د روانو حالاتو اړوند د سولې د ملي جبهې اعلامی

fredssymbolwahdat 30.8.2017
بسم اله الرحمن الرحیم

۲۰۱۷ د اگست ۱۵
مبارزه، (اجتماعي جد و جهد او د ملت لپاره مقاومت د یوې تابلو جوړول نه دي چې یو انسان یې پخپله خوښه وتراشي . مبارزه په یوه طوفاني سمندر کې په خپله سینه، د سیند د ډول ډول سر زورو څپو څخه تېرېدل او ساحل ته رسېدل دي. دا کار هغوي کولای شي چې له ځانه سره له سمندر نه ساحل ته پیغام ولري لامبو یې زده او د ډوبیدو څخه ونه ډار شي.)
په افغانستان کې وروستیو پراخو جگړو، د دولت ترکیبي قواوو تر مینځ ژورو کشمکشونو، نويو سیمه ایزه سیاستونو او د افغانستان په اړوند د متحده ایالاتو پر پخواني عمومي تگلاره د سره کتنې د هر چا سره دا سوال پیدا کړی چې څه به کيږي؟
د افغانستان د سولې ملي جبهه د وطن د یو ملي سوله ایز خوځښت په توگه په دې هکله خپل دریځ او وړاندیزونه داسې اعلانوی:
۱ ـ د افغان معضلې پراختیا او پیچلتیا ته په پام روان دولتي او دولتي ضد ائتلافونه نه یواځې ستونزه نه شي حلولی بلکه نوره یې هم پراخوي ځکه دا بحران د دوي د یووالي څخه را پیدا شوی.
۲ ـ د افغانستان ملي اسلامي او ولسواک حرکتونه، شخصیتونه پر خپلو اساسي، ملي غوښتنو پیوستون ته اړ دي. دا نژدیوالی هغه وخت شونی دی چې شریک ارمانونه معلوم شي او د هغو پر بنیاد د سولې د پراخې ملي جبهې جوړولو او پراخولو ته عملي کار شروع کړای شي.
۳ ـ متحده ایالات د افغان جگړې او سیاست یو مهم اړخ دی. دا ضروري ده چې دوي د جگړې د ادامې د تيوري پر ځای د جگړې د خاتمې یا مفاهمې په نظریه هدفمند کار وکړي
۴ ـ لازمي ده چې افغان طالبان د سولې او راتلونکي سیاسي جوړښت په دوو مهمو مسلو داسې ملي تصمیم ونیسي او له خلکو سره یې شریک کړي چې د عمومي حالاتو او ورځنیو واقعیتونو سره پیوند واخلي.
۵ ـ د افغانستان د ځانگړو خطرناکو حالاتو له مخې دا د هر افغان خصوصاً سیاسي خلکو ملي دنده ده چې په خپل هیواد د پلان شوي قومي مذهبي ربړو او قبیله پرستی پر خلاف ملي متحد دریځ ونیسي.

۶ ـ د افغانستان ځينې گاونډي دولتونه په افغان لانجه کې په بیلو بیلو کچو گډون لری. د افغانستان د موقعيت، د دوي د گټو تضاد او له دوي سره د ناټو د گټو تضاد نه حل کیدونکې ستونزه ده.
غوره دا ده چې د مداخلې پر ځای د سولې او داسې سیاسي جوړښت سره ځانونه او سیاستونه برابر کړي چې د خپلواک افغانستان د ملي مستقلې ارادې د تثبیت په صورت کې په افغاني خاوره کې د مینځ ته راغلې بې انډولۍ مخه ونیسي.
افغانستان ته سوله راوړل، سوله راوستل، سوله ساتل، د جگړې څخه سولې ته تلل، پخپله سوله او سولې لپاره ملي، سیاسي، او ولسي انسجام هغه څه دي چې یو له بلې سره توپیر لري خو دا ټول په پیچلي شکل سره گنډل شوي. د تشریح، سپیناوی او ښه پوهاوي لپاره لاندینۍ برخې ته پام وکړئ:
الف: دا فغانستان په خاطر د امریکا په نوي ستراتیژي په داسې وخت کې کار روان دی چې د افغانستان په خاوره د جگړې سیوری ورځ په ورځ پراخیږي. زمونږ ډیر گاونډیان په افغان کشاله کې د لویدیځ سره د پخوانۍ مفاهمې پر ځای نوې مقابلې ته تیاری نیسي او نړیوالو حالاتو کې داسې انکشافات راغلي چې د لویدیځ او افغان حاکمیت لپاره خوندور نه دي.
