یوه کیسه ده

د ګلبدین تبسم (په بریتو کي خندل)
د اور پرتوګ۱ که د سولي ناجي؟

کمال مي د تور پیکي یار وو ،او د مکتب هم ټولګی مي وو،په پوهنتون کي سره جلا سو هغه پیاده پوهنځي ته ولاړ ،زه توپچي پوهنځي ته،خو مناسبات مو پالل.تر ۷ د ثور وروسته زه په تحصیل کي وم چي خبر سوم کمال مجاهد سو.تر تحصیل وروسته کابل او بیا ن نګرهار کي تعین سوم او دستي کمکي خیبر غونډ کي چي د تورخم په څنګ کي وو.دا وخت لا سرحدي قواوي نه وې د سرحدې پولیسو په نامه یو آمریت موجود وو،دولت امر وکړ چي دا تشکیلات دي په موقت ډول د اردو نژدې ځواکونو تحت امر وي ،نو د ډاکې امریت سرحدي او د تورخم کنډک زموږ مربوط سول.
یوه ورځ یو چا په داسي حال کي چي زه د تورخم د سرحدې قطعي په تفتیش اخته وم زما باډیګارډ ته یو خط ور کړی وو.لنډه دا چي دفتر ته راغلم دا لیک راورسید دا همغه کمال وو. لیک ډیر لنډ وو:
”سهوه مو کړیده خو چاره هم نه وه ستاسو یارانو هم د مرګ ګواښونه راته کول،ته نه وې او زما تصمیم داسي سو،اوس زه دلته یم.یو څوک یم، په چوک یادګار کي دغه ادرس ………..ته لیک ولیږه ماته رسیږي،که زما له خوا لیک درتلئ زه د همصینفی توب یوه خاطره په کي لیکم چي ته باور وکړې،ته هم داسي کوه”.
د کلونو په بهیر ما او کمال ډیري کیسې سره ولیکلې کومکونه مو سره وکړل او لکه دوستان او وروڼه سره پاته سو،زما سره یې په هغه بله خوا کي کي ډیري مرستي کړي دي ،ځکه یې نه یادوم ډیر وخت یې احوال نه لرم چي د ده خوښه ده که نه ؟خو خپله به درته ووایم.
د دفاع وزارت په ساختماني معاونیت کي یو څوک وم ،عسکر راغئ چي یو څوک د کمال د فامیل نه راغلی دئ.زما لا په اول کي هغه کمال په یاد نه وو ځکه مراجعین ډیر وه د ملاقات اجازه مي ور کړه.
سپینږیری پر ملا کړوپ سړی له یوه ۱۵۵ کلن ځوان سره مي خوا کي ودریدل ،زه ورته ولاړ سوم او دوی مي ناستي ته دعوت کړه،بابا مخکي له کښیناستلو راته وویل ”بچیه !زه په ډیر زحمت تر دې ځایه او تر تا راغلی یم ،ماته وخت راکړه او یوه پیاله چایي هم را کړه زه ډیر کار درسره لرم”.زه پوه سوم چي بابا جنجال جوړوي ،نو مي ده ته چایي او نور فرمایش کړل خو د نورو مراجیعینو لپاره له دفتره ووتم او په بل اطاق کي مي د هغوی ستونزي واوریدې.د لیدني کتني وخت ختم سو او زه او بابا او ۱۵ کلن هلک سره تنها سو.
ما ویل بابا اوس نو امر کوه زه بیکاره سوم.
ویل یې ته اول ما و پیژنه!
ما ویل نو وایه چي څوک او څه ستونزه لرې؟
ویل زه د هغه کمال پلار یم چي ستا همزولی او همصنفي وو اوس مجاهد دئ ،موږ په قندوز کي اوسیدو کله،کله به راتلی روابط مو وه اوس دا یو کال هغه غواړي فامیل یې پیښور ته ورسي خو موږ دا توان نلرو.الله ج شاید دئ اوښکي مي توئ کړې ما ویل نو کمال خو هلته غټ سړی دئ ………….
