دپښتو ژبې یو لرغونی شاعر شیخ اسعد سوري (مړ۴۲۵ لیږدیز)

 

دلرغوني پښتانه لیکوال شیخ کټه علیه الرحمه له تاریخ سوري نه داسې روایت کوي چې اسعد سوري دافغانستان په غور کې اوسیده او د غور دواکمن امیر محمد سوري په دربار کې دقدر او عزت خاوند و.اسعد سوری په ۴۲۵ لیږدیز کال کې دزمینداور په بغنین کې چې اوس یې بغنی بولی مړشوی دی.ده دامیر محمد سوري دمړینې په ماتم کې یې یوه ویرنه ویلې ده:
دفلک له چارو څه وکړم کوکار(۱)
زمولوی(۲) هر ګل چې خاندي په بهار
هر غاټول چې په بیدیاغوړیده وکا
رژوی یې پاڼې کاندي تار په تار
ډیر مخونه دفلک څپیړه شنه کا
ډیر سرونه کا دخاورو لاندې زار
دواکمن له سره خول پریباسي مړشي
دبیوزلو وینې توی کاندي خونخوار
چې له برمه (۳)یې زمري رپي ځنګلو کې
له اکوبه (۴) یې ډاري تیرو (۵)جبار
هم یې غشي سکڼي(۶) ډال دژوبلورو(۷)
رستمان ځینې ځغلا کاندي په ډار
چې یې ملاوي نه کږیږي په غښتلیو
دافلک پرې وکړي څه کاري ګوزار
په یوه ګردښت یې پریباسي له برمه
نه یې غشی نه لیندۍ نه یې سپار(۸)
څه تیری څه ظلم کاندي ا ی فلکه
ستا له لاسه نه دی هیڅ ګل بې له خار
په ورژلو(۹) لور (۱۰)نه کړي په زړه کراړیه (۱۱)
پر نتلیو اوروي دغم ناتار
هیڅ روغی مې په زړه نشته ستا له ځوره
بیلوی په ژړا ژړ(۱۲)مین له یار
له تیریو دي اوښي څاڅي له اوریځیو
ځیني ژاړي په ورټ ورټ ستا له شنار(۱۳)
نه به لاس واخلي له ځوره نه به لورې(۱۴)
نه به ملا(۱۵)کړي له بیوزلو له ترار(۱۶)
نه به زړه وسوځوي په هیچا باندې
نه به پریوځي له ګر دښته له مدار
نه به وصل کړي مین له بل مینه
نه په درملي(۱۷) ټپونه دافګار
ستا دلاسه دي پراته ژوبل زګیروی کا
هر پلوته ټپي زړونه په ځار ځار
کله غوڅې کاندي مراندې (۱۸) دزړګیو
کله تیر باسي وګړي هو ښیار
کله ټکې (۱۹) واچوي پر نا زولیو
کله څیري کړي ګریوان دنمنځي چار(۲۰)
کله غورځوی واکمن دپلازونو(۲۱)
کله کینوي په خاورو کې بادار
زموږ په زړونو دې نن بیاوویشته غشی
ودې ژوبلل(۲۲) په دې غشي سل هزار
پرسوریو باندې ویر پریوت له پاسه
محمدواکمن چې لاړ په بل دیار
یو وار شو اسیر په لاس د میر څمنو(۲۳)
انتقال یې وکړ قبرله بل وار
په سماو (۲۴) يې ودان آهنګران و
په ټیکنه(۲۵)پر درست جهان اوڅار(۲۶)
دمحمود دژوبلورو(۲۷) په لاس کیوت
چې غزني ته يې بوتلی په تلوار
ننګیالیو لره قید ،مړینه ده ځکه
ساه یې والوتله هسک ته پر دې لار
ترنړۍ یې غوره خاورې هدیره کا
دزمریوپه بیړیو(۲۸) کله وي څوار(۲۹)
په دې ویر دغور وګړي تور نمري(۳۰) شول
په دې ویر رڼا تیاره شوله دښار
ګوره څاڅي رڼې اوښکې له دې غرونو
