ځوان فرهنګ او فرهنګي نوښتونه/ فرهاد داوري

فساد د ټولني په جرړو کي اوبه وچوي او د ټولني بنسټونه نړوي، د هري ټولني رېښو ته که د فساد اوبه ورسېدلې، د دې پرځای چي پاڼي يې زرغوني کړي، د خزان باد پر را الوزوي، نو فساد د افغاني ټولني په رېښو کي ځای پر ځای سوی دی، له همدې کبله مو ټولنه له بېخه وچه ده، مخکي فساد يوازي په اداري او سياسي برخه کي و، خو اوس تر ټولنيزو ساحو پوري هم رسېدلی دی، د ټولني بنسټونه يې هم لړزولي دي او د افرادو تر شخصي غوښتنو او شخصيتي معيارونو پوري هم رسېدلی دی.

په هلمند کي د فساد پر وړاندي مبارزه شعاري ده، له يوې خوا حاکمي ادارې پدې شپاړلس کلونو کي د دې پر ځای چي فساد له منځه يوسي، فساد يې ډېر کړی دی او د فاسدانو په حاکميت کي يې ولس محکوم کړی دی، له يوې خوا اداري فساد او له بلي خوا ټولنيز او مدني فساد تر لوړي کچي رسېدلی دی، په هلمند کي يو شمېر با احساسه علمي کادرونو د مرکزي ادارې څخه وغوښتل چي نوي کادرونه او ځوانان د هلمند په ادارې کي ځای پر ځای کړي، د مرکزي ادارې يې کور ودان دا کار تر ډېره بريده کړی دی، خو په هلمند کي يو شمېر فاسدي کړۍ چي مافيايي بانډ غوندي ګڼل کېږي، تل هڅه کوي چي د ځوانو کادرونو مخه ونيسي او نه غواړي چي متحرک ځوانان کار وکړي، له همدې کبله په يوه بهانه او بله بهانه ستونزي ورته جوړوي.

د دې ادارو څخه يوه يې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست اداره ده، کلونه کلونه د هديرې په څېر ساتل سوی و، دا چي د تاريخي ابداتو مځکي په دې رياست پوري اړه لري، نو مافيايي بانډونو هڅه کوله چي دا رياست فلج کړي او تر لاس لاندي مځکي يې تر سينو لاندي کړي، خو دا چي دددې رياست مشري د فريد احمد فرهنګ لاسته ورغله دا رياست يې را ژوندی کړ او د د خپلو دوو مياشتنيو فعاليتونو په لړ کي يې لاندي کارونه وکړل:

۱. په هلمند کي يې د لوحو د اصلاح لپاره پراخ کار پيل کړ، هغه لوحې چي په بهرنيو ژبو وې او يا يې ادبيات او املايي اصول نه وه مراعت کړي، د هغو اصلاح يې پيل کړه، خو متاسفانه چي اجمتاعي مافيا يې په مخکي خنډ سوه.

۲. د رسنيو د اصلاح لپاره يې پراخ پلان جوړ کړ او ښاغلی فرهنګ د هري رسنۍ سره نيژدې پر نشراتو باندي بحث وکړ چي تر ډېره بريده يې ښه پايله ورکړه.

۳. د ژورناليستانو د مسلکي کولو په برخه کي يې هڅي وکړي او څو کنفرانسونه يې جوړ کړي دي.

۴. د بهقي کتابتون مځکه چي په هلمند کي همدا مافيايي کړيو تر خيټو لاندي کړې وه، د ښاغلي فرهنګ په هلو ځلو په فرهنګي مرکز کي دا کتابتون جوړ سو.

۵. د هلمند سيند لويه مشاعره چي تېر کال هيڅ تر سره نسوه، سږ کال يې پر وخت باندي پلان جوړ سوی دی او راتلونکي اوونۍ به ترسره سي.

۶. په هلمند کي يې د چاپي رسنيو په برخه کي لسګونه اصلاحات راوستل.

۷. په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کي يې شفافيت رامنځته کړ او تېره اوونۍ يې ولس ته شفافه حساب ورکونه ورکړل او د ولس د تود هرکلي سره مخ سو.

ښاغلی فرهنګ د هلمند د تاريخي ابداتو لپاره هم بېلابېل پلانونه لري، دا چي د تاريخي ابداتو بيا رغونه ډېري بودجې ته اړتيا لري، هيله لرو چي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دې رياست غوښتني ومني او په ځانګړي ډول د بُست تاريخي کلا په بيا رغونه کي بودجه ورته په پلان کي ونيسي.

د هلمند ځوانو کادرونو تل هڅه کړېده چي په هلمند کي ځوان ريښتني او پاک کادرونه په دندو وګماري او هره مافيايي ډله چي مخه يې نيسي، د هغې سره مبارزه وکړي، هيڅکله به د ټولني ناوړه طبقې او مافيايي ډلو ته اجازه ورنکړي چي د هلمند اداره تخريب کړي او د هلمند ګټو ته زيان ورسوي.