ډېر مخیزه جګړه څه ډول جګړه ده ؟

 

لیکوال نورالحق ن. څلی

ډېر مخیزه ( ترکیبي ) جګړه هغې جګړې ته وایي چې د یوه په نښه شوي هېواد یا اولس پر ضد د جګړې ټول مالوم ډولونه لکه : منظمه ، غیر منظمه ، ترهګري ، مالوماتي ، استخباراتي ، پټه ، اقتصادي او سایبري جګړې سره ګډوله او وکارول شي . په بله وینا ډېر مخیزه جګړه په حقیقت کې د یوې وسلې په توګه د ګډوډۍ د تیورۍ کارونه ده .
ډېر مخیزه جګړه یوه نظامي ستراتیژي ده . دغه اصطلاح د رواني پېړۍ په پیل کې د یوې علمي اصطلاح په توګه وپېږندل شوه .
کله چې یو هېواد د دښمن د ځمکنیو ، هوایي او سمندري ځواکونو تر یرغل لاندې راشي ، په دغه صورت کې هر څه د لیدو وړ او ښکاره دی ، یواځې دې پرېکړې ته اړتیا ده چې څرنګه او د کومو وسایلو په مټ یې دفاع وکړي . خو کله چې یو هېواد د دښمن د ځانګړو ځواکونو ، ترهګرۍ ، استخباراتي ، مالوماتي ، پټو او سایبري یرغلونو لاندې راشي او دغه یرغلونه په پرلپسې توګه کلونه او لسیزې دوام وکړي ، دلته د دفاع مسئله ډېره ګرانه ، پېچلې ، خونړۍ او له ډېرو ناڅرګندتیاو سره مخامخ کېږي .
دا چې ولې د ډېر مخیزې جګړې مخته بیوونکی دغه شان جګړې خوښوي لاملونه یې دا دي : د لګښت له پلوه ارزانه تمامېږي ؛ جګړه تر ډېرو کلونو پورې د جګړې اصلي مخته بیوونکي ته نه منسوبېږي ، نو ځکه د مسئولیت او کسات اخیستلو پوښتنه نه رامنځ ته کېږي ؛ له دې چې دغه جګړه نابرابره ده او همزمانه په بېلا بېلو برخو کې روانه وي او په یوه وخت کې ډېرې ستراتیژیکې نښې تر ګوزار لاندې راځي نو د مانور کولو او د نویو موخو د غوراوي آسانتیاوې ډېرې وي ؛ او وروستی لامل یې دا دی چې په نښه شوی هېواد تر مرګوني ګوزار لاندې راځي ، ټولې انساني ، اقتصادي او فرهنګي سرچینې یې زیانمنې کېږي .
د ډېر مخیزې جګړې قانون حکم کوي چې په ، په نښه شوي هېواد کې باید داسې لانجې وپنځول شي چې هویتي ټکرونه رامنځته کړي . ښکاره خبره ده چې هرومرو د هر هېواد په ټولنیز او سیاسي جوړښتونو کې داسې حساس فکتورونه شته چې زیانمنېدونکي دي ، لکه : توکم ، دین یا مذهب ، اداري پولې ، ټولنیزې – اقتصادي نا انډولتیاوې ، جغرافیایي ځانګړتیاوې ، ژبې او داسې نور .
د دغو هویتي ټکرونو د رامنځته کېدو اصلي موخه دا ده ، تر څو دې ته لار هواره شي چې د په نښه شوي هېواد حکومت ، په لمړي ګام کې وسولول او عیار ؛ ورپسې رژیم کې بدلون راشي او په پای کې د خپلې خوښې رژیم وتپل شي .
لکه څرنګه چې لیدل کېږي ، ډېر مخیزه جګړه داسې نه ده چې پایلې یې د څو ورځو ، اوونیو او یا میاشتو په ترڅ کې محسوسې شي . دا جګړه یوه اوږده پروسه ده او وخت یې نشي ټاکل کېدای خو د دغې جګړې مخته بیوونکی کابو تل ګټونکی وي .
رسنۍ ، ټولنیزه میدیا ، کنفرانسونه ، ورکشاپونه ، کاذبې مدني او سیاسي ټولنې ، د فساد بابونه او انجیوګانې د دغې جګړې کارنده وسلې ګڼل کېږي . په حقیقت کې جګړه د همدغو پورته یادو وسلو په کارولو پیل کېږي . کله چې دلته د انجیوګانو په اړه خبرې کوو ، موخه هغه انجیوګانې نه دي چې یواځې په بشري فعالیتونو بوختې دي او هر څه د میلمه پال دولت په اجازه او له هغه سره په همغږۍ کې تر سره کوي .
