړل شوې او اودل شوې غونډلې ، د نطاقانو ښکلي آوازونه او ظاهري بڼې د هرې ټولنې د ډېری کسانو له تحلیل او پوهېدو څخه لوړ دي .