دا کړونګي(۳۱)ساندې (۳۲)لی (۳۳) په شورهار
نه هغه زرغا (۳۴)د غرونو دبیدیا ده
نه دزرکو په مسا (۳۵) دی کټهار
نه غاټول بیا زرغونیږي په لا ښونو (۳۶)
نه بامی(۳۷) بیا مسیده کا په کهسار
نه له غرجه (۳۸)بیا ر اځي کاروان دمشکو
نه رادرومي غورته بیا جوپې(۳۹) دشار (۴۰)
دپسرلي اوري تودي اوښي تویوینه
مرغلرې په نیسان نه کړي نثار
داپه څه چې محمد لاړ له نړیه
په ویرنه(۴۱)یې سور غر ټول سوګوار
نه ښکاریږي هغه سوردسور (۴۲) په لتو(۴۳)
نه ځلیږي هغه لمر پر دې دیار
چې به نجلیو به نڅا پکې خندله
چې به پیغلوکا اتڼ قطار قطار
هغه غر په ویر ناتار دواکمن کښیووت
هغه غر شو دجاندام (۴۴) غوندې سوراړ(۴۵)
لاس دې مات شه ای فلکه چې دې وکا
محمد غوندې زمری دمړینې ښکار
شین زړګی فلکه ولې لا ولاړ یې؟
ای د غور غرونوپه څه نه شوئ غبار
ځمکې ولې په ریږد لو (۴۶) نه پریوځې
لاندې باندې شه چې ورک شي داشعار
چې زمري غوندې واکمن ځي له جهانه
چې څوک نکړي په نړۍ باندې قرار
سخ(۴۷) په تا ای محمده دغور لمر وې
په نړۍ به نه وي ستا دعدل سار (۴۸)
ته پر ننګه وې ولاړ په ننګ کې مړ شوې
هم په ننګه دې په ننګه کا ځان جار
که سوري دې په تګ کاندي ویرمن شول
هم به ویاړي ستا په نو ستا په ټبار(۴۹)
په جنت کې دې وه تون (۴۱)زموږ واکمنه
هم په تادې وي ډیر لور دغفار
————————-
ددې شعر دځینو لغتونو ژباړه :
۱- کوکار=فریاد
۲- زمولوي= مړاوی کوي
۳-برمه=شان او شوکته
۴- اکوبه=شان اوشوکت او جلال
۵- تایرو=تیري کوونکی او ظالم
۶- سکڼي=غوڅوي
۷- ژوبلورو =جنګیالیو
۸- سیار= سپر
۹- ورژلو= غمجنو
۱۰-لور=پیرزوینه
۱۱- زړه کراړیه = زړه سختي
۱۲- ژړا ژړ=شور اوفریاد
۱۳=شنار=ظلم
۱۴- لوري =پیرزوینه
۱۵- ملا=ملګرتیا
۱۶- ترار= ویره او اضطراب
۱۷- درملي = درملنه او تداوي
۱۸-مراندې =رګونه
۱۹- ټکې=تندر
۲۰- نمنځي چار=عابد او زاهد
۲۱- پلازونو = تختونو
۲۲- ژوبلل= زخمی کول
۲۳- میر څمنو = دښمنانو
۲۴- سماو =عدالت او انصاف
۲۵-ټیکنه= عدل او انصاف
۲۶-اوڅار-ظاهر او ښکاره
۲۷-ژوبلورو=جنګیالیو سپاهیانو
۲۸- بیړیو=زولنو
۲۹-څوار=صبر
۳۰-تورنمري =هغه څوک چې دچاپه ویر کې تور کالي اغوندي
۳۱-کړونګی=آبشار ،ځړوبی
۳۲-ساندې= به زوره زوره چیغې
۳۳-لی=لولي
۳۴- زرغا=شینوالی
۳۵-مسا=مسکا
۳۶-لاښونه=دښتې او دغره ډډې
۳۷-بامی= دیوه ګل نوم دی
۳۸-غرجه=غرجستانه
۳۹-جوپې= قافلې
۴۰- شار= دغرجستان دمشرانو لقب و
۴۱- ویرنه = ماتم
۴۲- سور= خوښي
۴۳- لتو = ځمکې،سرزمین
۴۴-جاندام=دوزخ
۴۵-سوراړ= وچه اوتوده دښته
۴۶-ریږدلو= زلزلو
۴۷- سخ=خوښۍ دې وی ستا پرحال
۴۸-سار =ساری
۴۹-ټبار =ټبریا کورنۍ
۵۰-تون=ځای