د شپږو میاشتو څخه راهیسې دا گونگسی ډیر دي چې د امریکا نوې تگلاره کې بنسټیزه خبره دا ده چې امریکا غواړي د افغانستان جنگ په جنگ وگټي. سره د دې چې خبره تر دمگړۍ گونگه ده خو په همدې ورځو کې د جمهور رییس ټرامپ (Trump) د هغه د بهرنیو چارو وزیر او د وال ستریت ژورنال (The Wall Street Journal) خبرو او خپرونو نه یواځې په جنگ د جنگ گټل رد کړل بلکی د افغانستان څخه د امریکی لښکرو د ایستلو مسئله د نوې ستراتیژۍ یوه مهمه برخه یاده شوی. څو ورځې وړاندی په سپینه ماڼۍ کې جمهور ریئس ټرامپ (Trump) خپلو ځواکمنو جنرالانو ته وویل:پوښتنه مې دا ده، مونږ ولې دا ۱۷ کاله په افغانستان کې په جگړه بوخت یو؟ دا خو ډیره اوږده شوه نور په افغانستان کې په هغو لارو نه ځو چې دا اوولس کاله پرې روان وو.
د فلیپین مرکز مانیلا (Manila) کې د جمهور ریئس د بهرنیو چارو وزیر وویل: دا هسې یوه خبره ده چې وایي جگړه ځکه کوو چې بله لاره نشته همیشه د جگړې د حل لپاره نورې طریقې هم شتون لری جمهور ریئس ټرامپ (Trump) هدایت ورکړی چې د افغان معضلی او جگړې د ختمیدو لپاره دې نورې لارې طریقې ولټول شي.
رښتیا خبره دا ده چې د افغانستان خلکو، امریکا او ټرامپ (Trump) ته دا خونړۍ جگړه د نن څخه (۱۷) کاله پخوا د توطيې پر تيوري را پیل شوې ده او رښتینې ریالست سیاستوال به یې همداسې د مفاهمې پر نظريې ختموي: سهوه دا وه چې د افغانستان د تاریخي، جغرافي، موقعيت، کلتور، نړیوال ارزښت او ملي جوړښت له پلوه داسې هیواد نه وو چې د نوي نړیوال نظم یا د یو قطبي دنیا د جوړولو او د تودو احساساتو د سړولو لپاره ترې کار واخيستل شي.
د توطيې تيوري په دې ۱۷ کلونو کې د افغانستان د غیږې څخه په سلگونو زره بچي تورو خاورو ته وړي. زمونږ ټولې زیربناوې یې په بنسټیز ډول نړولي. افغانستان یې د خیرات خور ملت، خیرات خور دولت تر کچې را ټیټ کړی. زمونږ له وطنه هر انسان تښتي هر وخت چې موقع ورته برابره شي. د بلی خوا یې د هغو امریکایي میندو په لسگونو زره اولادونه مړه او ژوبل کړه چې ډیر يې تر ننه نه پوهیږي افغانستان چیرې دی؟ 
د امریکا د خزانې نه یې په یوه حساب (۷۱۴) ملیارده ډالره د جنگ لمبو ته وغورځول هغو لمبو ته چې افغانان او امریکایان په کې سوزي.
د دې هر څه په بدله کې نن په افغانستان کې دوه شیان شته یو سراسري جنگ او بل هغه حکومت چې د ملا تیر یې په بشري جرمونو ککړ زورواکان، تر ټولو فاسد انسانان د ملت، دولت د مالونو لوټماران او د افغانستان د استقلال پوروړي جوړوي.
د افغانستان اقتصاد په ناروا او د سوال په پیسو درول شوی. دغو مټو چې کوم چاپیریال منځ ته راوړی هغه جگړه ده. د ملت سره جگړه، د حکومت سره جگړه، قوم د قوم او مذهب د مذهب سره لانجه. زمونږ د وطن بشپړ اکثریت خلک د خوارځواکۍ، ناروغۍ او بې امنۍ سره مخ دي خو د دسیسې په تیورۍ جوړ شوي حاکمان داسې ژوند او د ژوند وسایل لري چې په ټوله اسیا کې یې نمونه نشته.
غوره به دا وي چې د امریکا په نوي ستراتیژي کې د توطيې د تیورۍ پر ځای د مفاهمې په نظریه کار وشي او د جگړي د ختمولو په خاطر دوه لمړني گامونه واخستل شي.