په هر صورت دوی مي غوښتل کور ته بوزم ،بابا ویل موږ ۱۳ لوی او واړه یو،ماویل نور چیري دي؟
ویل د خپلوانو او دوستانو په کورونو کي .
ما ویل نو زه به دولتي میلمستون ته تاسي ولیږم ،ویل نه سبا ته موږ ته د پیښور د تګ اجازه واخله.
لاري بندي څه چي محشر وو.د زون قوماندان خدای بخښلی جنرال ګلرنګ معروف وو،او د نهمي فرقې قوماندانان اوسنی ډګرجرال زمان وو دواړو ته مي زنګ وواهه او خواست مي وکړ چي دا کورنۍ ته مزاحمت مه کوئ.
دا وسول.او د کمال د ډاډګیرني لیک له دوو پیښوري واسکټونو تر ما راروسید.
اما د ۱۳۷۱۱ د اتم ثور وروسته د مسعود،ګلبدین،سیاف ،حزب وحدت،دوستم او نورو په جنګونو کي د فامیل او کورنۍ په کیسه اخته وم،جنګ ،راکټونه،وژل ،له کوره ایستل…………..داسي وو لکه ورځنی ژوند.ایمل زوی مي ښایي د پنځو کلو وو ،له دباندي را غئ او وایي:”پلارجانه ستا اشرار ملګري راغلل”زه نه پوهیږم دا میلمنو ورته ویلي وه په ټوکه ،او که رشتیا زما زوی په دا واړه سن دوی ته اشرار ویل؟ځکه دولتي میډیا به یې لیدله.
د زوی راتګ سره سم دروازه و کړنګیده او کمال له خپلو دوو یارانو سره ولاړ وو،په سختۍ پیژندنه،زما وارخطایي او د کمال ږغ”مجیده ! کمال یم”
او نور نو زما وارخطایي پر کمیدو سوه او نور نو غواړم زمری سم خو لا ګیدړ معلومیږم.
میلمانه کور ته داخل سوه ،چي څه تیار هغه د یار ،زما خولې ورکي او ځان فاتح بولم د راډدیو خبرونه د ټولو دلچسپي وه هغه هم بې،بې،سي راډیو.
خبرونو وویل د بې،بې،سي راډیو خبریال میرویس جلیل د حزب اسلامي په ساحه کي ووژل سو.دا وخت حزب اسلامي تر جنګلک فابریکې پوري لومړی خط درلود.
دوی یو بل ته وکتل او کمال ورته وویل چي” ما نه درته ویل چي پرون یې ورته وخندل؟”هغه نورو سر و ښوراوه.ما پوښتنه وکړه چي چا ،چا ته وخندل؟کمال ویل ګرانه ته زما د فامیل او ژوند نجات ورکونکی یې له تا یې نه پټوو ،زموږ رهبر حکمتیار که چا ته لږ غوندي غاښونه سپین کړل مانا نور نسته،پرون یې میرویس جلیل ته دا چم وکړ زه پوه سوم چي دا وژني.
لسیزي وروسته استاد سعد الدین شپون دا خبره افشا کړه او ویې لیکل”چي کوم وخت د حکمتیار مصاحبې ته د هغه مطبوعاتي مشر قریب الرحمن سعیدپه خپل سوزکي کي وروستلم ډیرو دوستانو راته ویلي وه که یې تبسم درته وکړ ختم یې…………”د استاد شپون لیکنه په تاند کي خپره سوې وه ، فکر کوم ”د اور پرتوګ نومیږي”.
هسي ما ویل ډیرو ته بې په دې غونډو کي تبسم کړی وي چي پام مو وي!
۱
د ”اور پرتوګ ”مولوي خالص ګلبدین ته ویل.

‎عبدالمجید راغستاني‎s foto.