پورته یاد بنسټونه او پدیدې په نښه شوی اولس تر یرغل لاندې نیسي او ورو ورو هغه نظریې خپروي چې د ټاکل شوو موخو رسېدو ته اړین شرایط برابر کړي . ناسم ، اړول شوي او د پوښتنې وړ فاکتونه په پراخه پیمانه تبلیغېږي .
په دغه بهیر کې اجیر سیاستوال ، څېړونکي ، د نظر خاوندان او علمي څېري د ګټورو احمقانو په توګه وخت نا وخت د ستیجونو پر سر ځلیږي . دغه کسان په خپلو خبرو ، ویناوو او لیکنو کې د راروانو هویتي ټکرونو پېښېدل حتمي بولي او حالات داسې انځوروي چې ته وا پرته له منلو یې بله چاره نشته .
موخه دا ده چې په خلکو کې داسې یوه انګېرنه را پيدا شي چې سیاسي وضعیت نازک دی او یو څه باید پېښ شي . کله چې د په نښه شوې ټولنې د سیاسي فعالینو د یوې کوچنۍ برخې ذهنیت بدل شي ، نور نو د پنځول شوو سیاسي کېسو منل پیل شوي دي . دلته ده چې په نښه شوی اولس نه یواځې خپل هویتي بېلوالی مني بلکې د هرې هغې ایدیالوژۍ په وړاندې هم بې تفاوته کېږي چې د ډېر مخیزې جګړې مخته بیوونکی یې د لوبې په پای کې د برلاسۍ او تپلو تکل لري .
د کورنۍ جګړې ، کودتاګانو ، رنګارنګ انقلابونو او د وسله والو پاڅونونو هڅونې ، د ملي او وطنپالو څېرو او سیاسي ځواکونو ځپنې ، بدنامونې او خنثی کونې او همدا شان د سبوتاژ او ورانکارۍ کړنې د ډېر مخیزې جګړې دودیز وسایل دي. اساسي موخه د ګډوډۍ پنځول دي ، دا چې دغه موخه د کورنۍ جګړې ، کودتا ، انقلاب او یا کومې بلې لارې په مټ تر لاسه کېدای شي مهمه خبر نه ده .
په هر حال ، اوس راځئ چې د پورتنیو مالوماتو په رڼا کې د خپل هېواد د وروستیو څلورو لسیزو غمیزه راوسپړو . دا یو څرګند حقیقت دی چې شوروي اتحاد زمونږ پر خاورې تېری وکړ او خپل جاسوسان یې پر افغانستان باندې وتپل . د دغه تجاوز او اشغال پر ضد زمونږ د اولس مقاومت د ستایلو وړ او د تاریخ له غوښتنې سره سمه کړنه وه .
دا چې د امریکا متحده ایالات په خپله یو ځبر ځواک و او د شوروي اتحاد سره یې د نړۍ د وېش پر سر سیالي کوله ، نو ځکه دا بېخي طبعي خبره ده چې په دغه وخت کې د امریکا او په افغانستان کې د شوروي اشغال ضد مقاومت ګټې او موخې سره د یوې لنډې مودې لپاره نږدې وې . خو امریکا له افغانانو سره هغه څه وکړل چې تاریخي عادت او نه بدلېدونکی سیاست یې دی .
امریکا د افغانانو د سر او وینې په بیه خپل سیال او دښمن زخمي زخمي او مات کړ . پر دې یې هم بسنه و نه کړه ، له هماغه پیل راهیسې یې د افغان اولس د مرییتوب او نابودۍ په موخه يې خپله ډېر مخیزه جګړه پیل ، پړاو په پړاو یې پلې او اوس یې خبره دې برید ته رسولې ده چې پایښت یې تر سوال لاندې راولي .
لکه څرنګه چې جوته ده ، د افغانستان پر ضد د امریکا ډېر تومنیزه جګړه اوس خپل وروستي پړاو ته رسېدلې ده .
دا چې د دغې لعنتي امریکایي جګړې په بهیر کې د افغانانو پر ضد کوم جنایتونه تر سره شول ، فکر کېږي چې یادونې او پوهېدو ته یې د سید جمال الدین افغان په شان استعداد لرلو ته اړتیا نشته . بله دا چې د دغې لیکنې په لمنې کې هم نه ځایېږي . یواځې دومره اړتیا ده چې د ډېر مخیزې جګړې هغه ځانګړتیاوې چې د دې لیکنې په پیل کې یادې شوې له امریکایي سیاستونو او کړنو سره تطبیق شي .