۱ ـ د افغانستان خلک کولی شي د خپلو نړېوالو او سيمه ايزو سوله پالو خواخوږو په مرسته د ځان، وطن او دولت درې واړو څخه دفاع وکړي. له هغه دولت څخه چې ملي او د ولس د مستقلې ارادې محصول وي.
۲ ـ مخکې له دې چې د افغانستان څخه بهرني لښکرې پښې سپکې کړي، د داسې يو لنډمهالې ادارې جوړول اړين دي چې بنياد يې پر ملي، اسلامي پرمختللو بنسټونو ولاړ وي او رښتونې خپلواکۍ ته ژمن وي.
۳ ـ د پاکستان، ایران او هندوستان د مداخلو د مخنیوي لپاره سمه نړیواله تابیا.
ب: څومره چې د بن (Bonn) د کرغېړن کنفرانس د نړیوالو شریکانو د وسلو، پيسو او ټیکو چینې وچېږي هغومره ورسره د بن (Bonn) د ایتلاف او د هغه ایتلاف څخه راوتلې اداره او شریکان یې خپلو مینځو کې غېږو ته زور ورکوي، د دوي اوسنی ذلیلي لانجې او شرمونکې دسیسې یې نمونه ده. د اسلام، دیموکراسي او په اصطلاح کارگري ديکتاتورۍ څخه قوم پرستۍ او قبیله پرستۍ ته ټیټیدل هم یوه اجنبي پروژه ده چې غواړي د جنگ د ادامې لپاره بهانې ولټوي. د افغانستان خلک باید د دوی د راتلونکي قومي جنگۍ او مذهبي جنگۍ پر وړاندې هوښیار اوسي.
ج: سیمه ایز دولتونه او طالبان: دا حقیقت باید ومنو چې مونږ ټول په ځانگړي ډول د کابل د تخت حاکمان په بده ورځ د افغانستان څخه تښتیدی شو خو افغانستان هیڅ ځای ته نه شو تښتولی. د امریکا بې حسابه پیسې د پسرلي د گلونو غوندې فقط یوه نیم وربل ته ورځي خو زمونږ ژوند هم د همغو گاونډیانو سره دی چې د بدو سره سره د جغرافيې جبر یو د بل سره نښلولي یو. د طالبانو سره زمونږ د گاونډیو دولتونو راشه درشه د هرچا پرتله د کابل د حاکمیت په تاوان ده. څنگه چې د امریکا لیبرال دیموکراسي سره د جهادي ډلو اسلامي سیاست، شوروي ماډل سوسیالیزم او افغاني فیوډالیزم په یوه کټوه کې نه پخیده خو امریکا په زور د درې واړو څخه سیاسي پوځي لښکر جوړ کړی. همداسې طالبان، ایران، روسيه او چین د دې اړیکو څخه په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د خپلو مخالفانو پر ضد ستراتیژیکه گټه اخلي.
که دا روابط مخکې لاړ شي او پوخوالي ته ورسیږي د کابل د حکومت اوسنی جوړښت او د بن(Bonn) د ایتلاف ترکیب به هم د هغه سرنوشت سره مخ شي چې د څو کلونو راهیسې څوک د قصرونو څخه غرونو ته او څوک د غرونو څخه قصرونو ته وړل راوړل کیږي.
5000003.02220000ړړ صدمتتسظصضقنتیجه: څه باید وشي؟
تر ننه پورې سوله یو ملي مبرم ارمان دی خو (( مجرده سوله نه)) خو د دې څخه وروسته بل مهم ارمان به د قوم جنگي، مذهب جنگي مخنیوی او د ملي یووالي ساتل وي ځکه بیلوالی او قوم جنگي ته یی ځمکه وتره کړي.

(یادونه: په دې ځای کې زمونږ مطلب ملي نجات دی نه د زورواکانو سیاسي سازمان. د سیاسي متشکل جوړښت څخه مقصد په یوي علمي جهانبیني، ټولنیز سالم عیني تحلیل او په ملي ارمان سمبال ملي تشکیل دی).

په افغانستان کې د جوړو شويو کورنیو کشمکش\\ګونو نننی ټکري پړاو، د دوي اجنبي پيوندونو سیمه ایزو او جهاني حالاتو ته په پام، په نسبي توگه یواځینی سیاسی کار دی چې د وطن هوښیار سیاسي کدرونه یی تر سره کولی شي او هغه د ملي نجات په لاره کې اغیزمن رول لوبوي. د پراخې ملي جبهې پر محور د هیواد د هغو سیاسي، علمي شخصیتونو راټولېدل دي چې د اوسنۍ نړیووالې وضعې سالمه سیاسي اقتصادي ارزونه کولی شي او په دې پوه وي چې د افغانستان د اوسنیو تضادونو سره کوم سلوک په کوم وخت کې ضروري دی.
پرته له شکه د وطن د نجات بښوونکې جبهې جوړول ډیر گران کار دی، خو د بل هر ملي تشکیل د جوړښت پرتله فوق العاده علمي، عیني او عملي ښکاري، علت یې دا دی چې د اوسنیو نړیوالو مناسباتو په وجه د وروسته پاتې کړای شوي دنیا په ډیرو ملکونو کې د ملي گوندونو، سازمانو او خوځښتونو پر مخ دروازې تړل شوي د هغو پر ځای ضد ملي ډلې د ملي په نوم منځ ته راوړل شوي چې د حاکمو رژیمونو او حاکمو مناسباتو لپاره په خلکو کې د پنځم ستون په توگه کار کوي.
د سیاسي سازمان گوند او جریان لپاره مجموعي وضع داسې ده لکه د فصل لپاره وتره. د شلمې پېړۍ په لومړنيو لسيزو کې چې کوم ملي گوندونه مېنځ ته راغلل ملي او جهاني شرايط ورته برابر وه
خو کله چې یادو حالاتو بدلون وکړ نه یواځې هغه گوندونه له مینځه یوړل شول بلکه ملي او نیمه ملي دولتونه په قهر سره وځپل شول او د هغو په عوض دغه انجيوگاني (NGO = Non Governmental Organization)، مدني ټولنې، قومي مذهبي اتحادیې او ځلمی لیبرالیزم د ټولنو په سیاسي اقتصادي رگونو حکمرانۍ کوي.
هیڅوک په هیڅ ډول نه شي کولی چې د يوې علمي ملي مفکورې څخه پرته هغه ملي گوند، سازمان جوړ کړي چې د سیاست په دنیا کې ورته خپل تعریف موجود دی. مفکوره دقیقا د حزب لپاره داسې ده لکه د انسان د ملیونونو سلولونو لپاره چې الله تعالی ماغزه جوړ کړي. ایدیالوژي جنگیدلو، حکومت نیولو او چوکیو رسیدلو ته نه وايي. د ایدیالوژي نظریاتي اړخ په فلسفي، تحلیلي خواوي، په مسلطو عیني مناسباتو او کاري پلوي د ټولنې په زیر بنايي بدلون د روبینا نوی والی وي.
په دې اړوند د خوشحالۍ ځای دا دی چې زمونږ د هیواد د ټولو ملي مترقي تشکیلاتو تیوریکي کدرونه، ملي، علمي او هوښیار سیاسي دیني شخصیتونه په نظریاتي لحاظ د پراخې ملي جبهي منځ ته راتگ یو شان ملي او سیاسي ضرورت گڼي. د هیواد په روان سیاسی بهیر کې د جبهي طرحه یواځینی لاره ده چې د زیاتو نه زیات سیاسیون پرې د نظر د یووالي خاوندان دي.
ستونزه پدې کې ده چې د جبهې عملي، ولسي او تشکیلاتي کارونه زمونږ د هیواد د ملي ضرورتونو سره موازي مخکې نه ځي. څه ناڅه مشکلات د سختو حالاتو شتون، روشنفکري جنبش کې د اپرچونیزم (Oppurtunism) پراختیا ده، خو هغه برخه چې د جبهه ایز څلور کلن کار په درشل کې د نظریاتو په هکله شتون لري راټوله شوې او د ډیرو نه ډیرو کسانو د سولې ملي جبهي ته دا لاندې پوښتنې او نظريې رالیږلي.
۱– جبهه باید د چاسره جوړه شي؟
۲– آيا طالبان د دې جبهې غړیتوب ترلاسه کولی شي؟
۳– د سولې ملي جبهه څنگه سوله غواړي؟
۴ – په سوله کې د افغانستان د استقلال ځای؟
۵– سوله او عدالت یا ډزبندي او د قدرت شراکت.
۶– په سوله کې د ملت ځای او د هغوی مشخصې گټې.
۷– په کومه بیه سوله؟
که د خدای پاک رضا وه دا او داسې نور فکري او تشکیلاتي مسایل به په هغه ستره عمومي ناسته کې له برخوالو سره شریک شي چې جوړیدلو ته یی په افغانستان کې منظمي هلې ځلي روانې دي. پای